ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نجونو د تحصيل ځنډولو پرېکړې په غبرګون کې د ننګرهار پوهنتون محصلانو لاريون کړی

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت د هغه پرېکړې په اړه لاریون کړی چې له‌مخې يې ښځینه محصلینې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري. نن سهار نږدې اته بجې سلګونه ښځینه او نارینه محصلان د طب پوهنځي په ودانۍ کې راټول شوي او د طالبانو له حکومته غواړي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي. یو شمېر ښځینه محصلانو چې نه‌يې غوښتل نومونه يې خپاره شي ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې نن د دوی د سمستر ازموینې پیل شي خو د طالبانو د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ دوی نن ازموینې ته پرې‌نښودل شوې. دوی وايي په غبرګون کې يې نارینه مصحلینو هم په ازموینه کې برخه وانه‌خیسته او له دوی سره يې په اعتراض کې برخه اخیستې ده. دغه محصلینې وايي تر اوسه ورته د پوهنتون مسولینو کوم مثبت ځواب نه‌دی ورکړی خو دوی به تر هغې خپل دې اعتراض ته داوم ورکړي چې په وړاندې يې د تحصیل دروازې نه‌وي پرانيستل شوي. هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار پوهنتون د مسولینو نظر هم ولرو خو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌شوې. د نن ورځې د اعتراض عمده شعار 'یا ټول یا نه' وو، یانې یا به ټول تحصیل کوي او یا به نارینه محصلان هم خپل تحصیل سره خدای پاماني کوي. یوې محصلې چې نه يې غوښتل نوم يې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "موږ د طالبانو ټولې غوښتنې ومنلې، دوی چې هر ډول فرمایش وکړ موږ ومنلو په دې خاطر چې تحصیل وکړو، خو اوس هېڅ نه پوهېږو چې ولې دوی بیا هم زموږ په زده کړو بندیز ولګاوه. زموږ دا اعتراض به تر هغې روان وي چې تر څو دوی زموږ غوښتنې نه وي منلي. موږ غواړو چې خپل تحصیل ته دوام ورکړو." د ننګرهار د طب پوهنځي یو استاد چې نه‌يې غوښتل نوم يې واخیستل شي د محصلانو اعتراض تایید کړ او وې ویل چې، د لوړ زده کړو وزارت وروستۍ پرېکړې دوی هم خواشینې کړي دي. دغه استاد ازادي راډيو ته وویل، داسې محصلینې هم شته چې د زده‌کړو يې وروستی کال وو خو د دغه پرېکړې پر بنسټ ترې زده کړې پاتې کېږي. د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت تېره ورځ پرېکړه وکړه چې له دې وروسته د خصوصي او دولتي پوهنتونونو ښځینه محصلینې تر دوهم امر پورې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه‌لري. د طالبانو دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخه غبرګونونه راپارولي دي.

21.12.2022 ازادي راډیو

فريده مومند: طالبان د خپلو ژمنو خلاف د نجونو او ښځو د حذف سياست مخته وړي

په مخکیني جمهوري نظام کې د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند وايي، طالبان په دوحه کې د خپلو ژمنو خلاف له ټولنې د نجونو او ښځو د سیستماتیک حذف سیاست مخته وړي. نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو خبر خواشینې کړې خو په خبره یې، افغان نجونې به د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي. اغلې مومند دغه شان، له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې پر طالبانو سیاسي فشار راوړي. له نوموړې سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ورنه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو حکومت د تازه پرېکړې په اړه پوښتلي دي. د اغلې مومند مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

21.12.2022 ازادي راډیو

د نجونو د تحصيل ځنډېدو پرېکړه به نړۍ سره د طالبانو پر اړيکو اغېز وکړي؟

طالبانو د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې بندې کړې. تر اوسه د امریکا متحد ایالتونو او بریتانیا دا پرېکړه غندلې ده. د طالبانو دا پرېکړه به له نړیوالو سره د دوی پر روابطو څومره منفي اغېز وکړي؟ احمد شیبر د ړنګې شوې ولسې جرګې د غړې او د چارو د شننونکې شینکۍ کړوخېل نظر په دې اړه اخیستی دی. د اغلې کړوخېل مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

