ازادي راډیویي مجله؛ د امریکا د یو پوهنتون په نصاب کې 'ملي اټن' شامل شو
د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې په بغلان کې له یوې ادبي غونډې خبرېږئ. په هلمند کې د ترنم سیالي ترسره شوې ده. دا به هم واورئ چې په افغانستان کې لومړني درې پښتو چاپ شوي ناولونه کوم دي. د یو شمېر نورو مطالبو تر څنګ په دې خپرونه کې له دې خبرېږئ چې د امریکا د یوه مهم پوهنتون په نصاب کې ملي اټن شامل شو. ازادي راډیويي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي د لاندې غږیز فایل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
شکریه بارکزۍ : د دوحې د غونډې په درشل کې د م.م د امنیت شورا پریکړه لیک مهم دی
د دوحې ناستې په درشل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر بندیز وغنده او د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلی چې له طالبانو سره دې د ښځو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه حساب کتاب وشي.
ايا طالبان به د ملګروملتونو نوي پرېکړهليک منلو ته غاړه کېږدي؟
د نړېوالو سازمانونو د غبرګونونو او اعلامیو سره سره ولې طالبان د نړۍ غوښتونو ته غاړه نه ږدي؟ محمد خاطر پردېس د مرکې په سر کې دغه پوښتنه د بشري حقونو له فعالې منیژې کاکړ نه مطرح کړې. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د طالبانو له لوري له دندې منفکه شوې استاده نجونو ته په انلاين بڼه وړيا تدريس کوي
د طالبانو لهخوا له دندې منفکه شوې استاده په کډوالۍ کې افغان نجونو ته په انلاین بڼه، د الجبري مضامینو وړیا درس ورکوي. استاد محبوبه اکبر وايي: "زه د اسلامي امارت لهخوا له دارالمعلمین څخه منفکه شوم، دا مې خپله وجیبه وګڼله، چې یو څه وکړم، زما له وس فقط همدا انلاین تدریس پوره و." نوموړې ادعا کوي، چې طالبانو له استادۍ منفکه کړه نو ځکه کډوالۍ ته اړه شوه. اغلې اکبر په ۱۳۹۰ کې د کندهار پوهنتون د ساینس پوهنځي له ریاضي څانګې څخه په کادر کې فارغه او د کندهار په سید جمال الدین دارالمعلمین یا د ښوونکو د روزنې په انستیتیوت کې یې استادي تر لاسه کړه. په ۲۰۱۸ کال کې د هندوستان هېواد د ماسټرۍ پروګرام ته بریالۍ شوه او په هغه هېواد کې یې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې خپل لوړې زدهکړې بشپړې کړې. د کډوالۍ په جریان کې یې هڅه وکړه له زدهکړو محرومو نجونو ته د ښوونې وړیا زمینه برابره کړي، چې د تېر میلادي کال د جولای میاشت راهیسې یې د خپل یوټیوپ چینل له لارې په پښتو ژبه د ریاضي، هندسې، مثلثاتو او احصایه درس پیل کړ. اغلې اکبر وايي، اوونۍ کې یې ۲ورځې ریاضي، ۱ورځ احصایه، ۱ ورځ هندسه او۱ ورځ مثلثات په ترتیب سره له ۷ ټولګي پیل کړ، چې اوس ۹ ټولګي ته رسېدلي دي. دا وايي، چې په پښتو ژبه کې يې دا تشه احساسوله نو ځکه یې تدریس په پښتو ژبه پيل کړی دی. نوموړې وایي، له دې کار یې موخه دا ده چې افغان نجونې شته ستونزو ته تسلیمې نهشي او د علم او پوهې ډېوه یې تل په ذهنونو کې روښانه وي. اغلې محبوبه وايي: "زما موخه له دې کار دا ده چې افغانې نجونې باید هیلهمنې و اوسي، اوسنیو شته حالاتو ته بايد تسلیمې نهشي، افغانان دې هڅه وکړي، د دې پر ځای چې یوازې د خپګان احساس وکړي یو څه ترسره کړي. مثال ما په ډېرو کمو امکاناتو شروع وکړه، څومره چې زما وسه کېږي درسونه تشریح کووم، هیله مې ده هغه نجونې چې په کورونو کې دي، خپلو درسونو ته دې ادامه ورکړي، هیلې دې نه بایلي، ځکه که دا لړۍ یو ځلې وشلېده، بیا جوړول یې ډېر سخت کار دی، درسونو ته دې په مسلسله توګه ادامه ورکړي، تر هغې چې ښوونځي خلاصیږي." د محبوبه اکبر زدهکوونکې کلثوم وایي، په اوونۍ کې څو ځلې کمپيوټر او انټرنیټ له خپل مشر ورور اخلي او خپلې درسونه د یو ټیوب له لارې تعقیبوي. کلثوم وايي: "زه د اتم ټولګي زدهکوونکې وم، که ښوونځي بند نه وای، شاید اوس به زه د لسم ټولګي زدهکوونکې وای، خو بیا مې هم حوصله ونه بایلله، ځکه وایي انسان باید تل هڅه وکړي، اوونۍ کې څو ځله له مشر ورور کمپيوټر او انټرنیټ اخلم، د استادې نوې درسونه په یوټیوب کې ګورم، لولم، له ځان سره یې تمرینات هم کوم، زه هیله لرم چې دا لړی همداسې تعقیب کړم او ارمان مې دا دی چې یو ځلې بیا ښوونځي ته ولاړه شم." فرشته د خوست ولایت اوسېدونکې او د اتم ټولګي بله زدهکوونکې ده چې د یوټیوب له لارې د اغلې اکبر درسونه تعقیبوي، خو د برېښنا او انټرنيټ له ستونزو شکایت کوي. نوموړې وايي: "له هغه وخت راهیسې چې د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګېده، له هغه وخت تر اوسه پورې موږ د استاد محبوبه اکبر درسونه تعقیبوو، په ځانګړي ډول د ریاضي درسونه تعقیبوم، هیله لرم چې درس ته اجازه ورکړي، چې زموږ درسونه شاته پاتې نهشي، زموږ هېواد شاته پاتې نهشي، زموږ ټولنه شاته پاتې نهشي." طالبانو په افغانستان کې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته پر تګ بندیز لګولی خو ډېرو استادانو او لوستو ځوانانو په انلاین ډول دوی ته د زدهکړو زمینه برابره کړې ده. افغان زدهکوونکې د دې هڅو ملاتړ کوي او ورنه خوښې دي، خو وايي په دې برخه کې لویه ستونزه د برېښنا او انترنیټ ده، چې دوی ورته کم لاسرسی لري. دوی وايي، انلاین زده کړې ښې دي، خو په هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نهشي نیولی.
د بښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د ملګروملتونو تازه پرېکړهليک منلو ته غاړه کېږدي
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار بندیز په اړه تصویب شوي پرېکړهلیک ته غبرګون ښودلی. دا پرېکړهلیک د افغانستان په وخت تېره شپه تصویب شو، چې پهکې په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو کار بندیز غندل شوی او تر څنګ یې له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي د افغان نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو ځپونکې تګلارې او کړنې ودروي. اوس د بښنې نړیوال سازمان وايي، دا اړینه ده چې طالبان د دې پرېکړهلیک منلو ته غاړه کېږدي، سمدستي په افغان نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونو او محدودیتونه لېرې کړي او تر خوا یې ټول هغه کسان چې د لاریونونو او یا هم د بشري حقونو د دفاع لپاره د څرګندونو له امله نیول شوي خوشې کړي. د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې د دې سازمان د یوې غړې جویس بوکورو له قوله لیکل شوي: "د امنیت شورا غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته لاسته راوړلو لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي او له طالبانو د مسوولو چارواکو په توګه، د ښځو او نجونو پر وړاندې د جدي او سیسټماټیکو سرغړونو له امله حساب وغواړي." خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد بیا پر افغان نجونو او ښځو لګول شويو بندیزونو سره سره وايي، دوی ژمن دي چې ټولو افغانانو ته مساوي حقوق ورکړي. نوموړی وايي: "ځینې قوانین چې د مجبوریت له وجې او د افغانستان د خلکو په غوښتنه پلي کېږي، هغه زموږ داخلي مسله ده. په هر صورت د دوی اندېښنې د درک وړ دي او زموږ ستونزې هم پر خپل ځای دي." خو تېره شپه د امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوونکو استازو د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه د ملګرو ملتونو په تاریخ کې بېساري وبلل. په دې غونډه کې د متحدهعربي اماراتو استازې لانا ذکي نُصیبه وویل، په دې پرېکړهلیک سره د نړیوالې ټولنې هغه پیغام لا روښانه شو چې نړۍ به په افغانستان کې له ټولنې د ښځو د ګوښه کولو پر وړاندې غلې پاتې نهشي. نوموړې وويل: "په پرېکړهليک کې دا هم روښانه شوې چې د افغان نجونو او ښځو له ګډون پرته په افغانستان کې ثبات، اقتصادي رغونه او سياسي پخلاينه ناشونې ده. په ورته وخت کې پرېکړهلیک دا په اثبات رسوي چې د افغانستان د تاریخ د دې څپرکي د یوې پاڼې د بدلولو لپاره د ټولو اړوندو افغان اړخونو، سیمې او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې اترې او ښکېلتیا ډېره مهمه ده." په ملګرو ملتونو د امریکا متحدهایالاتو استازې لینډا توماس هم د امنیت شورا له پرېکړې وروسته خپله خپره کړې بیانیه کې لیکلي، د دې پرېکړهلیک تصویب طالبانو ته ښکاره پیغام دی چې نړیواله ټولنه به په افغان ښځو او نجونو د دې په ټکو د لګېدلو "ظالمانه" بندیزونه د منلو نهدي. هغې زیاته کړې، پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو سختدریځه فرمانونه د افغانستان د ثبات، اقتصادي هوساینې او راتلونکي ودې مخه نیسي او ترڅنګ یې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ کوي. په ملګرو ملتونو د امریکا متحدهایالاتو استازې خپله بیانیه کې د اوسنیو ستونزو د حل په اړه د افغانانو ترمنځ د یوه ټولشموله سیاسي پروسې د پیل غوښتنه هم کړې. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو، کار، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالیتونو پراخ بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې په کور دننه او نړیواله کچه یې د دې ډلې سیاست او حکومتولي تر پوښتنې لاندې راوستې.
پر ښځو او نجونو د محدوديتونو د ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو پرېکړهليک څومره مهم دی؟
پر ښځو او نجونو د محدوديتونو ليرې کولو په اړه د ملګروملتونو امنيت شورا له لوري د پرېکړهليک تصويبول څومره مهم دي؟ د ملګروملتونو امنیت شورا بېګا د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو سره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت لهخوا لګول شویو محدودیتونه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې هغه سمدستي لیرې کړي. په دې اړه نوریاس نوري د ښځو د حقونو له فعالې شینکۍ کړوخېل سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې، ستاسو په نظر په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړهلیک څومره مهم دی او هغه څه پیغام ورکولای شي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
ملګري ملتونه: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونه ژر تر ژره ليرې کړي
د ملګروملتونو پرېکړهلیک په افغانستان کې د ملګروملتونو په ادارو کې له کار کولو د ښځو را ګرځول غندي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ځپنې په اړه خپلې پرېکړې سمدستي بېرته واخلي. په دغه پریکړهلیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه او د ملګروملتونو د امنیت شورا په یوه خوله بیګا تصویب کړ، ویل شوي چې روانه میاشت د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو لهخوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې ياد پرېکړهلیک همدارنګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بې ساري بللي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر لازمي رول یې ټینګار کړی دی. د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ښځې د ملګروملتونو په ګډون په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع شوې او پر نجونو او ښځو هم له شپږم ټولګي پورته په منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو بندیز لګول شوی دی. دغه راز پر ښځو پارکونو، عمومي حمامونو ته په تلو او د سفر کولو په برخه کې هم یو لړ محدودیتونه لګول شوې دي. د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د غندنې لپاره د ملګروملتونو امنیت شورا دغه پرېکړهلیک داسې مهال صادروي چې ټاکل شوې، د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مشرۍ د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. په دې دوه دورځنۍ غونډه کې به د ملګروملتونو د ادارو چارواکي او د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو اوسازمانونو ځانګړي استازي ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف روانه اوونۍ تایید کړه چې په دوحه کې د افغانستان په اړه په را روانه غونډه کې ګډون کوي. خو هغه دا هم ویلي چې روسیه له دې غونډې ډېره تمه نهلري، ځکه د ده په وینا د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرش غواړي د سیمې د بېلابېلو هېوادونو د تګلارو ترمنځ انډول وساتي. د ملګروملتونو ویاندویانو ویلي، د دوحې په غونډه کې به د افغانستان د روانو ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وشي.
د دوحې غونډه؛ افغان مېرمنو ته پهکې د ګډون غوښتنه شوې
دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې افغان مېرمنو ته د ګډون غوښتنه. په دوحه کې د افغانستان په اړه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د ځانګړيو استازو د غونډې په درشل کې چې د مې په لومړۍ او دویمه نېټه به په دوحه کې ترسره شي، د ښځو، سولې او امنیت کاري ډله وايي، چې افغان مېرمنې باید د دغې غونډې په پرېکړو کې حضور ولري. ياده موسسه چې د بښنې نړیوال سازمان، د ښځو د نړیوالې سولې شبکې، د بشري حقونو د څار ادارې او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو نړیوالې ټولنې په ګډون، له ۱۲ نړیوالو سازمانونو څخه جوړه ده، چهارشنبې د ۱۴۰۲ لمريز کال د غويي میاشتې په ۶ مه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش ته یو لیک استولی او له هغه یې غوښتي، چې د افغان ښځو استازو ته د ښځو حقونو فعالانو، مدني فعالانو او ښځینه رهبرانو په ګډون دا فرصت ورکړل شي چې په ياده غونډه کې ګډون وکړي. دوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په راتلونکو ګامونو کې د افغان ښځو بشپړ، مساوي، با معنا او بنسټیزې ونډې ډاډ ورکړي. په دغه لیک کې ویل شوي، په دې غونډه کې د ښځو له معقول حضور پرته به یې پایلې او پرېکړې نا مشروع وي. په لیک کې راغلي، د افغانستان مسئله د ملګرو ملتونو لپاره یو فرصت دی چې ثابته کړي، د افغان ښځو حقونه د مذاکراتو وړ نهدي او هغه افغانې ښځې چې هره ورځ د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا مبارزه کوي د ملګرو ملتونو ملاتړ ته اړتیا لري. په همدې حال کې د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به پر دې خبرې وشي، چې دغه سازمان به د افغانستان د کړکېچ په اړه څه وکړي او د دې هېواد او طالبانو راتلونکې به څه وي؟ خو هغې وويل چې دې کنفرانس ته تر اوسه هیڅ ښځه نهده بلل شوې. د دې تر څنګ د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د افغانستان په هره مسئله او پرېکړه کې د ښځو رول او حضور مهم او اړین بولي او د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان مېرمنو نه بلل کېدل د اندېښنې وړ بولي. د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې او یو له لاریون کوونکو څخه راضيې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل، د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ښځو نه ګډون د افغان ښځو د ملاتړ نشتوالی په ګوته کوي. هغې وويل: "ښځو د طالبانو په حاکمیت کې تر ټولو ډېر تاوان او قرباني ورکړې، نو د داسې غونډو جوړول، په خلکو او ښځو ظلم دی. د افغانستان ښځو نشتوالی په دغو غونډو کې ددې ښکارندويي کوي چې نړۍ د بشري حقونو شعار او د بشري حقونو څخه د دفاع تر څنګ نهده ولاړه او د خپلې ګټې لپاره کولای شي د ترهګرۍ او انسان ستیزۍ تر څنګ ودریږي." په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، دا چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون حق نهلري، د خواشینۍ وړ موضوع ده. اغلې بارکزۍ وويل: "هر هغه موضوع چې د افغانستان او د افغانانو په اړه وي، د افغان مېرمنو شتون هلته حتمي او لازمي دی. زه خواشینې یم چې د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې، د ښځو هیڅ یوه ډله نهده بلل شوې چې راشي او خپلې ستونزې ووایي." ملګرو ملتونو د دوحې په غونډه کې د افغان ښځو یا د هغوی د استازو د حضور یا نهشتون په اړه څه نهدي ویلي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش په کوربهتوب د ملګرو ملتونو غونډه د مې په لومړۍ او دوهمه نېټه د تړلو دروازو تر شا وروسته له هغې جوړیږي چې، طالبانو د دغې موسسې د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو بندیز لګولی.
سپورټي خبرونه
د فوټبال ملي ټیم لپاره نوی روزونکی ټاکل شوی. منچستر سیټي ټیم ارسنال لوبډله ماته کړه. دا او ځینې نور مهم ورزشي خبرونه دلته وګورئ.
د سوډان په جګړه کې ایسار افغانان را ایستل کېږي.
کابو ۱۲۰ افغانان د سوډان په جګړه کې ایسار شوي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي له دې ډلې ځینې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په همکارۍ جدې ښار ته لیږدول شوي دي. لسګونه زره امریکایان او د نورو هېوادونو اوسیدونکي لا هم په سوډان کې ایسار پاتې دي. . صفي الله ستانکزی او نور جزییات
امنيت شورا نن له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د ښځو په اړه خپله تګلاره بدله کړي
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت له لوري د ملګرو ملتونو اړوند ادارو په ګډون په ټولو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو په کار بندیز پر خپل ځای دی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د دغه بندیز د غندنې لپاره رایه اچونه کوي. په دې اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسوده چې ټاکل شوې نن رایې پرې واخیستل شي، متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې او یوه کاپي یې روېټرز خبري اژانس ترلاسه کړې ده. د پرېکړهلیک په دې مسوده کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو خلاف بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټول تاریخ کې بېساري بلل شوي او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو پر رول ټینګار شوی دی. د پرېکړهلیک مسوده کې دغه راز راغلي، د ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو پر کار بندیز د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په معنا دي. د روېټرز په راپور کې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د دایمي استازې لانا ذکي له قوله راغلي چې پر ښځو دا ډول بندیزونه په افغانستان کې ښايي د ملګرو ملتونو فعالیتونه اغېزمن کړي، ځکه خو باید امنیت شورا غلې پاتې نهشي. د راپور له مخې، ډیپلوماتان وايي پوره باور لري چې دا پرېکړهلیک به په یوه خوله تصویب شي. خو د بشر حقونو څار سازمان په خپل یو نوي بیان کې ویلي چې: "له بده مرغه له طالبانو سره په چال چلند کې د ځانګړو استازو ترمنځ اختلاف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د اختلاف ښکارندويي کوي." بیان کې د بشر حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن له قوله ویل شوي چې چین، روسیه او جاپان له ملګرو ملتونو غواړي چې پر مرستو او د افغانستان پر اقتصادي کړکېچ تمرکز وکړي، خو په وینا یې امریکا، برېتانیا او فرانسې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو په وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی. مېرمن ګاسمن د افغانستان په چارو کې د دغو هېوادونو له استازو غوښتي چې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره دې په خپل دریځ ټینګ ودرېږي. پاتریشیا ګاسمن دغهراز په دوحه کې د مې میاشتې د لومړۍ نېټې غونډې ته په اشارې ویلي چې، په دې ناسته کې به په دې هم بحث وشي چې د طالبانو لهخوا د بشري مرستو پر رسولو له رامنځته شویو محدودیونو سره څنګه چلند وشي. د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه به د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه د یوې لویې غونډې کوربهتوب وکړي. په دې غونډه کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بندو دروازو تر شا ترسره کېږي د بېلابېلو هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو لا معلومه نهده چې طالبانو ته پهکې د ګډون حق ورکړل شوی او کنه. په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روانې اپرېل میاشتې په ۶مه د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، که څه هم د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو دا بندیز وغنده او طالبانو تهیې خبرداري ورکړل چې باید خپله پرېکړه بېرته واخلي، خو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې کوم بدلون نهدی راغلی. طالبانو تازه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نهکړې خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار بندیز د افغانستان د کورني ارزښت مسله ده چې ټول اړخونه باید ورته درناوی وکړي. د بشر حقونو څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن وايي، د افغانستان په چارو کې بهرني ځانګړي استازي په دې غونډه کې له دوه انتخابونو سره مخ دي یا باید له افغانستانه د ملګرو ملتونو سازمان بشپړ وتل انتخاب کړي او یا هم د طالبانو په رسمیت پېژندل، خو هغې تمه ښودلې چې دوی به د بحثونو پر مهال یوه مناسبه حللاره پیدا کړي. څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد ویلي و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربهتوب د دوحې په ناسته کې به د طالبانو حکومت د په رسمیت پېژندنې د شرایطو په اړه هم بحثونه وشي، خو په دې اړه تر پراخو غبرګونونو وروسته ملګرو ملتونو دا موضوع رد کړه.
ملګروملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو ليک: طالبان په رسميت مه پېژنئ
ملګرو ملتونو ته د افغان معترضو مېرمنو سرخلاصی ليک. په یوه سر خلاصي لیک کې چې یو شمېر مدني او د بشر د حقونو فعالانو او د اعتراض کوونکو ښځو د غورځنګونو د غړو لهخوا ملګرو ملتونو سازمان ته لیکل شوی، د طالبانو په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په خوندیتوب او ملاتړ ټینګار شوی دی. دغه لیک پرون د سهشنبې په ورځ په ټولنیزو پاڼو کې خپور شوی او په هېواد کې دننه او بهر له سلو زیاتو کسانو لاسلیک کړی دی. په دغه لیک کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د بحث د شرایطو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالې امینه محمد څرګندونو ته اشاره شوې او له یاد سازمان غوښتنه شوې، چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او خپلو اصولو ته د ژمن و اوسي. خو د ملګرو ملتونو ویاند په دوحه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې موضوع رد کړې ده. په لیک کې دا هم لیکل شوي، پر طالبانو دې فشار راوړل شي، چې په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د معترضو ښځو د خود جوشه غورځنک بنسټ اېښودونکې او د ښځو د حقونو فعاله لیلا بسیم چې د لیک په لیکلو کې یې هم برخه درلوده، ازادي راډيو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د ملګرې ملتونو سازمان او هر بل بنسټ ته دا ور یاده کړي، چې د افغانستان ښځو ته پام وکړي. نوموړې وايي: "موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو وضیعت ته دې ډېره پاملرنه ولري، یوازې د خواشینۍ څرګندول بسنه نهکوي، افغانې ښځې له زده کړو، تعیلم او له خپل ټولو حقونو محرومې شوې دي." په ورته وخت کې د ښځو د حقونو فعاله مونسه مبارز وايي، که څه هم ملګروملتونه سازمان ته ډېر لیکونه لیک شوي دي، خو په خبره یې غوښتنې یو شان دي او باید ملګري ملتونه او د بشر د حقونو بنسټونه دې موضوع ته پام وکړي. اغلې مبارز ازادي راډيو ته وویل: "ټول هغه لیکونه چې نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو سازمان ته له بېلابېلو ادرسونو لېږل کېږي، یو واحد پیغام لري. طالبان په رسمیت مه پېژنئ، ورسره معامله مه کوي، د افغانو د ښځو تر څنګ د ودرېږئ، د افغانستان د خلکو د بشري او برابرو حقونو او دغه شان د دوی له ازادۍ څخه ملاتړ وکړئ، له ټولشموله جوړښت ملاتړ وکړئ، ښځې باید په ټولنیز جوړښت کې برخه ولري، په افغانستان کې له برابري باید ملاتړ شي." د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې. د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي، لکه په دولتي او نادولتي مؤسسو کې د دوی پر کار کولو، له منځني ښوونځي پورته تر پوهنتونه د دوی پر تګ او ګڼ نور محدودیتونه چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.
