ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.10.2022 امریکا غږ

امریکا وایي چین یې یوازینی نړیوال سیال دی

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن اداره وایي پداسې حال کې چې د یوې "خطرناکې" روسیې په مهارولو کار کوي، خو چین یې یوازینی نړیوال سیال دی او پرې د برلاسي کیدل به یې لومړیتوب وي.

13.10.2022 امریکا غږ

د اشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

13.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

13.10.2022 امریکا غږ

د امریکا کانګرس کې پر عربستان د وسلو پلورلو د بندیز غوښتنه شوې

د امریکا د کانګرس دیموکراتو غړو داسې لایحه وړاندې کړې چې پکې پر سعودي عربستان باندې د متحده ایالاتو د وسلو پر پلور د بندیز غوښتنه شوې ده.

13.10.2022 امریکا غږ

د بشري حقونو څار سازمان: افغان میرمنې د طالبانو د ظلم پر وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې ولاړې دي

د بشري حقونو نړیوال سازمان ( هیومن رایټس واچ) وايي، د تیري میلادي میاشتې په وروستۍ ورځ کابل کې د کاج تعلیمي مرکز کې په هزاره زده کوونکو باندې ځانمرګي برید د افغانستان په ولایتونو کې ښځې لاریونونو ته هڅولي دي.

13.10.2022 امریکا غږ

په لسګونو نور افغان کډوال له تاجیکستان څخه کاناډا ته رسیدلي

کاناډا حکومت دغه هیواد ته د افغانانو د تخلیې د بهیر د دوام خبر ورکړی او ویلي دي، چې په په دې لړ کې تازه د افغان کډوالو یوه ۳۲۶ کسیزه ډله دغه هیواد ته رسیدلې ده.

13.10.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د اوکراین په خاوره کې د روسیې ټولپوښتنه'ناقانونه' او د 'نړیوالو قوانینو خلاف' وبلله

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) په یوې رای ګیري کې د رایو په اکثریت سره د روسیې له خوا د اوکراین د یو شمیر برخو یوځای کیدل په داسې حال کې وغندل چې مسکو په امنیت شورا کې ورته هڅه ویتو کړې وه.

13.10.2022 امریکا غږ

د مور له رحم څخه د ماشوم غلا، څارنوالانو قاتلې میرمنې ته د مرګ سزا غوښتې

څارنوالانو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) د متحدو ایالتونو په تګزاس ایالت کې له منصفه پلاوي څخه وغوښتل هغه میرمن په مرګ محکومه کړي چې یوه امیندواره میرمن یې وژلې او بیا یې د هغې له رحم څخه زوی ورغلا کړی دی.

13.10.2022 امریکا غږ

امریکا او متحدین: اوکراین ته 'ډیر ژر' د هوایي مدافع سیستمونه استول کیږي

د اوکراین نړیوالو ملاتړو ژمنه کړې چې ډیر ژر به اوکراین ته د دافع هوا نوې قابلیتونه په واک کې ورکړي څو یاد هیواد د روسیې د راکټي بریدونو په وړاندې وساتل شي.

13.10.2022 امریکا غږ

مکرون: روسیه او اوکراین باید خبرو ته ستانه شي 

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین باید په اوکراین کې د سولې د تامین په اړه د بحث لپاره د خبرو میز ته راستون شي.

13.10.2022 امریکا غږ

د تیلو د تولید کمېدل؛ امریکا له عربستان سره په اړیکو له سره غور کوي

د امریکا ولسمشر، جو بایډن وايي له سعودي عربستان سره له دې امله په خپلو اړیکو له سره کتنه کوي چې د ریاض په مشرۍ د تیلو صاردونکو هېوادونو (اوپېک پلس)  د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه کړې ده.  

12.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

12.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

12.10.2022 امریکا غږ

د امریکا میسیسیپي کې یوه پولیسه په ډزو کې وژل شوې او څو تنه ژوبل دي 

د امریکا د میسیسیپي په ایالت کې پولیس چارواکي وايي د دغه ایالت د دیلتا په سیمه کې یوه پولیس افسره په ډزو کې وژل شوې او یو شمېر نور خلک ژوبل شوي دي. 

12.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more