سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اسرائیل او فلسطیني وسله والې ډلې ترمنځ نښتو کې د وژل شویو شمیر ۳۱ ته ورسید
د اسرئیل او اسلامي جهاد د ډلې ترمنځ په تازه نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. اسرائیلي مقامات وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد ډلې هدفونه په نښه کړي او دا ډله وايي سلګونه توغندي یې په اسرائیل توغولي دي.
افریقا کې د روسیې د نفوذ مخنیوی؛ بلینکن کیپ ټاون رسېدلی
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دریو افریقایي هیوادونو ته د سفر په ترڅ کې نن یکشنبه اګسټ اومه (زمري ۱۶) جنوبي افریقا ته ورسید. د افریقا وچې ته د هغه د سفر موخه په سیمه کې د روسیې د نفوذ مخنیوی ګڼل شوی دی.
د عمران خان د ګوند د ایالتي اسمبلۍ په غړي برید شوی؛ څلور تنه وژل شوي- پولیس
له خیبرپښتونخوا څخه راپورونه وايي چې په دغه ایالت کې د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ د یو غړي «ملک لیاقت علي» په موټر وسله وال برید شوی او څلور تنه وژل شوي دي.
د بحرین سلطنتي بشري بنسټ له افغان زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د بحرین د سلطنتي بشري بنسټ (RHF) سره افغان زلزله ځپلو ته د مرستې رسولو په هدف د یو میلیون امریکايي ډالرو تړون د لاسلیک خبر ورکړ.
د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشي شوې ـ ایراني چارواکي
د افغانستان په چارو کې د ایران حکومت ځانګړی استاز حسن کاظمي قمي له افغانستان خپلل هیواد ته د اوبو د ورخوشي کولو خبر ورکړی دی.
د اسلامي هیوادونو سازمان او یوناما له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو امنیت ټینګ کړي
د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په کابل کې د وروستیو چاودنو له قربانیانو سره غم شریکي ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي.
امریکا کې پولیس د ۳ مسلمانانو د وژل کیدو قضیه څیړي
د متحده ایالاتو د نیو مکسیکو په ایالت کې پولیس د هغو ۳ مسلمانانو وژل کیدل پلټي چې پدې وروستو کې پدې ایالت کې وژل شويدي.
سپینه ماڼۍ: د جمهور رئیس بایډن د کرونا معایناتو نتیجه منفي شوه
د سپینې ماڼۍ ډاکټر کیون اوکانر شنبه اګست ۶ (زمري۱۵) ویلي چې د څو پرله پسې ورځو وروسته چې د جمهور رئیس جو بایډن د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته راتله، نن منفي شوه.
د ایتوپیا پوځ: د الشباب ۸۰۰ وسله وال په جګړو کې وژل شوي
په ایتوپیا کې پوځي چارواکي وایي وروسته تر هغه چې د الشباب وسله والې ډلې د دې هیواد په سرحدي سیمو برید وکړ او د نفوذ کولو هڅه یې وکړي، په ځوابي بریدونو کې ددې وسله والې ډلې شاوخوا ۸ سوه غړي وژل شوي چې ۲۴ جګپوړي مشران هم پکې شامل دي.