ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ګرځندوی تاریخ تر کومه رسېږي؟

د ازادي راډیو اوونیزه 'ژوند په شېیو کې' پروګرام د ګرځندوی تاریخچې ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛ د ګرځندوی تاریخ تر کومه رسېږي؟ او اوس په څه حالت کې دي؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:  

30.09.2020 ازادي راډیو

پر لوکاشینکا فشارونه؛ کاناډا او بریتانیا د بلاروس پر چارواکو بندیزونه اعلان کړل

په بلاروس کې پر الکساندر لوکاشینکا چې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، د نړیوالو فشارونه پر زیاتېدو دي. په داسې حال کې ده چې نړیوال فشارونه د بلاروس د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اړه په زیاتېدو دي او هم د اپوزېسیون د غړو، رسنیو او د مظاهره کوونکو په وړاندې د پولیسو ځپونکي اقدامات دوام لري، کاناډا او بریتانیا د الکساندر لوکاشینکا په ګډون د بلاروس پر یو شمېر جګپوړو چارواکو بندیزونه اعلان کړل. د دغو نویو بندیزونو له مخې چې کاناډا او بریتانیا پرون سې شنبه اعلان کړل، د په نښه شویو چارواکو پر سفر بندیز لګول کېږي او شتمني یې کنګل کېږي. دواړو هېوادونو ویلي چې په دغه اقدام سره غواړي د لوکاشینکا مستبد او متقلب رژیم ته یو واضح پیغام ورکړي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب وویل، موږ هغوی مسؤل بولو چې د بلاروس د خلکو په وړاندې یې بدمعاشان ګومارلي او له هغوی سره به حساب کتاب کوو او موږ به د ډیموکراسۍ او د بشري حقونو د ارزښتونو لپاره ودرېږو. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې زیاته کړې چې د اګسټ میاشتې د درغلیو ډکو انتخاباتو راهیسې د عامو خلکو د اعتراضونو او د اپوزېسیون ډلو د فعالیتو په وړاندې د بلاروس حکومت یو منظم ځپونکي او له دولتي ملاتړه برخه‌من له تشدده ډک کمپاین پیل کړی دی. په دغو نویو بندیزونو کې چې کاناډا او بریتانیا اعلان کړي، لوکاشینکا، د هغه زوی ویکتور، د ولسمشرۍ د دفتر مشره ایهارسیارهینکه، د کورنیو چارو وزیر ییرې کاراییف، د کورنیو چارو وزارت مرستیالان ییر الکساندر بارسولکوف او ییری نازارنکه، د کورنیو ځواکونو مرستیال قوماندان خازالبیک اتابیکاو او د مېنسک د بلوا ضد پولیسو مشر دیمیتري بالابا شامل دي. دغه بندیزونه څو ساعته وروسته له هغې لګول کېږي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ژمنه وکړه چې اروپا به د بلاروس د سیاسي بحران له منځګړیتوب سره مرسته وکړي. هغه دغه ژمنه په لتوانیا کې د بلاروس د اپوزېسیون له مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا سره چې ځان د بلاروس د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو ګټونکې بولي، له کتنې وروسته وکړه. ښاغلي مکرون د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمانه وغوښتل چې په بلاروس کې مداخله وکړي. په بلاروس کې د اګسټ د نهمې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته پرله‌پسې پراخې مظاهرې روانې دي چې په‌کې د سلګونه کسانو د نیول کېدو راپورونه ورکول شوي دي. لوکاشینکا چې د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، لوېدیځ دولتونو له دې ډډه کړې چې نوموړی د دې هېواد د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني. دغو دولتونو له لوکاشینکا غوښتي چې د واک د انتقال لپاره خبرو ته مخه کړي، خو نوموړي دغه غوښتنه په کلکه رد کړې ده.

