لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د امریکا یو پخوانی دیپلومات کیوبا ته په جاسوسۍ تورن شو
د بولیویا لپاره د متحده ایالاتو یو پخوانی سفیر مانیول روچا چې اوس یې عمر ۷۳ کاله دی، دوشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ۱۳) پدې تورن شوی چې لږ تر لږه د ۱۹۸۱ میلادي کال راپدیخوا یې د کیوبا لپاره جاسوسي کوله.
سپینې ماڼۍ اوکراین ته د امریکا د مرستو د سرچینو د ختمېدو خبرداری ورکړی
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) خبرداری ورکړ چې که کانګرس ژر لاس په کار نشي، نو د دې کال تر پایه به اوکراین ته د مرستو رسولو سرچینې وچې شي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان امنیتي ځواکونو منظور پښتین نیولی
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغان کډوالو په اړه د امریکايي او پاکستاني چارواکو لیدنې کتنې - سپینې خبرې
لوړ پوړي امریکايي او پاکستاني چارواکي نن د افغان کډوالو او په امریکا کې یې د میشتېدو د بهیر په اړه خبرې کوي. ایا د لویدیځو هیوادونو او پاکستان ترمنځ خبرې به په پاکستان کې د کډوالو ستونزې حل کړي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله بحث کوو.
اسرائیل د غزې په دوهم ستر ښار کې خلکو ته د وتلو امر کړی
اسرائیل د دوشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) د غزې تړانګې د دوهم لوی ښار خان یونس د ځینو سیمو له اوسېدونکو په داسې حال کې وغوښتل چې دا سیمه پرېږدي چې اسرائیلي ځواکونو د حماس د وسله والو پر ضد هوايي بریدونو او ځمکنۍ جګړې ته زور ورکړی دی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - اشنا د دوشنبې خپرونه
پاکستان کې د افغانو کډوالو د ستونزو، د صنعتی نشه یي توکو د تولید له کبله د ایران په اندېښنو او دحماس او اسرائیل ترمنځ د جګړو د دوام په اړه راپورونه او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
بولټن: طالبان د افغانستان اصلي ستونزه ده
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په افغانستان کې د طالبانو او "بهرنیو ترهګرو" موجودیت اوس هم "امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو ته مستقیم ګواښ دی."
ایران کې د افغان کډوالو ستونزې - اتصال
د اتصال په خپرونه کې مو په ایران کې د افغان کډوالو نویو ستونزو ته کتنه کړې، ایران د دغه هیواد ۱۶ ولایتونو ته د کډوالو په تګ راتګ بندیز لګولی، له بلې خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا تابعیت یا دایمي استوګنه لري، یوه نوې اسانتیا رامنځته کړې.
اسرائیل: غزه کې تراوسه ۱۵ یرغمل وژل شوي
د اسرائيل د صدراعظم دفتر د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وويل، د اکتوبر د اوومې نېټې د حماس له بريدونو راهیسې په غزه کې د حماس په قید کې یې د ۱۵ یرغمل کسانو مړینه ثبت کړې ده.
جاپان کې د غورځېدلي امریکايي پوځي الوتکې سره پنځه مړي موندل شوي
د متحده ایالاتو او جاپان ژغورونکې عملې د دوشنبې په ورځ دسمبر څلورمه (لیندۍ ۱۳) وویل چې د هغې امریکايي پوځي الوتکې له پاتې شونو سره یې پنځه جسدونه موندلي چې تیره اونۍ د جاپان په سواحلو کې وغورځېده.
د روسیې یو جنرال په اوکراین کې وژل شوی
د کرملین مقامات وايي چې یو روسی جنرال په اوکراین کې د ماموریت پرمهال وژل شوی دی. دا د روسیې وروستی لوړ رتبه پوځي مامور دی چې په اوکراین کې د روسیې د ۲۱ میاشتو راهیسې د روانو عملیاتو په ترڅ کې وژل کیږي.