کړوخېل: له کاري سيستم د ښځو ليرې کول منفي اغېزې لري
د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، چې دی غواړي د ښځو د کار بندیز د پرېکړې په اړه د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري. خو نوموړي تېره اوونۍ له بهرنیو عالمانو سره لیدل رد کړل. اوس که طالبان وايي، دا محدودیتونه یې د مشر حکم دی او هغه نهغواړي په دې اړه له چاسره وګوري، ستونزه به څنګه هواره شي؟ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې حالت سخت او خلک بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، کوم چې د همدغو نا دولتي مؤسسو له لارې چې پهکې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی دوی ته رسیږي. مرسلین ارسلا د جمهوري نظام د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې، شینکۍ کړوخېل، سره په دې اړه مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د ښځو پر کار بندیز وضعیت کې څومره تغیر راوستی؟ د اغلې کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
يان ايګلنډ: په مؤسسو کې د ښځو د کار بيا پيل په اړه د حل لارې په لټه کې يو
د ناروې د کډوالو شورا مشر يان ایګلنډ په دې لټه کې دی چې، د طالبانو لهخوا په نادولتي مؤسسو کې د افغان نجونو او ښځو د کار د بیا پیل لپاره یوه حل لار پیدا کړي. هغه پرون په کابل کې اسوشېټېډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو فرمان د دوی کارونه فلج کړي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد یو ځل بیا وروستیو کې رسنیو ته ویلي، دوی دې پایلې ته رسېدلي چې ښځې د غیر دولتي سازمانونو په هغو برخو کې کار کولو ته اړتیا نهلري چې ورته ضرورت نهشته. د ناروې د کډوالو شورا مشر اوس تکل کړی چې، کندهار ته ولاړ شي، ځکه د ده له قوله، ټول فرمانونه له هغه ځایه راځي. نوموړي خپله مرکه کې زیاته کړې، که څه هم پوهېږي چې د طالبانو مشر به ور سره و نه ګوري، خو هیله لري چې سفر به یې ملاهبتالله اخندزاده ته په نږدې کسانو تاثیر ولري. اسوشېټېډ پرس د دوو نورو مرستندویه مؤسسو د چارواکو له قوله چې نومونه یې نهدي یاد شوي لیکلي، په کابل کې ځینو طالب مشرانو ورته دا تصور ورکړی چې دوی غواړي نجونې او ښځې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي، خو دا پرېکړه په کندهار کې د دوی رهبرۍ کړې. د NRC مشر هم د طالبانو خپلمنځي اختلاف ته اشاره کړې او ویلي یې دي، د طالبانو داخلي کشالو او د نجونو او ښځو په اړه سخت دریځو فرمانونو د دوی چارې ګډې وډې کړې دي. هغه زیاته کړې، هغه طالب چارواکي چې کابل کې دي، دا چې پوهېږي بشري مرستو رسولو کې د ښځو ونډه څومره اړینه ده، لېوال دي چې هغوی بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي. د ناروې د کډوالو شورا مشر نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یو پیغام هم خپور او پهکې يې وویل: "زموږ له ښځینه همکارانو پرته موږ نهشو کولای کار وکړو موږ په دې داسې وضعیت کې افغان ښځو ته مرستې نهشو رسولای او دا زموږ اصول هم نهدي. ما د طالبانو د اقتصاد وزیر ته دا خبره وکړه، هغه وویل دی پر دې پوهېږي چې دا یو منجمد حالت دی او موږ په داسې یو حالت کې په افغانستان زرګونه اړمنو کورنیو ته مرستې نهشو رسولای." يان ایګلنډ واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو مخکې د دوی لهخوا د نجونو د زدهکړو، کار او نورو برخو کې شویو ژمنو ته په اشارې سره وايي، دا ټولې ژمنې شوې وې، خو موږ ګمراه کړل شوي یو. هغه زیاته کړې، د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار په برخه کې د طالبانو دا فرمانونه د افغانستان او افغانانو، اقتصاد او د دوی د راتلونکې پر وړاندې لویه تېروتنه ده. ایګلند زیاته کړې: "دوی«طالبان» له موږ غواړي چې له خپلو ښځینه همکارانو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړو، خو کله چې موږ ورته د رد ځواب ورکوو، دوی«طالب چارواکي» متوجه کېږي چې ټول ملت نړیوالو مرستو لکه خوړو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو پورې تړلی." تمه ده د ناروې د کډوالو شورا مشر په کابل کې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو لکه قطر او سعودي عربستان له سفارتي چارواکو سره هم وګوري، هغوی چې د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار په اړه یې د طالبانو د مشر لهخوا د بندیز فرمانونه غندلي دي. يان ایګلند داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې تمه ده راتلونکو ورځو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر مارک ګریفیټس هم کابل ته سفر وکړي. د هغه د سفر موخه هم په نا دولتي مؤسسو کې د نجونو او ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په اړه د یوې حللارې پیدا کول دي.
