سور صلیب قره باغ کې له خلکو سره د مرستې لاره 'بشري اجماع' غواړي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمري درېیمه) د لاچین د دهلیزه په اړه د «بشري اجماع» غوښتنه وکړه. دا یوازینۍ لار ده، چې ارمنستان، په اذربایجان کې د ناګورنو-قره باغ له جلا شوې سیمې سره نښلوي.
هسپانیا د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ ژغورلې، یو کس مړ شوی- راپور
د هسپانیا سمندري ځواکونو د سه شنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری درېیمه) وویل چې د «ګران کاناريا» ټاپوګانو ته نږدې یې د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ، چې ۸۴ تنه په کې سپاره وو، ژغورلې ده. وايي په کښتۍ کې اکثریت سپاره د افریقايي هېوادونه اتباع وو چې د ژغورنې په مهال یې یو تن مړ شوی هم دی. هسپانیا ته د رسېدو لپاره اکثریت افریقايي پناه غوښتونکو ته د «کاناريا ټاپوګان» ښه لار ګڼل کېږي. په اوړي کې دا لاره ډېره بوخته وي. په تصویرونو کې ښودل کېږي چې د بېړنیو چارو ماموران له پناه غوښتونکو سره، چې له کښتۍ ښکته شوې، مرسته کوي، ځینو ته یې کمبلې ورکوي، ځینې یې په ویلچر کې ناست دي او یو بل یې انتقالېږي. اته پناه غوښتونکي، چې یوه یې ښځه ده، روغتون ته انتقال کړل شوي دي. د سمندر په دغې لارې باندې، چې اروپا ته د پناه غوښتونکو لپاره یوه مشهور لار بلل کېږي، ډېر پناه غوښتونکي په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي. رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې د هسپانیا حکومت رسمي شمېرې ښيي چې د روان کال د جنورۍ او جولاۍ میاشتو ترمنځ ۵۹۱۴ کسان د «کاناريا ټاپوګانو» ته ځانونه رسولي دي، چې د تېرکال په پرتله ۳۱.۵ سلنه کموالی ښيي.
افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شول؛ زرګونو ښځو روزګار له لاسه ورکړی
په افغانستان کې په زرګونو ښځینه سینګارتونونه د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درېیمه) د طالبانو په حکم وتړل شول.
امریکايي، قطري او پاکستاني چارواکو د افغانستان په وضعیت خبرې کړي
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو سره په جلا تیلیفوني اړیکو کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.
طالبان: تیر یو کال کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سند ایالت د یو زندان څخه د ۳۶ نورو افغان کډوالو د خوشې کیدو خبر ورکړی، چې ورسره د دغه هیواد له زندانونو د خوشې شوو افغانانو شمیر له ۲۴۰۰ څخه اوښتی دی.
طالبان د الظواهري وژل کیدو یو کال وروسته لا هم د هغه وژل کیدل نه تائیدوي
د افغانستان پایتخت کابل کې د امریکايي ډرون الوتکې په یو برید کې د القاعدې د ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو څخه نږدې یو کال تیر شوی. خو د طالبانو مشرانو تراوسه د هغه وژل کیدل نه دي تائید کړي اویا یې د هغه د وژل کیدو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کړي.
مک کال: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکایي چارواکو سفر به د افغانانو سره خیانت وي
د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د بهرنیو اړیکو د جرګه کۍ مشر مایکل مک کال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د حکومتي چارواکو د سفر په هکله جدي مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي که دا سفر وشي د افغانانو سره به خیانت وي.
اوکراین ادعا کوي په مسکو کې دننه یې د ډرون برید کړی
پداسې حال کې چې اوکراین له یوې خوا وایي روسي ځواکونو د دې هیواد اودیسا ښار سره نږدې د غلې په تاسیساتو برید کړی خو بل پلو ادعا کوي چې د مسکو په مرکزي برخې کې یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې برید کړی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
سومالیه کې د الشباب وسله والو په ځانمرګي برید کې ۲۰ سرتیري وژل شوي
په سومالیې کې چارواکي وایي په یو ځانمرګي برید کې چې د الشباب یو وسله وال د دې هیواد په پایتخت موګادیشو کې په یو نظامي کمپ کې وکړ، لږ تر لږه ۲۰ سرتیري وژل شویدي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې به په افغانستان کې د سېلابونو له امله وروستي ځاني او مالي زیانونه وڅېړو. روانه اونۍ کې په بې ساري ډول د هوا د تودوخې زیاتوالي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اندېښنې را پارولي چې پدې تړاو به د کارپوهانو نظر درسره شریک کړو او په آخر کې به د رپوټ په ترڅ کې د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې د افغانو محصلینو پر وضعیت هم رڼا واچوو. هیله ده دا خپرونه تر پایه وګورئ.