بلینکن د امریکایي بندیانو د خوشي کیدو لپاره روسیې ته 'د پام وړ وړاندیز' کړی
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۷ (زمري پنځمه) وویل د باسکټبال د امریکایۍ ستورې بریټني ګراینر په ګډون یې د امریکایي بندیانو د آزادیدو لپاره روسیې ته د (پام وړ وړاندیز) کړی دی.
د تاشکند د غونډې پای؛ د طالبانو او نړۍ د چارواکو غبرګونونه
د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی نړیوال کنفرانس نن چهارشنبې پای ته ورسید. په دغه غونډه کې د نږدې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو برخه اخیستې وه.
ټرمپ د افغانستان او اوکراین په اړه: که زه اعلی سرقوماندان وای، هیڅکله به داسې نه وای شوي
د متحده ایالتونو پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ تېره ورځ خپله هغه ادعا بیا تکرار کړه چی د ۲۰۲۰ کال ټاکنی یې ګټلي دي. له دې څخه داسې جوتیږي چې ښایي هغه یوځل بیا سیاست ته مخه کړي او د امریکا د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې کاندید شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
تېره میاشت د امریکا د پوځي الوتکو د پیرلو تقاضا ۲۷۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده
د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ وزارت وايي چې د جون په میاشت کې د امریکا د پوځي الوتکو د پیر تقاضا په حیرانوونکي ډول ۱.۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې وه.
له ايران څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري- د طالبانو حکومت
د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزات وايي چې د ایران حکومت د افغان کډوالو جبري ایستل روان ساتلي دي او په خبره یې د ورځې زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنول کېږي.
د کجکي بریښنا بند دوهمه برخه پرانیستل شوه
د افغانستان په هلمند ولایت کې د کجکي برښنا فابریکې دوهم پاز تر جوړېدو وروسته د طالب چارواکو لخوا پرانیستل شو.
بخښنې نړیوال سازمان: د طالبانو سختو سیاستونو له ښځو او نجونو د امن او ازاد ژوند حق اخیستی
د بخښنې نړیوال سازمان پخپل یو تازه راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېددو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته د ښځو او نجونو ژوند خراب شوی دی.
څارونکي: سوریه کې د نښتو له امله ۱۰ کسان وژل شوي
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل چې د نوموړي هیواد په جنوبي السویدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
سپینه ماڼۍ: بایډن تر اوسه پر چینایي توکو د ګمرکي تعرفو د کمیدو پریکړه نده کړې
یو جګپوړي امریکایي چارواکي د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پنګ سره روانه اوونۍ له ټلفوني خبرو مخکې، د هغه هیواد پر یو شمیر تجارتي محصولاتو د ګمرکي تعرفو د کمیدو پریکړه لا نده کړې.
پاکستان کې د افغان خبریالانو ناوړه وضعیت او د هغوی رواني مشکلات
سودابه ناصري چې په رسنیو کې د کار ۱۰ کلنه تجربه لري په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته مجبوره شوې چې خپل هیواد پریږدي.هغه یوه له هغو لس ګونو خبریالانو څخه ده چې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د خپلو بې برخلیکه شپو او ورځو د پای ته رسیدو هیله کوي.
امیري: د تاشکند په کنفرانس کې 'هیچا په رسمیت د طالبانو د پيژندلو ملاتړ' ونکړ
رینا امیري وایي د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) یې د تاشکند په کنفرانس کې د افغان میرمنو د حقونو په تامین، د همه شموله سیاسي پروسې په رامنځ ته کیدو او د ټولو قومونو په وړاندې د ناوړه چلند په پای ته رسیدو ټینګار وکړ.