د ناروې د کډوالۍ شورا مشر: افغانستان کې مو کارونه په ټپه درېدلي
د ناروې د کډوالۍ شورا مشر اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځینه کارکونکو له موجودیت پرته دوی نهشي کولی په افغانستان کې حیاتي مرستې بېرته پیل کړي. جان اېګلند تېر ماښام (د جنورۍ ۸ مه) کابل ته له رسېدو وروسته په ټوېټر کې وویل، له دې امله چې ښځینه کارکوونکې نهلري، په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته نهشي رسېدلای. ښاغلي ایګلنډ دا هم وویل چې، د ناروې د کډوالۍ شورا د افغانانو ټولو ارزښتونو ته درناوی کوي چې په هغو کې د هغوی د جامو، سفر او کاري چاپيریال مسایل شامل دي. خو هغه اعلان وکړ چې د دې ادارې نږدې ټول دفترونه خالي او په افغانستان کې يې ټول فعاليتونه په ټپه درېدلي دي. په ورته وخت کې ملګرو ملتونو تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د ایستلو خطرناک کمپاین باید پای ته ورسيږي. د دغه سازمان په وینا په نړۍ کې هیڅ هېواد د خپل نیمايي نفوس په حذف سره مخته نهشي تللی. ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو ونډه خورا حیاتي ده. په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه ماموریت یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې، د طالبانو لهخوا د ښځو پر وړاندې تبعیض افغانانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیسي او د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان رسوي. یوې ښځې چې نهیې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې وویل چې له بشري مرستو پرته خلک ډېر زیانمنيږي. يادې ښځې وويل: "همدا دفترونه وو چې د خلکو ملاتړ یې کاوه، خلکو ته یې ډوډۍ او اوبه ورکولې، خو له بده مرغه اوس مؤسسې تړل شوي دي او هغه ښځې چې کورونو ته تللې او د بېوزلو د حال پوښتنه یې کوله او مرسته یې کوله، په کور ناستې دي. زما غوښتنه دا ده چې دا دفترونه بیا پرانيستل شي." شاوخوا درې اوونۍ وړاندې طالب چارواکو په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز اعلان کړ. د دوی ادعا دا وه چې په ځینو دفترونو کې حجاب نه مراعات کېده. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر مارتین ګریفیتس خبرداری ورکړی و چې که طالبان په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې نهکړي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځينې موسسې به ونه توانيږي خپل بشردوستانه او مرستندویه پروګرامونه فعاله وساتي. د هغه په وينا، د طالبانو له نويو بنديزونو سره د ملګرو ملتونو هغه الوتنې، چې کابل ته د بشري مرستو لپاره نغدي مرستې لېږدولې هم بندې شوې دي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې، په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له محدودېدو وروسته تر ۱۵۰ ډېرو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په بشپړ یا قسمي توګه بند کړي دي. د افغانستان کمزوری اقتصاد چې شاوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو ننګونو سره مخ شو، اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی او د ژمي په سړه هوا کې د مرستو د بیا پیلېدو په اړه بې باورۍ د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ښځو د حقونو یوه فعاله فرحت پوپلزۍ د طالبانو له بنده خوشې شوه
