شاته

د امریکا هوايي حریم د روسیې د پروازونو په مخ تړل کېږي 

د امریکا د ترانسپورت وزارت او د هوانوردۍ فدرالي ادارې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله د امریکا هوايي حریم د روسیې د پروازونو په مخ وتړه.

د امریکا د ترانسپورت وزیر پیت بوتجیج په یوې اعلامیې کې وویل: «د اوکراین په خلکو باندې د پوتین د بې دلیله یرغل په ځواب کې، د امریکا متحده ایالتونو په نړۍ کې د خپلو متحدینو سره یو ځای درېږي.»

تر دې مخکې ولسمشر جو بایډن تېر ماښام خپل ملت ته په وینا کې همدا خبره وکړه او وویل: «نن شپه دا اعلان کوم چې د خپلو متحدینو سره یو ځای د امریکا د متحدو ایالتونو فضا د روسیې د الوتکو په مخ تړم. روسیه به تر دې هم منزوي کوو.»

د امریکا د هوايي حریم به د چهارشنبې له ورځې وروسته مارچ دویمه (سلواغه ۱۳) په بشپړ ډول بندېږي.

په دې اساس امریکا ته د روسیې د خلکو اړوند ټول پروازونه او پلان شوي‌ پروازونه ځنډول کېږي او همدغه راز د امريکا فضا به د روسیې ټولو هوايي شرکتونو او نظامي الوتکو په مخ تړل شوې وي.

روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل پیل کړ چې امریکا او اروپايي متحدینو دا برید وغنده او په روسیې باندې یې کلک اقتصادي‌ بندیزونه ولګول.

د اوکراین چارواکي‌ وايي د روسیې په بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي او نژدې ۵۰۰زره نور اوکراینیان ګاونډیو او نورو اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي دي.