شاته

د افغانستان دفاع وزارت وايي ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۳ طالبان وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو او په بلخ کې د دغې ډلې د جنګیالیو په منځ کې د ماین چاودنې له امله ۱۸۳ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د شنبې په ورځ فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو ته دغه تلفات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، خوست، ارزګان، بلخ، کندز او هلمند ولایتونو کې اوښتي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په دغو نښتو کې ۳۲ طالب جنګیالي ټپیان شوي هم دي او پنځه تنه یې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت دغه راز په یو بیان کې ویلي چې په بلخ ولایت کې ۳۰ طالب جنګیالي د خپل ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې دا پېښه نن سهار د بلخ ولایت د دولت‌اباد ولسوالۍ په یو جومات کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې د "بهرنیو روزونکو" په ګډون د طالبانو د ډلې جنګیالي د ماین جوړونې په اړه د روزنې په حال کې و.

د دفاع وزارت ویلي چې په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه بهرنیان شامل دي چې نه پېژندل کیږي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري چې په کې افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دغو نښتو کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د چارواکو په وینا نن سهار د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو نظامي مرکز د موټر بم برید له امله ۱۲ امنیتي منسوبین ټپیان شوي دي.

د کندهار د موټر بم چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی دی.