پوتین د واګنر ګروپ بغاوت کوونکي "غداران" وبلل
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین دوشنبه جون ۲۶ (چنګاښ) ملت ته د وینا پر مهال د مسکو پر ضد د واګنر ګروپ د وسله والو بغاوت منتظمین "غداران" وبلل او تور یې پرې ولګاوه چې خپل ولس ته یې درواغ ویلي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا لویدیځه غاړه کې د اسرائیل پوهنتونونو سره مالي مرسته بندوي
متحده ایالاتو دوشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په تعلیمي ادارو کې د ساینسي څیړنو لپاره مالي مرستې بندوي.
شنونکي: د طالبانو د مشرتابه 'محدوده کړۍ' د نجونو د تعلیم مخالفت کوي
افغان شنونکي وايي د طالبانو په مشرتابه کې یوه "محدوده کړۍ" د نجونو د تعلیم مخالفت کوي.
اسدالله خان: موږ د اسیا کپ ایمیرجینګ سیالیو ته الف لوبډله اعلان کړې
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي چې دوی د اسیا کپ ایمیرجینګ لوبډلو د سیالیو لپاره هغه لوبغاړي اعلان کړي، چې د اینده لپاره ملي لوبدلې ته په پام کې نیول شوي. اسدالله خان امریکا غږ ته وویل چې هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې ځلېږي، ملي لوبډلې ته یې د ورتګ مخه بیا څوک نیولای نشي. افغان لوبغاړي به د جولاۍ په درېیمه سري لانکا ته ځي، چې دغو سیالیو ته چمتوالی ونیسي. په افغانستان سربېره هند، سري لانکا، بنګله دېش، پاکستان او د ځینو نورو هېوادونو لوبډلې لوبېږي. جعفر هاند له اسدالله خان سره پوره مرکه کړې ده، مرکه یې دلته اورېدلای شي.
ملګري ملتونه: افغانستان د متامفتامین او هیرویین لوی تولید کوونکی دی
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د مخدره موادو «متامفتامین او هیرویین» په لوی مرکز بدل شوی او دا اکثر نشه يي مواد له هېواد څخه بهر قاچاق کېږي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د تعلیم په وړاندې د طالبانو پراخ خنډونه څېړو. کله چې د نجونو پر تعلیم بندیز دی، ایا د طالبانو مشر دا ادعا کولای شي چې د ښځو او نجونو «ټول شرعي حقوق» یې تامین کړي؟ د واګنر ملیشه ډلې په تړاو پر وروستیو انکشافات رڼا اچوو. د حج د زیارت کوونکو لپاره د محمد بن سلمان نوي پلانونه څه دي؟ دا او ځینې نور مهم راپورونه.
ایران وايي له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دی
ایران د دوشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ پنځمه) وویل، هیله لري چې له امریکا سره یې د بندیانو د تبادلې پر سر روانې غیر مستقیمې خبرې "مثبتې" پایلې ولري.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د عمران خان د پلویانو د مظاهرو له کبله د پاکستان پوځ مشران له دندو شړل شوي
د پاکستان پوځ په پوځي تاسیساتو باندې د عمران خان د پلویانو د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د یو ډګر جنرال په ګډون درې لوړ پوړي پوځي مشران له دندو لېرې کړي دي.
افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ په بدو هېوادونو کې دی-راپور
د ماشومانو د حقونو د دفاع یو سازمان افغانستان، جنوبي سودان او چاد په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېوادونه یاد کړي دي.