ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په جي-۷ غونډه کې د بلینکن خبرداری: اسرائیل باید غزه اشغال نکړي

د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن وايي، د اسرائیل او حماس تر جګړې وروسته ښايي یوه انتقال دوره اړینه وي، خو خبرداری ورکوي چې اسرائیل بايد غزه بیا ونه نيسي.

08.11.2023 امریکا غږ

د افغانستان امنیت او د طالبانو سره د پاکستان اړیکې - د اشنا د چهارشنبې خپرونه

د پاکستان او طالبانو تر منځ لفظي ګواښونه، په منځني ختیځ کې د حماس پرضد بریدونه او غزې تړانګې ته د مرستو رسېدل، په پېښور کې د افغان سوداګرو وضعیت او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په دغه خبري ټولګه کې وګورئ.

08.11.2023 امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان ټرانزیټ؛ اهمیت او خنډونه یې څه دي؟ - اتصال 

د اتصال په دغه خپرونه کې د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټي اړیکو، په پاکستان کې د افغانو پانګه والو د اقتصادي اغېز او روان وضعیت بېلابېل اړخونه څېړل کېږي او دغه راز، د افغانستان او استرالیا د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د لوبې ارزونه کېږي.

08.11.2023 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

08.11.2023 امریکا غږ

اروپايي ټولنې افغانانو سره د ۶۱ میلیونو یورو نوې مرسته کړې ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر ویلي چې ددغې ۶۱ میلیونو یورو د مرستې ۶۰ میلیونه یورو به په دغه هیواد کې مرستو ته د اړو افغانانو لپاره د بشري مرستو په برابرولو مصرف شي او یو میلیون یورو به پاکستان کې د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې په چارو ړلګیږي.

08.11.2023 امریکا غږ

ریچارډ بنیت: باید د دشت برچي د چاودنې بشپړې او رڼې څېړنې وشي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ د کابل د دشت برچي په سیمه کې د تیرماښام چاودنې ته په غبرګون کې ددغې چاودنې د عاملینو د نیولو او د قانون منګلو ته د سپارلو لپاره د بشپړو او رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

08.11.2023 امریکا غږ

ژغورنې نړیواله کمیټه: ستنیدونکي افغان کډوال د یوې تیاره راتلوونکې سره مخ دي

د پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د دوام سره هم مهاله د ژغورنې نړیوالې کمیټې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د راتلوونکی په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

08.11.2023 امریکا غږ

کاکړ: افغانستان کې مو طالبانو ته ویلي چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړوايي چې د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې یو پاکستاني لوړ پوړې پلاوي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت څخه غوښتي وو چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

08.11.2023 امریکا غږ

د چین مرستیال ولسمشر: امریکا سره 'په هره کچه' د اړیکو رغولو ته چمتو یو

د متحده ایالاتو په سان فرانسسکو ښار کې د چين او امریکا د ولسمشرانو  شي جینپینګ او جو بایډن تر منځ د پلان شوې کتنې په درشل کې، د چین د ولسمشر مرستیال د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) وویل چې هېواد یې له متحده ایالاتو سره په "ټولو کچو" کې خبرو اترو ته چمتو دی.

08.11.2023 امریکا غږ

د امریکا ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندان مناظره کوي

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند پنځه مخکښ نوماندان د راتلونکي کال له ټاکنو وړاندې خپلې درېیمې ګوندي مناظرې ته تیاری نیسي چې د چهارشنبې په ورځ نومبر اتمه (لړم ۱۷) دایریږي.

08.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل وایي سرتیري یې د غزې ښار "زړه" ته ننوتي

د اسرائیل د دفاع وزیر یولاف ګلانت سه شنبه نومبر ۷ (لړم۱۶) وویل چې د دې هیواد دفاعي ځوکونه د غزې په مرکزې برخه کې چې د حماس عملیاتي مرکز دی، رسیدلي دي.

08.11.2023 امریکا غږ

جرمني د پنا غوښتنې قوانین سخت کړل

د جرمني صدراعظم اولف شولتز سه شنبه نومبر ۷ (لړم۱۶) پدې کې هیواد کې د کډوالۍ د چارو لا سختولو لپاره نوې طرحه معرفي کړله او هوډ یې څرګند کړ چې ډیر شمیر هغه کسان به وایستل شي د پنا په اخیستو کې ناکام شوي.

08.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

08.11.2023 امریکا غږ

د امریکا متحده ایالتونه: د اسرائیل لخوا د غزې د بیا اشغال مخالف یوو

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي، چې متحده ایالتونه د غزې په تړانګه کې د اسرائیل لخوا د غږې د اوږدمهاله بیا اشغال مخالف دی.

07.11.2023 امریکا غږ

افغانستان ته د مذهبي لږکیو د جبري شړلو په اړه اندیښنې

د مذهبي ازادۍ په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو نړیوال کمېسیون له پاکستانه افغانستان ته د مذهبي لږکیو د جبري ستنېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

07.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more