ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیه کې د محاکمه کیدو ځنډیدل غوښتي
د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه جولای ۱۱ (چنګاښ۲۰) د فدرالي قاضي څخه د ۳۷ رسمي تورونو په قضیې کې د محاکمې ځنډیدل غوښتي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د بندیزونو څخه د بچ کیدو په خاطر عراق ایران ته د ګازو په بدل کې تیل ورکوي
د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني وایي د یو میکانیزم له مخې چې د متحده ایالاتو سره پرې موافقه کړې د ایران څخه د ګازو واردولو په بدل کې به دې هیواد ته د نغدو پیسو پر ځای تیل ورکوي.
سټولټنبرګ: پوتین غوښتل ناټو کوچنۍ کړي خو اوس د لویې ناټو سره مخ دی
د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه تړون روانه سرمشریزه ځکه تاریخي وبلله چې ترکیې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب له مخالفت څخه لاس واخیست.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د قران سوځولو په اړه بیړنی بحث وکړ
ملګري ملتونه وايي چې نفرت پاروونکي بیانونه په هر ځای کې مخ په زیاتېدو دي او په همدې حال کې د بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (سرطان۲۰) د قران سوځولو د وروستیو پېښو په اړه بېړنۍ مناظره کړې ده.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د ناروې د کډوالو شورا: طالبانو کابل کې د بې ځایه شویو کمپ نړولی، دوه ماشومان مړه دي
د ناروې د کډوالو شورا وايي، طالبانو په کابل کې د داخلي بې ځایه شویو یو کمپ ویجاړ کړی او په ترڅ کې یې دوه ماشومان مړه شوي دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه
د ناټو امنیتي سازمان د غونډې او اجنډا په اړه وروستي معلومات خپرو. د طالبانو د حکومتي اقداماتو په اړه د ناروې د کډوالو شورا د اندېښنو او سویډن د حکومتي موسسو د فعالیت ځڼډولو په اړه راپور لرو. او د واشنګټن ډي.سي او څیرمه ښارونو کې د ښځو په مدیریت او ظرفیت د موټرو تر ټولو لوی ترمیم ورکشاپ په اړه هم راپور ګورئ.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
افغانستان له بنګله دېش نه د لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله؛ نبي ۱۵۰ ویکټې پوره کړې
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو لړۍ د افغانستان په بري پای ته ورسېدله، خو درېیمه لوبه بنګله دېش وګټله. د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ ۲۰) افغانستان بنګله دېش ته د ډېرو کمو ۱۲۷ منډو هدف وټاکه او بنګله دېش د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره کړ. په درېیمې لوبې کې راشد خان او محمد سلیم ونه لوبېدل او د هغوی په ځای نویو لوبغاړو عبدالرحمن او ضیاء اکبر ته چانس ورکړل شوی و. د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دریو لوبو دا لړۍ د همدې میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوې وه. افغانستان لومړی هېواد شو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا له بنګله دېش څخه په بنګله دېش کې د لوبو لړۍ ګټي. افغانستان لومړۍ دوې لوبې وګټلې. د دغو سیالیو غوره لوبغاړی افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي شو چې په دریو لوبو کې یې اته لوبغاړي سوځولي وو. د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي امریکا غږ ته په مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره د لوبو د لړۍ په ګټلو سره د راروان اسیا کپ او نړیوال کپ سیالیو ته د هغوی مورال لوړ شوی او په عالي روحیې سره به دغو سیالیو ته ځي. بل لوبغاړي رحمان الله ګربز، چې په دویمې لوبې کې یې سلیزه کړې وه، هم امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې د بنګله دېش سره لوبې دوی اسیا کپ او نړیوال جام سیالیو ته ښه اماده کوي. اسیا کپ د اګست په وروستیو او نړیوال جام د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیلېږي. د محمد نبي ۱۵۰ ویکټې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مجرب لوبغاړي محمد نبي په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې. ده د بنګله دېش د لوبغاړي شکیب الحسن په سوځولو سره دا کار وکړ. محمد نبي د افغانستان د هغو لوبغاړو له ډلې څخه دی چې د کرکټ د ملي لوبډلې له اولو ورځو څخه لوبېږي او د لوبډلې تر ټولو مجرب لوبغاړی ګڼل کېږي. دی د افغانستان د ۲۰ اوریزو لوبو کپتان هم و، خو د تېر نړیوال جام له سیالیو وروسته یې له کپتانۍ څخه استعفی ورکړه. افغانستان له بنګله دېش سره دوې شل اوریزې لوبې هم لري چې د جولاۍ په ۱۴ نېټه پیلېږي.
حقاني: ټویټر تر میتا غوره دی، د بیان د ازادۍ تحمل لري
د طالبانو یو مقام انس حقاني، چې د طالبانو په حکومت کې رسمي دنده نلري، د ټویټر ټولنیزه شبکه ستایلې ده چې د بیان د ازادۍ لپاره یې د هغه په خبره ښه چوکاټ برابر کړی دی.
له امریکا شړل شويو یو شمېر پخوانيو پوځیانو اجازه ترلاسه کړې چې بیرته امریکا ته راشي
سږ کال د امریکا د خپلواکۍ ملي ورځ د هغو یو شمیر پخوانيو عسکرو دپاره ډېره ځانګړې وه چې د امریکا له شړل کېدو او بیرته راستنېدو وروسته یې په لومړي ځل د امریکا پر خاوره دغه ورځ ونمانځله.