په افغانستان کې مذهبي ازادي په بد وضعیت کې ده - راپور
په نړۍ کې د مذهبي ازادیو دپاره د امریکا ځانګړي کمیسون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي په بد وضعیت کې ده.
زیلینسکي: د خپل برخلیک لپاره تر پای پورې جنګېږو
په داسې حال کې چې نن چهارشنبه اګست ۲۴ (سنبله۲) اوکراین د خپل استقلال ورځ نمانځي، ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې اوکراینیان د خپل «برخلیک لپاره جنګېږي».
فایزر شرکت وايي د کرونا واکسین یې په ماشومانو کې ۷۳ سلنه ګټور دی
د فایزر درمل جوړولو شرکت د یوې څېړنې په نتیجه کې موندلې چې په نړۍ کې د کرونا د اومیکرون ډول د خپرېدو هم مهاله، ددغه شرکت له لوري د کرونا د مخنیوي دپاره جوړ شوی واکسین د ۵ کلونو څخه د ټیټ عمر په ماشومانو کې ۷۳ سلنه ګټور ثابت شوی دی.
په مزار کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل کړي
د افغانستان د بلخ ولایت له مرکز مزار څخه راپورونه وايي چې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل کړي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز: خبریالانو سره تاوتریخوالی زیات او اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې ویلي د طالبانو حکومت لخوا د رسنیو کار کوونکو د نیونو، ګواښلو او ډارولو د بېساري زیاتوالي سره هم مهاله،په دغه هیواد کې اطلاعاتو ته لاس رسئ هم محدود شوی دی.
افغانستان کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او زرګونه کورونه زیانمن کړي
په افغانستان کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو په دوام، طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت وايي، په غزني ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو پراخ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.
پاکستان کې یوې محکمې عمران خان احضار کړی
د پاکستان یوې محکمې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې لومړی نیټه) د هغه هیواد پخوانی صدراعظم د اګست په ۳۱ احضار کړی څو په خپله وروستۍ غونډه کې د یو قاضي په وړاندې د خپلو لفظي ګواښونو د تورونو په اړه ځواب ووایي. په عین وخت کې د پاکستان پولیسو د عمران خان په وړاندې یوه بله قضیه هم ثبت کړې چې ګواکې نوموړي په اسلام آباد کې د غونډو د جوړیدو ممنوعیت ته پاملرنه نده کړې. وروستي بدلونونه ښکاره کوي چې د پاکستان حکومت د هغه هیواد پر پخواني صدراعظم عمران خان فشارونه زیاته کړي دي، هغه کس چې هڅه کوي د غونډو په جوړیدو سره ځل بیا واک ته ورسیږي. که عمران خان د اګست په ۳۱ نیټه په محاکمه کې مجرم وګڼل شي، د تل لپاره به په ټاکنیزو ډګرونو کې له ګډون څخه بې برخې شي، ځکه د پاکستان د قانون له مخې، یو محکوم کس نشي کولی په ټاکنو کې ګډون وکړي. پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د هغه هیواد پولیسو د عمران خان پر ضد د تروریزم سره مرتبط تورونه درج کړي دي، هغه اقدام چې د عمران خان د پلویانو ترمنځ د پراخو غبرګونونو او صدرات ته د هغه د ستنیدو لپاره د لویو لاریونونو لامل شو. د عمران خان په وړاندې دا تورونه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې هغه په خپله یو وینا کې پولیس افسران او یوه ښځینه قاضي یاده کړل او خلکو ته یې ډاد ورکړ چې د هغوی په اړه به شکایت کوي. نوموړي ادعا وکړه چې د هغه یوه نږدې همکاره شهباز ګل د پولیسو له خوا تر نیول کیدو وروسته سخته شکنجه شوې ده. خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د میرمن ګل شکنجه رد کړېده. د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې د پولیس افسرانو او قاضیانو ګواښل جرم ګڼ کیږي او د اثبات په صورت کې،ښایي ښاغلی خان په څو کاله بند محکوم شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د سیاسي مخالفو ګوندونو مشرانو د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ که د پاکستان حکومت عمران خان د قضایه قوې په اړه د هغه د څرګندونو په اړه د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون له مخې ونیسي، دا به ددې په معني وي چې حکومت له "سرې کرښې" تیر شوی دی. وروسته له هغه چې د پاکستان پارلمان په اپریل میاشت کې عمران خان له واک څخه ګوښه کړ، نوموړي په هغه هیواد کې پراخ لاریونونه جوړ کړی دي. شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت پر ښاغلي خان د فشارونو په راوړلو سره هڅه کوي چې د هغه سیاسي تصویر کمرنګه کړي. په واشنګټن ډي سي کې د وډرو ولسن په څیړنیز مرکز کې امریکایي شنونکي مایکل کوګلمن پر یو ټویټ لیکلي، هره هڅه چې د پاکستان حکومت د عمران خان د کمزوري کیدو لپاره وکړي، د هغه د قوي کیدو لامل به شي. هغه همدارنګه زیاته کړېده چې د پاکستان د حکومت ناکاراه او ځپونکي سیاستونه د عمران خان په پیاوړي کیدو کې ونډه لري او هغه ته دا چانس ورکوي چې د خلکو له قهر څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
اماراتو کې افغان کډوالو یووار بیا د خپل بې برخلیک راتلونکي په اړه لاریون وکړ
د تیر یو کال راهیسې متحدو عربي اماراتو ته یو شمیر تخلیه شویو افغانانو روانه اوونۍ یو ځل بیا د خپل بې برخلیک راتلونکي او د مهاجرت د مبهم او سوکه بهیر پر ضد لاریون وکړ.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
چارواکي: امریکا له اوکراین سره د درې میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کوي
یو امریکایي چارواکي د سه شنبې په ورځ اګست ۲۳ (وږې لومړۍ نیټه) وویل ټاکل شوېده د امریکا متحده ایالات له اوکراین سره کابو درې میلیارد ډالره تازه نظامي مرسته اعلان کړي
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
د واشنګټن خبرداری: روسیه به په راتلونکو ورځو کې د اوکراین په دولتي تاسیساتو بریدونه کوي
واشنګټن نن سه شنبه اګست ۲۳ (وږي ۱) خبرداری ورکړ چې ممکن روسیه په را روانو څو ورځو کې د اوکراین په دولتي تاسیساتو باندې بریدونه وکړي.
افغانستان کې د قحطۍ مخنیوي دپاره فعال اقدامات پکار دي – ملګري ملتونه
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال وايي چې په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي دپاره فعالو او دوامداره اقداماتو ته اړتیا ده.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه