د ایټالیا پولیسو په سیسیلي کې څه دپاسه پنځه ټنه کوکاین نیولي
د ايټاليا پوليسو د جمعې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰مه) وويل، مقاماتو د سيسيلي ټاپو په جنوبي ساحل کې ۵.۳ ټنه کوکاين چې د يوې کښتۍ څخه بلې کښتۍ ته لېږدول کیدل، نيولي دي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د دېرش دقیقو په خپرونه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلي کېدو په اړه راپور او له مېلمه سره بحث لرو. د خپرونې په دویمه برخه کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر میرمنو د محدودیتونو زیاتېدو په اړه رپوټ او د خپرونې له میلمنې سره بحث لرو.
ژوند په امریکا کې
د دې اونۍ په خپرونه کې مو له وتلي افغان سندرغاړي احسان امان سره خبرې کړې دي. احسان امان په دې مرکه کې د خپلو نویو هنري اثارو په اړه خبرې کوي او د افغانستان په هلمند ولایت که د خپل ماشومتوب خاطرې بیانوي.
قرآن ته د سپکاوي په غبرګون کې سعودي او ایران د سویډن سفیران وروغوښتل
سعودي عربستان او ایران په سټاکهولم کې هغو مظاهرو ته د اجازه ورکولو د غندني لپآره چې د بیان د آزادۍ په اساس د قرآن سپکاوی کوي د سویډن دپلوماتان احضار کړل.
طالبان اروپايي ټولنې ته: د فشار او بندیزونو پرځای باید تعامل او تفاهم ته مخه وکړئ
د اروپايي ټولنې له خوا د طالبانو په څو چارواکو د بندیزونود لګولو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند د فشارونو د پلي کولو او بندیزونو د لګولو پر ځای د دغې ټولنې څخه د تعامل او خبرو غوښتنه کړې ده.
طالبانو څخه په ملاتړ د خواجه اصف پښیماني؛ خبر نه و چې طالبان به زمونږ دښمنانانو ته پناه ورکوي
خواجه اصف په یوه تازه مرکه کې د طالبانو څخه د پاکستان په ملاتړ پښیماني ښودلې او ویلي دي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغه هیواد د طالبانو په بري خوشاله شوی واو ورته یې مبارکي ورکړې وي، خو دوی په دې نه و خبر، چې هغوی به د پاکستان دښمنانانو ته پناه ورکوي.
سیګار: امریکايي سناتورانو سره مو د افغانستان تجارب شریک کړل چې اوکراین کې ترې کار واخلي
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا سر متفش [سیګار] وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوي تجارب او زده کړې یې له امریکايي سناتورونو سره شریکې کړې چې د اوکراین په اوسني وضعیت کې ترې ګټه واخیستل شي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
تېرکال برازیل کې په هر یو ساعت کې په څه باندې اتو ښځو جنسي تېری شوی- راپور
په برازیل کې یوې نادولتي ادارې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان۱۹) راپور ورکړ چې په دغه هېواد کې تېرکال په هر یو ساعت کې په شاوخوا اتو ښځو باندې جنسي تېری شوی دی. دا یوه لویه او بیسارې شمېره بلل کېږي.
ساپکو: په نړیوالو بشري مرستو باندې د طالبانو د کنترول په اړه مو کانګرس ته معلومات ورکړي
د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی سرمتفش [سیګار] وايي چې په افغانستان کې یې د طالبانو د تش په نوم حکومت له لوري د نړیوالو بشري مرستو د انحراف او په مرستو باندې د دغې ډلې د کنترول په اړه یې کانګرس ته معلومات ورکړي دي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۰ (سرطان ۲۹) د لندن په ګنګز کالج کې وویل چې د امریکا « د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته یې د ملګرو ملتونو په عملیاتونو کې د ستونزو په اړه د ځینو معلوماتو څخه» چې خوښوونکي نه دي، پرده پورته کړې ده. ساپکو د دغو معلوماتو په اړه نور جزیات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ترې پوښتلي چې تحقیقات وکړي، طالبانو د امریکا له مرستو څخه ګټه اخیستې ده که نه. نوموړي وویل چې زیات امریکایي قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې افغانانو سره «د بشري مرستو څومره اندازه هغه رژیم ته ځي، چې موږ ترې کرکه لرو». ملګرو ملتونو د دغه راپور تر لیکلو پورې، چې د مرستو د انحراف په اړه څومره معلومات لري، د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. طالبانو په مرستو کې خپله مداخله رد کړې ده او امریکا او نورې مرسته رسوونکې ادارې یې تورنې کړې چې مرستې سیاسي کوي. امریکا له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارد ډالر ولګول، خو کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دا مرستې یې بندې کړې. طالبانو د جنسیت په اساس، د مرستو رسولو په چارو کې محدودیتونه لګولي دي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې یې د ښځو په کار بندیز لګولی دی. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کار غندلی دی. متحدو ایالتونو سره له دې، چې په طالبانو یې بندیزونه په خپل حال پرېښي، بیا هم له افغانستان سره بشري مرستې روانې ساتلې دي او د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهېسې یې نژدې دوه میلیارد ډالر له دغه هېواد سره مرسته کړې ده. که څه هم نورو مرسته کوونکو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي، خو متحدو ایالتونو په روان کال کې۲۲۴ میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کړې او تر په دغه کال کې له دغه هېواد سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی بلل کېږي. متحدو ایالتونو تېرکال د ملګرو ملتونو په غوښتنې، ۱.۲۶ میلیارد ډالر برابر کړل. ساپکو د شمالي کوریا او سوریې نومونه واخیستل او ویې ویل چې متحدو ایالتونو له داسې خلکو سره هم مرستې کړې چې «د هغو حکومتونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، چې موږ ترې کرکه لرو». سیګار ویلي دي چې د استازو خونې یوه لایحه تصویب کړې او اوس په سنا کې ده، چې د امریکا هر ډول مرستې منع کوې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول طالبانو ته رسي. ساپکو وویل که دا لایحه تصویب شوه، له افغانستان سره به د مرستو بهیر ډېر پیچلی کړي.
د افغانستان د کشالې د هوارولو دپاره باید بین الافغاني خبرې پیل شي- فورزایمر
په افغانستان کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیاله اني فورزایمر وايي، د افغانستان د کشالې هوارولو لپاره د دې وخت رارسیدلی چې د ټولو افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
اروپایي ټولنې د طالبانو د پوهنې او عدلیې په وزیرانو او قاضي القضات بندیز ولګوه
د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (سرطان ۲۹) اروپايي ټولنې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو پر ۱۸ اشخاصو او پنځو بنسټونو د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله بندیزونه ولګول.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.