ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


يو شمېر پانګه‌وال: د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړو او کار پر ادارو هم طالبانو بنديز لګولی

د یو شمېر تحصیلي او کاري موسسو پانګه‌وال وایي، دوی چې د ښځو له‌خوا ښځو ته د زده‌کړې او کار زمینه هم برابره کړې، د طالبانو حکومت یې تر بل امر پورې په فعالیت بندیز لګولی دی. کابل کې د مورا تعليمي او تحصيلي مرکز مؤسس او پانګه‌وال ډاکټر عزيزالله امير وايي: "هیڅ اسلامي نظام به داسې مرکز په اینده دېرش څلوېښت کاله کې جوړ نه‌شي کړای، چې ټول خدمات د ښځو له‌پاره ښځو ته وي، زه خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي." نوموړي د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د بندېدلو په تړاو خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي امير ازادي راډیو ته وویل، چې په مورا پوهنتون کې له رئیسې څخه نیولې تر بڼوالې او نلدوانې پورې ټولې کارکوونکې ښځینه دي. نوموړی وايي: "د خویندو له‌خوا څخه داسې خدمتونه چې هغه ټول په یوه محرم، شرعي او افغاني ماحول کې و ،بندېز ورباندې ولګېده، د دوی خدمتونو په ټوله نړۍ کې ساری نه‌ درلود، زه ډېر زیات خواشینی یم چې داسې مرکز هم تړل کېږي. په دې مرکز کې هیڅ ډول شرعي مشکل نه و، موږ حاضر یو چې هر چا ته چلنج ورکړو چې که یې له دې نه ښه شریعي او اسلامي مرکز جوړ کړای شوی، موږ به دغه خپل تعلمي او تحصلي مرکز په ډالۍ کې ورکړو." نوموړی وایي، چې مورا تعليمي او تحصيلي مرکز شپږ کاله مخکې، د وړکتون، ښوونځي، د لوړو زده‌کړو د انستيتيوت او پوهنتون په درلودلو سره د ښځینه زده‌کوونکو او محصلینو پرمخ پرانیستل شو. په ورته وخت کې د کابل په شهرنو سیمه کې د غزنيوال فیشن په نوم د افغاني جامو جوړولو مؤسسې بنسټ ایښودونکې سعیده غزنیواله هم وایي، په داسې حال کې، چې د تولیدې مؤسسې تولې کارکونکې یې ښځې وې د طالبانو حکومت له‌خوا په‌کې ښځینه کارکوونکو ته په ورتګ بندیز لګول شوی دی. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې دې ښځو په خپل کار سره خپلو کورنیو ته نفقه برابروله. اغلې غزنيواله وايي: "ښځینه کارکونکې مې ګمارلې وې او هغه کونډې چې په کور کې وې او د بچو د ساتنې له وجې له کور نه بهر کار کول ورته سخت و، هغو ته مې کورونو ته خام مواد ورلېږل چې لاسي ګنډل وکړي. بیا مې بله مېرمن ورلېږله چې ورنه رایې‌وړي، کار ډېر ښه روان و او ډاډه وم چې زموږ کار به همداسې روان وي، ځکه د ښځو له‌خوا ښځو ته کار و او ټولو حجاب هم کاوه. خو له بده مرغه یو په یو فضا بدله شوه، پرته له کوم دلیله په موږ باندې بندېزونه ولګېدل، زه یې هم له کار څخه راوشړلم او دوکانونه یې هم بند کړل، چې دا حالت زما له پاره ډېر زیات ځورونکی دی." وموغوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د ویاند عبدالرحمن حبیب نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدلو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو بیا ازادي راډیو مخکې په وار وار د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له ویاند حافظ ضیا الله هاشمي سره د خبرو هڅه کړې وه خو ځواب یې نه و تر لاسه کړی. د طالبانو حکومت د تېرې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د ښځینه محصلانو پر مخ تر بل امر پورې پوهنتونونه وتړل او د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یې بیا په یو بل اعلان کې په ټولو نا دولتي او کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار هم منع کړ. تر دې وړاندې بیا له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو او پارکونو، ورزشي کلبونو او ښاري حمامونو ته هم د ښځو په تګ بندیز لګېدلی و. دغه شان حجاب پرې اجباری شوی او له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر اجازه هم نه‌لري. د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو دې محدودیتونو پراخ غبرګونونه راپارولي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه‌دي بدلې کړي.

