شاته

صالح: د حزب التحریر فعالیت غیر قانوني دی

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، تر څو چې حزب التحریر له عدلې وزارت سره ثبت شوی نه وي د غونډو او تبلیغ اجازه نه لري.

نوموړي نن یکشنبه فبروري ۲۸(کب لسمه) د کابل امنیت د شپږ نیمو بجو راپور کې لیکلي چې یاد حزب د افغانستان له عدلې وزارت سره ثبت نه دی.

هغه ویلي چې افغان حکومت حزب التحریر په رسمیت نه پيژني او په وینا یې تر څو چې دغه حقوقي معضله هواري شوې نوي په وینا یې هر ډول فعالیت یې غیر قانوني دی.

نوموړي زیاته کړې: "افغان حکومت حزب التحریر په رسمیت نه پيژني تر څو چې دغه حقوقي معضله هواره شوې نوي، د دغه شبکې هر ډول فعالیت، نوم او معرفي غیر قانوني ده."

صالح زیاته کړې چې د دغه حزب یو شمېر فعالان له تروریستي ډلو سره نژدې فکر لري. او په وینا یې په نژدې وختونو کې به د دغه جریان له فعالانو سره د قانوني چلند په اړه بحثونه وشي.

هغه همدارنګه د حزب التحریر پر غړو غږ کړی چې د افغان حکومت ضد تبلغاتو څخه ډډه وکړي.

تر دې وړاندې د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله چې مخکې اجرائیه رئیس هم په افغانستان کې د حزب التحریر د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

عبدالله عبدالله ویلي د افغانستان د اساسي قانون له مخې سیاسي ګوندونه کولی شي چې په ازاده توګه فعالیت وکړي، خو هغه ویلي و چې هغو ډلو ته چې دیموکراسۍ له فضا څخه د هیواد د ناامنه کولو لپاره کاراخلي او تروریستي اهداف لري باید اجازه ورنه کړل شي.

د تحریر ګوند په افغانستان کې څرګند فعالیت نه لري خو ددغې ډلې له خوا وخت په وخت د یو لړ مسلو په هکله په دري، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو رسنیو ته اعلامیې استول کیږي چې ددغې ډلې د افراطي نظریاتو ښکاروندي کوي.

تر دا مهاله په وسله والو او تروریستي بریدونو کې د دغه حزب د ښکېلتیا راپور نه دی ورکړل شوی.

تراوسه لا دغې ډلې د امرالله صالح د نننیو څرکندونو په اړه څه نه دي ویلي.