ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لاورف: درېیمه نړیواله جګړه به یوازې اتومي جګړه وي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې د لویدیځ سیاستوال تورن کړي دي‌ چې د اتومي جګړې د تثبیتولو او برابرولو هڅه کوي.

03.03.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

03.03.2022 امریکا غږ

فایق یو ځل بیا د تیر حکومت چارواکو باندې د فساد تورونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان شارژدافیر او دایمي استازي د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) یو ځل بیا د افغانستان د پخواني حکومت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو د بانکي حسابونو او ملکیتونو په اړه د څېړونو غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې په مرستو کې په «فساد او اختلاس» تورن دي.

03.03.2022 امریکا غږ

بلینکن پر اوکراین د روسیې د بریدو په اړه سلامشورو لپاره اورپا ته ځي   

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) وویل ټاکل شوېده د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د اوکراین په وړاندې د روسیې د بې دلیله او نه توجیه وړ برید په اړه د سلا مشورو په هدف اروپا ته ولاړ شي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی بلینکن به د مارچ له دریمې څخه تر پنځمې پورې د ناټو او اروپايي متحدینو سره د سلا مشورو په هدف بلجیم، مولداوی، لیتویا، لیتوانیا او استونیا ته سفر وکړي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې بلینکن به خپل سفر د بلجیم له پلازمینې بروکسل څخه پیل کړي چیرې چې نوموړی به د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي. د اعلامیې په وینا ښاغلی بلینکن به له هغه وروسته د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم خبري وکړي. پر دې سربیره به دغه جګپوړی امریکایي دیپلومات د واشنګټن له متحدینو او شریکانو سره پر اوکراین د روسیې د نظامي برید د ځواب او پر مسکو د پراخو او همغږو بندیزونو د لیګیدو په اړه له خپلو اروپایي متحدینو سره بحث او خبري اتري وکړي. له بروکسل وروسته د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د مارچ په پنځمه پولنډ ته سفر کوي او په هغه ځای کې به د نوموړي هیواد له جمهور رئیس، صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د اوکرایني کډوالو د منلو د هڅو په اړه بحث وکړي. بلینکن به د مارچ په شپږمه نیټه لتوانیا او په اومه نیټه لیتویا ته سفر وکړي او هلته به د یادو هیوادونو له مشرانو سره وګوري. ښاغلی بلینکن به د خپل سفر په وروستۍ ورځ استونیا ته سفر وکړي او د هغه هیواد د جمهور رئیس، صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره له اوکراین سره د مرستو په هدف د مشترکو هڅو، د ناټو د دفاعي وړتیا د لوړیدو ، د دیموکراسۍ د ودې، بشري حقونو، اقتصادي همکاریو او د بالتیک حوزې د انرژۍ په اړه خبري اتري‌ وکړي.

03.03.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې پر اوکراین د روسیې برید وغانده

