ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرکټ: ایرلنډ په دویمې شل اوریزې لوبې کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ د کوربه ایرلنډ په ګټه روانه ده او په دویمې لوبې کې یې هم افغانستان ته ماتې ورکړه.

12.08.2022 امریکا غږ

د داعش ډلې د طالبانو د یو 'دیني عالم' د وژلو مسئولیت ومانه

په کابل کې د طالبانو د حکومت مقامات وايي چې دغې ډلې ته نژدې یو مشهور «مبلغ او دیني عالم» رحیم الله حقاني په یو ځانمرګي برید کې وژل شوی دی. سیمه ایز خبریالان وايي چې په نوموړي باندې د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری۲۰) د کابل ښار د شش درک په سیمه کې په خپلې مدرسې کې دننه ځانمرګی برید شوی دی. د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په خپل ټویټر کې د رحیم الله حقاني وژل تائید کړي خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې جزیات نه دي ورکړي. نوموړي لیکلي دي چې رحیم الله حقاني «د نامرده او نامراده دښمن په ناځوانمردانه حمله کې» وژل شوی دی. ښاغلي کریمي نه دي ویلي چې دا «دښمن» یې څوک دي. دا مهال په افغانستان کې د داعش ډله او مقاومت جبهه د طالبانو په ضد جنګېږي. د داعش ډلې د دغه برید مسئولیت منلی دی، د نړیوالو رسنیو په حواله د داعش ډلې په یوې اعلامیې کې ادعا کړې ده چې د دوې یو غړي په رحیم الله حقاني برید کړی او وژلی یې دی. داعش په ۲۰۱۵ کې په افغانستان کې رادبره شوی او له هماغې راهېسې یې د یو شمېر خونړیو پېښو مسئولیت منلی دی. راپورونه وايي چې ځانمرګي بریدګر یوه پښه هم نلرله او چاودیدونکي توکي یې په خپلې مصنوعي پښې کې ځای په ځای کړي وو. رحیم الله حقاني د طالبانو یو «ژبور مبلغ» بلل کېده او ډېر کله به یې د دغې ډلې په پلوۍ خبرې او ویناوې کولې. نوموړي په دې وروستیو کې په خپلو خبرو کې د داعش ډلې د غړو وژل هم روا بللي وو او همدغه راز د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو وژل یې هم «روا ګڼل». په ټولنیزو رسنیو کې په ځینو خپرو شویو ویدویګانو کې ښودل کېږي چې د طالبانو دغه مبلغ په ځینو غونډو کې ناستو طالب جنګیالیو ته د داعش د غړو د وژلو سپارښتنې کوي. رحیم الله حقاني د طالبانو د ډېرو نورو مشرانو په څېر په پېښور کې «د دارالعلوم حقانیه» له مدرسې څخه فارغ شوی و. طالبانو نه دي ویلي چې په حقاني باندې په شوي ځانمرګي برید کې نور څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، خو وايي په اړه یې پلټنې روانې دي. طالبان د تېرکال د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې بیا واکمن شول او له هغه وروسته یې وخت ناوخت د داعش د یو شمېر غړو د وژلو او نیولو ادعاوې کوي.

12.08.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

11.08.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

11.08.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

11.08.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

11.08.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.08.2022 امریکا غږ

ایران د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر د وژلو په دسیسې کې لاس لرل رد کړل

ایران د امریکا د ملي امنیت پخواني مشر د وژلو په دسیسې کې لاس لرل رد کړل

11.08.2022 امریکا غږ

طالبانو د میرمنو او بشري حقونو ته په درناوي کې ژمنې ماتې کړي: راپور

بشري حقونو د څار سازمان وایي په تیر یو کال کې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د میرمنو او بشري حقونو په برخې کې یې ډیرې کړې ژمنې ماتې کړي.

11.08.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: افغانستان کې ټولې نجونې باید زده کړې له سره پيل کړي

په افغانستان کې د یو کال په تېرېدو سره تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو سره هم مهاله، ملګري ملتونه د هغوی د زده کړو پر دوام ټینګار کوي.

11.08.2022 امریکا غږ

د ایران د اوبو وزیر کابل ته تللی او د هلمند اوبو د معاهدې 'پر تطبیق یې ټینګار کړی'

له افغانستان څخه ایران ته د هلمند سندریزې حوزې بهېدونکو اوبو پر سر راپورته شوو بحثونو سره هم مهاله د ایران د اوبو او نرژۍ د وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ یو ایرانی پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. 

11.08.2022 امریکا غږ

اوکراین: یوې اټومي بټۍ ته نږدې د روسیې په برید کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي

اوکراین د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۰ (زمري ۱۹) وویل د هغه هیواد د اټومي بریښنا د تولید یوې بټۍ ته نږدې د روسیې په راکټي برید ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي. بلخوا جي اوه یا د اوو شتمنو هیوادونو ډلې خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا ددغه اټومي بټۍ کنټرول "سیمه په خطر کې اچوي." د اوکراین د مرکزي سیمې یو چارواکي والیټین ریزنچینکو په خپله ټلیګرام پاڼه لیکلي چې د روسیې د ماښامنیو بریدونو له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي چې د پنځو روغتیایي وضعیت خراب ښودل شوی دی. نوموړي زیاته کړې "دا یوه ناوړه شپه وه". هغه له خلکو له وغوښتل چې د خبرداریو په اوریدو سره ځانونه خوندي کړي. نوموړي لیکلي:" له تاسو غواړم او زارۍ درته کوم... مه پریږدۍ چې روسان تاسې ووژني." بلخوا یو بل سیمه ایزو چارواکي ویلي د چهار شنبې په ورځ د اوکراین د ژاپورژیا سیمې پر یو کلي د روسیې د مزایلو د لګیدو له امله یوه میرمن ووژل شوه. سیمه ایزو چارواکو زیاته کړې چې راکټونه د بریښنا پر کیبلونو هم لګیدلي او په زرګونه کسان یې د بریښنا له نعمت څخه بې برخې کړي دي. اوکراین او روسیه یو بل د اټومي بتۍ شاوخوا چې شپږ ریکټورونه لري د راکټونو په توغولو تورنوي. اوکراین وایي روسیې د مارچ په څلورمه نیټه د یادې بټۍ تر نیولو وروسته هلته په زرګونه پوځیان او مهمات ځای پرځای کړي دي. د اټومي بټۍ په شاوخوا کې تاوتریخوالي په ۱۹۸۶ کې د جرنوبل د اټومي‌ بټۍ ناورین په یادوي چې د سلګونو کسانو د وژل کیدو او په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د راډیو اکتیف ګازو د خپریدو لامل شوه. دا په داسې حال کې ده چې د جي اوه ډلې د روسیې له خوا د یادې دستګاه نیول غندلي او له مسکو څخه یې غوښتي دي چې ډیر ژر یې کنټرول اوکراین ته وسپاري. د جي اوه د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د یادې دستګاه اوکرایني کارکوونکي‌ باید وکړای شي چې له تهدید او فشار پرته خپل کار ته دوام ورکړي.

11.08.2022 امریکا غږ

په سلګونه افغانان د پاکستان له لارې اسپانیا ته ولیږدول شول

درې سوه افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۰ (زمري ۱۹) له پاکستان څخه اسپانیا ته ولیږدول شول.

11.08.2022 امریکا غږ

اشرف غني، خلیلزاد او عبدالله د جمهوریت د سقوط عاملان وګڼل

د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره په خپله تازه مرکه کې وویل د جمهوریت په سقوط کې ډیرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

11.08.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

11.08.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more