د افغانستان د مبارزو ښځو خودجوشه حرکت د یکشنبې په ماښام ازادي راډيو ته تایید کړه چې، د دوی یوه مخکښه همکاره او د ښځو د حقونو فعاله فرحت پوپلزۍ تر شاوخوا دوه میاشتني بند وروسته خوشې شوې. د دغه حرکت په خبره د فرحت پوپلزۍ کورنۍ د هغې د خوشې کېدو خبره د ځينو ملحوظاتو په خاطر تر دې دمه پټه ساتلې او ډېر جزییات يې نه رسنیز کوي. د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې او مخکښې فوزیه کوفي هم ازادي راډيو ته په یوه لنډ پیغام کې د فرحت پوپلزۍ د خوشې کېدو خبره تایید کړه. تر دې مخکې ګڼې هغه ښځې چې د طالبانو له بند خوشې شوې وې له رسنیو سره یې له خبرو ډډه کوله. خو ځینو ښځو لکه تمنا زریاب پریاني چې مخکې د طالبانو له لوري بندي شوې وه او وروسته بهر ووتله ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له خورا بد چلند شکایت وکړ او ویې ویل چې، د طالبانو لهخوا ان نیمه بربنډه هم شکنجه شوې ده. طالبانو بیا د ښځو د وهلو او شکنجې خبره رد کړې ده. که څه هم لا جوته نهده چې پر فرحت پوپلزۍ په زندان کې څه تېر شوي خو د ډسمبر په وروستیو کې ځینو رسنیو د ښځو د حقونو د فعالانو په حواله راپورونه ورکړل چې فرحت پوپلزۍ په زندان کې سخته شکنجه شوې. فرحت پوپلزۍ د نومبر په لسمه له کابله نیول شوې وه او څو ورځې یې د مرګ او ژوند حال نه و معلوم. هغې د مبارزو ښځو د خودجوشه حرکت خبرونه او ویډیوګانې په خواله رسنیو خپرولې. د طالبانو حکومت لا د فرحت پوپلزۍ د خوشې کولو په تړاو څه نهدي ویلي خو د راپورونو لهمخې فرحت په ضمانت له قید خوشې شوې ده. طالب چارواکو مخکې هم د نورو ښځینه فعالانو د بندیانولو په تړاو له څه ویلو ډډه کوله او یوازې یې د ځینو د ازادۍ د خبر په اړه رسنیو ته څه ناڅه جزییات ورکول. د افغانستان د مبارزو ښځو غورځنګ د عالیه عزیزي او حمیرا یوسفي په څېر د هغو ښځو په اړه اندېښمن دی چې لا یې د مرګ او ژوند سم حال نهدی معلوم. دوی اندېښنې ښيي چې ګڼې ښځې لا هم په زندان کې دي او کورنۍ یې د طالبانو له ویرې خبره نه رسنیزه کوي. اخوا د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسه مبارز یکشنبه ناوخته ازادي راډيو سره په خبرو کې د بندي ښځينه فعالانو د وضعیت او ورسره د طالبانو د چلند په اړه اندېښنه وښوده. نوموړې وويل: "وهل، برق ورکول، دُرې وهل، د طالبانو تاوتریخجن فزیکي چلند دا ټول اعمال هغو خلکو ته چې هلته بندیان دي کلکې رواني او فزیکي ضربې رسوي. نو زموږ د خلکو، ټولنې او په تېره د بشري حقونو د فعالانو اندېښنه په ځای ده او موږ د دې تیاره او نامعلومه برخلیک په ځانګړې توګه د بندي ښځینه فعالانو په اړه په کلکه اندېښمنې یو." شاوخوا ۴۸۰ ورځې کېږي چې طالب چارواکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخه نیولې، سربېره پر دې یې له څه کم یوې میاشتې راهیسې د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم تړلي. د نجونو د زده کړو پر وړاندې تر بندیز ورهاخوا طالب چارواکو د زرګونه هغو ښځو د کار مخه هم نیولې چې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې یې خلکو ته بېلابېل خدمات رسول. د همدغو بندیزونو په غبرګون لا هم افغان ښځې د اعتراض لپاره سړکونو ته راوځي خو د راپورونو په اساس اکثر وخت یې طالبان مخه نیسي.
په ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي
په ارزګان کې د کرکټ لوبغاړي په دې ولایت کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي. په دې ولایت کې د کرکټ لوبغاړي وايي، اوسمهال دوی په سرو شګو او ډبرو کې لوبې کوي او ډېری وخت یې لاسونه او پښې ماتې وي. په دې ولایت کې تراوسه د کرکټ ۳۰ رسمي لوبډلې شته چې د خلکو په شخصي ځمکو او لګښت جوړ شوي دي. شریف الله شرافت پرې نور جزییات لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د اقتصادي ستونزو له کبله د کندهار د یو شمېر اوسېدونکو شکایت
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د ژمي په موسم کې خپلې اړتیاوې پوره کړي. دوی دغه راز شکایت کوي چې بشري مرستې د دوی په نوم راځي، خو دوی ته نه رسېږي. بلخوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د بېوزلو کسانو شمېر زيات دی او دوی ورسره د سروې له مخې مرستې کوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:
افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي
دا مهال سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. په دوی کې ځینو یې میاشتې په زندان کې تېرې کړي او محاکمې ته په تمه دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې نږدې دوه سوه زره افغانان په ناقانونه توګه له پولې ور اوښتي او پاکستان ته داخل شوي دي.
طالبانو بلخ کې د ښځينه مارکېټ د تړلو امر کړی
د بلخ ولایت یو شمېر ښځینه پلورونکي وايي، د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست دوی ته یوه اوونۍ وخت ورکړی چې خپل پلورنځي وتړي. پښتنه افغان چې د بلخ په مرکز مزار شریف کې پلورنکې ده وايي، د بلخ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کارکوونکي د چهارشنبې په ورځ د دوی پلورنځيو ته ورغلل او امر يې وکړ، چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې باید خپل فعاليتونه ودروي. پښتنې افغان د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که د دوی دا پلورنځي وتړل شي نو د دې او له دې سره د ۳۵ نورو هغه مېرمنو په دسترخوان خواړه پیدا نهشي چې له دې سره کار کوي. نوموړې وايي: "که دا دوکانونه زموږ پر مخ بند شي، باور وکړئ چې یوه ورځ به هم زموږ په دستر خوان ډوډی نه وي. کاش یو نفر زما کور ته راغلی وای او زما کور یې سروې کړی وای او لیدلی وای، زه یو کس نفقه راوړونکی نهلرم. تر اوسه دولت زما د خاوند یوه افغانۍ تقاعد نهدی راکړی مېړه مې خپله هم ناروغه دی، د وینې سرطان لري، زه هر پنځلس ورځې وروسته ورته وینه اخلم، هیڅ نه پوهېږم څه وکړم، لاره مې ورکه کړې." مېرمن پښتنه وایي، له پنځو کلونو راهيسې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري، په پلورنځيو کې یې هم ټول یوازې ښځینه کالي پلورل کېږي او اخیستونکې یې هم ټولې ښځې دي. په همدې حال کې د یو تولیدې شرکت مسوولې سلیمې ازادي راډیو ته وویل، که دغو کسبګرو ښځو فعالیتونه وتړل شي دوی به د ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. نوموړې وايي: "که دا ښځې کار ونهکړي او یو څه عاید چې دې خیاطۍ او نورو تولیدي کارونه لاسته ورځي ترې واخيستل شي، نو دوی به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي." خو په بلخ ولایت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس مولوی حیدري ازادي راډیو ته وویل، په مزار شریف کې د پلورونکو ښځو د کار د ممانعت په اړه به وروسته معلومات ورکړي. په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله شګوفه کاکړ وایي، اوسمهال زرګونه ښځې په افغانستان کې د خپلو کورنیو سرپرستي پر غاړه لري خو پر دوی د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي وضیعت لا پسې خراب کړي. نوموړې وايي: "د افغانستان په څېر یو هېواد چې څلوېښت کاله یې شهیدان ورکړي او ښځې خپل د کورنۍ سرپرستې دي او زرګونه یتمان او کونډې ښځې لري، ښځو ته د عاید یوازینۍ لاره همدا شخصي فعالیتونه ول خو دا محدودیتونه چې وضع کېږي ورځ په ورځ د ښځو د ژوند ستونزې ډېرېږي." پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ را وروسته دغه ډلې پر افغان مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو بندول، د مېرمنو او نجونو پر مخ د ښونیزو مرکزونو، حمامونو، تفریحي پارکونو تړل، له محرم پرته د سفر مخنیوی، د عالي تحصیلاتو بندول او په غیر حکومتي سازمانونو کې د مېرمنو د کار مخنیوی هغه عمده موارد دي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر افغان مېرمنو وضع کړي دي.