21.12.2022 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: ښځې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هره ورځ ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي. یوې مېرمن په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د امنیتي او جنسي ځورونو له امله له خپل بوډا پلار او سپین سرې مور سره اروپا ته قاچاقي سفر پيل کړ. هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، په دې خاطر چې ښځه وه، ډېر کله له جنسي ځورونو سره مخ شوې ده. هغې وویل، له همدې امله یې افغانستان پرېښود، خو د قاچاقي سفر پر مهال هم له ورته ځورونو سره مخ شوې ده. نوموړې زیاته کړه: "قاچاقبران بد نظر درته لري، ډېر کله جنسي تېري هم کېږي. دا چې یوه ښځه په قاچاقي لارو سفر کوي، ډېره سخته ده. له ما سره چې یو زوړ پلار او زړه مور او یو وړوکی ماشوم راسره وو، ډېر سخت سفر و او ډېر کله ځورول شوې یم." د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله هره ورځ له جنسي ځورونو سره مخ کېږي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنیسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي، ښځې د فقر، شخړو او اقلیمي بدلونونو له امله کډوالې کېږي چې په دې لاره کې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخ کېږي. په راپور کې راغلي چې ډېرې ښځې ځان او کورنیو ته د کاري فرصتونو، زده کړو او ښه ژوند د لټون لپاره کډوالې کېږي. د دې سازمان په وینا، په نړۍ کې د ۲۷۲ میلیونه کډوالو په منځ کې ښځې د بدلون او رهبرۍ بېلګې دي چې د خپلو اصلي هېوادونو ترڅنګ له هغو هېوادونو سره هم مرسته کوي چې په کې ژوند کوي. دا سازمان دغه شان وايي، د ښځو او نارینه و لپاره د کډوالۍ اغېزې متفاوتې وي، خو یو ډول چلند ورسره کېږي او یو ډول قوانین او پالیسۍ پرې تطبیقېږي. د نړیوالو بنسټونو او حکومتونو له ټولو هڅو سره هم کډوال ادعا کوي چې له بېلابېلو توپيري چلندونو او ځورونو سره مخ دي چې د دوی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

18.12.2022 ازادي راډیو

د مسي لوی کمیس

د فوټبال نړۍ د وتلي ستوري لیونل مسي مینه والو د هغه په ویاړ یو لوی کمیس جوړ او په ښار کې ځړولی. د مسي او مینه والو لویه هیله یې د نړیوال جام ګټل دي.

18.12.2022 ازادي راډیو

د ارزګان ځینې کونډې او بې سرپرسته ښځې له طالبانو مرسته غواړي

په ارزګان کې کونډې او بې سرپرسته ښځې وايي، که طالبان غواړي عزت يې خوندي کړي نو د دوی ماشومانو لپاره دې د خوړو غم وخوري. په ارزګان ولایت کې اوسمهال زرګونه بې سرپرسته ښځې شتون لري چې ټوله ورځ په ښار کې خیرات ټولوي او یا هم د موسسو د دفترونو مخې ته په دې نیت کېني څو ورسره مرسته وشي. نور نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

18.12.2022 ازادي راډیو

په افغانستان کې یو شمېر مېرمنې د ښځینه حمامونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي

دوی وايي، چې په کورونو کې د منظمې برښنا او پوره اسانتیاوو د نشتوالي له امله، نه‌شي کولای چې خپل او د خپلو ماشومانو پاکوالي ته پاملرنه وکړي. د افغانستان د لوېدیځ هرات ولایت یوه اوسېدونکې وايي، خور یې په تشناب کې د ګاز نیولو له اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. نوموړې وايي: "څو میاشتې کېږي چې طالبانو ښځینه حمامونه تړلي، هوا سړه ده او په عمومي توګه برښنا شتون نه‌لري." هغې وويل چې په دې سړه هوا کې دوى د تشناب ګرمولو لپاره نور امکانات نه‌لري. د هرات دغه اوسېدونکې چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې ښځینه حمامونه دې بېرته پرانیزي. هغه وايي: "همدا اوس، زه د هرات ولایت په یوه کلینیک کې یم، ښځینه حمامونه ټول بند دي او زما خور د تشناب ګرمولو لپاره یې د ګازو ډبه تشناب ته وړې وه چې له هغه امله ګازو نیولې او اوس بستر ده." نسیمه چې د کابل ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده هم ورته هیله لري. هغه وايي، د منظمې برښنا د نشتوالي له امله دوی په کور کې د تشناب د ګرمولو له فرصته بې برخې دي او ډېری خلک دې ته اړ دي چې د ځان مینځلو لپاره له عامه حمامونو څخه کار واخلي. اغلې نسيمه وايي: "برښنا نه‌شته، حمامونه بند دي، موږ به په اوونۍ کې یو ځل حمام ته تلو، پخوا به مو په اوګرمي( آب ګرمي) اوبه ایشولې، اوس هغه هم نه‌کېږي، برښنا نه‌شته، هیڅ هم نه‌لرو، هیڅ شی نه‌شو کارولی. ماشومان هم ډیر خیرن شوي دي." د حمامونو د بندېدو له امله د ښځو اندېښنه په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو د سازمانونو او نړیوالو مرستندویو ټولنو د راپور پر بنسټ، د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک په دې ژمي کې د خوراکي توکو او سون توکو د چمتو کولو توان نه‌لري. د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې حمامونو او تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز لګولی. مخکې له دې چې د طالبانو حکومت دا پرېکړه وکړي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو له ښځینه حمامونو څخه د ځان او خپلو کوچنیو ماشومانو د مینځلو او همدا رنګه د جامو مینځلو لپاره کار اخیسته. د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد څخه مو وپوښتل چې ایا د دوی په حکومت کې د ښځینه حمامونو پرانیستل ممکن دي او که نه؟ نوموړي ازادي راډیو ته په ځواب کې لیکلي: "دا پوښتنه د امربالمعروف له ویاند څخه وکړئ." د طالبانوحکومت د امر بالمعروف وزارت ویاند هاکف مهاجر د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی. ښځې په داسې حال کې د ښځینه حمامونو له تړلو شکایت کوي، چې یوازې څو ورځې د ژمي پیلېدو او د یخنۍ ډېرېدو ته پاتي دي.