ازادي راډيويي مجله؛ افغانان ولې له کتاب لوست سره ډېره علاقه نهلري؟
د کتاب نړيواله ورځ، خو ولې افغانان له کتاب لوست سره مينه نهلري؟ د سراج الاخبار ټوله پښتو په نوم د کتاب له ليکوال زرين انځور سره خبرې. دغه راز د نړۍ د ستر کتابتون په اړه د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمود مرهون مالومات راکوي او د اختر په خوښيو کې کوژدنو ته د افغانانو د جوړو وړلو د دود په اړه راپور درته لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
مثلث؛ اختر په افغانستان و پاکستان کې
په افغانستان او پاکستان کې سږکال اختر په داسې وخت کې راغلی دی چې لوږه او بیکاري په دې دوو هیوادو کې زیاته شوې ده نو یوشمیر کورنۍ نه دې توانیدلي چې اختر وکړي، ځینو بیا میلې جوړې کړې دي. د مثلث په دې خپرونه کې مو د دریو هیوادو له اختره خبروو
د اختري وړلو دود؛ يو شمېر کوژده شوې جوړې: له ډېرو لګښتونو بايد ډډه وشي
ځینې کوژده شوې جوړې غواړي چې د اختري وړلو په مراسمو کې د زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي. سید عالم ارباب زاده ۲۵ کلن او د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، له کوژدې یې دوه میاشتې تېرې شوې دي. هغه وايي، چې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د هلک کورنۍ ته ستونزمنه ده، په نوروزي او اختري وړلو، ډېرې پیسې ولګوي. هغه ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید د دا ډول مراسمو په ترسره کولو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي. ښاغلی ارباب وايي: "نوی کال لرو، کوچنی اختر لرو، لوی اختر لرو. په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. د دې ترڅنګ باید یو محفل هم ترسره کړو. په اخترونو کې هم باید ورته کار وشي، چې موږ د دې توان نهلرو. ان ځينې خلک واده نهشي کولای، ځکه په هغه کال کې چې داسې مراسم او محفل ترسره کېږي، واده ته پیسه نه پاتې کېږي." د سمنګان ولایت اوسېدونکې، ۲۴ کلنه کوکي سادات او د سید عالم ارباب زاده نامزادې ازادي راډیو ته وویل، هغه لګښتونه چې کورنۍ یې اوس د اختر په مراسمو کې لګوي د اختر اصلي فرهنګ نهدی. نوموړې وايي: "زما له هېوادوالو څخه غوښتنه دا ده چې په نوروز، روژې او لوی اختر کې له زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي، هغه دودونه چې اوس مهال خلک لري، چې په لوی لاس لګښت کوي، دا زموږ په کلتور کې نهشته." په همدې حال کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى صالح عطازاده وايي، چې د خپلې نامزادې لپاره د اختري وړلو مخالف نهدى، خو په لګښتونه کې بايد اسراف ونهشي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د نوروزي او اختري وړلو دود د افغانانو په منځ کې عام دی، نجلۍ ډېره خوشاله وي، کله چې ورته اختری ورکول کېږي، ځکه د خویندو او خپلوانو تر منځ يې قدر زیاتیږي. خو له زیات لګښت څخه باید ډډه وشي، داسې څه باید واخیستل شي، چې هم کورنۍ خوشحاله وي هم موږ." د بلخ ولايت اوسېدونکې ګوزل اوزګور وايي، چې په دغه ولايت کې د هلکانو او نجونو کورنۍ د اختر په ورځ يو بل ته اختری وړي. د ګوزل په وینا، که څه هم دا لومړی اختری دی چې د خپل نامزاد له کورنۍ څخه یې ترلاسه کوي، خو د دې په وینا کولای شو په یوې کوچنۍ ډالۍ چې ارزښت یې مهم وي هم یو بل خوشحاله کړو. نوموړې وايي: "که څه هم دا زما د کوژدې لومړی کال دی، یعنې دا لومړی اختری دی چې د نجلۍ او هلک دواړو کورنیو لهخوا یو بل ته وړل کېږي، خو زه د دې طرفداره نه یم چې د افغانستان په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، بې ځایه مصرف وشي، او یا ډېره قیمتي ډالۍ واخیستل شي. هو، که وړه ډالۍ هم وي، د نجلۍ او یا هلک لهخوا، ارزښت یې د قېمت په پرتله مهم دی." د اختري وړلو په مراسمو کې د هلک کورنۍ خپلې ناوې ته جامې، د ارایش سامان، وچه او تازه مېوه، کیک او کلچه ډالۍ کوي. له بلې خوا د نجلۍ کورنۍ هم د هلک کورنۍ ته روغن جوشي او جوش کړې هګۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکوي او په ځينو ولايتونو کې د زوم لپاره جامې هم چمتو کېږي. دا دودونه، هر ولایت او سيمې کلتور ته په کتو سره توپیر لري. خو یو شمېر کوژده شوې جوړې وايي، دا مراسم په دې وروستیو کې له خپل دودیز بڼې څخه د کورنیو تر منځ په یو ډول رقابت بدل شوي دي. دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتو باید کورنۍ د جامو او نورو قیمتي سوغاتو په اخیستلو مالي زیان ونه ویني، بلکې د یوې وړې ډالۍ په اخیستلو سره چې معنوي ارزښت ولري هم کولای شي د اختر دود ترسره کړي.