29.12.2022 ازادي راډیو

امريکا او يو شمېر هېوادونه د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز پر پرېکړه اندېښمن دي

په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکونکو په کار د بندیز په پرېکړه د نړیوالو غبرګونونو دوام. د متحده ایالاتو په ګډون ګڼو اروپايي او امریکايي هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او ویلي دي، چې دوی د طالبانو پر دې پرېکړه اندېښمن دي. د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویزرلنډ، هالنډ او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي پلاوي په دې ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دي، د طالبانو په دې کار سره د میلیونونو هغه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي چې ژوند يې په بشري مرستو بورې تړلی دی. په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي. په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: "ښځې د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاو په رسولو کې بنسټیز رول لري، که هغوی په افغانستان کې د مرستو په رسولو کې برخه وانه‌خلي نو موسسې به ونه‌شي کړای چې په دې هېواد کې اړمنو کسانو ته خواړه، دارو درمل، ژمني توکي او د ژوند اړوند خدمتونه ورسوي." په دغه ګډه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې راغلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو رسولو چارې هم اغېزمنې کړي، ځکه د اعلامیې په ټکو نړیواله ټولنه د مرستو رسولو په چارو کې پر همدغه موسسو تکیه کوي. په اعلامیه کې راغلي دي، چې طالبانو د افغانانو په ځانکړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، ازادیو او هوساینې نقضولو ته دوام ورکړی او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو عادي کولو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې. د متحده ایالاتو په ګډون د بېلابېلو هیوادونو په دې ګډه اعلامیه کې د افغانانو د هغه غوښتنې ملاتړ شوی چې له‌مخې يې باید نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ستنې شي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي. طالبانو د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په دوام په د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴مه په ټولو غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندیز ولګاوه. له دې وړاندې بیا دوی تر بل امر پورې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي خو د دوی له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي. د طالبانو دغه پرېکړو په کور دننه او بهر پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي او دوی له افغان مېرمنو سره د ژمنو په ماتېدو تورن ګنل شوي. تازه په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر مهال يوه ډله له افغان مېرمنو سره د زده‌کړو او کار ژمنې کوي. په دې ویډیو کې د طالبانو د دوحې د مذاکراتي ټیم غړی شهاب الدین دلاور چې اوس د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر دی، وایي له لومړي ټولګي د دوکتورا تر کچې زده کړې د نجونو حق دی. نوموړی وايي: "د اسلامي احکامو او افغاني عنعناتو سره سم د زده‌کړو حق، دا اوس په دې اړه خویندو مانه پوښتنه وکړه، زده‌کړه د ښځو حق ده، له لومړي ټولګي نیولي، له بغدادۍ قاعدې نیولې تر بخاري شریف او تر دوکتورا پورې، بله موضوع د ښځو د کار ده، زموږ خویندې په دې اړه اندېښنه لري، ښځې حق لري چې د اسلامي احکامو په رڼا کې او افغاني دودونو له‌مخې د هېواد د پرمختګ او خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کار وکړي." خو اوس طالبانو نه یوازې دا چې د زده‌کړو او کار په برخه کې خپلې دغه ژمنې نه‌دي عملي کړې، بلکې مېرمنې یې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته یې د دوی په لرې واټن سفر هم بندیز لګولی دی.

29.12.2022 ازادي راډیو

مثلث؛ له طالبانو سره د چین او پاکستان پیچلې اړیکې

کابل کې د ډسمبر په دولسمه پر هغه هوتل وسله وال برید وشو چې د چین وګړي په کې مېشت ول. د چین بهرنیو چارو وزارت وویل، په دې برید کې پنځه تنه ټپیان شوي دي. له برید وروسته، د چین حکومت له خپلو وګړو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي. اخوا په دې ورځو کې څو ځلې د طالبانو د پوله ساتو ځواکونو او پاکستان ترمنځ نښته هم شوې. چین او پاکستان چې د طالبانو اصلي متحدین شمېرل کېږي، له طالبانو سره څرنګه تعامل کوي او آیا د دوی اړیکې د افغانستان له نویو حاکمانو سره ساړه شوي؟

28.12.2022 ازادي راډیو

ازادي راډیویي مجله؛ د نجونو د زده کړو په اړه د سندرغاړې نغمې خبرې

پېښور کې د انځورونو په ژبه له افغان نجونو ملاتړ، اکبر کرګر د خپل نوي ناول په اړه خبرې راته کوي او د جلال اباد د سراج العمارت ماڼۍ حال درکوو. ازادي راډيویي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي په کې ادبي، هنري، کلتوري او ټولنیز مطالب راخیستل کېږي. دا خپرونه د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.12.2022 ازادي راډیو

د طالبانو وروستیو پرېکړو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي غبرګون به پر طالبانو کوم اغېز ولري؟

د طالبانو د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تحصیل او کار د بندیز په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو دغه محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه او د نه توجیه وړ بللي دي. د طالبانو له حکومته د ملګرو ملتونو سرمنشي د تازه غوښتنې په اړه مرسلین ارسلا، په تېر جمهوري نظام کې د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون له کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور سره مرکه کړې. او په سر کې یې ترې پوښتلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي دا غوښتنه به د طالبانو په پرېکړو کې څه بدلون راولي؟ د ښاغلي مشکور مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.12.2022 ازادي راډیو

ګوتېرش: پر افغان مېرمنو د تحصيل او کار بندیز له بشري حقونو سرغړونه ده

د طالبانو د حکومت له لوري پر افغان مېرمنو د تحصیل او کار د بندیز په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د طالبانو دغه محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه او د نه توجیه وړ بللي دي. ښاغلي ګوتېرش تېره شپه په خپل ټویټر په یو پیغام کې له طالبانو غوښتي چې باید خپل دغه محدودیتونه لغوه کړي. نوموړي ويلي: "پر ښځو او نجونو د کار او زده کړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشري حقونو سرغړونه ده باید لغوه شي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغانانو د ناتوانۍ لامل ګرځي." په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت له خوا د محدودیت پرېکړې غندلي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو تېره شپه په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او اساسي ازادیو په ضد دي. امنیت شورا ویلي دي، چې په افغانستان کې په غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو پر کار د بندیز محدودیت له افغان ولس سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل او د نړیوالې ټولنې د تمو برعکس چاره ده. امنیت شورا دا هم ویلي دي، چې پر ښځینه کارکونکو د بندیز پرېکړه په افغانستان کې د بشري چارو په بهیر سم لاسي اغېز لري. امنیت شورا له لوړو زده کړو د نجونو منع کول او تر شپ‍ږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د تړلو پرېکړه هم د ژورې اندېښنې وړ بللې او افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده. د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې، په افغانستان کې د خپلې سیاسي استازولۍ [یوناما] له لارې له افغانانو سره، خپلو ژمنو او بشپړ ملاتړ ته ژمن دي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو مشر ولکر ترک ویلي، طالبان باید سمدستي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي. نوموړي په یو بیان کې ویلي دي: "هیڅ هېواد نه شي کولای پرمختګ او په حقیقت کې پایښت وکړي چې له ټولنیز او اقتصادي پلوه یې نیمايي نفوس محروم وي." نوموړي ویلي د طالبانو دا پرېکړه به نه یوازې د افغانانو ستونزې زیاتې کړي بلکې د افغانستان له پولو بهر به هم خطر رامنځته کړي. د ملګرو ملتونو سازمان د یاد چارواکي په خبره، د طالبانو دغه پالیسۍ افغاني ټولنه د بې ثباتۍ له خطر سره مخامخ کوي. ولکر ترک ګواښ کړی که د ملګرو ملتونو همکارې موسسې په افغانسان کې خپل فعالیتونه ودروي نو دوی ته به ستونزمنه وي چې د دې هېواد ټولو برخو ته بشري مرستې ورسوي. د طالبانو حکومت د روانې ډیسمبر میاشتې په شلمه د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې وځنډولې، دغه شان د طالبانو د اقتصاد وزارت بیا د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۴مه په یو مکتوب کې پر هغو ښځو د کار بندیز ولګاوه چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې یې کار کاوه. پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې دوی تر ډېره پر مېرمنو محدودیتونه لګولي دي. له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې یې تړلي دي، دغه شان مېرمنې په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځول شوي، حجاب پرې اجباري شوی او له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه شي کولای. د دې ترڅنګ تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو په ورتګ هم بندیز لګېدلی دی. د طالبانو دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دې غبرګونونو تر اوسه د دوی پرېکړې نه دي بدلې کړي.

28.12.2022 ازادي راډیو

ايا په مؤسسو کې د ښځينه‌و پر کار بنديز به اقتصاد ته زيان واړوي؟

د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشر ولکر تورک وایي چې، د طالبانو دا امر چې ښځینه کار کوونکې دې په غیردولتي موسسو کې کار نه‌کوي، افغانستان ته ډېر سخت اقتصادي زیان واړوي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له مخکني استاد نصر اله ستانکزي څخه به واورو چې د ښاغلي تورک له دې اټکل سره همنظره دی که څرنګه؟ د ښاغلي ستانکزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.12.2022 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر: طالبان دې ژر تر ژره پر نجونو او مېرمنو بنديزونه ليرې کړي

د ملګرو ملتو د بشري حقونو مشر د طالبانو پر چارواکو غږ وکړ چې ژر تر ژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه ليرې کړي. ولکر تورک په غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار د ممانعت پرېکړه د افغانستان او حتی د افغانستان د ګاونډیو لپاره خطرناکه وبلله. د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د مشر ولکر تورک بیان پرون په جینوا کې خپور شو. ښاغلي تورک په دې بیان کې ویلي دي چې، هیڅ هېواد نه‌شي کولی چې په اجتماعي او اقتصادي ډګرونو کې پرمختګ وکړي او خپل نیمایي خلک له پامه وغورځوي. په دې بیان کې راغلي دي چې پر ښځو او نجونو باندې دا بې بنسټه محدودیتونه به یوازې د افغانانو ستونزې زیاتې کړي. په بیان کې د ښاغلي تورک په وینا دا خبره هم راغلې ده چې دی ټولو افغانانو ته اندېښنمن دی خو دا ویره هم شته چې دا مساله به د افغانستان له سرحدونو ورها خوا هم ستونزې پیدا کړي. د طالبانو چارواکو د شنبې په ورځ په کورنیو او بهرنیو غیردولتي موسسو کې ښځې له کار کولو منع کړې. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اونۍ سې شنبې پوهنتونونو ته د نجونو تګ تر ثاني امر پورې بند کړ چې د دې په غبرګون کې په هم‌هغه ورځ د ننګرهار د طب پوهنځي نارینه او ښځینه محصلینو مظاهره وکړه او دا شعار یې بدرګه کړ چې تعلیم دې د ټولو لپاره وي. دا مظاهرې بیا په کابل، هرات، کندهار او یو شمېر نورو ښارونو کې هم وشوې. په نړیواله کچه د امریکا له متحد ایالتونو نیولې، تر اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتو تر سرمنشي او یو شمېر اسلامي هېوادونو د قطر په شمول چې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی د طالبانو دا پرېکړه وغندله او له طالبانو یې وغوښتل چې سمدستي خپله پرېکړه بدله کړي. د ملګرو ملتو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر وایي، د طالبانو له لورې به دا وروستی فرمان چې مېرمنې دې په غیردولتي موسسو کې کار نه‌کوي د افغانستان د ښځو او ټولو افغانانو لپاره ناوړه نتیجې ولري. نوموړي زیاته کړه چې د غیردولتي موسسو لپاره له کار څخه د ښځو ممانعت دوی او د دوی کورنۍ له عایده بې برخې کوي او له دې به یې راوګرځوي چې د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه اخلي. نوموړي زیاته کړه چې مجبور افغانان به چې د دې موسسو پر خدماتو تکیه کوي، له مرستو بې برخې کړي. تورک وایي، ښځې او نجونې له خپل ذاتي حق څخه څوک نه‌شي محرومولی، د طالبانو دا هڅې چې دوی غلي کړي او له ټولنې څخه یې ترۍ تم کړي، نه‌شي بریالۍ کېدای. د ده په وینا دا بندیزونه یوازې ټولو افغانانو ته زیان اړوي، د دوی ستونزې پسې زیاتوي او د دوی د هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

