د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر د اروپايی ټولني غړو سره د افغانستان په وضعیت غږېدلی
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د دفتر مشر لیونارډ زولو ویلي چې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د اروپايي ټولنې د غړو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي دي.
ملګروملتونو افغانستان کې د شیعه ګانو او هزاره ګانو خوندیتوب لپاره د اقداماتو زیاتیدو غوښتنه کړې
افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر " یوناما" د شیعه ګانو او هزازه ګانو پر وړاندې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې تروریستي بریدونو زیاتیدو ته په کتنې د هغوی د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د زیاتیدو غوښتنه کړې ده.
جګپوړي امریکایي چارواکي د یو سیک بیلتون غوښتونکي د ترور ادعا په هکله د خبرو لپاره هند ته تللي
د متحده ایالاتو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال جان فاینر کوي، دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) نوې ډهلي ته رسیدلی دی.
بریتانیا دې هیواد ته د کډوالۍ شرایط لا سختوي
د بریتانیې حکومت دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) دې هیواد ته د قانوني کډوالۍ کمولو لپاره د نویو اقداماتو اعلان وکړ.
عمران خان: باجوه او د امریکا سفارت یو مامور دې زما محاکمې ته حاضر شي
د پاکستاني پخواني صدراعظم عمران خان چې اوس مهال بندي دی، دوشنبه ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۳) یې ژمنه وکړله چې د دولتي محرمو معلوماتو افشا کولو قضیې په محاکمې کې به د پوځ پخوانی لوی درستیز او د متحده ایالاتو سفارت یو استازی حاضریدو لپاره جلب کاندي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د امریکا یو پخوانی دیپلومات کیوبا ته په جاسوسۍ تورن شو
د بولیویا لپاره د متحده ایالاتو یو پخوانی سفیر مانیول روچا چې اوس یې عمر ۷۳ کاله دی، دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) پدې تورن شوی چې لږ تر لږه د ۱۹۸۱ میلادي کال راپدیخوا یې د کیوبا لپاره جاسوسي کوله.
سپینې ماڼۍ اوکراین ته د امریکا د مرستو د سرچینو د ختمېدو خبرداری ورکړی
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) خبرداری ورکړ چې که کانګرس ژر لاس په کار نشي، نو د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان امنیتي ځواکونو منظور پښتین نیولی
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغان کډوالو په اړه د امریکايي او پاکستاني چارواکو لیدنې کتنې - سپینې خبرې
لوړ پوړي امریکايي او پاکستاني چارواکي نن د افغان کډوالو او په امریکا کې یې د میشتېدو د بهیر په اړه خبرې کوي. ایا د لویدیځو هیوادونو او پاکستان ترمنځ خبرې به په پاکستان کې د کډوالو ستونزې حل کړي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله بحث کوو.
اسرائیل د غزې په دوهم ستر ښار کې خلکو ته د وتلو امر کړی
اسرائیل د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د غزې تړانګې د دوهم لوی ښار خان یونس د ځینو سیمو له اوسېدونکو په داسې حال کې وغوښتل چې دا سیمه پرېږدي چې اسرائیلي ځواکونو د حماس د وسله والو پر ضد هوايي بریدونو او ځمکنۍ جګړې ته زور ورکړی دی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - اشنا د دوشنبې خپرونه
پاکستان کې د افغانو کډوالو د ستونزو، د صنعتی نشه یي توکو د تولید له کبله د ایران په اندېښنو او دحماس او اسرائیل ترمنځ د جګړو د دوام په اړه راپورونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.