د جمال خاشقچي وژل کېدل؛ امریکا د سعودي په اړه خپل دریځ اعلانوي
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې ژر به دا اعلان وکړي چې د سعودي عربستان سره څه وکړي
په غور کې مظاهر کوونکو د "والي دفتر وتړه"
د غور ولایت لسګونو اوسېدونکو د دغه ولایت والي د لرې کېدو لپاره فیروز کوه ښار کې لاریون وکړ.
کرونا ویروس؛ افغانستان کې ۸۲۰۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هیواد کې د کروناویروس ضد واکسین بهیر روان دی او تر دا مهاله څه باندې ۸۲۰۰ روغتیايي کار کوونکي واکسین شوي دي.
د دوحې تړون یو کلن شو، په دغه یوه کال کې څه تېر شول؟
نن یکشنبه د فبروري ۲۸مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون یو کال پوره شو.
صالح: د حزب التحریر فعالیت غیر قانوني دی
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر څو چې حزب التحریر له عدلې وزارت سره ثبت شوی نه وي د غونډو او تبلیغ اجازه نه لري.
د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
نایجریا: تښتول شوي هلکان پرېښودل شول خو نجونې لا هم یرغملې دي
په ناجریا کې حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو د ښوونځي ۲۵ تښتول شوي زده کوونکي پرېښي دي خو د ۳۱۷ تښتول شویو زده کوونکو نجونو لټون روان دی.
د استازو خونې د بایډن ۱.۹ تریلیون ډالرو پلان تائید کړ
د امریکا د استازو خونې له ډېرو بحثونو او خبرو وروسته بالاخره د ولسمشر جوبایډن د ۱.۹تریلیون ډالرو اقتصادي پلان ومانه.
په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره پر اوربند د عبدالله ټینګار
د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه هره ورځ افغانان وژني او هرو مرو باید اوربند وشي.
په لومړي ځل یوې افغانې پیلوټې بوینګ الوتکه وچلوله او پرواز یې وکړ
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره داسې الوتنه ترسره شوې چې ټوله خدمه یې ښځینه وه.
بدخشان کې عامو خلکو د ښوونځي جوړولو حشر کړی
د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې یو شمېر عامو خلکو یوه ښوونځي ته شخصي ځمکه ورکړې او د جوړېدو لپاره یې عمومي حشر کړی دی.
اشرف غني: افغان سرتیري د نړۍ امنیت ساتي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغان سرتیري یوازې د افغانستان خپلواکي نه بلکې د ټولې د امنیت ساتنه کوي.
امریکا د خاشقچي د وژل کېدو استخباراتي راپور خپروي
ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونو د عرب خبریال جمال خاشقچي د وژلو غیر محرم استخباراتي راپور نن فبروري ۲۶ (کب۸) خپور کړي.
کاروان: د رواني ناروغیو د تشخیص لپاره په ټولنیزو رسنیو کې څیړنه
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
له پاکستان سره سرحد کې دوه ایرانیان وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي له پاکستان سره په سرحد کې د دوو ایرانیانو د وژل کېدو په اړه پلټنه کوي.