د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په هکله د جمهور رئیس بایډن اجرائیوي فرمان
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان د روان بشري او اقتصادي کړکیچ ته د رسیده ګۍ لپاره او دا چې څنګه د دې کړکیچ د حل لپاره د افغانستان د هغو شتمنیو څخه ګټه واخیستل شي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ راهیسې په متحده ایالاتو کې کنګل شوي، اجرائیوي فرمان صادر کړ.
بایډن د امریکایانو غوښتي چې د اوکراین څخه ژر ووځي؛ اوکراین وایي د روسیې د یرغل خطر نشته
پداسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین ویلي په اوکراین د روسیې یرغل ښایي "هره شیبه" وشي جمهور رئیس جو بایډن یو ځل بیا د امریکایانو څخه وغوښتل چې له هغه هیواد څخه دې ووځي.
روغتیا وزارت: افغانستان کې د جنورۍ ۱۵ راپدیخوا د کرونا وبا پیښې په زیاتیدو دي
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي د جنورۍ د میاشتې د پنځلسمې راهیسې پدې هیواد کې د کروناویروس پیښې مخ په زیاتیدو دي.
کابل کې د ملګرو ملتونو ۲ خبریالان نیول شوي
د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي دوه خبریالان چې ددې نړیوالې ادارې لپاره یې کار کاوه په کابل کې د څو تنو افغان همکارانو سره نیول شویدي.
بادغیس کې د یو جومات مخته چاودنې یو تن وژلی ۱۳ کسان ټپيان دي
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یو جومات مخته د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبان: د هلمند اوبو مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې سره بشپړه موافق یو
د طالبانو حکومت د اوبو او انر ژۍ وزارت وايي، «اسلامي امارت» د هلمند سیندیزې حوزې د اوبو مدیریت په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې سره په بشپړه توګه موافق دی.
لوړپوړي برتانوي پلاوي له طالب چارواکو سره د بشري وضعیت په اړه خبرې کړي
د برتانیې حکومت وايي، د دوی یو لوړپوړی پلاوی د بشري او یو یو لړ نورو مسائلو د بحث لپاره له طالب چارواکو سره د لیدنې لپاره افغانستان ته تللی دی.
ګوتیریش:نړیوال دې له افغانستان سره د مرستو په اړه زموږ له هڅو ملاتړ وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیوګوتریش یو ځل بیا د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د افغانستان خلک له تر تولو سخت نړیوال بشري بحران سره مخامخ دي.
بایډن له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکایي نظامیانو نیوکې رد کړې
د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰(سلواغې ۲۱) هغه راپورونه په بشپړ ډول رد کړل چې د امریکا پوځ له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو په اړه د هغه د حکومت پر کړنو په جدي توګه نیوکې کړي دي. واشنګټن پست په خپل یوه تحقیقاتي راپور کې د امریکایي نظامي قومندانانو د شهادت پر اساس چې قسم یې اخیستی، ویلي دي چې سپینې ماڼۍ او خارجه وزارت د تخلیې پلان ډیر ناوخته ونیو، د طالبانو لاسته راوړنې یې له پامه ورغورځولې او پیښو پرې غلبه وکړه چې دا ټول په وروستیو ورځو کې په بیړه او ګډوډیو سره له کابل څخه د وتلو لامل شول. بایډن د NBC ټلویزیون په یوه پروګرام کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې که د پوځ په رسمي تحقیقاتو کې د افسرانو معلومات ريښتیا ووځي، وویل "نه. دا هغه څه ندي چې ماته ویل شوي وو." په پروګرام کې بیا له ښاغلي بایډن څخه پوښتنه وشوه چې آیا د پوځ په راپور کې څیړني ردوي، هغه وویل" زه دا ردوم." د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې بایډن په تکرار سره د طالبانو د ماتولو په اړه د امریکا د ناکامه هڅې د ختمولو له تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل پخوانیو جمهورو رئیسانو د کلونو لپاره له افغانستان څخه د وتلو ژمنې کړي وې خو هیڅ وخت یې دا کار ونکړ. بایډن وویل:"هلته د وتلو لپاره ښه وخت نه وو." د متحدو ایالتونو جمهور رئیس زیاته کړه، که بالاخره له افغانستان څخه نه وای وتلي، نو پکار وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر د پام وړ زیات شوی وای او امریکا به یوځ بیا ناوړه جګړې ته داخله شوې وای.