طالبان ولې پر ښځو محدوديتونه لګوي؟
طالبانو په غیر دولتي ادارو کې پر افغان مېرمنو داسې مهال د کار بندیز لګولي چې اوس مهال افغانان له سخت اقتصادي حالته تېریږي. ددغه حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي او طالبان ولې دغه ډول پرېکړې کوي؟ محمد خاطر پردېس د ښځو له فعالې شایسته صافۍ سره دغه مسله په دې مرکه کې شاربلې. د اغلې صافۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د ژغورنې نړيواله کمېټه: ملګري ملتونه دې طالبان چمتو کړي چې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي
د ژغورنې نړیواله کمېټه"IRC" وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ښځو ونډه یوه عملیاتي اړتیا ده. دې ادارې په یوه اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي، طالبانو په نا دولتي موسسو کې د نجونو او ښځو په کار داسې مهال بندیز لګولی چې دا هېواد د لسیزو جګړو او د ژمي سختو شرایطو د بېساري اقتصادي سقوط او ویجاړۍ سره مخ کړی دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي"همدا اوس ۸۲ سلنه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې مېرمنې کوي، بشپړ خواړه نهلري." د ژغورنې نړیواله کمېټه په افغانستان کې نا دولتي موسسو کې د ښځو ونډې ته په اشارې لیکي، په ټولو برخو کې د ښځینه کارکوونکو پرته، دوی نهشي کولای د هغو کسانو لپاره چې روان بحران سخت ځپلي، اصولي او د اړتیا پر بنسټ مرستې او پروګرامونه وړاندې کړي. دې ادارې چې د طالبانو لهخوا یې په نا دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې خپلې چارې ځنډولي خبرداری ورکړی چې د دوی د کارونو پر وړاندې را پورته شوې ننګونې به د ښځو خوندیتوب را کم، له دوی سره جنستي تاوتریخوالي زیات او د ښځو د پیاوړتیا لپاره پلان شوي پروګرامونه له زیان سره مخ کړي. د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، دوی له همدې امله له ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې طالبان په عملي او همغږي توګه وهڅوي، څو نجونو او ښځو ته په نادولتي موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي. له طالبانو مو وپوښتل چې ایا د دې پرېکړې د بدلون امکان شته، خو ویاندویانو یې ځواب را نهکړ، مګر وړاندې یې ویاند ذبیحالله مجاهد له پرېکړې دفاع کړې وه. خو له افغانستان وړاندې د قطر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جنوري په ۴مه نېټه په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو بندیزونو تفصیلي خبرې کړي. هاخوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ دفتر افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه له قحطۍ سره مخ بللي. اوچا په خپله ټویټرپاڼه خبرداری ورکړی، که د مرستې لپاره سمدستي او دوامداره اقدام و نهشي، په ۲۰۲۳ کال کې به ناورین جوړ شي. ملګرو ملتونو سازمان وړاندې ویلي، ۲۸ میلیونه افغانانو هر څه ژر بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو ادارې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د څلور نیم میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې، هغه چې پیدا کول یې په یوې خورا ستونزمنې چارې بدل شوي دي.