17.12.2022 ازادي راډیو

خلک: اروزګان کې د برښنا بيه لوړه شوې

که څه هم د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برښنا قېمت ټيټ دی خو په اروزګان ولايت کې اوس هم د يوه کيلو واټ برښنا بيه د ۲۸ افغانيږ څخه نيولې تر ۳۹ افغانيو پورې رسيږي. اروزګان مېشتي وايي د برښنا د لوړو قېمتونو له امله برښنايي وسايل نه کاروي او يوازې په دومره اندازه برښنا استفاده کوي چې ضرورت يې وي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، له يوې خوا د دولتي برښنا قېمتونه لوړ دي او له بلې خوا د دغې برښنا فعاليت يوازې د ښار په يو کيلو مترۍ پورې محدود دی. خلک وايي دولتي برښنا ته د نه لاس‌رسي له امله اړ دي چې يو کيلو واټ برښنا په ۱۰۰ افغانۍ او دوه سوه کالدارې دخصوصي برښنا شرکتونو څخه وپيري. ددغه ولايت يو اوسېدونکی محمدنبي چې په ښار کې خياطي کوي په دې اړه ازادي راډيوته ته وويل: "دولتي برښنا يوازې د ښار په يو کيلو متر ساحه کې کار کوي يو کيلو واټ يې په ۲۸ افغانۍ دی خو بیا هم موږ ورته لاس‌رسی نه لرو. دلته يو شخصې شرکت دی پر موږ يو کيلو واټ برښنا په ۲ سوه کالدارۍ پيري اوس موږ د هغه څخه استفاده کوو د مياشتې زيات لګښتونه پر موږ راځي زموږ او د نور ولايتونو ترمنځ ولې توپيريز چلند کيږي حکومت باید ټولو افغانانو ته يو ډول خدامات وړاندي کړي." حکمت الله ودان بيا وايي، که څه هم په نورو ولايتونو کې د يوه کيلو واټ برښنا قېمت تر ۵ افغانيو پورې رسيږي خو زياتوي چې په ارزګان کې د برښنا لوړو بيو دوی له زياتو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي له ښار څخه بهر په هيڅ يوه سيمه کې نه دولتي او نه هم شخصي د برښنا شرکت فعاليت لري. ودان وايي د برښنا د لوړو لګښتونو له امله د ورځې نيمه مزدوري پر برښنا ورڅخه لګيږي او دوی يې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. هغه وايي: "په ارزګان کې د برښنا قېمت بيخي زيات لوړ دی زموږ وس نه په رسيږي دغه برق يوازې په ښار کې کار کوي د ښار څخه بهر په هيڅ ځای کې کار نه کوي په سل افغانۍ د هيچا وس نه په رسيږي دولت دې موږ ته يو ارزانه برښنا جوړ کړي ترڅو خلک په هره سيمه کې ورته لاس‌رسی ولري." د روزګان ولايتي مسولين هم د برښنا لوړ قېمتونه تاييدوي او زياتوي چې په دغه ولايت کې د برښنا شرکت لخوا عامو خلکو ته يو کيلو واټ برښنا په ۲۸ افغانۍ او دولتي ادارو ته يو کيلو واټ برښنا په ۳۹ افغانۍ ورکول کيږي. د اروزګان د ولايت مقام وياند احسان الله حماس وايي، پلان لري چې په دغه ولايت کې د برښنا قېمتونه ټيټ کړي. هغه وايي د امير المومنين په لارښوونه د افغانستان د برښنا شرکت مشر ارزګان ته په سفر ورغلی و ترڅو په دغه ولايت کې د برښنا شته ستونزې حل کړي. نوموړي وويل: "په روزګان کې دولتي برښنا د ملکي خلکو لپاره برښنا کيلو واټ په ۲۸ افغانۍ دی دولتي ادارو لپاره په ۳۹ افغانۍ دی د موسیساتو لپاره په ۴۲ افغانۍ کيلو واټ دی موږ پلان لرو چې د برښنا د قېمت ټيټولو لپاره هلې ځلې وکړو د اميرالمومنين په هدايت د مرکز څخه روزګان ولايت ته د برښنا وزير صاحب او مل پلاوی راغلی وه او دلته يې د کجکي پر بند باندې خبرې وکړي چې دغه برق ارزګان ته راولي." اروزګان چې د هېواد په جنوب کې پروت ولایت دی په تېرو څو لسيزو کې د حکومتونو لخوا ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

