تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې ۲۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۲۲ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.
کابل ښار کې د ښاروالۍ ښاري بسونه فعالیږي
کابل ښارولۍ وايي په نیږدې راتلونکې کې دغه ښار کې عامه ښاري بسونه فعالیږي.
د ولسمشر په ګډون د لوړپوړیو افغان مامورینو معاشونه کمیږي او د ټېټ پوړو زیاتیږي
د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده وایي، په ۱۴۰۰ مالي کال کې به د ښوونکو او ټیټ رتبه دولتي مامورینو په معاشونو کې د پام وړ اندازه زیاتوالی راشي.
د موټر چلوونکو کاري اعتصاب؛ 'د کابل ـ کندهار پر لار زرګونه مسافر بند پاتې دي'
د کابل – کندهار لویه لار د لارۍ موټر چلونکو له لوري تړل شوې او ۶۰ زره زیات مسافر د لویو لارو پر سر بند پاته دي.
افغان کمانډو بغلان کې د طالبانو له زندانه ۴۲ بندیان ازاد کړي ـ دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په بغلان ولایت کې د طالبانو له زندان څخه ۴۲ بندیان ازاد کړي دي.
د آشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ستولتنبرګ: ناټو به نامناسب وخت کې افغانستان څخه نه وځي
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) وویل چې نړیوال ځواکونه به تر «مناسب وخت» پورې له افغانستان څخه ونه وځي.
د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو د ډرون برید شوی
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د دوشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) اعلان وکړ یوه بې پیلوټه الوتکه یې چې له چاودېدونکو توکو ډکه وه او حوثي شیعه یاغیانو د سعودي عربستان په لور توغولې وه، خنثی کړې ده.
امریکا د عراق په شمال کې د ترکانو وژل وغندل
د امریکا متحده ایالاتو د عراق په شمال کې د کردي یاغیانو له خوا د ترکیې د ۱۳ اتباعو وژنه وغندله.
امریکایان د خپلو جمهور رئیسانو ورځ نمانځي
نن دوشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۷) په امریکا کې د جمهور رئیسانو د نمانځلو ورځ ده.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ کابل یې د ملاتړ د دوام غوښتنه کوي
د ناټو د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو د غونډې جوړېدو په درشل کې د افغانستان جمهوري ریاست له دغه تړون څخه غواړي چې د افغانستان سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکړي.
طالبانو هرات کې د پاشدان اوبو بند ۱۱ کار کوونکي تښتولي ـ چارواکي
سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو په هرات ولایت کې د «پاشدان بند» ۱۱ کار کوونکي تښتولي دي.
یوناما: دریو کلونو کې ۶۵ افغان خبریالان او د بشري حقونو مدافعین وژل شوي
د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالي یا یوناما وايي له ۲۰۱۸ راپدېخوا تر دې دمه پورې په افغانستان کې ۶۵ خبریالان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي.
'زابل کې د پولیسو پر یو مرکز وسله وال برید کې څلور پولیس وژل شوي'
په زابل کې د پوليسو پر یوه قرار ګاه د وسله والو په برید کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکیې دفاع وزیر وايي کردي یاغیانو ۱۳ ترکان اعدام کړي
د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي آکار، ویلي چې د عراق په شمال کې میشت د کردستان د کارګر ګوند د تروریستي ډلې یاغیانو ۱۳ ترکان یرغمل او بیا اعدام کړي دي.