افغانستان د صحرا کرکټ جام سیمي فاینل ته ورسېد
په دویمه سیالۍ کې ېې کوربه ټیم متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه
د ټرمپ په بهرنۍ تګلاره کې د بشري حقونو ونډه
پدې ورځو کې چې د امریکا د نوي حکومت د کابینې د مهمو نوماندانو په اړه ددغه هېواد په کانګرس کې غونډې روانې دي، ډیری خلک دا پوښتنه مطرح کوي چې د منتخب جمهور رئیس په بهرنۍ پالیسۍ کې به د بشري حقونو ونډه او اغیز څه وي؟ د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډانلډ ټرمپ په خپلو انتخاباتې کمپاینونو ويلي و چې واشنګټن باید د عراق د جګړې پر مهال پخپله تیل استخراج او په بازار کې پلورلي واي. ټرمپ وایې: " پخوا وختونو کې به چې هر چا جګړه وګټله، نو د جګړې غنایم به د فاتح ول". په واشنګټن کې د بشري حقونو د څار ډلې مشره، ساره مارگن پدې باور ده چې د ټرمپ ورته څرګندونې دا پوښتنې پیدا کولی شي چی ډانلډ ټرمپ به په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو له مسلې سره څه ډول معامله وکړي. میرمن مارګن وایې: "زموږ لویه اندېښنه داده چې دا اداره [د ټرمپ اداره] به یا پکې دلچسپي نلري، او یا به ترینه په نورو ډګرونو کې د خپل مقصد په لاسته راوړلو کې کار واخلي." ساره مارګن وايې ډانلډ ټرمپ لیواله دی چې له مستبدو مشرانو لکه د روسېې جمهور رئیس ویلادېمیر پوتین، د مصر جمهو رئیس عبدالفتاح السیسی او د سورېې له بشارالاسد سره په ګډه کار وکړي. ځینې پدې باور دي چې دا کومه نوې خبره نده؛ متحده ایالات کله داسې متحدین هم لرل چې پر بشري حقونو ېې تیری کړی دی. خو ټرمپ او د هغه جگپوړي چارواکي لیواله ندي چې حتي پر خپلو دغو ملګرو نیوکه وکړي. دغه ادعا تیره اونۍ د بهرنیو چارو د وزارت د نوماند رېکس ټېلرسن د نوماندۍ د تائید په غونډه کې څرگنده شوه. ټیلرسن د سنا غونډې کې انکار وکړ چې ګواکې په سوریه کې د پوتین نظامي هڅې د جګړې له جرایمو سر برابرې دي. ټیلرسن وویل: "داسې تمه کول هېڅ دلیل نلري چی د بهرنۍ پالیسۍ هر ډول هڅې یوازې د بشري حقونو پر معیار وتلل شي. په خاصه توگه کله چې د امریکا د خلکو امنیت له گواښ سره مخامخ وي." پوښتنه داده چې آیا امریکا دېته اړتیا لري چې د خپلو ملي ګټو او خپلو ارزښتونو ترمنځ د یوه په اړه فیصله وکړي؟ پدې اړه د لندن پوهنتون استاده، لیزلي وینجه موري امریکا غږ ته وویل: "د بشري حقونو منل زموږ په ګټه دي. دا که په اوږده موده کې وي او که په لنډه کې؛ ځکه دا کار اسانه کوي چې امریکا له داسې هېوادونو سره شراکت او اتحاد وکړي، او ددې لپاره ګډ کار وکړي چې په نړۍ کې موثریت ولري." په داسې حال کې چې ډانلډ ټرمپ د نوي حکومت د واک او اختیار سنبالولو لپاره ځان چمتو کوي یو شی څرگند دی: دی به لومړی جمهور رئیس نه وي او نه به وروستی هغه وي چې د امریکا د ملي امنیت د ګټو او بشري حقونو د اهمیت ترمنځ توازن ونه ساتي.
ټرمپ: د مرکل د مهاجرت تګلاره "له مصیبت ډکه تیروتنه " وه
د امریکا منتخب جمهور رئیس د جرمني له بیلډ او د برېټانیا له ټایمز ورځپاڼو سره په مرکو کې د جرمني د مهاجرت پر سیاست نیوکه کړې ده.
د گوانتنامو ١٠ نور هم عمان ته انتقالیږي
عمان وایي د امریکا د متحده ایالاتو هغه غوښتنه یې منلې ده چې د گوانتنامو زندان لس بندیان دې هیواد ته انتقال شي.
په سوریې کې په تازه پېښو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي
په سوریه کې د سوریې د ځواکونو او داعش جنګیالیو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي دي
د کندهار وروستي برید کې ټپي شوي هاشم کرزي ساه ورکړه
د پخواني جمهوررئیس د اکا زوی او ملي سوداګر هاشم کرزي، چې په کندهار کې د تیرې سهشنبې شپې په تروریستي برید کې سخت ټپي شوی وو، نن یې د نوي ډهلې په یو روغتون کې ساه ورکړه.
غني: وروستیو تروریستي بریدونوعاملین پاکستان کې دیره دي
جمهوررئیس غني د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، سره په خبرو کې هغه ته ویلي چې په کابل، کندهار او هلمند کې د تېرې سه شنبې تروریستي بریدونو عاملین په پاکستان کې دیره دي.
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه تصویب کړه
د افغانستان ولسي جرګې په داسې حال کې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه نن په غوڅ اکثریت تصویب کړه، چې ټاکل شوې د دغې جرګې وکیلان د راروانې چهارشنبې په ورځ خپلې ژمنۍ رخصتي پیل کړي.
فرانسه کې د ۷۰ هیوادونو استاځي د فلسطین او اسرایلو پرمسلې غونډه کوي
د ۷۰ څخه زیات هیوادونو استاځي به په دې غونډه کې برخه واخلي او د ختیځ بیت المقدس په ګډون د فلسطین په خاوره کې به د اسرایلو د کورونو د جوړولو د اقدماتو سره خپل مخالفت څرګند کړي.
په پاریس کې د اسرائیل او فلسطین د لانجې په اړه غونډه
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د غونډې گډون کوونکو ته وویل چې دا زموږ د ټولو گډ مسؤلیت دی چې اسرائیلیان او فلسطینیان بیرته د مذاکراتو میز ته راولو ځکه چې بله لاره نشته.
د ټرمپ د کډوالو د تگلارې پر ضد لاریونونه
روښانه نه ده چې راتلونکی ولسمشر به د کډوالو په اړه خپله ژمنه څومره عملي کړي خو د اقلیتونو او کډوالو رهبران او د مدني حقونو فعالان د ټرمپ په وړاندې مقاومت ته چمتووالۍ نیسي.
سرتاج عزیز: امریکا او پاکستان ګډ هدفونه او اندېښنې لري
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي په افغانستان کې د سولې راوستل د اسلام اباد لومړیتوب دی.
افغانستان د وژل شویو په ویر دوه ورځې ماتم کوي
افغان حکومت وايي په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو افغانانو او د متحده عربو اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو په ویر دوه ورځې ملي ماتم کوي.
عبدالحکیم مجاهد د سولې عالي شورا غړیتوب له لاسه ورکړ
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې د ارګ او اجرائيه ریاست د پریکړې پر بنسټ، د افغانستان د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد له دندې ګوښه شوی دی.
د ننګرهار هسکه مېنه کې داعش د مدرسې استادان تښتولي
د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ کې داعش وسله والو نن سهار د یوې دینې مدرسې استادان له ځانونو سره په نامعلوم لوري وړي دي.