30.09.2020 ازادي راډیو

سولي ته د رسیدو لپاره د عبدالله او قریشي خوشبیني

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د سولي مرکچي پلاوي ته سپارښتنه شوې چې له زغمه کار واخلي او جوړ جاړي ته چمتو اوسي. له دې سره هم مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د سیمي هیوادونه د افغانستان د سولي ملاتړ کوي

29.09.2020 ازادي راډیو

ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ له امله د مړو شویو شمېر له یو میلیونو واوښت

د کرونا ویروس له امله په ټوله نړۍ کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو میلیونو واوښت. د دې وبا له لاسه د مړو شویو انسانانو شمېر داسې وخت دې برید ته رسېدلی چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو وار بیا په کویډ-۱۹ د اخته خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی. کرونا وُبا چې له هره پلوه یې ۲۰۲۰ کال وځاپه تر دې دمه د څه باندې یو میلیونو انسانانو ژوند اخیستی. د دې وُبا له لاسه چې د نړۍ هر ګوټ ته خوره شوې د مړو شمېر پرون وروسته له هغه له دې بریده واوښت چې په هند کې د مړو شمېر له پنځه نوي زرو انسانانو پورته ولاړ. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شمېر یو میلیون او اتلس سوو ته پورته شوی او پرې د اخته انسانانو شمېر له ۳۳ میلیون او درې سوه او دوه شپېتو زرو پورته تللی. دا شمېر شېبه په شېبه مخ پورته روان دی ځکه د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د کرونا وُبا له لاسه نوې مړینې او مثبتې پېښې ثبتېږي. امریکا د نړۍ تر بل هر هېواد زیاتې مثبتې پېښې لري. په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر هلته له اوه میلیونو اوښتی حال دا چې د مړینو شمېر یې هم د ټولې نړۍ نږدې څلورمه برخه جوړوي یعنې له دوه لکه او پنځه زرو زیات کسان په کې مړه شوي. دېخوا په اسیا کې بیا هند د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په کرونا ویروس ګڼ انسانان اخته شوي او ساه یې ورکړې ده. هلته تر دې دمه له شپږو میلیونو زیات کسان په کرونا اخته شوي او له ډله یې له ۹۶ زرو زیاتو انسانانو خپل ژوند بایللی. که د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر هلته همداسې پر ځای وي ښايي راتلونکې میاشت هند له امریکا مخکې ولاړه شي. روسیې بیا د تېرو څو میاشتو په مقایسه د ډېرو مثبتو پېښو خبر ورکړ. هلته یواځې پرون په کرونا ویروس له اتو زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی. دغه هېواد تر ټولو مخکې د کویډ-۱۹ واکسین جوړ او د تطبیق هڅې یې وکړې خو بیا هم د دې وُبا په مهار کې پاتې راغلی دی. ویلي که څه هم نه غواړي بیا محدودیتونه ولګوي خو د کرونا وُبا په وړاندې مبارزه د ټولو په ګډ کار تړلې ده. کرونا ویروس د ۲۰۱۹ کال په ډسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شو چې د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د یوې وُبا (پانډمۍ) په توګه اعلان شو. دا نو هغه وخت و چې ویروس د نړۍ اکثرو هېوادونو ته رسېدلی و. سره له دې چې د نړۍ ګڼ پرمختللي هېوادونه له هغې ډلې امریکا او جرمني د کرونا ویروس د واکسین په جوړولو لګیا دي او د تطبیق لپاره یې چمتووالی نیسي خو کرونا هره ورځ په ټوله نړۍ کې د لږ تر لږه پنځه زره کسانو ژوند اخلي.

