شاته

تېره میاشت د امریکا د پوځي الوتکو د پیرلو تقاضا ۲۷۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده 

د امریکا د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ وزارت وايي چې د جون په میاشت کې د امریکا د پوځي الوتکو د پیر تقاضا په حیرانوونکي ډول ۱.۹ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې وه.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس، تېره میاشت د امریکا د پوځي الوتکو او پرزو د اخیستلو تقاضا ۲۷۲.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.

اقتصاد پوه ګریګوري دکو دا ارقام د تجارت له پلوه هڅوونکي وبلل. هغه وویل چې دا بهیر به روان وي.

د امریکايي الوتکو د تقاضا له زیاتېدو سره یو ځای د نورو وسایطو او پرزو د پير تقاضا هم ۱.۵ سلنه لوړه شوې ده.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، د روسیې ګاونډيان د خپلو دفاعي تجهیزاتو د قوي کولو په هڅه کې دي.

پولنډ نن چهارشنبه جولاۍ ۲۷ (زمری پنځمه) له جنوبي کوریا سره د ټانکونو، جنګي الوتکو، توپخانو او نورو پوځي تجهیزاتو د اخیستلو قرارداد لاسلیک کړ. پولنډ همدغه راز پلان لري چې امریکايي اف-۳۵ الوتکې هم وپیري.

دا تړون د پولنډ د استازي، د کوریا هوايي او فضايي صنایعو او هانډي د شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو خو معلومه نه ده چې مالي ارزښت څومره دی.

د پولنډ د دفاع وزیر مارییوز بلاستاک د دغو تړونونو د لاسلیک کولو په مهال په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د اوکراین له پېښو څخه یې دا زده کړي چې او اوس یې وخت دی چې د پولنډ پوځ مجهز شي.

د پولنډ د دفاع وزارت چارواکي وايي بل کال به د جنوبي کوریا ۴۸ اف ای-۵۰ الوتکې پولنډ ته ورکړل شي.

پولنډ غواړي د جنوبي کوریا دا الوتکې د روسیې د میګ۲۹ الوتکو په ځای وکاروي. دا مهال د پولنډ پوځ د روسیې له دغو الوتکو او د امریکا اف-۱۶ الوتکو څخه کار اخلي.