ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ارزګان: د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ دښمني پای ته ورسېده.  د یادوکورنیو د روغې جوړې لپاره دا مراسم تېره شپه ناوخته د مرکز ترینکوټ ښار څلورمه ناحیه کې جوړ شوي وو.  په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:  

25.09.2023 ازادي راډیو

هغه کورنۍ، چې د ورځې یونیم سل افغانۍ عاید او ۵ معلول غړي لري

د دې کورنۍ نفقه یوه سبزي پلورونکي ته ور غاړې ده. دا کورنۍ د میلیونونو هغو افغان کورنیو له ډلې ده، چې ورځ تر بلې زیاتیدونکی بشري ناورین او کمیدونکې نړیوالې ورځې یې نور هم د ژوند ستونزې ور زیاتوي. د دوی کیسه په دې راپور کې ووینئ:

25.09.2023 ازادي راډیو

زهرو کاروان؛ ملګرو ملتونو له کیمیاوي نشه یي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف جوړ کړی

د زهرو کاروان په دې خپرونه کې د ملګرو ملتونو لخوا له کیمیاوي نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره د نړیوال ایتلاف د جوړولو په اړه جزیات درکوو. په یوه راپور کې اورئ، چې په نورستان ولایت کې د معتادینو شمیر ډېر شوی. په یوه مرکه کې مو له متخصص ډاکټره پوښتلي، چې ولې معتادین د بواسیر په ناروغۍ اخته کیږي؟  د خپرونې په دوام په زړه پورې ډرامه اوریدلی شئ. د خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:  

25.09.2023 ازادي راډیو

این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

24.09.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

24.09.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

24.09.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

تر شنه اسمان لاندې (تکرار)

24.09.2023 ازادي راډیو

اسیایي سیالۍ؛ افغانې لوبغاړې خپل ملي بیرغ پکې ورپاوه

د چین په کوربه توب، د اسیا ورزشي سیالیو ته ورغلې یوې افغانې لوبغاړې خپل ملي بیرغ ورسره ولېږادوه. په دې سیالیو کې ۸۰ تنه افغان لوبغاړي ګډون لري. طالبان ښځو ته د ورزش اجازه نه ورکوي، خو ورغلې ښځینه لوبغاړې بهر مېشتې دي. له افغانستان څخه نارینه لوبغاړي دغو سیالیو ته ورغلي.

24.09.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود

زیر آسمان کبود

23.09.2023 ازادي راډیو

تر شنه اسمان لاندې

تر شنه اسمان لاندې

23.09.2023 ازادي راډیو

سادات: له هېواده د لوستو ځوانانو وتل غمیزه ده

د ازادۍ مېلمه پروګرام کې نن له سید خالد سادات سره خبرې شوي، چې په افغانستان کې د پوهنتون استاد و، خو اوس د امریکا په متحدو ایالتونو کې د جلاوطنۍ شپې سبا کوي. د پروګرام د اوریدو لپاره دا لېنک پرانیزئ:  

23.09.2023 ازادي راډیو

نوابي: د افغان ځوانانو غږ به اوچتوم

د ازادی میلمه پروګرام کې نن په اروپا کې مېشت مدني فعال فیصل نوابي سره خبرې شوي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان او افغان ځوانانو په ملاتړ په لاریونونو او پروګرامونو کې برخه اخلي. د پروګرام د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:  

23.09.2023 ازادي راډیو

مثلث: په افغانستان او پاکستان کې له سیاسي فعالانو سره څه چلند کیږي؟

یوناما د سپتمبر په شلمه په یوه راپور کې وویل چې تر شپاړس سوه ډیرې داسې قضیې یې ثبت کړې دي چې طالبانو په زندانونو کې خلک شکنجه کړې دي. په پاکستان کې بیا د پښتون ژغورنې د غورځنګ، تحریک انصاف او دولت مخالفه بلوچانو په زرګونو کسان زنداني دي. په دې اړه دلته بحث لیدلی او اوریدلی شئ

23.09.2023 ازادي راډیو

يو شمېر هلمندیان: له زده کړو د لوڼو محرومیت وطن پرېښودو ته اړ ويستي یوو

د هلمند ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې پر واکمنو طالبانو غږ وکړ، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازي خلاصې کړي.  په دغه ولایت کې د یو شمېر ښځينه  زده کونکو د کورنۍ غړي وايي، له هغه ورسته چې طالبانو د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي، دوی په رواني ناروغۍ اخته شوي او د افغانستان څخه د وتلو په لټه کې دي.  د هلمند اوسیدونکې پر داسي مهال د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو د تړل کیدو دوه کال پوره شول.  په دې اړه نور حال زموږ د همکار په راپور کې، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اوريدل کیدای شي:  

23.09.2023 ازادي راډیو

زیر آسمان کبود (تکرار)

زیر آسمان کبود (تکرار)

22.09.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more