په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي
د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې په افغانستان کې د کتابونو د چاپ چارې ټکنۍ شوي دي. د کتابونو د چاپ دغه ټکنۍ شوې چارې څرنګه بېرته غوړېدای شي؟ په دې ادبي مجله کې هم نقد شته او هم شعر. په خپرونه کې له داسې چا سره خبرې شوي چې د ملي هندارې کیسې یې له یاده زده کړې دي. په مجله کې د سندرغاړي فرهاد غفور له نویو هنري هڅو هم خبرېږئ: د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
افغانستان کې معلولې نجونې هم له زدهکړو بې برخې شوي
د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د نورو نجونو په څېر معلولې نجونې هم له زدهکړې بې برخې شوي دي. په کابل کې د نابینایانو د انستیټوټ يوه زده کوونکې، چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي: "موږ هلته د قرانکریم او نورو اسلامي مضامینو په حفظ بوخت وو او د دولسم ټولکي له فراغت وروسته به زموږ ټول قران کریم حفظ کېده." دا زده کوونکې وايي، دوی به د مسلکي او تخنیکي ادارې په چوکاټ کې جوړو شویو ښوونځیو او انسټیټیوټونو کې اسلامي، عمومي او حرفهوي زده کړې کولې خو اوس له ټولو دې زدهکړو بې برخې دي. نوموړې وايي: "زموږ نصاب بېل دی موږ ته نور مضامین لکه تاریخ، جغرافیه، ادبیات سانیس ډېر کم درس راکول کېده او ډېر به مو اسلامي تعلیمات، عمومي تعلیمات، حرفه او کمپیوټر زده کاوه." دا وايي، که څه هم له پخوا راهیسې دوی ته پاملرنه کمه وه، خو په خبره یې اوس هر څه په ټپه درېدلي دي. د ننګرهار ولایت د نابینایانو د انسټیټوټ یو زده کوونکی، چې دا هم نهغواړي نوم یې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه او خور مې دواړه ړانده یو، موږ به پخوا یو ځای درس ته تلو، اوس زه ځم خو خور مې نهشي تلی، ډېر خپه یم، موږ خو ړانده یو. یو بل ته کتلای هم نهشو، خو بیا هم ښځې د تک اجازه نهلري." د یادونې ده، چې د معلولینو زده کړې بېلې او ځانګړې دي. نابینایانو ته د ځانګړي خط او هغوی چې نه یې اوري ورته د اشارې په ژبه تدریس کېږي. په کابل کې د نابینایانو د انسټيتوټ یو استاد چې دا هم نهغواړي نوم یې په راپور کې واخلو، د دغو ځانګړو زده کړو په اړه معلومات راکوي. نوموړی وايي: "معلولین ته په نورو کورسونو کې د تدریس زمینه نهده مساعده، دوی ته په خاص طرز باندې زده کړې کېږي، څوک چې دوی ته تدریس کوي هغه باید خاصو تعلیماتو سره بلد وي، باید ګریل خط وپېژني، همداسې د کڼو د استاد باید د اشارې ژبه زده وي تر څو وکولای شي، دوی ته سم درس ورکړي او یوازنی نهاد چې کولی شي دوی سره مرسته وکړي، همدا د تعلیمات خاص انسټیټيوټونه او لېسې دي." د تخنیکي او مسلکي تعلیمات اداره یو خپلواکه اداره ده، چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې ۱۴۵ انسټیټونه,۲۲۰ لېسې او ټول ۶۴۰۰۰ نجونې او هلکان زده کوونکې لري، شاوخوا ۷۳ بېلا بیلې رشتې لري، خو د شاوخوا ۱۷ میاشتو راهیسې د نجونو پر مخ بندې دي. په کابل کې د دغې ادارې په چوکاټ کې د هغوی چې نهیې اوري یا ناشنوایانو د لېسې یوه زده کوونکې لیدا، چې په اشاره خبرې کوي، ازادی راډیو ته یې په یوې ويډيو کې ویلي، زه ښه احساس نهلرم ځکه ښوونځي ته د تګ اجازه مې نهشته. د لیدا یو ښوونکی د نوموړې د احساس په اړه چې په اشاروي ژبه يې کوي وايي: "زما نوم لیدا دی، زه یوه ناشنوا نجلۍ یم، زه ښه احساس نهلرم ځکه د ښوونځي ته تګ اجازه نهلرم، خو په راتلونکي که د ښوونځي ته تګ هیله لرم چې د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ بېرته خلاصې شي." خو د طالبانو تر کنترول لاندې د تخنیکي او مسلکي تعلمیاتو ادارې مالي معین مفتي فضل الرحمن فاضل وايي، چې د معلولو نجونو زده کړو هم تر بل امر پورې اجازه نهشته. نوموړی ازادي راډی راډیو ته وویل: "ټول شاګردان له اول تر دولسم شته او په بېلابېلو رشتو کې کار کوي خو د اناثو برخه متوقفه ده او موږ تر امر ثاني د مشرانو هدایاتو ته منتظر یو او نجونې مختلفو رشتو کې کار کوي خو صقیلې رشتي نجونو ته د فعلاً لپاره متوقفې دي." دا چې کومې رشتې نجونو ته په صقیلو رشتو کې راځي، په دې اړه ښاغلي فاضل زموږ پوښتنه ځواب نهکړه. په افغانستان د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه دوی د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. که څه هم د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او پراخ غبرګونونه ښودل شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.