16.12.2022 ازادي راډیو

په کاج ښوونیز مرکز کې ټپي شوې 'فاطمه امیري' د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې

د کاج پر ښوونیز مرکز په برید کې ټپي شوې فاطمه امیري د درملنې لپاره ترکیې ته لېږدول شوې ده. د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له ډلې فاطمه امیري د مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا په مرسته ترکیې ته د درمنلې لپاره استول شوې ده. فرهاد دریا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د اغلې امیري د درملنې لپاره یې یوه اندازه پیسې راټولې کړي او د هغې په درملنه به یې ولګوي. دریا وویل: "د خلکو او یو شمېر خواخوږو په مرسته مې یو اندازه پیسې د اغلې فاطمې د درملنې لپاره د (ګو فن مي) په مرسته راټولې کړي، له دې ټولو مهمه د فاطمه جانې د ترکیې ویزه مو د یو ملګري په مرسته ترلاسه کړله. په همدې حال کې له یو شمېر امریکايي، ترکیي او هغه افغان ډاکترانو سره چې په امریکا کې ژوند کوي په اړیکه کې یو او هغوی هر ځلې فاطمه ګوري، موږ د یو بل ټیم په تمه یو چې هغوي هم خپل نظریات ورکړي بیا به ټول ډاکتران په ګډه تصمیم ونیسي چې درملنه په څه ډول پیل شي." دریا وايي، د اغلې امیري درملنه به ډېر وخت ونیسي ځکه ټاکل شوې د جراحي څو مرحلې ترسره شي. سره له دې چې اغلې امیري څو ځلې له ازادي راډيو سره د خبرو لپاره ژمنه وکړه، خو نوموړې پوښتنې ځواب نه کړې. فاطمه امیري د روان میلادي کال د سپتمبر په ۳۰مه په کابل کې د کاج په ښوونیز مرکز برید کې ټپي او یوه سترګه یې ژوبله شوه. نوموړې له دې وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې وه چې وشي کړای بېرته خپل عادي ژوند ته په روغ ځان دوام ورکړي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما د راپور پر بنسټ په کاج ښونیز مرکز په ځانمرګي برید په پایله کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

