سپینې خبرې
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست او یو شمیر نورو چارواکو سره وګوري. بلخوا یو شمیر ښځو مظاهره کړې او د نړیوالو غواړي چې د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي. نن د امریکاغږ اشنا راډیو په سپینې خبرې خپرونه کې پر همدې موضوع د میلمنو نظرونه اخلو. تاسو هم کولای شئ خپله پوښتنه یا نظر دلته شریک کړئ.
طالبانو په هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول
د طالبانو د "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" مقاماتو په هرات ولایت کې د موسیقۍ یو شمېر الې او وسایل راټول او وسوځول.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
په پاکستان کې په بمي چاودنه کې ۳۹ تنه وژل شوي دي
پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. دا چاودنه د یکشنبې په ورځ جولای ۳۰مه (زمري ۸مه) هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه په "خار" ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو. د خیبر پښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر، ریاض انور د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: " زه دا تائیدولی شم چې ۳۹ جسدونه او ۱۲۳ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او د ۱۷ ټپیانو حالت نازک دی. " د چاودنې د ځای انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، په سیمه کې ډیر جسدونه ښیې چې د ژغورونکو لخوا امبولانسونو ته لیږدول کیږي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د اسلامي دولت ډلې (داعش) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړو څو ځله بریدونه کړي دي. جمعیت علماء اسلام، د پاکستان په شمال او لویدیځ کې د دیني مدرسو او جوماتونو پراخه شبکه لري. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او هغه یې یو نه توجیه کیدونکی جنایت بللی دی. د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام پر غونډې برید غندلی دی. په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی او افراطي بریدونه زیات شوي دي. زیاتره بریدونه په خیبرپښتونخوا صوبه کې شوي چیرته چې تحریک طالبان پاکستان ډیر فعال دی. د پاکستان د پولیسو او څېړنیزو بنسټونو راپورونه ښيي چې په تېر یو کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې تر ۶۶۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې په پېښور کې د پولیسو په یوې ودانۍ کې دننه په یو جومات کې د تحریک طالبان پاکستان د یو بریدګر له خوا په ځانمرګي برید کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي وو، چې زیات شمیر یې پولیس وو.
د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ کولمبیا په اضافي وخت کې جرمني ته ماتې ورکړه
نن د جولای په ۳۰مه (اسد ۸مه) د ښځو د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کولمبیا، جرمني ته په ۹۷مه دقیقه کې ماتې ورکړه.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
اسرائیل: داسې نه بریښي چې اړیکې مو له سعودي عربستان سره عادي شي
د اسرائیل د پارلمان یو جګپوړي قانون جوړونکي نن یکشنبه د جولای په ۳۰مه (زمري ۸مه) وویل، داسې نه ښکاري چې له سعودي عربستان سره دې د دغه هېواد اړیکې عادي شي.
په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي
په روسیه کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې سختو توپانونو ۱۰ کسان مړه کړي دي.
سیګار: مرکزي بانک کې د طالبانو لاس وهنه به د افغانستان اقتصاد له خطر سره مخ کړي
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتود سرمفتش دفتر "سیګار" د افغانستان بانک په چارو کې د طالبانو د لاس وهنو په اړه ددغه هیواد اقتصاد ته د پیښیدونکو ګواښونو په باب خبرداری ورکړی دي.
د افغانستان د کرکټ یو لوبغاړي د کریس ګیل ریکارډ مات کړ
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي صدیق الله اتل تیره ورځ د کابل د غوره لیګ په شل اووریزو سیالیو کې په یو اوور کې ۴۲ منډې وکړې او یو ریکارډ یې ټینګ کړ.
بنیټ: ۱۱۴ ورځې وشوې چې مطیع الله ویسا په خپلسر نیول شوی
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د "قلم لار" او د ښځو د زده کړو د حقونو ملاتړي مطیع الله ویسا د خوش کیدو غوښتنه کړې ده.
متقي امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی دی.
د امنیت شورا راپور ته د متقي غبرګون؛ هغوی تراوسه خپله ادعا نه ده ثابته کړې
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د القاعدې ډلې او د طالبانو ترمنځ اړیکو په اړه ملګروملتونو د امنیت شورا وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې د دې ډلې په ګډون د مختلفو تروریستي ډلو د شتون ادعا نه ده ثابته شوې.
روسیه: مسکو کې د اوکراین درې ډرون الوتکې نسکورې شوې
په روسیه کې چارواکي وایي چې د اوکراین درې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې د دې هیواد په پایتخت مسکو کې نسکورې شوي خو چا ته پکې د سر زیان ندی اوښتی.