شاته

د مکسیکو د لارې امریکا ته د چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی

پدې تیرو پنځو میاشتو کې د هغو چینایي کډوالو شمیر ډیر شوی چې د جنوبي امریکا هیوادونو په خطرناکو او اوږدو لارو ځانونه مکسیکو ته رسوي او غواړي چې په متحده ایالاتو کې میشت شي.

ډیری وخت د همدې سرحد له لارې د لاتیني امریکا اوسیدنکي کوښښ کوي متحده ایالاتو ته واوړي خو پدې تیرو څو میاشتو کې د چینایي کډوالو شمیر چې د مزله ډیره برخه پیاده وهي، ډیر شوی.

د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدي خونیتوب ادارې ویلي چې د تیر کال اکټوبر څخه نیولې د روان میلادي کال د اپریل تر میاشتې پورې د چین څخه نږدې ۱۰ زرو کسانو ځانونه د مکسیکو سرحد ته رسولي او متحده ایالاتو ته اوښتي دي.

د درې ادار د معلوماتو له مخې تیر کال یوازې ۲ زره چینایان د مکسیکو سرحد څخه متحده ایالاتو ته اوښتي و.

د جین په نامه د چین یو تبع چې نه یې غوښتل خپل بشپړ نوم لدې ډار له کبله چې ښایي په چین کې به یې کورنۍ ته زیان ورسیږي، امریکا غږ ته وویل چې په اوس وخت په چین کې ژوندی پاتې کیدل ګران شوي او له همدې کبله یې دې اوږده او خطرناک سفر ته زړه ښه کړی.

جین د جنوبي امریکا هیوادونو د لارې تر ۴۲ ورځو مزله وروسته ځان متحده ایالاتو ته رسولی.

هغه وویل، " سفر ډیر سخت دی. د ټولو کسانو پښې تڼاکې کیږي او په جسماني او معنوي لحاظ ستومانه وي. دا سفر ډیر ډیر ستومانه کوونکی دی".

ډیری چینایي کډوال لومړی ترکیې او بیا له هغه ځای څخه د ایکواډور ویزې اخلي. خو د جنوبي او مرکزي امریکا هیوادونو څخه نیولې د مسیکو – امریکا تر ګډ سرحده پورې پاتې مزل پیاده او یا هم په بسونو کې کوي. دوي د لارې موندلو لپاره خلکو ته پیسې هم ورکوي.

په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت امریکا غږ ته د دې کډوالو د شمیر ډیروالي په هکله ویلي چې حکومت تل د غیر قانوني کډوالۍ سره مخالفت څرګند کړی او دا چې د هیواد څخه په غیر قانوني توګه د خلکو د وتلو مخنیوي لپاره یې هم ګډ شمیر اقدامات کړیدي.

د چین یو بل کډوال چې د خپلې میرمنې او لور سره د مکسیکو د لارې متحده ایالاتو ته راغلی او نه غواړي خپل اصلي نوم وښیي ځکه چې ښایي په چین کې به یې کورنۍ ته زیان ورسیږي، امریکا غږ ته وویل چې د چین حکومت ډیر قوت لري او هر څه یې په کنټرول کې دي.

دې کډوال زیاته کړه، " په چین کې د راتلونکې لپاره هیڅ کومه هیله نلرم. زه داسې احساس کوم چې حالت به لا پسې خراب شي او ښایي کلتوري انقلاب ته بیرته حالت وګرځیږي".

د چین څخه راغلي ډیری کډوال غواړي چې د متحده ایالاتو د نیویارک او یا هم د کلفورنیا ایالتونو ته ولاړ شي ځکه چې پدې ایالتونو کې د چینایي کډوالو شمیر ډیر دی.