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعي د چهار شنبې په ورځ مارچ دویمه (کب ۱۱) په یوې بیړنۍ غونډه کې او د رایو په اکثریت پر اوکراین د روسیې برید وغانده. دې مجموعې همدارنګه په یوه پریکړه لیک کې له مسکو څخه وغوښتل چې په اوکراین کې جګړه ودروي او خپل پوځيان له هغه هیواده وباسي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف، د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې پریکړه لیکونه اجرایي جنبه نلري او اساسي هدف یې په دې نړیوال سازمان کې د روسیې منزوي کیدل دي. دا پریکړه لیک په داسې حال کې په ۱۴۱ مثبتو، ۳۵ ممتنع او پنځو مخالفو رایو سره  تصویب شو چې روسیې پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړي دي ، هغه بریدونه چې له اوکراین څخه د ۷۸۰ زره وګړو د وتلو لامل شوي دي. روسیه، بلاروس، شمالي کوریا، سوریه او اریتریا هغه پنځه هیوادونه دي چې دې پریکړه لیک ته یې مخالفه رایه ورکړه. چین د هغو ۳۵ هیوادونو په ډله کې دی چې ممتنع رایه یې کارولې ده. ددې پریکړه لیک په متن کې پر "اوکراین د روسیې په تجاوز" خواشیني ښودل شوې ده. د وروستي ځل لپاره چې د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې بیړنۍ غونډه جوړه شوه، ۱۹۸۲ میلادي کال وو. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل:"د عمومي مجموعې پیغام لوړ او روښانه دی. سمدستي په اوکراین کې دښمنۍ پای ته ورسوئ. ډزې بندې کړئ. همدا اوس د خبرو او دیپلوماسۍ لپاره دروازې خلاصې کړئ." د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې پریکړه لیک د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي له تاوده هرکلي سره مخ شو. نوموړي په یوه ټویټ کې د هیوادونو له مثبتو رایو څخه هرکلي وکړ او له روسیې وغوښتل چې ډیر ژر په اوکراین خپل بریدونه ودروي. ښاغلي زیلنسکي هغو هیوادونو ته چې دې پریکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړې وویل "د تاریخ سمه لار" مو غوره کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیرې لینډا ټاماس ګرینفیلد له رای ګیرۍ مخکې د هیوادونو له استازو وغوښتل چې دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړي. میرمن ګرینفیلد له رای ګیرئ مخکې وویل:"په وروستي تاریخ کې تر بل هر پریکړه لیک مخکې ملګري ملتونه له مشکل سره مخ شوي دي." هغې زیاته کړه:"که ملګري ملتونه کوم هدف لري، هدف یې د جګړې مخنیوی، د جګړې غندل، د جګړې درول دي. نن دلته زموږ دنده ده. دا هغه وظیفه ده چې تاسې یې د ترسره کیدو لپاره دلته استول شوي یاست. نه یوازې د خپلو پلازمینو له خوا بلکې د ټول بشړیت له خوا." دې پریکړه لیک پر اوکراین د روسیې د برید د غندلو تر څنګ، مسکو د ملګرو ملتونو د منشور په نقض کولو تورن کړ چې له مخې یې د یاد سازمان غړي هیوادونه "د بل هر هیواد د سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې د زور او تهدید څخه" منع کوي.

03.03.2022 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په وضعیت غونډه وکړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه.  

02.03.2022 امریکا غږ

د امریکا پخوانی دپلومات: د امریکا په پوځ کې دې د افغان ځواکونو قطعه جوړه شي

په کوسوو کې د امریکا پخواني سفیر فلیپ کوسنیټ چې په عراق او افغانستان کې یې هم څلور کاله کار کړی دی، په خپلې یوې مقالې کې امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو د یو پوځي غنډ د جوړولو وړاندیز کړی دی.