15.12.2022 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د مېرمنو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په افغانستان کې د ښځو د وضعيت په اړه اندېښمنه ده. پروانه د دوو ماشومانو مور او اوس بیا اميندواره ده، نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې، خپل خاوند سره يو ځای کار کاوه او خپلې کورنۍ اړتياوي يې پوره کولې. پروانه چې له يو کال څخه ډېره موده کېږي اوزګاره ده، وايي، زه حتی دومره اقتصادي توان نه‌لرم چې په اميندوارۍ کې ډاکتر ته لاړه شم. پروانه دغه شان ادعا کوي، چې خپله ټوله ګاڼه يې د خپلې ۵ کلنۍ لور د درملنې لپاره خرڅه کړې ده. نوموړې وايي: "زه دې ته اړه شوم چې د اولادونو د ناروغۍ او د کورنۍ د اقتصاد لپاره خپله ټوله ګاڼه خرڅه کړم، سره زر، سپين زر، هر څه مې چې درلودل د ناروغ د درملنې لپاره مو خرڅ کړل، زما په پنځه کلنې لور په اونۍ کې دوه ځلې حمله راځي او بايد روغتون ته يې بوځو، موږ اړ يو، چې هغه ډاکټر ته ورولو، چې ښه شي." د پروانه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د جنیستي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان( يوان اومن) د افغانستان د ښځو د نا سم وضعیت په اړه څو ټويټونه کړي دي. په ځينو ټویټونو کې داسې راغلي: "ښځې او نجونې وروستني کسان دي چې خوړو، اوبو، خوندي سرپناه او روغتیا پاملرنې ته لاس‌رسی لري." په دغو ټويټونو کې دا هم ويل شوي چې: "په افغانستان کې له ښځو دا تمه کېږي، چې د کورنۍ د نورو غړو لپاره قرباني ورکړي، په دې مانا چې ښځې دې لږ وخوري او له ټولو وروسته دې ډوډۍ وخوري." د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان په دې ټويټونو کې يوه بله مسله هم ياده شوې، چې په افغانستان کې ښځې حتی تذکرې هم نه‌لري چې له حياتي خدمتونو او بشري مرستو څخه برخمنې شي. د ملګرو ملتونو د ښځو دغه سازمان د خوراکي توکو د چمتو کولو لپاره د خپلو شتمنیو پلورلو ته د ښځو د مجبوریت او د واده په نوم د کورنیو له‌خوا د نجونو د پلور په اړه هم لیکلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه ولګول. د طالبانو د حکومت له‌خوا د دغو محدودیتونو پر بنسټ، ښځې او نجونې په ډېری دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو کې د کار حق نه‌لري، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته نه‌شي تللی او د حجاب اغوستل کوم چې د طالبانو له‌خوا ټاکل شوی دی هم پرې اجباري شوي دي. دوی له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نه‌شي کولای. په راورسته کې بیا تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او لوبغالو ته هم د طالبانو د حکومت له‌خوا د ښځو په تګ بندیز ولګول شو. د بشري حقونو فعاله نظیفه جلالي له دې امله د طالبانو په حکومت نیوکه کوي، خو ټینګار کوي چې نړیوال سازمانونه باید د راپورونو او اعلاميو تر بریده د ښځو حقونو ته د دوی د حقونو د ورکړې په برخه کې خپلې هڅې محدودې نه‌کړي. نوموړې وايي: "په افغانستان کې نه یوازې ښځې خپل ابتدايي حقونه ته نه، بلکې خپلو اساسي حقونو، بشري حقونو او هغه حقوقونه چې اسلام ورته ورکړي دي، هم لاس‌رسی نه‌لري. په داسې حال کې چې طالبان وايي چې زموږ جګړه اسلامي ده، خو په اسلام کې ښځو ته د ميراث حق، د شتمنۍ حق، د زده‌کړې حق او د کار حق ورکړل شوى او دا څلور حقونه په افغانستان کې له ښځو څخه اخيستل شوي، اسلام ښځو ته د سياسي ونډې حق ورکړى، خو طالبانو ترې واخيستی." پر افغان ښځو او نجونو د دغو بندیزونو لګولو پراخ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي. که څه هم د طالبانو حکومت په وار وار ویلي، چې د اسلامي شریعت له‌مخې د ښځو او نجونو حقوق مراعتوي، خو نه یې واضح تعریف په اړه وړاندې کړی او نه یې د دې محدودیتونو د کمولو لپاره کوم عملي ګام پورته کړی دی.

14.12.2022 ازادي راډیو

د ظريفه يعقوبې له خوشې کېدو وروسته يوناما له طالبانو د نورو ښځينه بنديانو په اړه مالومات غوښتي