امريکا: د طالبانو له لوري پر ښځو د کاري بنديز حکم څېړو
له زدهکړو او کاره د نجونو او ښځو د راګرځولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز حکم څېړي. د دې وزارت ویاند نېډ پرایس په یو خبري کنفرانس کې وویل: "موږ د دې حکم اغېزې څېړو. له افغانستان سره د ستر بشري مرسته کوونکي هېواد په توګه موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې پر مټ یې وکولی شو یو پیاوړی او اصولي دریځ خپل کړو. په ورته وخت کې هڅه کوو چې د طالبانو له لوري په دې ناوړه رامنځته شوي چاپیریال کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسو." په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د بریتانیې شازدافیر ویلي، طالبانو په خپلې دې پرېکړې سره د هېواد د نیمايي وګړو، میلیونونو خلکو او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي. هوګو شارتر په خپل ټویټر دا د افغانستان لپاره لویه تراژیدي بللې ده او لیکلي دي چې افغانستان د نړۍ یوازېنی هېواد دی چې ښځې او نجونې پهکې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوي او په دولتي او نادولتي ادارو کې پرې د کار بندیز دی. خو نوموړي لیکلي دي، چې یو شمېر طالب مشرانو ورته په خصوصي توګه ویلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو له پراخولو سره موافق نهدي. دی ټینګار کوي چې طالبانو له ښځو او نجونو د تعلیم او کار د لومړنیو حقونو په اخیستو سره، د هېواد د نیمايي وګړو، د میلیونونو خلکو او د هېواد راتلونکی له خطر سره مخامخوي. نوموړي غوښتنه کړې ده، چې نړۍ باید د ښځو د حقونو لپاره لا نور ګامونه هم واخلي. ښاغلي شارتر لیکلی دي: "ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ساتلو لپاره کار کوي او د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د بشري حقونو په برخه کې د شته اندېښنو په اړه مهم راپورونه خپروي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره هم د ورته معیارونو او د دغه هېواد د نړیوالو مسولیتونو لهمخې چلند کېږي." په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي دي، چې له مرسته رسونکو مؤسسو سره د کارکونکو ښځو له کاره په راګرځولو سره طالبانو د افغانستان نیمايي وګړو ته د مرستو رسول ځنډولي دي، هغه مرستې چې له ترلاسه کولو پرته يې ژوند ناممکن دی. دغه بنسټ په خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو دا پرېکړه پر ښځو د دوی په مشارکت ازادۍ او غږ یو شدید برید دی. په همدې حال کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي، چې پر افغان مېرمنو د طالبانو لهخوا لګول شوي محدودیتونه سیاسي اقدام دی او دیني اړخ نهلري. مېرمن امیري د امریکا غږ ډیوه راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې، یو وار بیا له افغان مېرمنو او نجونو سره د متحده ایالاتو په ملاتړ ټینګار کړی دی. نوموړې ویلي، د طالبانو د ادعاو خلاف د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو ویلي دي "هغه څه چې په افغانستان کې د اسلام په نامه کېږي د اسلام پر ضد دي او د طالبانو دا کړنې په ټولو ځایونو کې د اسلام تصویر ته زیان رسوي." طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنېدو له پیل راهیسې پر افغان مېرمنو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږم ټولګي پورته د نجونو په لومړنیو زدهکړو بندیز، د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازو تړل، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز، ورزشي او تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی او دغه شان له شرعي محرم پرته په لرې واټن سفر او اجباري حجاب هغه محدودیتونه دي چې طالبانو پر افغان مېرمنو وضع کړي دي. د افغان نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د متحدهایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ویلي دي چې، د طالبانو دا اقدامات به ناوړه پایلې ولري.
