رویټرز: د طالبانو په ضد نورې مظاهرې شوي
رویټرز وايي په سوشل میډیا خپرې یو وډیو کې لیدل کېږي چې په کابل کې د افغانستان د ازادۍ په ورځ کېدونکي مظاهره کې ښځو او سړو د افغانستان بېرغونه پورته کړي او نعرې کوي چې "زمونږ بېرغ، زمونږ شناخت."
دامریکې دملي امنیت سلاکارې ډلې صدر بایډن دافغانستان بدلېدونکي حالت نه خبر کړی
دامریکا سپینه ماڼۍ وایي دصدر جوبایډن اؤ دهغه مرستیالې صدرې ته دقامي سلامتۍ ډلې افغانستان کې دبدلېدونکي وضعیت په اړه احوال تیر کړی دی.
دعاشورې ورځ،پنجاب کې دعذادارنو ته په جلوس بمي برید درنه مرګ ژوبله اړولې
پاکستان کې نن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د محرم د میاشتې په لسمه د عاشورې مراسم په کلکو امنيتي تدابيرو کې نمانځل کيږي خو بیا هم دپنجاب په بهاولنګر ښار کې دعذادارنو په یو جلوس بمي برید شوی چې پکې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د افغانستان د استقلال ورځ، په کابل کې رسمي دستورې ونشوې
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د ازادۍ د ورځ په مناسبت طالبانو په خپل بیان کې وویل چې د الله په مدد یې د امریکې په ډول قبرجن ملک ته ماتی ورکړو
دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ په ناساپي ډول تجارت سیوا شوی،پاکستاني چارواکي وایي
پاکستان کې د کسټمز یا ګمرک دچارواکو تازه شمېرې ښايي چې په کابل د طالبانو له قبضې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمينځ دوه اړخیزه تجارت ناساپي سېوا شوی دی.
قبایلي ضلعو ته این ایف سي ایوارډ کې دبرخې نه ورکړل کیدو په ضد هایکورټ ته عریضه شوې
پېښور هايکورټ کې قبايلي ضلعو ته این ایف سي ایوارډ کې د درې فیصدي برخې او د سل بيلینه روپو کليز فنډ نه ورکولو پسر خواست یا عریضه شوې چې پکې صوبایي حکومتونو او دمرکزي حکومت چارواکي فريق جوړ شوي دي۔
پېښور کې نهه افغانان د خپل بېرغ پورته کولو او نعرو وهلو په تور نيول شوي
د خېبرپښتونخوا د پېښور پولیسو نهه افغانان په دې تور نيولي چې د خپل ملک (افغانستان) بېرغ يې پورته کړی او نعرې يې وهلې، دغه کسان نن عدالت ته وړاندې کړی شوي دي.
د احمدشاه مسعود زوي د طالبانو پرضد د مذاحمت پېل کولو ويلي
د افغانستان په پنجشير کې د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعودي زوي احمد مسعود ویلي د طالبانو پرضد يې مذاحمت پېل کړی او ويلي يې د طالبانو پرضد يې د پلار په قدم قدم اېښی دی.
قرېشي: د طالبانو پرضد چې د اشرف غني د حکومت کومه پروپېګنډه وه حالات د هغې نه بدل دي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي د طالبانو پرضد چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت کومه پروپېګنډه کوله حالات د هغې نه بدل دي.
جوبايډن: پوځ به يې د امریکايانو د ويستو پورې په افغانستان کې وي
د امریکې صدر جوبايډن ویلي پوځ به يې تر هغې په افغانستان کې وي څو پورې يې چې د افغانستان نه امريکايي وګړي نه وي ویستلي او دغه نېټه د اګست د 31 نه وروسته کېدی هم شي.
اشرف غني: نن شپه ملت ته وېنا لرم
په ټوېټر خپل پیغام کې هغه وویل "نن شپه د کابل په وخت نهه نیمې بجې په هېواد کې د وروستيو تحولاتو په اړه ملت ته وينا لرم."
رویټرز: په جلال اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي
رویټرز خبرې ادارې د دوو عیني شاهدینو له قوله وویل چې دغه کسان پس له هغې ووژل شوو چې طالب وسله والو د مظاهرې په مهال ډزې وکړې. د ډزو نه وړاندې خلکو په جلال اباد کې د افغانستان قامي بېرغ پورته کولو
اشرف غني متحده عرب اماراتو ته رسېدلی دی
متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عرب هغه درې هېوادونه وو چې د ۱۹۹۰ په لسیزه کې یې په افغانستان د طالبانو واکمني په رسمي ډول منلي وه
پښتانه ملت پاله ګوندونه دطالبانو لخوا دکابل په نیولو اندېښمن دي
پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي په افغانستان کي د طالبانو راتګ ته انديښمن دي، دوئ وائي په افغانستان کي د طالبانو دپاره لوئي ازميښت مخي ته دی او په پاکستان کې چي ځني مذهبي ګوندونه د طالبانو په راتګ خوشحالي کوي نو د افغانستان د حالاتو اثرات به نيغ په نيغه په پاکستان هم وي۔
جنوبي وزیرستان نه انتظامي افسر تښتول شوی،برید کې بل افسر ژوبل
افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې نامعلومو کسانو د انتظامیه یو افسر تښتولي دي، او د هغه سره یو بل چارواکی د ډزو په نتیجه کې ټپي شوې .