29.09.2020 ازادي راډیو

د خیبر پښتونخوا د ملکنډ له سیمې راغلي پښتانه هنرمندان

کامران خان ارمان او الماس خانم هغه خور او ورور چې په لاس جوړو شویو انځورونو او مجسمو یې په لر او بر کې په زرکونه مینه وال پیدا کړي دي. دا چې دا هنر ولې او څنګه کوي؟ د هیلۍ اسد په رپوټ کې یې جزییات وګورئ:

28.09.2020 ازادي راډیو

'طالبانو ارزګان کې د برمته کړیو عالمانو له ډلې ۲ تنه وژلي'

سیمه ییز چارواکي او په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي وايي، د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې طالبانو ۹ دیني عالمان برمته، ۲ یې وژلي او دغه راز د سلام مخابراني شبکي انتن یې هم په بمبونو الوځولی دی. نور حال له ترینکوټ څخه د ازادي راډیو خبریال شریف الله شراف په راپور کې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

28.09.2020 ازادي راډیو

شریفه زرمتي:طالبانو له درو ورځو راهیسي نه دي راسره لیدلي

شا او خوا دوې اونۍ مخکې له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان پلاوی له کابله دوحې ته تللی. د دولت مرکچي پلاوي غړې شريفه زرمتي وايي له تېرو څو ورځو راهیسې يې د طالبانو سره نه دې کتلې خو دا په دې مانا نه ده چې د دوی ترمنځ د نظر توپير نه ختمېدونکی دی. ملالۍ بشیر له اغلې زرمتي سره مرکه کړې ده.

26.09.2020 ازادي راډیو

ښايي د واکسین تر جوړېدو کرونا ویروس دوه میلیون مړه کړي

د امریکا د الرژۍ او عفوني ناروغیو د انسټېټیوټ وايي، تر هغو چې واکسین جوړېږي ممکن له کرونا ویروسه دوه میلیونه انسانان مړه شي. دې انسټېټیوټ له خلکو وغوښتل چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي اصول په پام کې ونیسي څو له دې کبله د مړینو شمېر ډېر نه شي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر یو میلیون ته نژدې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ساري یا خپرېدونکو ناروغی متخصصان د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هلوځلو د کمېدو پر وړاندې خبرداری ورکوي. پرون جمعه له خلکو وغوښتل چې بې احتیاطي پای ته ورسوي او تر هغو حوصله وکړي چې څېړونکي واکسین جوړوي. ده وویل، نه غواړي چې یو وار بیا ټولې چارې په ټپه ودرول شي. خو که خلک د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیرو ته شا واړوي یو وار بیا به د کرونا مثبتې پېښې اوج ته ورسېږي. د جان هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، د تېر کال په وروستیو کې په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وخته تراوسه پورې په نړۍ کې ۳۲ میلیونه او ۴ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي او ۹ لکه ۸۵ زره تنه مړه شوي دي. باور کېږي چې هم په کرونا د اخته کسانو او هم ورڅخه د مړو شویو شمېر تر دې ډېر دی. د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبیلو ایچ او پرون وویل، د اغېزمن واکسین جوړېدو ته لا میاشتې – میاشتې وخت پاتې دی نو که د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر زیات نه شي، تر هغو پورې ښايي په دې وبا د مړینو شمېر دوه میلیونه یا تر دې ډېر شي. د روغتیا د نړیوال سازمان د عاجلو روغتیايي پروګرامونو اجرايي رييس ډاکتر مایک رېن وايي چې د مړینو د شمېر د زیاتېدو مخه نیول کېدای شي. ده د عفوني ضد یا میکروب ضد موادو او ماسک کارول، د واټن رعایتول، ټیست کول، او قرنطین په شان روغتیايي اصولو خیال ساتل د دې وایرس د خپرېدو د مخنیوي او د مړینو د کمېدو لپاره ضروري وبلل.

26.09.2020 ازادي راډیو

تاج بي بي: نظام کې مې درې مېړونه وژل شوي او څلورم ړوند شوی

کونړ کې هغه مېرمن چې درې مېړونه یې په نظام کې وژل شوي او څلورم یې په سترګو ړوند شوی تاج بي بي وايي، چې روانې جګړې ترې درې مېړونه واخیستل او دا مهال د ژوند له سختو ستونزو سره مخ ده. روح الله انوري یې په اړه دا راپور چمتو کړی:

26.09.2020 ازادي راډیو

د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې اول نمره

د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینې اول نمره د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموينې لومړۍ مقام ګټونکې شمسيه وپېژنئ. د ازادي راډيو خبريال شفیع کريمي ورسره غږېدلی دی.