یوناما د ظریفې یعقوبي له خوشې کېدو د هرکلي تر څنګ د نورو بندي افغان فعالانو په اړه له طالبانو مالومات غوښتي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دوشنبه ناوخته په خپل ټوېټر د یعقوبي د خوشې کېدو په اړه بیان ورکړی. په بیان کې راغلي چې یوناما په افغانستان کې په واکمنو چارواکو غږ کوي څو ژر تر ژره د نورو فعالانو د حال په اړه د دوی مکررې غوښتنې ځواب کړي. یوناما ویلي دا فعالان د خپل حق لپاره د غږ پورته کولو په خاطر نیول شوي. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د نورو افغان فعالانو د زندانېدو په اړه اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي او هغوی هم باید سمدستي خوشي شي. ظریفه یعقوبي تر شاوخوا څلوېښتو ورځو وروسته د دوشنبې په ورځ له بنده خوشې شوه. د طالبانو د استخباراتو ریاست په یوه بیان کې ازادي راډيو ته دوشنبه ناوخته تایید کړه چې ظریفه یعقوبي د کابل د مخورو او مشرانو په تضمین خوشې شوه او اجازه ورکړل شوه چې بېرته خپل عادي ژوند وکړي. په بیان کې په ظریفې تور لګول شوی چې ناقانونه فعالیتونه یې کول او په همدې خاطر د استخباراتو ریاست د څه مودې لپاره نظر بند او په توقیف کې ساتلې وه. طالبانو مخکې د ظریفې په اړه ډېر معلومات له رسنیو سره نه شریکول. ظریفه یعقوبي په کابل کې د معترضو ښځو له مخکښانو وه چې د کار، ازادۍ او تعلیم لپاره یې لاریونونه کول. هغه د لړم په ۱۲مه «د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو د غورځنګ» د فعالیتونو د پیل په ورځ د طالبانو له‌خوا له څلورو نورو کسانو سره یوځای نیول شوې وه. د هغې د همکارانو په اړه لا هم معلومات نه‌دي شریک شوي. د ښځو د حقونو ګڼو فعالانو د ظریفې له خوشې کېدو هرکلی کړی خو ویلي يې دي چې باید د نورو بندي افغان فعالانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې وشي. د ښځو د حقونو فعالې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه د ظریفې یعقوبي له خوشې کېدو خبرې شو خو متاسفانه لا هم د فرحت پوپلزۍ، الهې دلاورزۍ او ځینو نورو نجونو د برخلیک په اړه چې د طالبانو په زندان کې شپې سبا کوي احوال نه‌لرو. چې څه وخت به دوی راخلاصیږي او په څه حال دي؟" افغان سیاستوالې او د ښځو د حقونو فعالې فوزیې کوفي هم په خپل ټوېټر له ظریفې سره خپل یو ګډ عکس خپور کړی او هغې ته یې د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې مبارزه یې د ازادۍ غوښتونکو لپاره یو سرمشق دی او دا چې زندانونه به لا دوی پخوي او په دې لار کې به په لا جدیت سره مخته ځي. ظریفه یعقوبي چې تازه له زندانه خوشې شوې لا یې د پنځو اونیو بند په اړه جزییات نه‌دي رسنیز کړي او دې ته په کتو چې په افغانستان کې ده ښايي ژر په دې اړه خبرې ونه کړي. ازادي راډیو هغې ته پرله‌پسې پیغامونه واستول خو لا یې یو هم نه‌دی ځواب کړی. مګر هغه ښځې چې پخوا په زندان کې وې او اوس له افغانستانه وتلي دي د طالب وسله‌والو د بد او له سپکاوي ډک چلند پرده پورته کړې. د ښځو د حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني چې په کابل کې د معترضو ښځو له مخکښو وه له خپلو خویندو سره یوځای د طالبانو له‌خوا بندي شوې وه. هغې ازادي راډیو ته د ډسمبر په لسمه د بشري حقونو د ورځې په مناسبت په یو پیغام کې د زندان د ترخو ورځو یادونه وکړه. نوموړې وايي: "په زندان کې مې سختې ورځې تېرې کړې، ډېره شکنجه شوې یم. زه یې حتی نیمه بربنډه هم شکنجه کولم، زما سره یې خورا غیر انساني او له سپکاوي ډک چلند درلود." د طالبانو حکومت تل له ښځو سره بد چلند او د هغوی وهل رد کړي. خو په خواله رسنیو ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې د مظاهرو پر مهال طالب وسله‌والو پر ښځو لاس پورته کړی او د هغوی د لاریونو د مخنیوي لپاره یې ان ډزې هم کړي دي. طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل. هغوی ویلي چې د شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته درناوی کوي. د طالبانو په واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته لکونه نجونې له تعلیم محرومې شوي، ګڼې ښځینه کارکوونکې په کورونو کېنول شوي او هغه ښځې او فعالان چې په دې اړه یې خپل غږ هم پورته کړی د راپورونو له‌مخې ځپل شوي. د بشري حقونو فعالان د طالبانو د زورزیاتي یوه بېلګه د ښځينه فعالانو بندیانول او ځورول یادوي چې د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې بې مخینې بلل کېږي.

