زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
د لوبو له میدانه؛ افغان لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ وبایلله. دغه راز افغان کرکټ بورډ د بنګلهدېش پر وړاندې یوازېنۍ ټېسټ لوبې ته ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه د انګلستان په اوول لوبغالي کې پیل شوې ده. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړو ښې لوبې کړي چې ۲۹ مقام ته رسېدلي او د سعودي عربستان په پرولیګ سیالیو کې فرانسوي فوټبالر کریم بینزیما له الاتحاد لوبډلې سره تړون کړی دی. په خپرونه کې درته دا ځل د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د ازادي راډيو خبریال بختیار ساحل له پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي سره د سریلانکا پر وړاندې د افغان لوبډلې د وروستیو ماتو په تړاو مرکه کړې ده. د دې خپرونې د اورېد لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
ازادي راډيويي مجله؛ د افغان ادبي بهير غونډې او لندن کې د یو کتاب مخکتنه
د ازادي راډيويي مجلې په دې پروګرام کې د افغان مېرمنو د ادبي بهير د غونډو حال درکول کېږي. په خپرونه کې له کندهار او بغلانه هم د ادبي غونډو او مشاعرو په اړه مالومات را اخيستل شوي دي. دغه راز د خپرونې په دوام به نظم واورئ او له دې به هم خبر شئ چې لندن کې د کيسو د يو کتاب مخکتنه وشوه. د مشترۍ سپوږمۍ ته پر تلونکې بېړۍ يو ليکل شوی شعر به هم واورئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرها و گزارشهای
خبرها و گزارشهای
این حق من است
این حق من است
د ایران او طالبانو لانجې
د مثلث په پروګرام کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو پر سر د ناندریو په دوام او د سرحدي شخړو په اړه بحث شوی.
ملخان، افغانستان کې زرګونه جریبه کروندو ته ننګونکی ناورین
له اونیو راهیسې د افغانستان په ځینو برخو کې کروندې د ملخانو له پراخ یرغل سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې خبرداری ورکړی چې دغه ناورین ممکن په افغانستان کې خوراکي امنیت وننګوي.
د لوبو له میدانه؛ شهیدي: افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره لوبو ته چمتووالی لري
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډلمشر حشمت شهیدي له خپل چمتووالي ډاډ څرګندوي او سریلانکا بیا د دې لوبو لومړنیو دوو لوبو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه. په آیپيایل سیالیو کې چینای سوپرکینګز لوبډلې د پنځم ځل لپاره اتلولي وګټله او افغان لوبغاړي نسبتاً تر نورو کلونو دا ځل ښه ولوبېدل. د لبنان پر وړاندې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوه سیالۍ ګټلي دي. د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې ۷ افغان لوبغاړو ګډون کړی او تر دې دمه یوه لوبغاړي خپله سیالي ګټلې ده. او راروانه میاشت په انګلستان کې د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د ټېسټ اتلولیو پایلوبه پیلېږي. په خپرونه کې درته دا ځل د ځانګړو مرکو په ترڅ کې د ازادي راډيو خبریال بختیار ساحل له پخواني لوبغاړي او روزونکي دولت خان احمدزي سره په آیپيایل سیالیو کې د افغان لوبغاړو په کارکردګیو مرکه کړې ده. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: