ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


له امریکا وروسته بریتانیا هم د ایران په «اخلاقي پولیسو» بندیزونه ولګول 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه اکتوبر لسمه (تله ۱۸) د ایران په اخلاقي پولیسو باندې د نویو بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.   تېره میاشت د دغو پولیسو په توقیف کې یوه ایرانۍ مهسا امیني د «ټکري نه په سر کولو» له کبله مړه شوه چې له هغې را وروسته په ایران کې لویې مظاهرې پیل شوي‌ دي.  بریتانوي چارواکي وايي چې په دغو بندیزونو کې د ایران د اخلاقي پولیسو مشر محمد رستمي چشمه کچي او «نور ټول اخلاقي‌ پولیس» شامل دي. همدغه راز د تهران د څانګې مشر یې حاجي‌احمد میرزايي هم په دغه لست کې شامل دی. د امریکا متحدو ایالتونو د بندیزونو په لست کې هم دا دواړه شامل دي.  د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي‌ ویلي دي چې د بندیزونو په لست کې شامل یو کس هم بریتانیا ته نشي‌ داخلېدای اوهلته به یې ټولې شتمنۍ ګنګل شي. معلومه نه ده چې هغوی بریتانیا کې شتمنۍ لري که نه.  ښاغلي کلیورلي په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «بریتانیا د ایران د خلکو، چې له خپل حکومت څخه حساب او خپلو اساسي بشري حقونو ته درناوی غواړي، تر څنګ ولاړه ده.»   نوموړي‌ همدغه راز ویلي دي: «بندیزونه ایراني مقاماتو ته ښکاره پیغام انتقالوي--- موږ به مو ستاسو د ښځو او لورګانو د ځپلو او د خپلو خلکو په ضد د زور زیاتي د کارولو له کبله رانیسو.»  بریتانیا همدغه راز د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد له کبله د ایران پنځه امنیتي چارواکي هم د بندیزونو په لست کې شامل کړي‌ دي.   تر بریتانیا مخکې امریکا هم د ایران په اخلاقي پولیسو او ځینو نورو اړوندو چارواکو له دې کبله بندیزونه لګولي وو.  کاناډا تېره اونۍ د ایران په ۱۰۰۰۰ مقاماتو باندې هغه هېواد ته د داخلېدو دایمي بندیز اعلان کړ. اروپايي ټولنه وايي چې د بندیزونو په اړه غور کوي.  تېره میاشت د ایران اخلاقي پولیسو مهسا امیني له دې کبله ونیوله چې ګنې ټکری یې په سر نه دی، هغه له توقیف وروسته په روغتون کې مړه شوه او له مرګ وروسته یې په ایران او د ایران څخه د باندې د حکومت په ضد لویې مظاهرې روانې دي.  د راپورونو په اساس تر دې دمه په دغو مظاهرو کې شاوخوا۱۰۰ تنه وژل شوي‌ دي. ایراني چارواکي‌ وايي چې بهرني ځواکونه د دغو مظاهرو ننګه کوي او ګواښ یې کړی دی چې د مظاهره کوونکو مخ به نیسي. 

10.10.2022 امریکا غږ

ایران د فوټبال د ستوري علي دایي پاسپورټ د اعتراضونو د ملاتړ په خاطر ضبط کړ 

د ایران سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) راپور ورکړ چې ایراني مقاماتو ددې هیواد د فوټبال د پخواني ستوري علي دایي پاسپورټ وروسته له هغې ضبط کړ چې هغه د مهسا امیني د مړینې په اړه د اعتراضونو په "ځپلو" نیوکه وکړه.

10.10.2022 امریکا غږ

په کیف او د اوکراین نورو ښارونو باندې د روسیې تازه بریدونو تلفات اړولي

د اوکراین په پایتخت کیف کې امنیتي چارواکي وايي، نن دوشنبې اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) روسیې پر دغه ښار باندې راکټي بریدونه کړي، لږترلږه اته کسان وژل شوي او ۲۴ نور زخمیان دي.  

10.10.2022 امریکا غږ

کابل کې د اریانا خصوصي روغتون کې د تاریخ تېر درملو د کارولو ادعا؛ روغتیا وزارت: څېړنه کوو

آقای عباد از این وزارت خواسته است که باید جلو افراد مسلح غیرمسوول که سبب "اخلال سیستم عرضه خدمات صحی شفاخانه‌ها می‌شوند" را بگیرند.

10.10.2022 امریکا غږ

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ 'افغانستان د رواني روغتیا د ناورین په درشل کې دی'

د ماشومانو د ساتنې سازمان  (Save the Children) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران او لسیزو جګړو د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر رواني حالت ناوړه اغېز کړی دی.

10.10.2022 امریکا غږ

د طالبانو له بند څخه د یو خبریال خوشې کیدل؛ 'افغانستان کې د خبریالانو نیول او ګواښل دوام لري'

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو حکومت له بند څخه د یو سیمه ییز خبریال د خوشي کېدو هر کلی کړی، خو په دغه هیواد کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

10.10.2022 امریکا غږ

برتانیې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پيل کړ

د برتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام چیفنینګ (Chevening) تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې نه بلکې، په دریم هیواد کې ژوند کوي.

10.10.2022 امریکا غږ

څه باندې ۳۰۰ مهاجر چې برتانیې ته تلل د ډوبیدو څخه ژغورل شوي

د ۳۶۰ څخه ډیر مهاجر چې غوښتل یې په وړو کښتیو کې د فرانسې څخه برتانیې ته ولاړ شي یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) په انګلش چینل کې د ډوبیدو څخه ژغورل شویدي.

10.10.2022 امریکا غږ

نایجریا کې د کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې ۷۶ تنه وژل شوي

د نایجیریا جمهور رئیس محمد بوهاري یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې ۱۷) ویلي چې ددې ایالت د انامبرا په ایالت کې یوه کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې او ټول سپاره کسان پکې وژل شویدي.

10.10.2022 امریکا غږ

امریکا کې انتخابات ؛ د رایو ورکولو مرکزونو کې محافظین او د مرمۍ ضد ښیښې ځای پر ځای کیږي

ټاکل شوې چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۸ مې په متحده ایالاتو کې د سنا او استازو د مجلس د څوکیو لپاره انتخابات پداسې حال کې وشي چې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي په دواړو خونو کې اکثریت تر لاسه کړي.

10.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.10.2022 امریکا غږ

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو ته ووتله 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه هېواد د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وکړه. 

09.10.2022 امریکا غږ

د ۱۳ میلیارد ډالرو ستره امریکايي بیړۍ د خپل لومړني ماموریت په لور وخوځېده

د دیارلس میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا د الوتکو لېږدونکې سترې بیړۍ "یو ایس ایس جیرالډ فورډ" تېره اونۍ خپل نوی ماموریت پیل کړ.  

09.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more