سپينې ماڼۍ مخته اعتراض کوونکي له امريکا کومې غوښتنې لري؟
د امریکا متحدهایالاتو پلازمېنه واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته لسګونه افغانان راټول شوي او په افغان نجونو او ښځو په زدهکړو، کار او نورو فعالیتونو د طالبانو لهخوا لګول شوي بندیزونه غندي. د دغو اعتراضونو په اړه مرسلین ارسلا، د ښځو د حقونو له فعالې او د دغه اعتراض له یوې ګډونوالې، حبیبې مر هون سره مرکه کړې. د اغلې مرهون مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
پاکستاني چارواکي: روانه اوونۍ افغانستان ته د بندي افغان مېرمنو د استولو پروسه پيلوو
په کراچۍ کې د افغانانو په تېره بیا بندي ښځو او ماشومانو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته اوس چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته د دغو ښځو د استولو پروسه پیلوي. د کراچۍ په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو لهمخې ۱۲۹ افغان مېرمنې له ۱۷۸ افغان ماشومانو سره بندیانې دي. د کراچۍ د مرکزي زندان یوې افسرې شیبا شاه اسوشیتید پریس سره په خبرو کې وویل: "له دغو ۱۲۹ افغان ښځو ۵۴ یې په دوه میاشتو بند محکوم شوي دي. نور ۷۵ تنه تر محاکمې لاندې دي. دوی په منظم ډول محکمو ته حاضریږي. د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې به (افغانستان ته) د شاوخوا ۵۸ ښځو د استولو بهیر پيل شي." د اسوشیتید پریس په راپور کې ښکاري چې په یوه لویه خونه کې لسګونه ښځې او ماشومان ایسار دي. ۶۵ کلنه ګُل خدا د پکتیا ده. هغې ویلي سره له دې چې د بند دوه میاشتې یې تېرې کړي خو لا هم نهده خوشې شوې. نوموړې ويلي: "موږ پرېږدئ. موږ دلته د دوو میاشتو څخه ډیر وخت تېر کړ. د خدای په خاطر نور مو پرېږدئ. مهرباني وکړئ موږ خوشې کړئ. موږ خپله دوه میاشتې بند تېر کړ. موږ باید اوس خوشې شوي وای. د خدای لپاره پر موږ رحم وکړئ." ۶۷ کلنه نیلوفر د پروان ده. وايي چې د بېوزلۍ په خاطر له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغله خو دلته پولیسو زندان ته واچوله. نوموړې وايي: "موږ له افغانستان څخه راغلو. بېوزلي یو. خاوند مې زوړ دی کار نهشي کولی. دوو زامنو مې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه. که تاسو نهغواړئ چې موږ دلته کار وکړو بېرته مو افغانستان ته ولېږئ. هلته یو کور لرو. موږ به بېرته کور ته لاړ شو. زه او دوه نږیندې مې ناروغانې یو. د خدای لپاره، موږ خوشې کړئ ترڅو موږ بېرته کور ته لاړ شو." د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو ویلي، ماشومان ځکه په زندان کې دي چې میندې یې بندیانې شوي. دوی منلې چې څه باندې ۲۰۰ افغان ماشومان چې له یو تر اتو کلونو عمرونه لري په زندان کې دي. د پاکستان په سند ایالت کې له څو میاشتو د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي. پولیسو په دې لړ کې تایید کړې چې د محکمې په امر یې ۱۲۰۰ افغانان چې پاکستان ته د تلو لپاره اسناد نهلري نیولي. بشرپالان او مدافع وکیلان بیا د نیول شویو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۴۰۰ تنه یادوي. که څه هم تر دې مخکې ځینې افغان بندیان د بشري حقونو د فعالانو او مدافع وکیلانو په مټ له زندان خوشې شوي خو دا پروسه ډېره ورو مخ ته ځي. د کراچۍ د زندان چارواکو تر هغه وروسته د افغان بندیانو د استولو تازه ژمنې کړي چې په دوی باندې په پاکستان کې دننه فعالانو او ګڼو افغانانو کلکې نیوکې وکړې په تېره بیا چې د وړو افغان ماشومانو عکسونه په خواله رسنیو کې خپاره شول. د افغانستان بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو چې په سر کې یې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد دایمي استازولي ده د پاکستاني چارواکو دا چلند له سپکاوي ډک وباله او د بشري حقونو سرغړونه یې یاده کړه. د جمهوریت له وخت پاتې دغو بهرنیو ډپلوماټیکو ماموریتونو او پخپله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستان په کلکه غوښتي چې د افغان کډوالو د نیولو هڅې بندې او بندیان بېرته خوشې کړي.