ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ترکیه کې افغان کډوالو ته د روحي درملنې روزنیز پروګرام پیل شوی

د افغانستان د امریکايي پوهنتون یو پخواني استاد محمد اسحاق زاده تازه د ترکیې د استانبول په ښار کې هغو افغان کډوالو ته، چې د روحې ستونزو سره مخ دي د روحي درملنې په برخه کې درې میاشتنی روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

21.05.2023 امریکا غږ

سودان کې په ۷ ورځني اوربند موافقه وشوه

د سودان په جګړې کې د ښکیلو ډلو استازو د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د ۷ ورځو لپاره په جګړې نه کولو موافقه وکړه.

21.05.2023 امریکا غږ

د مکسیکو د لارې امریکا ته د چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی

پدې تیرو پنځو میاشتو کې د هغو چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی چې د جنوبي امریکا هیوادونو په خطرناکو او اوږدو لارو ځانونه مکسیکو ته رسوي او غواړي چې په متحده ایالاتو کې میشت شي.

21.05.2023 امریکا غږ

د ایران او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیا په ترڅ کې د ایران پوځي پلاوی کابل ته تللی 

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د لوی درستیز د مرستیال په مشرۍ یو پوځي پلاوي پداسې حال کې کابل ته سفر کړی او د طالبانو د دفاع وزارت له مقاماتو سره یې کتلي دي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له څرګندونو وروسته د دواړو خواو اړیکې ترینګلې شوی دي. 

20.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

پداسې حال کې چې د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د حق (حقابې) پر سر ناندریو زور اخیستې دی،‌ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تائیدوي‌ چې په ایران کې سلګونه افغان بندیان په اعدام محکوم شوي دي. د ایران او افغانستان ترمنځ سیاسی مسایل به، په ایران کی د افغان کډوالو پر وضعیت څه اغیزه وکړي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

20.05.2023 امریکا غږ

بلینکن بیلاروس د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو په خاطر وغنده

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ د می په شلمه (ثور ۳۰) د بیلاروس له سیاسي بندیانو سره د پیوستون د ورځې په درشل کې وویل چې متحده ایالات د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له خوا د څه باندې ۱۵۰۰ سیاسي بندیانو «غیرعادلانه» زنداني کول غندي.

20.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا د شنبې ورځې په خبري خپرونه کې د افغانستان پر سولې او بیارغونې د چین په تازه دریځ څرګندولو راپور لرو. پر روسیې د اوو صنعتي هېوادونو تازه بندیزونو جزیات وړاندې کوو، او د پېښور راډیو په سوځېدو کې ادبي اثارو ته د رسیدلو زیانونو په اړه د مسؤلینو سره غږیدلي یوو.

20.05.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

20.05.2023 امریکا غږ

بو علی سینا

د روغتیا او طبابت د ډګر نوې پرمختیاوې، د تر ټولو عصري طبی وسایلو او د درملنې پرمختللې لارې چارې، د نامتو ډاکترانو او د روغتیا د څانګې د کارپوهانو سره مهمې مرکې، په افغانستان کې روغتیایي ستونزو ته ژوره کتنه، پر مخدره موادو د اعتیاد نه نیولې د ماشومانو تر ګوزڼ پوری روغتیايې ستونزې او د حل د لارو چارو لټون، دا ټول کولای شئ د امریکا غږ په نوې روغتیایي ځانګړې خپرونې بو علی سینا کی تعقیب کرئ.

20.05.2023 امریکا غږ

فدرالي قاضي: د امریکا نظامي معلوماتو افشا کوونکی به د محمکې تر ورځې په زندان کې وي

د متحده ایالاتو یو فدرالي قاضي جمعه مې ۱۹ (غوایي۲۹) حکم وکړ چې د ملي ګارډ ځواکونو یو غړی چې شک پرې دی چې په لوړه کچه محرم نظامي استخباراتي معلومات یې افشا کړی، د محاکمه کیدو تر نیټې پورې په زندان کې وي.

20.05.2023 امریکا غږ

عمران خان : پولیسو ته اجازه ورکوم چې کور مې وپلټي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان جمعه مې ۱۹ (غوایي۲۹) ویلي پولیسو ته اجازه ورکوي چې د لاهور په ښار کې د هغه کور تالاشي ځکه داسې شک دی چې د ښاغلي خان په کور کې ځیني مشکوک کسان چې د حکومت ضد په تازه مظاهرو کې یې تشدد کړی، پټ شویدي.

20.05.2023 امریکا غږ

یوازینی تور پوستی جمهوري غوښتونکی سناتور د امریکا جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیږي

د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د جنوبي کاریلونا استازي سناتور ټیم سکاټ د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته کاغذونه سپارلي او غواړي د هیواد په تاریخ کې لومړنی تور پوستی جمهوري غوښتونکی جمهور رئیس شي.

20.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

19.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more