28.12.2022 ازادي راډیو

يو شمېر کورنۍ: د نجونو د تحصيل لپاره ګاونډيو هېوادونو ته کډه کوو

په افغانستان کې د نجونو پر تحصیل له بندیز وروسته یو شمېر کورنیو د خپلو لوڼو د ښې راتلونکې په هدف د کډوالۍ تکل کړی دی. دغه کورنۍ وايي، نه‌غواړي پر لوڼو یې د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ ترخې تجربې تکرار شي. د کابل یو اوسېدونکى چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي، نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، غواړي د خپلې کورنۍ د درېیو غړو سره یو ځای ایران ته ولاړ شي تر څو لوڼې یې زده‌کړې وکړي. دى وایي، دوه لوڼې لري چې یوې یې تر شپږم ټولګي زده‌کړې کړي او بله یې د لومړي ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړی وايي: "زه دوه لوڼې لرم، نه‌غواړم چې لورګانې مې له زده‌کړو پاتې شي، دلته هره ورځ وضعیت خرابیږي، موږ د وطن راتلونکي ته هیلې درلودې خو هر څه صفر شول، په بل هېواد کې ښايي زه کار وکړم او لوڼې مې زده‌کړې وکړي، او خپل راتلونکی جوړ کړي." دی وایي، د نجونو په زده‌کړو او تحصیل د بندیز د پای ته رسېدو هیڅ هیله ورته نه‌ده پاتې. نوموړي وويل: "زه د طالبانو د لومړي ځل واکمنۍ تجربه لرم، ټولې خويندې مې او زموږ د کورنۍ نورې نجونې بې‌سواده پاتې شوې، ډېرې له خپلو حقونو پاتې شوې، څه وکړو مجبور یو، د کور هر څه مو چې لرل ومې پلورل، هیڅوک نه‌غواړي چې کډوال شي." په ورته وخت کې د هرات ولایت اوسېدونکی نیک محمد وایي، غواړي د خپلو درېیو خویندو او مور سره ایران ته کډوال شي تر څو د خویندو راتلونکې یې ښه شي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د کورنۍ غړي یې پاسپورت نه‌لري نو اړ دي چې په غیر قانوني لارو سفر وکړي. نيک محمد وايي: "درې خویندې مې له زده‌کړو پاتې دي، د دې لپاره چې هغوی زده‌کړې وکړي او ښه راتلونکی ولري، موږ اړ یو چې د پاسپورتونو د نه درلودلو له امله په غیر قانوني لارو سفر وکړو، تر څو زموږ د خویندو راتلونکی ښه شي، په افغانستان کې ژوند نور سخت دی." دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاسپورټ او ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ویزې اخیستل تر بل هر وخت سخت شوي دي. پر افغانستان د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ له پیل راهیسي په مېرمنو او نجونو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتیږي. د طالبانو حکومت تازه د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ښځینه محصلینو په مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې، خو د مېرمنو په وړاندې د طالبانو د حکومت په چلند کې کوم بدلون نه‌دی راغلی. افغان کورنۍ اندېښمنې دي چې له لوڼو او خویندو یې د زده‌کړو او تحصیل حق اخیستل شوی دی.