13.12.2022 ازادي راډیو

له افغانستانه وتلې معلولې ورزشکارانې بهر کې خپل ورزشي فعاليتونه کوي

یو شمېر معلولې ښځینه ورزشکارانې، چې له افغانستانه وتلي لا هم خپلو ورزشي فعالیتونو ته دوام ورکوي. پروانه عارفي هغه افغانه ورزشکاره ده، چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي. پروانه وايي، له ورزش سره د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې تر سختو ازموینو ورسته په کاناډا کې د معلولینو د ولچیر بسکټبال یوې لوبډلې ته لاره پیدا کړي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "له ډېرو هڅو سره په دې وتوانېدم چې له یوې میاشتې ازموینې او نوې لوبډلې او لوبغاړو سره تر مخامخ کېدو وروسته، هغوی چې لوبه ورسره اسانه نه وه، وتوانېدم چې د کلګري د ولچیر بسکټبال لوبډلې ته لار ومومم." پروانې زیاته کړه چې د خوښې سپورټ یې پاور لفټنګ دی او غواړي په راتلونکي کې په دې برخه کې هم لاسته راوړنې ولري. خاطره صافۍ بیا د ولچیر باسکټبال د ملي لوبډلې مخیکنۍ غړې ده، له لسو کلونو څخه زیاته موده، کېږي چې په دې څانګه کې لوبېدلې. نوموړې اوس په هسپانیه کې ژوند کوي او توانېدلې چې په هغه هېواد کې د معلولو نجونو د ولچیر باسکټبال یوې لوبډلې ته لار ومومي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زما لپاره په دې هېواد کې د سپورت لپاره زمینه او فرصت برابر شوی دی، خو دا چې زما هیله د افغانستان د درانه بیرغ رپول دي، غواړم په خپل هېواد کې ورزش وکړم او ورزش د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د معلولو کسانو لپاره د روغتیا او هوساینې تضمین دی. هغه کسان چې معلول دي لږ فعاليت لري، په ورزش سره د پښتورګو له ناروغۍ د هډکو له پوکۍ او داسې نورو نه ژغورل کېږي." خو خاطره د نورو ورزشکارو نجونو برخلیک ته په اندېښنه کې ده، هغوی چې اوس هم په افغانستان کې دي او نور نه‌شي کولی چې ورزش وکړي. طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو د ورزش برخه هم لغوه کړې ده. هغه انجلۍ چې د ولچیر باسکټبال لوبډله کې یې په لوبو کولو سره د معلولیت ترخې هېرې کړي دي او ویاړونه یې د خپل هیواد په برخه کړي دي. دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، په دې توانېدلې وه چې د ورزش په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري. نوموړې وويل: "نوی مو ورزش پیل کړی و، غوښتل مو پرمختګ وکړو، ډېرې هیلې مو درلودلې ډېر پلانونه مو درلودل، خپله مو او د پاراالمپيک له‌خوا ډېر پلانونه و چې عملي نه‌شول. له افغانستانه بهر او په هېواد کې دننه مو د ولایتي سیالیو لپاره چمتووالی نیولی و که نظام نه وای بدل شوی، ډاډه وم هغه هڅې چې موږ معلولینو درلودلې سل سلنه خپلو موخو ته رسېدلو." د افغانستان د ښځو د باسکټبال د ولچیر لوبډلې یوې بلې غړې چې په هېواد کې ده او دې هم ونه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ورزش له بندیز وروسته د دوی ټولې هیلې نیمګړې پاتې شوې. يادې ورزشکارې وويل: "اوس مهال د حکومت له سقوط څخه وروسته زموږ تمرینونه بند شوې دي، مخکې مو په اونۍ کې دوه ورځې د سره صليب په کمېټه کې باسکټبال او د پاراالمپيک په کمېټه کې په اونۍ کې دوه ورځې هينډبال لوبه کوله، خو اوس طالبان اجازه نه راکوي دوی وویل چې نجونې نور د تمرین اجازه نه‌لري." په همدې حال کې د افغانستان د پارالمپیک پخواني مسوول عبدالحسین حصاری وايي، د ښځو پر ورزش د طالبانو بندیز، ټولو مېرمنو، په ځانګړي ډول معلولو ښځو سره چې په ټولنه کې تر ټولو زیانمنې دي، غیر عادلانه چلند دي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "دوی د هېواد مډال ګټونکې او وياړمنې وې، دوی غوښتل چې هېواد ته وياړ او مډال راوړي او تشويق شي، ښه به وه چې د ښځو مخه يې نه وای نيولې. له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې دغو معلولينو ته اجازه ورکړي، ښځې باید خپلو ورزشونو ته دوام ورکړي، دوی باید په ټولنه کې ونډه واخلي، وهڅول شي او فعالې شي، ځکه چې د دې مېرمنو ګوښه کېدل د دوی لپاره د ناروغیو او رواني ستونزو لامل کېږي." ومو غوښتل چې د معلولو ښځینه ورزشکارانو د اندېښنو او د افغانستان د پاراالمپیک د پخوانیو چارواکو د غوښتنو په اړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې نظر هم ولرو، خو د دغې کمېټې مسوولینو په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه. طالبانو افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له پیلېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل، په ډېرو دولتي ادارو کې یې د مېرمنو پر کار بندېز ولګاوه، ښځې یې له محرم پرته له لرې واټڼ سفره منع کړې، حجاب یې ورته اجباري کړ او په وروستۍ پرېکړه کې یې ښځې له ورزشي کلبونو، حمامونو او تفریحي پارکونو څخه هم منع کړې. د طالب حکومت دا کړنې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوې دي، خو تر دې دمه د دوی په پرېکړو کې کوم بدلون نه‌دی راغلی.

