شاته

د جمال خاشقچي وژل کېدل؛ امریکا د سعودي په اړه خپل دریځ اعلانوي 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې ژر به دا اعلان وکړي چې د سعودي عربستان سره څه وکړي.

ولسمشر بایډن له خپلې مېرمنې سره د دیلاویر ایالت ته د اونۍ رخصتۍ ته روان و چې یوه خبریال ترې پوښتنه وکړه چې د جمال خاشقچي د وژلو په غبرګون کې به د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان ته سزا ورکړي؟

هغه وویل: « د دوشنبې په ورځ (مارچ لومړۍ-کب ۱۱) به اعلان وشي چې موږ به په عمومي ډول د سعودي عربستان په وړاندې څه کوو.»

ښاغلي بایډن یوازې د همدغه خبریال پوښتنه ځواب کړه او نور جزیات یې ورنکړل.

د عرب خبریال جمال خاشقچي د وژلو په اړه خپور شوي غیر محرم استخباراتي راپور ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د هغه په وژلو تورنوي.

خاشقچي د ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو. هغه کونسلګرۍ ته بلل شوی خو بیرته ژوندی راونه وت. راپورونه وايي د شهزاده محمد بن سلمان کسانو هغه وژلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دا استخباراتي راپور رد کړی او هغه یې «منفي، ناسم او د نه منلو» وړ بللی دی او ویلي دي چې په راپور کې «غلط معلومات ځای شوي» دي.

د سعودي‌ حکومت وايي چې جمال خاشقچي په غیر اصولي‌ عملیاتو کې په تېروتنې سره وژل شوی دی،‌ خو د هغه په وژلو کې یې د شهزاد سلمان لاس لرل رد کړي دي.

دا استخباراتي راپور د بایډن ادارې ته سپارښتنه کوي چې د سعودي عربستان په ۷۶ کسانو د ویزو بندیزونه ولګوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي: « د امریکا متحده ایالتونه له سعودي عربستان سره په اړیکو کې پانګونه روانه ساتي، خو ولسمشر بایډن دا خبره روښانه کړې ده چې دا اړیکي باید د متحدو ایالتونو ارزښتونه منعکس کړي. په دې برخه کې موږ دا مسئله روښانه کړې ده چې د فعالانو، مخالفانو او خبریالانو په ضد دې د سعودي عربستان له قلمرو بهر ګواښونه او بریدونه باید بند شي. متحده ایالتونه یې نشي زغملی. »

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت د خاشاقچي د وژلو په تړاو د سعودي عربستان د استخباراتو پر یو مخکني مرستیال مشر احمد حسن محمد العصیري او د سعودي عربستان د چټکې مداخلې په ځواک باندې بندیز لګولی دی.

جمال قاشقچي امریکا کې د اوسېدو دایمي اسناد لرل او د شهزاده سلمان کلک منتقد و. هغه به واشنګټن پوست ته مقالې لیکلې، هغه څلور زامن لري چې دوه یې د امریکا تابعیت هم لري.