جو بایډن: منځني ختیځ کې خلا نه پریږدو چې چین او روسیه یې ډکه کړي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس حو بایډن جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) په جدې کې د سعودي عربستان د باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
ایران د هند په سمندر کې د ډرون الوتکو تمرینات کړي
پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) سعودي عربستان ته تللی چې د ایران سره د مقابلې کولو لپاره د عربي متحدینو ملاتړ تر لاسه کړي، په ایران کې چارواکو ویلي چې د دې هیواد بحري ځواکونو د هند په سمندر کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نظامي تمرینات کړي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سعودي عربستان کې د موسیقۍ د زده کړې پراختیا او وده
د لسیزو وروسته د موسیقۍ د زده کړې په ګډون د یو لړ سختو محدودیتونو په لرې کیدو سره په سعودي عربستان کې اوس د موسیقۍ د هنر زده کړه د پرمختګ او پراخیدو په حال کې ده.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د نړۍ مشرانو ته پرانستی لیک: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانستلو لپاره 'همغږی او زړور' اقدام وکړئ
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ او د بشري حقونو مدافعینو په افغانستان کې د ۳۰۰ ورځو راهیسې د نجونو د ښوونځیو تړل کیدو ته په اشارې په یو پرانستي لیک کې د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د هغوی د راتلونکې څخه د ملاتړ لپاره خپل پیوستون په کلیماتو نه بلکې په عمل کې څرګند کړي.
سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ پیل شوه
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وايي، چې په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د ادا کولو وروسته وطن ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ پیل شوه.
اسرائیل ته 'ښه نیت' څرګندول؛ سعودي بار وړونکو الوتکو ته خپل هوايي حریم پرانیزي
د سعودي عربستان حکومت اسرائیل ته د «ښه نیت څرګندولو» په هدف په خپل هوايي حریم کې ټولو بار وړونکو الوتکو ته د پرواز کولو اجازه ورکړه او لګول شوي بندیزونه یې لېرې کړل. د سعودي عربستان د هوايي ملکي چلند ادارې نن جمعه جولاۍ ۱۵ (چنګاښ ۲۴) ریاض ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د سفر په درشل کې دا اعلان وکړ. دغې ادارې په خپل رسمي ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د ټولو بار وړونکو الوتکو لپاره، چې د دغې ادارې شرایط [اړتیاوې] پوره کوې، د سعودي د هوايي حریم د پرانیستلو پرېکړه» اعلانوي. سعودي عربستان مخکې دغو پروازونو ته اجازه نه ورکوله. نړیوالې رسنۍ وايي چې په دې کې د اسرائیل پروازونه به هم شامل وي. دغې پرېکړې ته «د یو نړیوال مرکز په توګه، چې درې لویې وچې سره نښلوي، د سعودي سلطنت د موقف غښتلي کولو د هڅو د تکمیل» په سترګه کتل کېږي. د فرانسې خبري اژانس وايي د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «دا له تېرو څو میاشتو راهېسې له سعودي عربستان سره د ولسمشر [جو بایډن] د پرلپسې او اصولي دپلوماسۍ نتیجه ده چې ثمره یې د هغه په ننني سفر کې» لیدل کېږي. ښاغلي سولیوان ویلي دي چې ولسمشر بایډن د سعودي د حکومت دا تاریخي پرېکړه ستایلې ده او ریاض ته به د خپل سفر په ترڅ کې په «دې اړه ډېر نور څه» ووايي. اسرائیل ته د ښاغلي بایډن تر سفر مخکې واشنګټن د هغو وړاندینو په اړه، چې ممکن ریاض د فلسطین-اسرائیل د ستونزې تر حل کېدو پورې د دوو اړخیزو رسمي اړیکو په اړه دریځ بدل نکړي، اشاره ورکړې وه چې نور عرب هېوادونه به له اسرائیل سره د اړیکو په اړه ګامونه اخلي. سعودي عربستان په ۲۰۲۰ کې د امریکا په منځګړتوب د دپلوماتیکو اړیکو پر پیل د اسرائیل او متحدو عربو اماراتو، بحرین او مراکش ترمنځ د «ابراهیم تړون» د لاسلیک کولو په اړه کوم دریځ څرګند کړی نه و. د فرانسې خبري اژانس وايي کارپوهان په دې نظر دي چې ممکن سمدستې لاس ته راوړنې زیاتې وي، خو ریاض به له اسرائیل سره د رسمي اړیکو په اړه موافقه ونکړي. ښاغلي بایډن منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې له اسرائیل سره یو مهم تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. د اسرائیل صدر اعظم له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري. ولسمشر بایډن به نن جمعه له اسرائيل څخه مستقیم سعودي عربستان ته ځي او په دې کار سره به لومړی امریکايي ولسمشر وي چې له اسرائیل څخه داسې یو عرب هېواد ته سفر کوي چې اسرائیل په رسمیت نه پېژني. په ۲۰۱۸ کې د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ هم سعودي عربستان ته سفر کړی و، خو هغه برعکس له ریاض څخه اسرائیل ته تللی و.
اوکراین: د روسیې د میزایلو په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي
په اوکراین کې مقامات وایي چې د وینیتسیا په ښار باندې د روسیې د میزایلو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اتومي تړون په اړه ایران ته د بایډن خبرداری او د رئیسي ځواب
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي له ایران سره به د ۲۰۱۵ کال د هستوي تړون بیا احیا کولو لپاره تر ابده انتظار ونکړي.