'زابل کې د پولیسو پر یو مرکز وسله وال برید کې څلور پولیس وژل شوي'
په زابل کې د پوليسو پر یوه قرار ګاه د وسله والو په برید کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه تیره شپه د کلات ښار اړوند په پل سنګي سیمه کې د کابل – کندهار د لويې لاري ساتونکو پوليسو په یوه مرکز کې رامنځته شوې.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي نن دوشنبه فبروري ۱۵( سلواغې۲۷) امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه ۱۱ بجې وسله والو د پل سنګي د پوليسو پر مرکز وسله وال برید کړی چي ۴ پولیس پکښې وژل شوي او ۲ تنه نور پکښې ټپیان شوي.
هغه وويل:"زموږ د لومړنیو معلوماتو له مخې متاسفانه په پل سنګي سیمه کې د اولي ټولۍ پر قرارګاه جګړه شوې څلور تنه مو وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي، د دښمن دوه تنه وژل شوي او درې تنه يې ټپیان شوي او د یوه وژل شوي برید کونکې جسد په سیمه کې موجود دی، د پېښي بشپړه جزیات به زموږ تر پلټنو وروسته شریک شي."
خو د زابل یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د پل سنګي د پوليسو په قرار ګاه کې یوه نفوذي پوليس پر خپلو همکارانو برید کړی ۱۱ تنه يې وژلي او ۴ تنه نور يې ټپي کړي.
سرچیني زیاته کړه چې په یاد مرکز کې ټولټال ۱۷ پوليس موجود وو چې تر نفوذي برید وروسته جګړه هم پرې شوې.
سرچیني وويل:" تر اوسه د ۱۱ وژل شویو له ډلي څخه د ۷ تنو جسدونه روغتون ته انتقال شوي، ۲ تنه ټپي شوي او ۳ تنه نور پوليس هم وسله والو له ځان سره ژوندي یرغمل کړي خو د وسله والو طالبانو هم ۳ تنه په جګړه کې وژل شوي."
د سرچینې په وینا تر جګړې وروسته د پل سنګي قرارګاه هم سقوط کړی، خو نن سهار سیمي ته تازه دمه سرتیري رسیدلي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان هم په پېښه کې د پوليسو مرګ ژوبله تائیده وي او وايي چې کلات ښار ته نږدې په یوه مهمه سیمه کې د داسي پېښو رامنځته کیده د اندېښنې وړ مسئله ده.
دغه راز په زابل کې امنیتي مقامات وايي چې له تیرو درو ورځو راهیسې د دې ولایت په ارغنداب، میزان او شهرصفا ولسوالیو کې د وسله والو پرضد تصفیه وي عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله وال وژلي او ۲ تنه نور يې هم ټپي کړي.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچی پدې باب زیاته وي چې دوی د جګړې پلوي ندي خو کله چي تر برید لاندي راځي نو د خپلو سرتیرو په دفاع کې يې وسله والو ته ځپونکی ځواب ويلی.
خپله وسله والو طالبانو د زابل د تيري شپې د پېښي په اړه کومه تبصره نده کړې.