ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د لوبو له میدانه؛ افغان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره سیالي لري

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله راتلونکې میاشت له سریلانکا سره سیالۍ کوي. دغه راز تر سریلانکا وروسته به په جون میاشت کې له بنګله‌دېش سره درې لوبلړۍ ولوبوي. د زرغون جام کورنیو سیالیو پای او د یو شمېر لوبغاړو ښې لوبې. د اسیا اتلو کلبونو د والیبال په سیالیو کې د افغاستان استازي کلب کام ایر ګډون او لومړۍ بریا. د افغانستان فوټبال د کم عمره ځوانانو ملي لوبډلې راتلونکې سیالۍ. د فوټبال د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبې ته د مانچسټر سیټي او انټرمیلان لوبډلو لارموندنه. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له مشر نورالحق ملکزي سره مرکه کړې. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

19.05.2023 ازادي راډیو

ايران کې د درېيو مظاهره‌چيانو اعدام غبرګونونه پارولي

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د درېیو نیول شویو کسانو اعدام، د ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العملونه پارولي دي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني ونګ نن جمعه په ایران کې پر درېیو کسانو د اعدام سزا عملي کېدل وغندل او ویې ویل، دغه اقدام د خلکو په وړاندې د ایران د رژیم ظلم په ډاګه کوي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په خپل ټویټر کې لیکلي، چې اسټرالیا به د ایران د خلکو تر څنګ وي. د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو. ایران دغه درې کسان چې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال یې نیولي وو، له عامه نارضایتۍ سره- سره اعدام کړل.

19.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډيويي مجله؛ غزني ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

په دې خپرونه کې به واورئ چې د یوروویژن د سندرو سیالي ترسره شوه. په خپرونه کې به د پښتو ژبې د لیکدود په اړه به مالومات واورئ. د ښوونځيو د نصاب په اړه د ډاکتر زرین انځور نظر اخيستل شوی دی. دغه راز له دې به هم خبر شئ چې غزني ته بهرني سیلانیان نن سبا ډېر ورځي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