02.03.2022 امریکا غږ

جنګ او سوله؛ په اوکراین د بریدونو له زیاتوالي سره یو ځای مذاکرات بیا پيلیږي

پداسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین د عمده ښارونو بمبارۍ ته زور ورکړی د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې د چهارشنبې د ورځې مارچ دوهمه (کب ۱۱) په وروستیو کې د روسي او اوکرایني پلاویو ترمنځ خبرې بیا پیل شي.  رویترز د بلاروس د بلتای اژانس په حواله ویلي چې یو روسي هیت د اوکرایني سیالانو سره د خبرو لپاره د خبرو ځای ته د سفر په حال کې دي. خو دغه اژانس د د خبرو د ځای په اړه جزییات ندي ورکړي.  د کرملین ویاند دیمیتری پسکوف، هم تائید کړی چې یو روسی پلباوی د اوکرایني مقاماتو دسره د دوهم پړاړ مذاکراتو ته تیار دی.  د سولې دوهم پړاو مذاکراتو ته تیاری پداسې حال کې نیول کیږي چې د خبرو لومړی پړاو چې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب ۹) ترسره شوی و له پنځو ساعتونو وروسته په اوربند باندې له موافقې پرته پای ته ورسید، خو دواړو خواو د خبرو په دوام موافقه وکړه.  د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولبیا، هم ویلي دي چې هیواد یې د دپلوماسۍ مشارکت ته تیار دی، خو "په هیڅ ډول د روسیې د اولتیماتیمونو منلو ته تیار ندی."  د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکی، د سه شنبې په ورځ مارچ لومړۍ نیټه په یوه مرکه کې چې د رویترز اژانس او د سی‌ان‌ان تلویزیوني شبکې له لارې په ګډه ترسره شوه ټینګار وکړ چې روسیه باید لومړی جګړه ودروي تر څو مذاکراتو ته فرصت ورکړي. هغه زیاته کړه: "لږ تر لږه د خلکو بمبارول باید ودرول شي، فقط بمباري باید وځنډول شي او بیا د مذاکرې د میز تر شا خبرې وشي."  دا پداسې حال کې دي چې جګړه د خارکیف او کیف په ښارونو کې سخته شوې او مسکو د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه اعلان وکړ چې د اوکراین په جنوب کې د خرسون بندري ښار یې په بشپړه توګه نیولی دي؛ هغه ادعا چې اوکراین رد کړې خو ویلي یې دي ددې ښار په کوڅو کې جګړه روانه ده.  «روسیه نیت لري چې مونږ نابود کړي»  د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه په یو ویدیویي پیغام کې ادعا وکړه چې روسیه نیت لري اوکراین، د هغه تاریخ او خلک نابود کړي. ښاغلي زیلینسکي په کیف کې د هولوکاست پر څلي باندې له برید وروسته وویل: "پدغه څلي باندې برید ښیي چې هغوی زمونږ د خلکو او زمونږ د هیواد د تاریخ په هکله په هیڅ څه نه پوهیږي، او ټولو ته امر شوی چې اوکراین، خلک او تاریخ یې نابود کړي ".  د اوکراین ولسمشر چې پخپله هم یهودي دی د نړۍ له یهودانو وغوښتل چې د هغه څه په هکله چې په اوکراین کې پیښیږي "سکوت" ونه کړي. هغه وویل: "نازیتوب په سکوت کې زیږي.د د ملکي وګړو د وژنو په اړه نارۍ ووهئ، د اوکراینیانو د قتل په اړه فریاد وکړئ. "  ښاغلي زیلینسکي پدې ویدیویي پیغام کې په انتقاد سره د لویدیځ غبرګون بسیا ونه ګاڼه او وویل: "اوس د بې طرفۍ وخت ندی. "  هغه د نور نړیوال ملاتړ او ددې جملې څخه د اروپایي ټولنې سره د اوکراین د یوځای کیدو د هڅې څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه. 

02.03.2022 امریکا غږ

جرمني دوه افغان وروڼه د خپلې خور د قتل په تور محاکمه کوي 

په جرمني کې چارواکي وايي نن چهارشنبه مارچ دویمه (سلواغه ۱۳) د هغو دوو تورنو افغان وروڼو محکمه پيل شوه چې خپله خور یې د «غیرت او ننګ» په نوم وژلې ده. 

02.03.2022 امریکا غږ

اروپایي ټولنې روسي بانکونو سره اړیکې پرې او روسي تلویزیوني خپرونې بندې کړې

اروپایي ټولنې د روسي بانکونو سره مالي ارتباطات بند کړل او د روسیې د آر ټي (روسیه نن) او سپوتنیک تلویزیوني خبرونې یې بندې کړې.

02.03.2022 امریکا غږ

د امریکا هوايي حریم د روسیې د پروازونو په مخ تړل کېږي 

د امریکا د ترانسپورت وزارت او د هوانوردۍ فدرالي ادارې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د امریکا هوايي حریم د روسیې د پروازونو په مخ وتړه. 

02.03.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

02.03.2022 امریکا غږ

د اوکراین د جګړې اوومه ورځ؛ ۸۳۶زره اوکراینیان مهاجر شوي

نن چهارشنبه مارچ دوهمه (کب ۱۱) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اوومه ورځ روسیې د اوکراین د ختیځ ساحلي ښار خیرسن د نیولو ادعا وکړه او د اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیف کې د کوڅه په کوڅه جګړې رپوټ ورکړل شوی. 

02.03.2022 امریکا غږ

برښنا شرکت: افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان بیرته عادي شوی

د افغانستان برښنا شرکت وایي، له ازبکستان څخه افغانستان ته د برښنا جریان بیرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

02.03.2022 امریکا غږ

امیري: د افغانستان د ثبات لپاره دې د ښځو او نجونو له استعدادونو استفاده وشي

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې وايي، د افغانستان د ثبات او ښې راتلوونکي لپاره باید په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو له استعدادونو او وړتیا څخه استفاده وشي.

02.03.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more