ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ټرمپ: امریکا د ټولو لپاره ستر هیواد جوړوم

د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې هیواد به سره یو کوي او امریکا به د ټولو لپاره ستر هیواد جوړوي.‌

20.01.2017 امریکا غږ

واشنگټن د دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو ته تیار دی

په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د ۴٥ منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره تیاری بشپړ شوی دی.

19.01.2017 امریکا غږ

افغانستان او عمان د صحرا کرکټ جام سیمي فاینل کې

په گروپ سیالیو کې افغانستان خپلې دریواړه لوبې وگټلې او لومړي مقام باندې پاتې شو.

19.01.2017 امریکا غږ

اوباما په سپینه ماڼۍ کې د اوباما په وروستۍ ورځ څه کوي؟

جمهور رئیس اوباما دمخه تر دې چې پخواني جمهور رئیس شي، نن پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې خپله وروستۍ ورځ تیروي.

19.01.2017 امریکا غږ

ارګ: د عطا محمد نور سره مذاکرات عادي روان دي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د ارګ او بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور ترمنځ مذاکرات له خنډ سره مخ شوي ندي او په عادي توګه دوام لري.

19.01.2017 امریکا غږ

مالیزیا اسلامي نړۍ د برما له مسلمانانو سره مرستو ته وهڅوله

مالیزیایي مقاماتو ویلي دي چې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان غواړي یو لوړپوړی پلاوی د برما راخین ولایت ته واستوي چې روهینگیا د لږکیو مسلمانانو حالات وڅیړي.

19.01.2017 امریکا غږ

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه: طالبانو تیر کال لس خبریالان وژلي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، تیر کال په دغه هیواد کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.

19.01.2017 امریکا غږ

اجرائیه ریاست : افغان سفیر د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي

اجرائیه ریاست وایي، د عرف له مخې د امریکا جمهور رئیس د لوړې په مراسمو کې د هیوادونو مشران ګډون نه کوي.

19.01.2017 امریکا غږ

بشري حقونه: ایران ماشومان اعداموي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د ایران نه غوښتي دي چې د خلکو اعدامول دې ژر تر ژره بند کړي ځکه چې مجرمینو ته د عادلانه محاکمې فرصت نه ورکول کیږي.‌

19.01.2017 امریکا غږ

د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ بهرنۍ پالیسي

منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د امریکا دویم رهبر دی چې د افغانستان جګړه ورته په میراث پاتې کیږي خو د حل لارې یې محدودې دي.

