شاته

ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیه کې د محاکمه کیدو ځنډیدل غوښتي

د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه جولای ۱۱ (چنګاښ۲۰) د فدرالي قاضي څخه د ۳۷ رسمي تورونو په قضیې کې د محاکمې ځنډیدل غوښتي.

ښاغلی ټرمپ تیره میاشت د منصفه هیت لخوا رسماً پدې تورن شو چې د جمهوري ریاست د پای ته رسیدو څخه وروسته په غیر قانوي توګه محرم اسناد د ځان سره شخصي استوګنځای ته وړي و او بیا یې د خپل یو سلاکار سره دا دسیسه هم جوړه کړې وه چې حکومتي څارنوالان پرېنښودل شي دا اسناد تر لاسه کړي.

په لومړي سر کې ټاکل شوې وه چې دا محاکمه د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې پیل شي خو څارنوالانو د قاضي څخه وغوښتل چې د ډسمبر تر میاشتې پورې دې وځنډول شوي تر څو دواړو خواوو ته د چمتوالي لپاره کافي وخت ورکړل شي.

خو ښاغلي ټرمپ او نږدې سلاکار یې والټا ناټ چې پدې قضیې کې پرې ۶ تورونه دي ویلي چې د حکومت لخوا وړاندیز شوې د ډسمبر نیټه د "واقعیت څخه لیرې" ده او د چمتوالي لپاره به مناسب وخت ورنکړل شي.

د ښاغلي ټرمپ یو مدافع وکیل د دې ځنډ په هکله وویل، " محکمه باید د محاکمه کیدو اوسنی امر بیرته واخلي او د نوې نیټې په هکله دې غور وکړي ځکه چې ځنډیدنه هم مناسبه ده او هم لازمي ده".

د عدلیې وزارت لخوا د دې قضیې لپاره ځانګړي ټاکل شوي پلټونکي جیک سمیت تر اوسه د ښاغلي ټرمپ د غوښتنې په هکله څه ندي ویلي.

ښاغلی سمیت د دې قضیې تر څنګ د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه قضیه هم څیړي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ مې یې پلویانو د کانګرس په ماڼۍ پداسې حال کې برید وکړ چې د کانګرس غړیو د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایو نتیجه تائیدوله.

د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیل دا هم ویلي چې د عدلیې وزارت لخوا وړاندیز شوې نیټه د جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزې سره په ټکر کې راځي او دا یې هم ویلي چې د محاکمې څخه وړاندې ډیر اسناد دي چې باید ازیابي شي.

نږدې یو کال مخکې د فدرال پلټونکو په فلورېډا کې د ټرمپ له استوګنځي څخه شاوخوا ۱۳۰۰۰ اسناد ترلاسه کړل. په دغو اسنادو کې یې په ۱۰۰ باندې محرم لیکل شوی و. د ټرمپ یو وکیل ویلي وو چې ټول هغه اسناد چې محرم پرې لیکل شوي بېرته حکومت ته استول شوي دي.

دونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو کله چې ولسمشر و، دا ټول اسناد یې له محرمیت څخه اېستلي وو، خو هغه د خپلې دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې نکړل او مدافع وکیل یې هم په دې اړه په محکمې کې استدلال ونشو کړای.

دونالډ ټرمپ د امریکا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې د دغه هېواد لومړی مخکنی ولسمشر دی چې دوه ځلې له جنايي تورونو سره مخامخ کېږي.

د اپریل په میاشت کې، هغه محکمې ته حاضر شو او د هغو تورونو په اړه یې سپیناوی وکړ چې ګنې ده د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته پېسې ورکړې وې چې له هغې سره یې پخواني روابط رسنیو ته ښکاره نکړي. په ټرمپ باندې دا تور ثابت نشو

شک نشته، چې دا اوسني تورونه به د دونالډ ټرمپ لپاره یو بل سرخوږی وي، ځکه چې هغه د ۲۰۲۴ کال د امریکا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی دی