25.09.2020 ازادي راډیو

ښځو د افغاني فرهنګ په ساتنه کې ځانګړې ونډه لرلې

د ازادي راډيويي مجلې نننۍ ګڼه په لاندې مطالبو راښکلې شوې ده؛  خاطر پردېس د اشاري  ژبې په اړه راپور برابر کړی.  باز محمد عابد د پښتني کلتور د نمانځې د غونډې راپور لري.  په هنر جاج کې د خزان د موسم هنري او فرهنګي جاج اخیستل شوی.  په فنکار کې له استاد فضل ولي ناګار سره د هغه په فن خبرې شوي.  په زرپاڼه کې به د خوږو ماشومانو لپاره ځانګړې کیسه طوطي واورئ.  او په ورېښمین خیال کې به د اجمل اند نظم واورئ.  د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب‌شاه محبوب

25.09.2020 ازادي راډیو

پلخمري کې د ملي اردو یوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال په سیمه کې د یوې سرچینې په حواله چې نه‌غواړي هویت‌یې افشا شي وايي چې په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

24.09.2020 ازادي راډیو

واک تحریک د ښځو لپاره کتابتون په کوم ښار کې جوړ کړی؟

د واک تحریک په نوم د ښځو د یوې ټولنې غړو د ښځو لپاره کتابتون جوړ کړی او د دې کتابتون لپاره کتابونه ټولوي. دا ټولنه چې په کابل، خوست، مردان، کوېټه او ژوب ښارونو کې څانګې لري، په سیاسي او علمي برخه کې د ښځو پر ونډه ټينګار کوي. ملالۍ بشير د واک تحریک له یوې بنسټ ايښودونکې ثنا اعجاز سره د ښځو د کتابتون په اړه خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلې چې دا کتابتون په کوم ښار کې جوړ شوی؟ د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

24.09.2020 ازادي راډیو

ننګرهار کې د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پشه‌خانو وېش غبرګونونه راوپارول

