ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ایران سپاه پاسداران: نښو کې مو دویم جګپوړی پوځي هم ووژل شو

د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ اکټوبر لومړۍ (تلې نهمه) اعلان وکړ چې د هغوی یو بل جګپوړی نظامي هم د هغه هیواد په سهیل ختیځ کې د نښتو پرمهال وژل شوی دی. د سپاه پاسدران په بیانیه کې ویل شوي، د استخباراتو افسر ډګروال حمید رضا هاشمي" له ترهګرو سره د جګړې پرمهال ټپي او بیا یې ژوند له لاسه ورکړ." په دې سره د ایران د سیستان بلوچستان ایالت په مرکز زاهدان کې د جمعې په ورځ د پولیسو یوې پوستې ته نږدې د ډزو په تبادله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ ته لوړ شو.    د ایران دولتي رسنۍ ویلي دي چې د وژل شویو په منځ کې د هغه ولایت د استخباراتو یو افسر ډګروال علي موسوي هم شامل دی. تسنیم خبري آژانس د شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ نیته خبر ورکړ چې د جیش العدل په نامه سني ډلې د زاهدان د‌ پولیسو مرکز ته نږدې د برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی. جیش العدل جهادي ډله په وروستیو کلونو کې د ایران‌ په سیستان بلوچستان ایالت کې تر ټولو ډیره فعاله ډله ده. یادې ډلې څو سترې بمې چاودنې او برمته کونې ترسره کړي دي. د سیستان بلوچستان والي حسین خیاباني د جمعې په ورځ سپټمبر ۳۰ د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې په نښتو کې شاوخوا ۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي. هغه وویل:" څو زنجیره یي دوکانونه لوټ شول او اور ورته ورکړل شو او یو شمیر بانکونه او دولتي مراکز هم زیانمن شوي دي." دغه ایراني پوځیان په داسې حال کې مړه او ټپیان کیږي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبروري میاشت کې هم د سپاه پاسداران ۲۹ پوځيان د هغوی پر موټر د ځانمرګي برید له امله وژل شوي وو. د ایران سیستان بلوچستان ایالت چې له افغانستان او پاکستان سره پوله لري، د ایران له پوځ سره د قاچاق وړونکو جنایت کاره ډلو، اقلیتو بلوڅو جنګیایو او تندلارو سني ډلو د غړو د جګړو شاهد پاتې شوی دی. ایران کې د حکومت ضد مظاهرو دوام ایران په داسې حال کې د خپلو دوو افسرانو د وژل کیدو خبر ورکوي چې هغه هیواد له بل سرخوږي سره هم مخ دی. د سپپټمبر په ۱۶ نیټه په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امنیتي تر وژل کیدو وروسته ایران د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی. په ایران کې خلک د جمعې په ماښام په داسې حال کې د پنځلسمې پرله پسې شپې لپاره لاریونونو ته راووتل چې د بشري حقونو د څار ډلو په وینا د مظاهرو د ځپونکو اقداماتو له امله څه باندې ۸۰ کسان وژل شوي دي. له ایران څخه بهر هم د ایران له مظاهرو څخه ملاتړ دوام لري. د شنبې په ورځ اکټوبر لومړۍ نیټه، د نړۍ په بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر ایرانیانو او د هغوی پلویانو د ایران له مظاهرو څخه د ملاتړ په هدف لاریونونه وکړل.

01.10.2022 امریکا غږ

کابل کې ښځو د هزارګانو د وژلو د لړۍ بندیدو لپاره لاریون کړی؛ طالبانو یې مخه نیولې

د کابل ښار په لوېدیځه څنډه «دشت برچي» سیمه کې د تېرې ورځې مرګونې چاودنې په غبرګون کې نن شنبه یو شمېر مېرمنو په یاده سیمه کې د یو لاریون په ترڅ کې د «هزاره وګړو د وژنو مخنیوي» غوښتنه وکړه.

01.10.2022 امریکا غږ

ایمرجنسي روغتون: تېر کال مو افغانستان کې د جګړې نژدې ۱۶زره ټپيانو درملنه کړې

په افغانستان کې د ایمر جنسي روغتون وايي، په تېر یوه کال کې په مرکز کابل او ولایتونو کې دغه روغتون ته د وروړل شوو کسانو زیاته برخه د جګړو ټپيان و.

01.10.2022 امریکا غږ

ګوتیریش طالبانو ته: زده کړو ته د لاس رسي په اړه د ټولو افغانانو د حقوقو ساتنه وکړئ

د ملګروملتونو عمومي منشي د کابل ښار په لوېدیځ کې د تیرې ورځې مرګونې چاودنې ته په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو حکومت باید زده کړو ته د لاس رسي په اړه د افغانستان د ټولو وګړو له حقوقو څخه ساتنه وکړي.

01.10.2022 امریکا غږ

مجاهد: د پاکستان په خلاف د افغانستان د خاورې څخه ګټه اخیستل "خیانت" دی

پداسې حال کې چې په نړیواله کچه د ترهګرۍ سره د طالبانو په مبارزې انتقادونه ډیر شوي، د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي هر هغه څوک چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل کوم هیواد پر ضد وکاروي، د "غدارۍ" په تور به ونیول او محاکمه شي.

01.10.2022 امریکا غږ

پوتین ته د بایډن خبرداری: لویدیځ متحدین د خپلې خاورې د هر انچ دفاع کوي

د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو د الحاق په غبرګون کې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې متحده ایالات او لویدیځ متحدین یې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین لخوا نشي تهدیدیدلی او تر څنګ یې دا خبردای هم ورکړ " که برید وشي، لویدیځ متحدین به د خپلې خاورې د هر انچ دفاع وکاندي."

01.10.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

01.10.2022 امریکا غږ

اوکراین په رسمي توګه د ناټو سره د یو ځای کیدو غوښتنه وکړله

وروسته تر هغه چې روسیې په رسمې توګه د اوکراین څلور سیمې د خپل هیواد د یوې برخې په توګه اعلان کړلې، د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي د ناټو سره د خپل هیواد د یوی ځای کیدو هلې ځلې چټکې کړلې.

01.10.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو دوام: امنیتي ځواکونو نهه بهرنيان نیولي دي 

د ایران د اطلاعاتو وزارت د جمعې په ورځ سپتمبر ۳۰ (تلې ۸) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه هېواد کې د روانو مظاهرو په تړاو د نهو بهرنیانو په ګډون د څه دپاسه ۲۵۰ تنو د نیولو خبر ورکړ.

30.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

30.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

30.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

30.09.2022 امریکا غږ

روسیې سره د اوکرایني سیمو الحاق ته غبرګونونه؛ امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول

وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین رسماً د اوکراین څلور سیمې د روسیې د خاورې د یوې برخې په توګه اعلان کړې، متحده ایالاتو پر روسیې پراخ بندیزونه ولګول.

30.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

30.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

30.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more