19.01.2017 امریکا غږ

د البغدادي د خلافت له ړنگیدو سره د داعش تشدد زور اخیستی

دوه ورځې وروسته له هغې چې عراقي ځواکونو په موصل کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد نوي عملیات پیل کړل، د بغداد د مرکز په یو مارکیټ کې بمي چاودنې وشوې. داسې ښکاري چې دا د هغو حملو لړۍ ؤی چې د داعش د ډلې د تکتیکونو بدلون ښیي. د اسلامي دولت ډلې شیعه مسلمانان په نښه کړي او په مختلفو ښارونو کې یې د پولیسو او پوځ پر پوستو د حملو مسؤلیت منلی دی. دغه حملې ښیي چې که د اسلامي دولت ډله په عراق کې خپل خلافت له لاسه ورکړي، بیا به هم ددې ډلې گواښونه دوام وکړي. د رویترز اژانس د دیپلوماتانو او د امنیتي څیړونکو له خولې وایي چې ښایي دا ډله به د ښارونو او سیمو د نیولو پر ځای د یاغیگرۍ تکتیکونو ته مخه کړي او هغه فرقوي تاوتریخوالي ته به زور ورکړي چې د دوی د رامنځ ته کیدو سبب شوی. په سوریې او عراق کې تر فشار لاندې راتگ وروسته داعش د بغداد په شاوخوا کې د حملو سربیره په سیمه او اروپا کې هم بریدونه کړي دي. د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي دي چې "تروریزم په عراق او سوریه کې د فرقوي توپیرونو له وسلې استفاده کوي". هغه زیاته کړه چې "مونږ باید د هغو شرایطو رامنځ ته کیدو ته اجازه ورنکړو چې د داعش له شتون دمخه موجود وو". هغه له سیاستوالو وغوښتل چې فرقه پرستۍ ته شا کړي او د هغه فساد پر ضد مبارزه وکړي چې د اسلامي دولت د ډلې د ستر پرمختگ دمخه موجود و. د حملو زیاتوالی تیر کال عراقي ځواکونو داعش د انبار ولایت نه وویست. د انبار ولایت د سني قبائیلو عمده مرکز دی چې په بغداد کې د شیعه گانو پر مشرۍ حکومت نه بیزاره دي. د دیپلوماتانو په اند په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو په دې سیمه او موصل کې په داعش جدي گزارونه وکړل، یو شمیر یاغیان په دغو سیمو کې پټ شول، خو اوس هغوی یو ځل بیا خپل موجودیت په وروستیو حملو سره راڅرگند کړ. د واشنگټن د منځني ختیځ د پالیسې د انستیتوت څیړونکی میکل نایټز وایي، په روانه میاشت کې په پرله پسې توگه موټر بمي حملې چې یو کال دمخه راکمې شوی وې، څرگندوي چې یاغیان د بغداد په شاو خوا کې بیا راژوندي شوي دي. بهرني او عراقي څارونکي وایي مقامات باید د فساد پر ضد مبارزه وکړي او د سني مذهبو مدني حقوقو ته درناوی وکړي. د سني مذهبو ملاتړ ترلاسه کول عراقي ځواکونو په داسې حال کې د ملکي وگړو د وژنو مخه نیولی چې داعشیان د هغوی په منځ کې پټ شوي. د سیمې اوسیدونکي د دغه ډلې په ورکیدو خوښ دي چې په عام محضر کې خلک په دار کوي او د غلو لاسونه او پښې پرې کوي. ولسي خلک عراقي ځواکونو ته هرکلی وایي، خو په بغداد کې میشت د امنیتي چارو د څیړونکي هاشم  الهاشمي په وینا پوښتنه داده چې "آیا دوی دغه اعتماد ساتلی شي". ښاغلی الهاشمي چې د اسلامي دولت په اړوند د عراق حکومت ته مشورې ورکوي، وایي "د بغداد په شاوخوا کې په هغو ښارونو کې چې د داعش نه بریته نیول شوي، استخبارات ډیر ضعیفه دي. دوی له محلي منابع نه د خلکو په نیولو کې استفاده کړې، خو تورن اشخاص د رشوت په بدل کې خوشې شوي دي". په ٢٠١۴ کې کله چې داعش د عراق په گوټ گوټ کې خپل نفوذ پراخاوه، په ځنو سني مذهبه سیمو کې یې د خلکو احساسات په دې خبره راپارول چې گواکې امنیتي ځواکونه چې شیعه مذهبه په کې اکثریت دي، پر سني مذهبو حملې کوي. یو لوړپوړی غربي دیپلومات وایي اوسنۍ استخبارتي خلا کیدای شي په ښه او نرمه توگه د دولت او ددغو ټولنو ترمنځ د اړیکو په سمبالولو سره ډکه شي.

18.01.2017 امریکا غږ

د اصغر ستانکزي بنګالي مینوال وپېژنئ

د بنګلدېش په پلازمینه ډاکه کې مېشت تسکین وايي کرکټ د افغانستان د ملي لوبډلې د کپتان اصغر ستانکزي په خاطر ګوري او خوښوي.

18.01.2017 امریکا غږ

د افغانستان د ستونزو حل لپاره میلیونونو ډالرو ته اړتیا ده

ملگري ملتونه وایي مرستندویه ډلې په افغانستان کې د بشري کړکیچ په وړاندې د مقابلې لپاره ٥٥٠ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

18.01.2017 امریکا غږ

بایدن وایي روسیه نړۍ ته ستر گواښ ده

ښاغلي بایدن خبرداری ورکړ چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، هڅه کوي چې سږکال د اروپایي ټولنې انتخابات هم متاثر کړي.

18.01.2017 امریکا غږ

سرتاج عزیز: کابل طالبانو سره خبرو لپاره سیاسي اجماع نلري

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د بهرنۍ اړیکې سلاکار سرتاج عزیز وايي چې افغانستان د پاکستان د ملامتولو پر ځای دې پر خپلې تګلارې بیا کتنه وکړي

18.01.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more