طالبان افغانستان سره مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره مستقیمې خبري غواړي
طالبانو د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه. په ژنیف کې د طالبانو یوه هیئت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د برابریدو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې چې تر اوسه د هغوی حاکمیت هیڅ هیواد په رسمیت ندی پيژندلی. د طالبانو دغه لس کسیز هیئت ته چې د عامي روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد هم پکې شامل دی د سویس د Appel de Geneve موسسې له خوا چې د جګړې په زونونو کې د ملکي خلکو د ساتلو لپاره کمپاین کوي او د کلونو راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، بلنه ورکړل شوېده. د طالبانو هیئت چې د غیر دولتي موسساتو سره د خبرو په هدف په سویس کې دی، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بشري مرستو په اړه د اسلامي امارت سره د شفافیت او حسات کتاب پر اساس پرمخ ولاړ شي. په اعلامیه کې څرګنده شوي:"له ټولو مرسته رسونکو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل او تدارکاتو، د پولو د پرانیستل کیدو او د بشري مرستو لپاره د یوه خوندي دهیلیز د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړئ." د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنیدو او د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي او مالي کړکیچ د افغانستان د کابو نیمایي اتباعو ژوند له قحطۍ سره تهدید سره کړی دی. ملګرو ملتونو د افغانستان د سقوط د مخنیوي په هدف د میاشتو راهیسې د اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان د بندیزونو د کمیدو لپاره هڅه کړیده. طالبانو ددې سفر په جریان کې همدارنګه وکړای شول چې د سویس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د روغتیا د نړیوال سازمان د رئیس ، د سره صلیب د کمیتې او د اروپايي دیپلوماتانو سره وګوري. خو دا ټول ملاقاتونه د تړلو ورونو تر شاه وو. سویس د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰ وویل دا سفر "د مشروعیت یا په رسمیت پيژندل ندي" او ټینګار یې وکړ چې په روښانه یې بشري حقونو ، نړیوالو بشري قوانینو او د ملکي کسانو خوندیتوب ته د درناوي په برخه کې طالبانو ته خپل توقعات بیان کړل. د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې نړیواله ټولنه له نجونو او میرمنو سره چې په تیرو شلو کلونو کې یې پرمختګ کړی، د طالبانو د چلند له امله ټکان خوړلی دی.
د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکي د نظامي تمرینونو لپاره بریټانیا ته رسیدلي
د متحدو ایالتونو هوایي پوځ د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) اعلان وکړ چې یو شمیر بي ۵۲ بم غورځونکي الوتکي د ناټو په نظامي تمرینونو کې د ګډون لپاره بریټانیا ته رسیدلي دي. امریکا په داسې حال کې دغه سترې جنګي الوتکي بریټانیا ته استولي چې د اوکراین پر سر د لودیځ او روسیې ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي. په اروپا کې د امریکا د هوایي ځواک قومندانۍ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغه الوتکي، اوړند وسایل او پرسونل د لندن لودیځ طرف په ۱۵۰ کیلو متري کې د شاهي هوایي ځواک یوه مرکز ته رسیدلي دي. خو دا تر اوسه روښانه شوې نده چې څومره امریکایي الوتکې به د ناټو په پلان شویو نظامي تمرینونو کې ګډون وکړي. بیانه کې ویل شوي دي چې ددغو سترو جنګي الوتکو د استولو هدف د متحدینو ترمنځ د همکارۍ او عملیاتي قابلیتونو زیاتوالی ښودل شوی دی. په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د بي ۵۲ بم غورځونکو د استولو هدف د ناټو متحدینو او شریکانو ته د امریکا تعهد ښکاره کوي او دا اقدام د ناټو د جمعي حاکمیت او امنیت د ساتلو ښکارندويي کوي. د امریکا دغه سترې جنګي الوتکي په داسې حال کې بریټانیا ته استول شوي دي چې غربي هیوادونه پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندیښنه لري ځکه مسکو د هغه هیواد پولې ته نږدې په لس ګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. بلخوا د امریکا سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې څلور تیز رفتاره جنګي بیړۍ تیره میاشت د نظامي تمرینونو په هدف د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي. مسکو له اوکراین سره پولې ته نږدې څه باندې سل زره پوځیان او په بلاروس کې شاوخوا ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي ، هغه هیوادونه چې پکې نظامي تمرینونه کوي. غرب اندیښنه لري چې روسیه د پوځیانو په استولو سره ممکن هره شیبه پر اوکراین نظامي برید وکړي ، هغه ادعا چې مسکو تل رد کړې ده.
د لاریو چلوونکو مظاهرې د کاناډا او امریکا تر منځ سوداګري زیانمنه کړې
د لاریو چلوونکو مظاهرې د کاناډا او امریکا تر منځ سوداګري زیانمنه کړې
سنیګال د افریقا جام د ګټلو په خاطر د فوټبال لوبغاړو ته نغدې پیسې او ځمکه ورکړه
د سنیګال جمهور رئیس ماکي سال د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د افریقا جام د ګټلو له کبله نغدې پیسې او ځمکې په انعام کې ورکړلې.
د سعودي عربستان په هوایي ډګر د حوثیانو برید شنډ شوی؛ ۱۲ تنه پکې ژوبل شوي
په سعودي عربستان کې چارواکي وایي پوځ د حوثي یاغیانو یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه په هوا کې له منځه وړې چې د یمن سره سرحد ته نږدې په هوایي ډګر د برید کولو لپاره توغول شوې وه.
پاکستاني طالبان د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ په «جدي امنیتي مسئلې» بدل شوي
پاکستاني طالبان د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ یوه «جدي امنیتي مسئله» شوې ده