27.12.2022 ازادي راډیو

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو ليک: زموږ د مظلومو خویندو پر مخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ته یو لیک استولی او په‌کې یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې. "هیله درڅخه لرو ترڅو زموږ د مظلوموخویندو پرمخ د پوهنتون دروازې بېرته پرانیزئ." دا د هغه لیک یوه کرښه ده، چې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو حکومت لوړو زده‌کړو وزارت ته لیکلی او په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی دی. د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصل محبوب چې له خپلو نورو محصلانو سره یې په ګډه دغه لیک لیکلی وایي، چې د دوی هلې ځلې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو له‌پاره تر هغه پورې دوام ولري، تر څو چې په خبره یې د طالبانو حکومت د افغانستان ټولو وکړو ته د زده‌کړو یو شان حق نه‌وي ورکړی. نوموړی وايي: "چې په یوه ملک کې تعلیم نه‌وي علم نه‌وي، هغه ملک هیڅکله پرمختګ نه‌شي کوی، زموږ مبارزه روانه ده، موږ کوشش کوو، چې ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ خلاص شي، موږ په جدي توګه له طالبانو څخه غواړو چې د نجونو پر مخ پوهنتونونه خلاص کړي، زما په ګډون ټول محصلین هڅه کوي چې د روښانه راتلونکي په خوا ګامونه واخلو." د ننګرهار پوهنتون د محصلانو دا کار چې دوی له هرې شونې لارې څخه خپلو خویندو ته د زده‌کړو او تحصیل زمینې مساعدول غواړي، د نورو ولایتونو د نجونو محصلانو له‌خوا هم ستایل شوی دی. د کندهار پوهنتون یوې محصلې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "زه د ننګرهار پوهنتون د طب د پوهنځي له محصلینو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې دوی له خپلو محصلینو خویندو سره همغږي دي، د دوی مشروع حق چې تحصیل دی غواړي یې، زما غوښتنه د ټولو ولایتونو له محصلینو څخه دا ده چې دوی هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي، غوښتنلیکونه دې اماده کړي او وزارت ته دې واستوي." اخوا بیا د کابل پوهنتون یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، چې دوی هم یو لیک ترتیب کړی او په‌کې یې له خپلو استادانو غوښتنه کړې چې د دوی د زده‌کړو د بندېدو په غبرګون استعفاوې ورنه کړي، ځکه د دوی په خبره استعفا ورکول حل لاره نه‌ده او دا کار اکاډمیک ماحول ته لوی زیان دی. دوی د دې لیک یو کاپي هم له ازادي راډیو سره شریکه کړې ده. د دغو محصلانو له ډلې یوه، چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وایي: "د پوهنتون استادان د استعفا په حال کې دي، زما نظر دا دی چې استعفا د حل لاره نه‌ده، ځکه طالبان دې موضوع ته دومره ارزښت نه ورکوي، لا خوشحالیږي چې په ځای یې خپل کسان مقرر کړي." ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد هاشمي نظر هم ولرو خو د دې راپور تر خپرېدلو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. د قوس د میاشتې په ۲۹مه نېټه د لوړو زده‌کړو د وزارت له‌خوا په خپاره شوي حکم کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو له رئیسانو څخه په جدي توګه غوښتل شوي وو، چې د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړي. د طالبانو د حکومت دې اقدام په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي او خلکو په اعتراضونو او لاریونونو سره یې دا اقدام غندلی دی.

27.12.2022 ازادي راډیو

افغان هنرمند افغانستان ته د ستنېدو زیاتې هیلې نه لري

افغان هنرمند افغانستان ته د ستنېدو زیاتې هیلې نه لري پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۸۰۰ افغان هنرمندان پاکستان ته کډوال شول. فیض محمد سخي له هغو یو دی چې اوسمهال په پېښور کې د رباب او موسیقۍ درس ورکوي. دی وايي، په پېښور کې له یوشمېر ستونزو سره مخامخ دی او پولیس یې هم ځوروي. خو په هغه ښار کې د هنرمندانو یوه ټولنه له کډوالو هنري ملګرو سره مرستې کوي. سخي وايي د افغانستان حالاتو ته چې ګوري ښايي بیا خپل هېواد ته ستون نه شي. زموږ د همکار وسیم سجاد ویډیويي رپورټ.

27.12.2022 ازادي راډیو

د ارزګان د ځینو مېرمنو ادعا: طالبانو له کوره د ښځو په وتلو بندیز لګولی

په ارزګان کې یو شمېر ښځې وايي،  طالبانو ورته ویلي نوربه له کورونو نه راوځي. دو وايي، د طالبانو دا پرېکړه ورته هېڅ د منلو وړه نه ده او وايي، چې ژوند کول د دوی حق دی. دوی وویل، له هغه وروسته چې طالبان واکمن شوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. په ارزګان ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست مسوولان بیا دا خبر ردوي او وايي، چې دوی تراوسه پورې یوې ښځې ته هم دا نه دي ویلي چې له کوره دې نه راوځي. نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

27.12.2022 ازادي راډیو

دوی له نجونو سره څه دښمني لري؟

"دا زما د درس ويلو پايله ده. هيڅ مې فکر نه کاوه چې د اسلام په نوم به يو څوک راځي او موږ به هېواد ته له خدمت کولو او کورنۍ ته له نفقې پيدا کولو منع کوي."