17.05.2023 ازادي راډیو

ځینې سرپرستې او کونډې مېرمنې: د کور لګښتونه نه‌شو پوره کولای

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ګټیالۍ دي وايي، په اوسني وضعیت کې د کور لګښتونه نه‌شي پوره کولای. رقيه وايي چې مېړه يې موټر چلوونکى و او لرې پرتو کليو ته به یې خوراکي توکي د پلور لپاره وړل. نوموړې وايي، دې او مېړه یې دواړو کار کاوه او د خپلې کورنۍ د پاللو توان یې درلود. رقيه چې د شپږو ماشومانو مور ده، هغه مهال یې د صفا کارې په توګه په یو روغتون کې کار کاوه. نوموړې وايي، چې مېړه يې یو وار ميدان وردګو ولايت ته په کار پسې تللی و، خو بیا غړېدلې سترګې کور ته راستون نه‌شو، تر دې چې په وینو سور مړی یې ورته کور ته راووړ. نوموړې زیاتوي نه پوهېږي، چې مېړه يې چا وواژه. هغه وايي، د مېړه په وژل کېدلو سره د دوی اقتصادي وضعیت خراب شو او د خپل ځان او ماشومانو د ژوند لګښتونه یې پر غاړه شول. رقيه چې اوس د ودونو هوټلونو کې په ټيټ معاش د صفاکارې په توګه کار کوي وايي: "زه د خپل کور ډوډۍ ورکوونکی یم. دا ډېره سخته ده. دا زما لپاره واقعاً ستونزمنه ده. زه څه ووایم؟ زه د میاشتې پنځه زرو څخه ډېر کار نه‌شم کولای. زه په هوټلونو کې کار کولو ته ځم. په یو محفل دوه سوه راکوي. زه دا دوه سوه په کور مصرف کړم؟ که د کور کرایې ته یې ورسوم؟ زه باید دا دوه سوه د اوبو او برښنا لپاره ورکړم؟ که اووه کلن ماشوم ته مې قلمونه او کتابچې پرې واخلم؟" د رقيې په وينا، د مياشتې دوه زره افغانۍ د کور کرايه ورکوي او کله ناکله ګاونډيان له رقيې او ماشومانو سره خپله ډوډۍ نیموي ترڅو شپه په لوږه تېره نه‌کړي. دا وايي، ډېرى وخت يوازې په وچه ډوډۍ خپله ګوزاره کوي. نازببو بله ښځه ده چې وايي، شاوخوا دوه کاله وړاندې یې په کندز کې د پوليسو پر رينجر د ماين په چاودنه کې خاوند او زوى ووژل شول. نازببو چې اوس د کابل په خيرخانه کې له يوه معيوب زوی او يوې ځوانې لور سره ژوند کوي، وايي خاوند يې اشپز و. نوموړې ازادي راډيو ته وويل، كله يې چې په كور كې د خپل مېړه او زوى مړي وليدل، نو د كور له دوهم پوړ څخه يې ځان وغورځاوه، چې لاس او ملا يې ټپي كړې او اوس هم د دغو فزيكي ټپونو له کړاو سره لاس او ګرېوان ده. نازببو وايي، د خپل خاوند او زوى له مړينې وروسته به يې د خلکو په کورونو کې جامې مينځلې، خو اوس د خپلې ناروغۍ له امله دا کار نه‌شي کولاى. هغې وويل: "کله چې لږه ښه وم، کالي به مې مينځل او کار به مې کاوه. اوس هېڅ نه‌شم کولاى. نه پوهېږم کم خونه یم که بله خبره ده خو که کار وکړم، لاسونه او پښې مې لړزېږي." دا مېرمن وايي، بل زوی يې ورک دی او له څو کلونو راهيسې يې په اړه معلومات نه‌لري. د دې په خبره، د کابل په واټونو د پلاستيکي نقشو او قلمونو په پلورلو سره يې ځوانه لور هڅه کوي چې د کورنۍ د اقتصادي مسووليت دروند بار ته اوږه ورکړي. دغې مور او لور هم ازادي راډيو ته وویل، د دوی هېڅ خپلوان ورسره مرسته نه‌ده کړې او له څو میاشتو راهیسې یې د کور کرایه هم نه‌ده ورکړې. د خپلو کورنیو سرپرستې يادې مېرمنې وايي، د خپل ځان او کورنۍ د پالنې لپاره په یوازې ځان کار کوي، خو د دوی په وینا د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د محدودیتونو په لګولو سره د کار کولو فرصتونه دوی ته کم شوي. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی، چې له امله یې د هغو کورنیو د ښځو عایدات چې مېړونه یې د جګړو او نا امنیو قرباني شوي، خورا کم شوي دي.

14.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډیويي مجله؛ د پوهاند حبیبي نهه دېرشم تلين

په دې خپرونه کې د پوهاند حبیبي د نهه دېرشم تلین په مناسبت د یو شمېر لیکوالو نظرونه اخیستل شوي دي. دا به هم واورئ چې د کوه نور الماس د افغانانو ملکیت دی که نه دی؟ او د زري کړکي اکاډیمي سږنۍ جایزو په اړه مالومات. دا خپرونه چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي، د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

10.05.2023 ازادي راډیو

په افغانستان، پاکستان او ایران کې د رسنیو وضعیت

په افغانستان، پاکستان او ایران کې د رسنیو وضعیت

08.05.2023 ازادي راډیو

ولې د کوه نور الماس د برتیانیا د ملکې له تاج څخه لرې شول؟

د کوه نور الماس چې د نړۍ له ارزښتناکو الماسو څخه ده د برتیانیا ملکې د تاج په سرولو مراسم کې يې ځای خالي وه. د ملکې له تاج څخه د دغه ۱۰۵ قراطي الماسو د لرې کولو دلیل د دغو الماسو"کوه نور¬" د مالکیت پر سر اختلاف دی.

06.05.2023 ازادي راډیو

د پاچا چارلس د تاجپوشۍ مراسم

د بریټانیا پاچا دریم چارلس د شنبې په ورځ تاج پر سر کېښود. دی د بریټانیا څلوېښتم او تر ټولو زوړ پاچا دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

06.05.2023 ازادي راډیو

بادونو او ورښتونو په ارزګان کې د غنمو کروندې زیانمنې کړې دي

د ارزګان ولایت هغه بزګران چې په خپلو ځمکو کې یې غنم کرلي، وايي چې سختو بادونو او ورښتونو یې کروندې ډېرې زیانمنې کړې دي. ارزګان په افغانستان کې د تریاکو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی خو اوس چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی، یوشمېر کروندګرو د غنمو او نورو کښتونو کر ته مخه کړې.

05.05.2023 ازادي راډیو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند ته ولاړ

بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کوي. دا په څه باندې یوه لسیزه کې هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

04.05.2023 ازادي راډیو

افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو پر وړاندې ننګونې

نږدې دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ هره ورځ له تازه ستونزو سره مخ کېږي. د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي چې د افغانستان د ازادو رسنیو یوه لویه برخه خپل فعالیتونه ودروي او ګڼ شمېر خبریالان هم هېواد پرېږدي. دا راپور د دریم د مې، د رسنیو د ازادۍ نړېوالې ورځې په مناسبت په بهر کې د افغان خبریالانو پر وضعیت او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د رسنیو پر وضعیت جوړ شوی دی.

04.05.2023 ازادي راډیو

ازادي راډیویي مجله؛ د امریکا د یو پوهنتون په نصاب کې 'ملي اټن' شامل شو

د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې په بغلان کې له یوې ادبي غونډې خبرېږئ. په هلمند کې د ترنم سیالي ترسره شوې ده. دا به هم واورئ چې په افغانستان کې لومړني درې پښتو چاپ شوي ناولونه کوم دي. د یو شمېر نورو مطالبو تر څنګ په دې خپرونه کې له دې خبرېږئ چې د امریکا د یوه مهم پوهنتون په نصاب کې ملي اټن شامل شو. ازادي راډیويي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

03.05.2023 ازادي راډیو

شکریه بارکزۍ : د دوحې د غونډې په درشل کې د م.م د امنیت شورا پریکړه لیک مهم دی

د دوحې ناستې په درشل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر بندیز وغنده او د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلی چې له طالبانو سره دې د ښځو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه حساب کتاب وشي.

28.04.2023 ازادي راډیو

ايا طالبان به د ملګروملتونو نوي پرېکړه‌ليک منلو ته غاړه کېږدي؟

د نړېوالو سازمانونو د غبرګونونو او اعلامیو سره سره ولې طالبان د نړۍ غوښتونو ته غاړه نه ږدي؟ محمد خاطر پردېس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه د بشري حقونو له فعالې منیژې کاکړ نه مطرح کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

28.04.2023 ازادي راډیو

د طالبانو له لوري له دندې منفکه شوې استاده نجونو ته په ان‌لاين بڼه وړيا تدريس کوي

د طالبانو له‌خوا له دندې منفکه شوې استاده په کډوالۍ کې افغان نجونو ته په ان‌لاین بڼه، د الجبري مضامینو وړیا درس ورکوي. استاد محبوبه اکبر وايي: "زه د اسلامي امارت له‌خوا له دارالمعلمین څخه منفکه شوم، دا مې خپله وجیبه وګڼله، چې یو څه وکړم، زما له وس فقط همدا ان‌لاین تدریس پوره و." نوموړې ادعا کوي، چې طالبانو له استادۍ منفکه کړه نو ځکه کډوالۍ ته اړه شوه. اغلې اکبر په ۱۳۹۰ کې د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي له ریاضي څانګې څخه په کادر کې فارغه او د کندهار په سید جمال الدین دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې یې استادي تر لاسه کړه. په ۲۰۱۸ کال کې د هندوستان هېواد د ماسټرۍ پروګرام ته بریالۍ شوه او په هغه هېواد کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې خپل لوړې زده‌کړې بشپړې کړې. د کډوالۍ په جریان کې یې هڅه وکړه له زده‌کړو محرومو نجونو ته د ښوونې وړیا زمینه برابره کړي، چې د تېر میلادي کال د جولای میاشت راهیسې یې د خپل یوټیوپ چینل له لارې په پښتو ژبه د ریاضي، هندسې، مثلثاتو او احصایه درس پیل کړ. اغلې اکبر وايي، اوونۍ کې یې ۲ورځې ریاضي، ۱ورځ احصایه، ۱ ورځ هندسه او۱ ورځ مثلثات په ترتیب سره له ۷ ټولګي پیل کړ، چې اوس ۹ ټولګي ته رسېدلي دي. دا وايي، چې په پښتو ژبه کې يې دا تشه احساسوله نو ځکه یې تدریس په پښتو ژبه پيل کړی دی. نوموړې وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې افغان نجونې شته ستونزو ته تسلیمې نه‌شي او د علم او پوهې ډېوه یې تل په ذهنونو کې روښانه وي. اغلې محبوبه وايي: "زما موخه له دې کار دا ده چې افغانې نجونې باید هیله‌منې و اوسي، اوسنیو شته حالاتو ته بايد تسلیمې نه‌شي، افغانان دې هڅه وکړي، د دې پر ځای چې یوازې د خپګان احساس وکړي یو څه ترسره کړي. مثال ما په ډېرو کمو امکاناتو شروع وکړه، څومره چې زما وسه کېږي درسونه تشریح کووم، هیله مې ده هغه نجونې چې په کورونو کې دي، خپلو درسونو ته دې ادامه ورکړي، هیلې دې نه بایلي، ځکه که دا لړۍ یو ځلې وشلېده، بیا جوړول یې ډېر سخت کار دی، درسونو ته دې په مسلسله توګه ادامه ورکړي، تر هغې چې ښوونځي خلاصیږي." د محبوبه اکبر زده‌کوونکې کلثوم وایي، په اوونۍ کې څو ځلې کمپيوټر او انټرنیټ له خپل مشر ورور اخلي او خپلې درسونه د یو ټیوب له لارې تعقیبوي. کلثوم وايي: "زه د اتم ټولګي زده‌کوونکې وم، که ښوونځي بند نه وای، شاید اوس به زه د لسم ټولګي زده‌کوونکې وای، خو بیا مې هم حوصله ونه بایلله، ځکه وایي انسان باید تل هڅه وکړي، اوونۍ کې څو ځله له مشر ورور کمپيوټر او انټرنیټ اخلم، د استادې نوې درسونه په یوټیوب کې ګورم، لولم، له ځان سره یې تمرینات هم کوم، زه هیله لرم چې دا لړی همداسې تعقیب کړم او ارمان مې دا دی چې یو ځلې بیا ښوونځي ته ولاړه شم." فرشته د خوست ولایت اوسېدونکې او د اتم ټولګي بله زده‌کوونکې ده چې د یوټیوب له لارې د اغلې اکبر درسونه تعقیبوي، خو د برېښنا او انټرنيټ له ستونزو شکایت کوي. نوموړې وايي: "له هغه وخت راهیسې چې د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګېده، له هغه وخت تر اوسه پورې موږ د استاد محبوبه اکبر درسونه تعقیبوو، په ځانګړي ډول د ریاضي درسونه تعقیبوم، هیله لرم چې درس ته اجازه ورکړي، چې زموږ درسونه شاته پاتې نه‌شي، زموږ هېواد شاته پاتې نه‌شي، زموږ ټولنه شاته پاتې نه‌شي." طالبانو په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته پر تګ بندیز لګولی خو ډېرو استادانو او لوستو ځوانانو په ان‌لاین ډول دوی ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. افغان زده‌کوونکې د دې هڅو ملاتړ کوي او ورنه خوښې دي، خو وايي په دې برخه کې لویه ستونزه د برېښنا او انترنیټ ده، چې دوی ورته کم لاس‌رسی لري. دوی وايي، ان‌لاین زده کړې ښې دي، خو په هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نه‌شي نیولی.

28.04.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more