ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په غزني کې د سیمه ییزې اردو پر غړیو برید

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو په وروستیو ګڼو کې د غزني په قره باغ ولسوالي کې د سیمه ییزې اردو د یوه عسکر له لوري پر نورو سرتېرو د حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده. په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یو شمېر سرتېري ووژل شول. نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبان د وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۲ تنه ښيي خو دفاع وزارت ازادي راډیو ته د ۹ تنو وژل کېدا تایید کړه. ورځپاڼه وايي چې په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یوه سرتېري خپل ټول ملګري وژلي، وسلې، مهمات او هاموې موټر یې ورسره وړي او طالبانو ته سپارلي دي. نیویارک ټایمز وايي چې دې کار د سیمه ییزې اردو د کار په اغېزمنتیا کې پوښتنې پورته کړي دي. د ورځپاڼې پر اساس، له یوې خوا دا اردو مهمه ده ځکه وروسته له دې چې ملي اردو سیمې له طالبانو تصفیه کوي، د هغو د امنیت او ساتنې مسوولیت سیمه ییزې اردو ته سپاري، خو له دې سره په یو وخت د دغو ځواکونو د ګومارلو او تفتیش پروسه ډېره جدي نه ده او په اسانه پکې نفوذ کېدای شي نو دا ډول پېښې بیا هم تکرار کېدای شي. د افغان چارواکو په وینا د سیمه ییزې اردو د غړیو شمېر ۷ زرو ته رسېږي او دا کسان د ملي اردو له لوري روزل کېږي چې خپلې سیمې یا د طالبانو له کنټروله ازادې شوې سیمې وساتي. ډیجټل ژورنال خپرونې په وروستۍ ګڼه کې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی: (افغانان د طالبانو په شان له بهرنیو ځواکونو وېره لري، خو دوی د طالبانو ډېر لږ ملاتړ کوي.) خپرونې د ایشا فونډېشن وروستۍ سروې ته اشاره کوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې د جولای له لومړۍ د اګست تر اوومې پورې کړې او په لړ کې یې له ۱۷ زره افغانانو څخه پوښتنې کړي دي. له دې نظرپوښتنې څخه څرګندېږي، چې د افغانانو لوی اکثریت د سولې پروسې ته هیله من دي او په سلو کې ۸۹ پوښتل شویو د سولې د اوسنیو خبرو ملاتړ کړی دی. تر ۵۳ فیصده ډېرو پوښتل شویو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې په پروسه کې مهم عنصر نه دی. لږ شمېر پوښتل شویو د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی خو تر ۵۳ سلنې ډېرو ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني پر حکومت باور لري او د سولې په خبرو کې د دغه حکومت د ګډون غوښتونکي دي. د ایشیا فونډېشن له سروې داسې ښکاري چې په سلو کې ۱۳ افغانان د طالبانو ملاتړ کوي.

15.12.2019 ازادي راډیو

'په ارګ او سپیدار ماڼۍ کې د غني او عبدالله ټاکنیزې ناستې د قانون خلاف دي'

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه او حقوق پوهان په انتخاباتي مسایلو کې د ملي یووالي حکومت د رهبرانو له لوري له دولتي امکاناتو استفاده د قانون خلاف بولي.

14.12.2019 ازادي راډیو

د ټاکنو کمېسیون اوو پاتې ولایتونو کې یکشنبې د رأیو بیاشمېرنه پيلوي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې تر موافقې وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د یکشنبې په ورځ به په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیل کړي.

14.12.2019 ازادي راډیو

عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنې ته اجازه ورکړي

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړي چې سر له سبا يکشنبې (قوس ۲۴مه) په اوو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش ترسره کړي.

14.12.2019 ازادي راډیو

ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشورتي ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالي رأیو په اړه د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو له استازیو سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشورتي ناسته بې نتیجې پاې ته ورسېده.

13.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو - نړۍ مهم خبرونه

په بګرام هوایي اډې د طالبانو تر برید وروسته د امریکا او طالبانو خبرې ځنډیدلي او خلیلزاد پاکستان ته تللی. د بریټانیا د صدراعظم بوریس جانسن محافظه کاره ګوند د پارلمان اکثره څوکۍ وګټلې. مکسیکو کې چاغو پولیسو ته د روزنې پروګرام نیول شوی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

13.12.2019 ازادي راډیو

په مینې او ژوند مین شاعر افګار بخاري

په مینې او ژوند مین شاعر افګار بخاري له مینې او ژونده بې برخې شو.

13.12.2019 ازادي راډیو

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا دفاع وزارت وايي له افغانستانه د یو شمېر سرتیرو په ایستلو غور کوي. په بریټانیا کې نن پنجشنبه پارلماني انتخابات وشول. په نیویارک کې د کریسمس د جشن لپاره د نڅا پروګرام جوړیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

12.12.2019 ازادي راډیو

د ماشومانو د حقونو تصویب شوي قانون پر سر ولسي جرګه کې اعتراضونه

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.

11.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

نن بګرام هوايي ډګر ته نیږدې په چاودنه کې یوه ښځه ووژل شوه او تر اتیا کسانو نور ټپيان شول. د پاکستان یوې محکمې نن حافظ سعید د تروریستي فعالیتونو په تمویل تورن کړ. د تیتسو ناکامورا مړی په جاپان کې خاورو ته وسپارل شو. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.

11.12.2019 ازادي راډیو

اصغر افغان بېرته د کرکټ لوبډلې کپتان شو، ګلبدین نایب یې مخالفت کړی

د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکلی، خو دغې پرېکړې ځینې مخالفتونه هم راپارولي دي.

11.12.2019 ازادي راډیو

'پر بګرام هوايي اډې برید کې له ۳۰ تنو زیات تپیان شوي'

د قاطع ملاتړ مأموریت یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو بریدګرو دغه روغتیايي مرکز ته چې د سیمې خلکو ته‌یې خدمات وړاندې کول سخت زیان رسولی دی.

11.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

یو مخکښ امریکایي سناتور وایي، د افغانستان جګړه به په څو اونیو کې ختمه شي خو شرط دا دی چې پاکستان د طالبانو پناهځایونه بند کړي. په دې خبرې ټولګه کې همداراز په هند کې مظاهرې درښکاره کوو او د نړۍ تر ټولو ځوانه صدراعظمه. تایلنډي مساژ به هم وګورئ.

10.12.2019 ازادي راډیو

پیري مایدون: د ټاکنو د پایلو ځنډول د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې سفیر پیري مایدون وايي، د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

10.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تیتسو ناکامورا مړی نن د جاپان فوکوکای ښار ته ورسېد. مالیزیا د پولیو لومړۍ پېښه ثبت کړې ده. د سږ کال د ښایست ملکه یوه جنوبي افریقايي شوه. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

09.12.2019 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more