26.12.2022 ازادي راډیو

د ناروې کډوالو شورا رئيس: د ښځينه کارکوونکو له ونډې پرته اغېزمن فعاليت نه‌شو کولی

د ناروې د کډوالو شورا NRC د افغانستان څانګې رئیس نیل تورنر وايي د ښځینه کارکوونکو له کار پرته اغېزمن فعالیت نه‌شي کولای. هغه له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې، د طالبانو له‌خوا د ښځینه‌و کارکوونکو د کار د بندیز په غبرګون یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي. د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو ساتنې ادارې او پاملرنې مؤسسې پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړ. د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان څانګې له رئیس نیل تورنر سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې ترې د فعالیتونو د ځنډولو د جزییاتو پوښتنه کړې ده. د ښاغلي نيل تورنر مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

26.12.2022 ازادي راډیو

مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز؛ يو شمېر مؤسساتو افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول

د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو په درېدو اړمن افغانان سختو اندېښنو اخیستي. له دې ډلې ځینو خلکو چې خپل نومونه یې نه‌دي اخیستي ازادي راډیو ته د ژوند له ستونزو یادونه کړې. يو کس وويل: "په خدای سخت محتاج یم. بې‌کاره یم. معیوب یم. په بده ورځ یم. ډېر مشکلات لرم. بعضې خلک داسې فکر کوي چې عملي دی. نه په خدای که عملي یم. محتاجه یم." دغه راز يو بل تن ازادي راډيو ته ويلي: "اې وروره د خدای په لحاظ د قران په لحاظ دې وطن کې څه شی وخورو؟ څه وکړو؟ دا څه وخت به دا وضعیت سمیږي؟ څه به کېږي؟." د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لکونه خلک بې‌کاره شوي او د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی چې سختو مرستو ته اړتیا لري. په دې حال سره طالبانو د مرستندویه سازمانونو او مؤسسو د ښځينه کارکوونکو د کار مخه نیولې چې په غبرګون یې ځينو دغو مؤسسو خپل کارونه درولي. له دې ډلې د ماشومانو د ساتنې مؤسسېSave The Children، د ناروې د مهاجرت شورا NRC او پاملرنې Care په یوه ګډه اعلامیه کې خبر ورکړ چې د ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول. د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو په غیر دولتي او بهرنیو مؤسسو کې کار کول منع کړل. دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې که دغه حکم عملي نه‌شي، د غیر دولتي مؤسسو جواز به لغوه شي. له دې حکم وروسته د ماشومانو د ساتنې مؤسسې، د ناروې د مهاجرت شورا او پاملرنې چې د بشري مرستو په برخه کې فعالې دي، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې، له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې له اړو کسانو سره اغېزمنې مرستې نه‌شي کولای. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی اذرخش حافظي په دې باور دی چې، په افغانستان کې د درېیو نړیوالو مرستندویه ادارو د فعالیتونو ځنډېدل به اقتصادي بحران او د خلکو ستونزې زیاتې کړي. نوموړی وايي: "کله چې مؤسسې نه وي او د نړۍ، ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلکو ترمنځ اړیکې جوړې نه کړي، دا مرستې به مستحقو کسانو ته ونه رسیږي او دا به ناورین دوه چنده کړي او د خلکو ستونزې به زیاتې کړي، ځکه اوس یوازې همدا نړیوالې مؤسسې دي چې خلکو ته یوه مړۍ ډوډۍ رسوي او د مرستندویه هېوادونو پیسې اړمنو ته رسوي." د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په دې وروستیو کې ویلي چې، په ۲۰۲۳ کال کې چې یوه اونۍ ورته پاتې ده، په افغانستان کې به له ۲۸ میلیونو څخه زیات خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري. په افغانستان کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو د کار د ممانعت په غبرګون کې په افغانستان کې د درېيو بهرنيو بنسټونو له‌خوا د فعاليت د ځنډولو له اعلان سره سم، اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، امريکايي چارواکو او ځينو نورو بنسټونو ويلي چې، دغه د طالبانو دا پرېکړه به اړمنو خلکو ته د مرستو په بهیر خورا منفي اغېز وکړي.

26.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more