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د ننګرهار چارواکو دغلته د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲ میلیونه پشه‌خانو د وېش لړۍ پیل کړه، ګڼ غبرګونونه راوپارېدل. ننګرهار مېشتي په مرستو کې د شفافیت د نشتوالي له امله شکایت کوي. د ننګرهار اوسېدونکي وایي، په ننګرهار کې پشه‌خانې په داسې حال کې وېشل کېږي چې د اوړي او میاشو موسم ختم شوی او خلک کوټو ته په ننوتو دي. د دوی په باور، ښه دا وه چې دغه میلیونونه ډالر په یوه بله بنسټیزه پروژه مصرف شوي وی، څو د ننګرهار اوسېدونکو ترې دایمي ګټه پورته کړې وی. له دې ډلې احمد شاه او شریف‌الله ناصري ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې مرستندویه بنسټونه خپلې مرستې تل په سوریو بوجیو کې رالېږي چې له امله‌یې نه‌یوازې مرستې بل پلو ځي، بلکې په خپل وخت نه‌رسېږي. هغه زیاته کړه: "د ۱۰ میلیونه ډالرو پشه‌خانې یې راوړې او تقسیم‌یې کړې او په داسې وخت کې یې تقسیم کړې چې د فایدې وخت‌یې تللی دی، دغه پیسې ډېرې زیاتې پیسې دي، که دغه پیسې په یوې بنسټیزې پروژې لګول شوې وی، نو ډېر ښه به وی چې دایمي د دې قوم، ځای او ښاریانو لپاره‌یې ګټه وی." بل‌خوا د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي، که څه هم ننګرهار یو ګرم او د میاشو ډک ولایت دی او پشه‌خانو ته هم په‌کې اړتیا زیاته وي، خو په خبره‌یې، وخت‌یې تېر او له غفلته کار اخیستل شوی دی. د ولایتي شورا غړی عبید شینواري ازادي راډيو ته وویل، اوس باید ولایتي اداره د دغه غفلت څېړنه وکړي او موضوع د ننګرهار خلکو ته روښانه کړي. هغه زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له ولایتي ادارې دا ده چې هر کار خپل وخت لري او باید په خپل وخت او موسم ترسره شي، اوس ژمی راروان دی، باید ټولو پروګرامونو لپاره خپل وخت په پام کې ونیول شي، نو نیوکې دا دي چې د پشه‌خانو په وېش کې غفلت شوی دی، اوس له والي صاحب غواړو چې په دې اړه څېړنه وشي څو دا خبره واضح شي." د ننګرهار چارواکو د وږې د میاشتې په ۲۵مه نېټه، د (UNDP) د ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو په مالي مرسته د دوو میلیونو پشه‌خانو د وېش لړۍ پیل کړه. د چارواکو په خبره، د هرې پشه‌خانې قیمت ۴ امریکایي ډالر دی چې په مجموعي شکل ۸ میلیونه ډالر کېږي او دوه میلیونه ډالر یې د انتقال او وېش د پروګرامونو لګښت دی چې د مرکز جلال‌اباد په ګډون به ۱۳ ولسوالیو کې خلکو ته وړیا وېشل کېږي. له دې یوه ورځ وروسته د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په یوه خپاره کړي بیان کې له ننګرهاریانو مننه وکړه چې دی یې په دې برخه کې ځينو باریکیو ته ځیر کړ او ژمنه‌یې کړې چې د دې موضوع د روښانتیا لپاره به پلاوی ټاکي او څېړنه به کوي. خو دا چې دغه پلاوی به په خپلو څېړنو کې کوم مواد څېړي، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي یې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "لومړی خو دغه رقم چې د پشه‌خانو لپاره ځانګړی شوی زموږ لومړیتوب نه‌و، زموږ لومړیتوب دا و چې د ملاریا د برخې روغتون ښه تجهیز کړو، دوهم دا چې دوی ۱۳ ولسوالۍ او مرکز ارزولی و، خو موږ چې ارزونه کوو، نو د ولایت په کچه‌یې کوو، درېیم دا چې (UNDP) موږ ته د یو میلیون پشه‌خانو ویلي وو، خو موږ ته د دوو میلیونو پشه‌خانو ارقام راکړل شوي وو چې دلته هم یو ناسم تفاهم موجود و، د دې ټولو څېړنه کېږي او کله چې بشپړه شوه، پایله به‌یې له ولس سره شریکه شي." په دې اړه مو وغوښتل چې د (UNDP) نظر هم له ځانه سره ولرو، خو ونه‌توانېدو. د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، که څه هم د پشه‌خانو پلان کال وړاندې جوړ شوی و او تمه وه چې د سږني اوړي تر رارسېدو وړاندې به پر خلکو ووېشل شي، خو په خبره‌یې چې د قرنطین او د لارو د بندښت له امله څو میاشتې په پاکستان کې بندې پاتې وې. د یادونې وړ ده چې دغه پشه‌خانې د درېیو کالو لپاره د استفادې وړ ښودل شوې دي.

24.09.2020 ازادي راډیو

ایا خلک په مېله ځایونو کې د کرونا مخنیوي لپاره لازم تدابیر مراعاتوي؟

د ازادي راډیو اوونیزه "کور کلي" خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې لاهم په نړۍ او افغانستان کې د کرونا د ډېرښت خبر ورکړل شوی او په افغانستان کې قرنطین هم مات شوی؛ ایا اوس هم خلک مېله ځایونو ته ځي؟ په کرونایي حالاتو کې مېله ځایونو ته د تللو لپاره کوم تدابیر باید ونیول شي؟ او که په مېله ځایونو کې د کرونا د مخنیوي په منظور تدابیر ونه‌نیول شي کومې پایلې به ولري؟ نن په همدې موضوع د راپور ترڅنګ د عامو خلکو نظرونه او له یو داکتر سره مرکه هم لرو، دا خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې ده. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

24.09.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more