د اسلام قلعه په اور کې په تجارتي توکو بار ۵۰۰ لارۍ سوځېدلي
په هرات کې چارواکي وايي د ایران پولې ته څیرمه د اسلام قلعه په ګمرک کې د اور لګېدو له کبله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر تاوان رسېدلی دی.
افغان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټه لغوه کوي
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډلو ته د لوبغاړو د غوراوي کمېټه لغوه کوي او پر ځای یې یوه اداره جوړي.
د سومالیا په مرکز موګادیشو کې ځانمرګی برید شوی
په سومالیا کې چارواکي وايي د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) په مرکز موګادیشو کې په یو ځانمرګي برید کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږ اوه نور ژوبل دي.
جرمني په افغانستان کې د سرتېرو د پاتې کېدو موده غځوي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) وویل چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده وغځوي.
د استیضاح محکمه؛ مدافع وکیلانو له دونالډ ټرمپ څخه دفاع وکړه
د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس غړي او د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ مدافع وکیلان شنبه فبروري ۱۳ (سلواغه ۲۵) بېرته د استیضاح محکمې بهیر ته وروګرځېدل.
د افغانستان دفاع وزارت وايي ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳ طالبان وژل شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو او په بلخ کې د دغې ډلې د جنګیالیو په منځ کې د ماین چاودنې له امله ۱۸۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
افغانستان په اسلام قلعه کې د اور وژلو لپاره له ایران مرسته غوښتې
د هرات سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د یوې پراخې اور لګېدنې رامنځته کېدو خبر ورکوي.
د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۷۰راډیو ګانې فعالیت کوي
په داسې حال کې چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ګڼو انځوریزو او چاپي رسنیو ترڅنګ د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه هم پراخ شوي.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې ۱۲ پولیس ټپيان کړي
امنیتي چارواکي وايي، نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي له کبله ۷ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
د ټرمپ مدافع وکیلان د استیضاح محکمې ته دفاعیه وړاندې کوي
د امریکا د متحدو ایالتونو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ مدافع وکیلان وايي دوی به په یوه ورځ کې د امریکا په سنا کې د استیضاح محکمې ته د خپل موکل دفاعیه وړاندې کړي.
د وسله والو یو برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې وسله والو د پاکستان د پوځ پر یوې پوستې برید کړی دی او څلور تنه یې وژلي دي. د پوځ اعلامیه وايي چې په متقابلو ډزو کې څلور بریدګر هم وژل شوي دي. تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی منلی. برید د جمعې په شپه فبروري۱۲ (سلواغه ۲۴) شوی دی. د پاکستان پوځ د پېښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو وايي چې برید «افغان کرښې ته» نژدې شوی او دا ځای د پاکستاني طالبانو قوي مرکز و. د پاکستان پوځ وايي چې په پوځي عملیاتو کې یې وزیرستان او ورڅېرمه سیمې یې له پاکستاني طالبانو پاکې کړي دي. د پاکستان پوځ وايي چې په دغو عملیاتو کې «زرګونه ترهګر» وژل شوي او نورو یې مجبور شوي چې د افغانستان په نا امنه سرحدي سیمو کې ځانونه پټ کړي. د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوي چې پاکستاني طالبان د القاعده په ملاتړ په افغانستان کې بېرته سره منظم شوي دي. څه موده مخکې ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰او ۱۰۰۰۰ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰یې پاکستانیان دي. د دغه راپور له خپرولو روسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت هغه ادعا په کلکه رد کړې وه چې «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته له افغان خاورې څخه د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد فعالیت کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعا په ردولو سره ویلې چې د پاکستاني طالبانو لاسونه د افغانانو په وینو لړلي او دا یوه تروریستي ډله ده. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو کلونو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون د دغه ډلې یو شمېر نور مشران او غړي لکه محسود شهریار په افغانستان کې په هوايي بریدونو او جګړې کې وژل شوي دي. وزارت ویلي چې افغانستان په سیمه کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې او په دې برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ده. افغان حکومت پاکستان تورنوي چې وسله وال طالبان یې ساتلي، روزنې ورکوي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.
دانش: طالبانو د خبرو پېلېدو لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو ترمنځ مذاکرات د یو نسبي په ټپه ولاړ حالت سسره مخ دي.
تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۸ تنه نور کرونا نیولي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د۲۸ مثبتو پېښو د ثبتېدو او درې کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
اروپايي ټولنه: له افغانستانه د سرتیرو وتل دې د شرایطو په اساس وي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی را کم کړي.