12.12.2022 ازادي راډیو

بلاول بوټو: د افغان نجونو زده‌کړو په برخه کې کار روان دی

۴۴۸ ورځې وشوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي تړلي او لا یې د پرانیستو هیڅ هیله نه‌شته. که څه هم د طالبانو حکومت د ښوونځیو د پرانيستو په اړه هیڅ هم نه‌وايي، خو د افغانستان د دې لویې ستونزې په اړه اسلام‌اباد غږېدلی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، د افغان نجونو د تعلیم په برخه کې کار روان دى. هغه دا څرګندونې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي منشي سره ګډ خبري کنفرانس کې کړي، خو په دې اړه یې جزییات نه‌دي ورکړي. د طالبانو حکومت له ویاندویانو او د پوهنې وزارت له چارواکو مو وپوښتل چې بالاخره کله به د افغان نجونو ښوونځي پرانیزي، خو ځواب یې را نه‌کړ. خو وړاندې یې بېلابېلو چارواکو په دې اړه نظرونه ورکړي و، وروستۍ څرګندونې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وې چې میاشت وړاندې یې په ترکیه کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وکړې. هغې ژمنه کړې وه چې ژر به له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو ښوونځي پرانيستل شي، خو لا داسې کومه نښه نه لیدل کېږي. د یادونې ده، چې مخکې له دې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۲۲ ميلادي کال د اګست په ۲۵مه نېټه د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، پاکستان له زده‌کړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او په خبره یې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي. د افغان نجونو د ښوونځیو ترڅنګ په افغانستان کې بشري وضعیت د بلاول بوټو او د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي د بحث بل ټکی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو دې کنفرانس ته ویلي، افغانستان کې ۹۷ سلنه وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. نوموړي ويلي: "په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر پرانيستل شوی، د دې دفتر لپاره منابع برابرې شوي او د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړی استازی د غړو هېوادونو له‌خوا مشخص شوی دی. زه هیله‌مند یم چې د افغانستان د ملاتړ لپاره یو میکانېزم جوړ شي. د سعودي عربستان په ګډون، ځینې هېوادونو په بشري برخه کې مرسته کړې. زه ټینګار کوم چې افغانان د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري." هاخوا د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه‌ هم د افغانانو په بشري وضعیت اندېښنه ښودلې. هغه زیاته کړې، دا سازمان هڅه کوي چې، په افغانستان کې د روان بشري وضعیت د ښه‌والي په برخه کې مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي چې ۲۰ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او که سږ سوړ ژمي کې یې لاس‌نیوی و نه‌شي، افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي. واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، افغانستان په اقتصادي، تعلیمي، سیاسي او ټولنیزه برخه کې له کړکېچن وضعیت سره مخ دی، خو طالبان وايي، هر څه د دوی تر کنټرول لاندې او سم دي.

12.12.2022 ازادي راډیو

درسي ساعت؛ د افغانستان په کومو سیمو کې ژوي اوسېږي؟

د ازادي راډیو په درسي ساعت خپرونه کې به ښوونکی د لسم ټولګي جغرافیې څخه ژویو یا حیواناتو په اړه معلومات وړاندې کړي او دا به هم ووايي چې د افغانستان په کومو سیمو کې ژوي اوسېږي. دغه راز به ښوونکی د یولسم ټولګي جغرافیه کې د افغانستان د انرژۍ یا برښنا د تولید یوه ستره سرچینې کجکي بند په اړه معلومات وړاندې کړي. او د دولسم ټولګي جغرافیه کې به ښوونکی خپلو زده کوونکو ته د افغانستان اداري تشکیلات بیان کړي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

11.12.2022 ازادي راډیو

درسي ساعت؛ د تاریخ په سلسله کې د آریانا تمدن

د ازادي راډیو په درسي ساعت کې به ښوونکی د لسم ټولګي په تاریخ کې د تمدنونو د تاریخ په سلسله کې د آریانا تمدن یوه برخه وړاندې کړي. دغه راز به ښوونکی د یولسم ټولګي زده کوونکو ته د سامانیانو حکومت بیان کړي او د دولسم ټولګي د تاریخ په درسي ساعت کې به د امیر شیرعلي خان د حکومت پر مهال سیاسي تحولات وړاندې شي. د دغو درسونو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

11.12.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more