ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ټاکنو کمېسیون: نور له معترضو ټاکنیزو ډلو سره د مذاکراتو وخت نه لرو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی نور وخت نه لري چې له معترضو ټاکنیزو ډلو سره مذاکره وکړي.

09.12.2019 ازادي راډیو

د شکایتونو کمېسیون: له اسنادو او شواهدو پرته شکایتونه نه څېړو

وروسته له هغې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۲۵۰۰ هغه موقتو کارکونکو لست د څېړنو په هدف شکایتونو کمیسیون ته واستوه چې په دنده کې په غفلت تورن شوي د شکایتونو کمیسیون ټینګار کوي چې له اسنادو او شواهدو پرته به شکایتونه ونه څېړي.

09.12.2019 ازادي راډیو

د ټاکنیزو جنجالونو د حل لپاره د ټاکنو کمېسیون او ښکېلو غاړو ناسته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو ستونزو د حل په هدف له سیاسي ګوندونو مدني ټولنو، د نوماندانو له استازو د څار له ملي او نړیوالو بنسټونو او بهرنیو مرستندویو ادارو سره معلوماتي غونډه جوړه کړې وه.

08.12.2019 ازادي راډیو

د جمعیت ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ژر اعلان وغوښت

 د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند یوې څانګې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه وکړه.

07.12.2019 ازادي راډیو

"په کابل کې د تنفسي ناروغیو یو عمده لامل اوسمهال د هوا ککړتیا ده"

د حقیقت څه دی د دې اونۍ په خپرونه کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا پر موضوع غږیدلي یو.

07.12.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو وګورئ

د افغانستان جاپاني خدمتګار ډاکتر تیتسو ناکامورا ښځه او لور کابل ته تللي او د هغه مړی جاپان ته وړي. ډونالډ ټرمپ وايي د مظاهره چیانو په ځپلو سره د ایران رژیم وحشیانه کار کړی. په عراق کې تر مظاهرو وروسته د نجف اوسیدونکو خپل ښار پاک کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

06.12.2019 ازادي راډیو

حکمتیار: د ملت له رأیو د دفاع لپاره به له هېڅ اقدام څخه درېغ ونه کړو

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته ځي، باید ترې وړاندې لنډمهالی یا موقت حکومت جوړ شي.

06.12.2019 ازادي راډیو

ریاض تسنیم په ټولنیز نقد کې د خوشحال خټک پیرو شاعر و

د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:  

06.12.2019 ازادي راډیو

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي ستوډیو

زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو او د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د هڅو د ملاتړ پخاطر کابل او دوحې ته سفر پیل کړی. په فرانسه کې میلیونونه دولتي کارکوونکو اعتصاب پيل کړی. هندۍ اداکاره عالیه بټ د رواني روغتیا د پوهاوي دلوړولوپه هڅه کې ده. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

05.12.2019 ازادي راډیو

نبیل: ټاکنې بن بست سره مخ دي، د ملي مصالحې حکومت دې جوړ شي

د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وايي، سوله او ټاکنې له بن بست سره مخ شوي او له همدې کبله باید په افغانستان کې د مصالحې یا سولې په نامه حکومت جوړ شي.

05.12.2019 ازادي راډیو

ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنو کمېسیون د راتلونکې اوونۍ یوه مشورتي ناسته جوړوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنیزو جنجالونو د حل په هدف یې د څارونکو بنسټونو، ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو استازي یوې ناستې ته وربللي دي.

05.12.2019 ازادي راډیو

تر ۷ کلونو بند وروسته "سترې محکمې د یوه لیکوال د قضیې بیا ارزولو حکم کړی"

د افغان لېکوال زمان احمدي مدافع وکیل وایي، سترې محکمې د نوموړي د قضیې په اړه د ابتدائیه محکمې د حکم د لغوه کېدو امر کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي قضیه دې له سره بیا وڅیړل شي.

04.12.2019 ازادي راډیو

ازادي ستډیو ـ د نړۍ تازه خبرونه

په جلال آباد کې د جاپاني ډاکټرد وژلو په وړاندې غبرګونونه د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ژر اعلانولو لپاره د ناتو د ملکي استازي تاکید په جنوبي کوریا کې تراوبو لاندې د نڅا ننداره دا او نورپه زړه پورې خبرونه په دې خبري ټولګۍ کې لیدلی شئ

04.12.2019 ازادي راډیو

د افغانستان د ټاکنو پر کمېسیون د څارونکو بنسټونو نیوکه

په افغانستان د ټاکنو څارونکې ادارې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کمزوري مدیریت تورنوي او له دغه کمېسیون څخه غواړي چې د روان بحران د حل لپاره دې د انتخاباتي ټکټونو، څارونکو ادارو، نړیوالې ټولنې او سیاسي ګوندونو یوه مشترکه ناسته راوبلل شي.

04.12.2019 ازادي راډیو

ازادي سټوډیو

په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمیر کم شي. د ناټو په سرمشریزه کې به د افغانستان مساله وڅیړل شي، ایران وایي په مظاهرو کې یې لږ کسان وژل شوي او له دې به مو هم خبر کړو چې فوټبالر مسي د جایزو نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.

03.12.2019 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more