ولې ځینې ځوانان په ځان باور لري؟
د تاندې څانګې په دې خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو چې ولې ځینې ځوانان په ځان باور لري؟ په ځان د باور نه درلودلو پایلې څه وي؟ او ځوانان څنګه کولای شي په ځان باور پیدا کړي؟ یادونه: «تاندې څانګې» د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې یې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلور بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د غزني ۱۰ ولسوالۍ د نجونو ښوونځی او ۱۵ ولسوالۍ هېڅ فارغه نهلري
په غزني ولایت کې په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نهشته او له ۱۵ ولسوالیو څخه هېڅ ښځینه فارغه نهلري. د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډونه لا هم پر خپل ځای دي او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېږي. د پوهنې ریاست چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو په تر ۱۰ زیاتو ولسوالیو کې د نجونو د ښوونځیو د جوړېدو مخه نیولې ده. طالبان بیا له څه ویلو ډډه کوي. سعدیه د غزني قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکې وايي زړهیې غواړي چې ښوونځي ته لاړه شي، خو د جګړو له امله د دوی په سیمه کې د نجونو ښوونځی نهشته. دا وايي دولت او وسلهوال جنګیالي دي زموږ پر حال رحم وکړي: "له کلونو کلونو جګړې روانې دي، ښوونځي نهشته، ټولې نجونې او هلکان دا هیله لري چې په قرهباغ ولسوالۍ کې ښوونځي شروع شي، موږ له دولت څخه غواړو چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي چې موږ تعلیمیافته شو، ډاکترانې، انجنیرانې او یا یو شی له موږ نه جوړ شي، موږ به تر څو داسې په تیارو کې ژوند کوو، زموږ راتلونکی خراب دی." دا یوازې سعدیه نهده چې د زدهکړو هیله لري، خو لاسرسی نه ورته لري، بلکې د غزني ولایت تر نیمايي په زیاتو ولسواليو کې نجونې له زدهکړو محرومې دي. د غزني د پوهنې چارواکي وايي، د دغه ولایت تر ۴۰۰ زره پورې ماښومان ښوونځیو ته نهځي. د پوهنې رئیس محبالرحمن انصار وايي د دغه ماشومانو تر نیمايي برخه زیاتې یې نجونې دي: "قاطع اکثریتیې نجونې دي، ۷۰ سلنهیې نجونې تشکیلوي چې په یو شمېر زیاتو ولسواليو کې د نجونو زدهکړې له بده مرغه دا مهال نهشته." محبالرحمن انصار وايي وسلهوال طالبان اجازه نهورکوي چې د نجونو لپاره ښوونځي ورغوي او یا هم نجونې مکبتوبونو ته شاملې کړي. ښاغلی انصار زیاتوي: "تقریباً د ۱۲ یا ۱۳ ولسواليو په شاوخوا کې له قاطع ممانعت سره موږ مخ شوو او دلیلیې هم د دغه ممانعت د وسلهوالو مخالفینو نهرضایت وو، هغوی دلته هغه پروژو ته خنډونه ایجاد کړل، هیله ده چې دوی دا دلایل له ملت سره شریک کړي چې دوی ولې د ښوونځیو د جوړولو مخه نیسي." وسلهوال طالبان بیا په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه کوي. تر دې وړاندې د پوهنې ریاست په وار وار ویلي چې وسلهوال طالبان د نجونو د تعلیم مخنیوی کوي، وسلهوالو طالبانو بیا د پوهنې چارواکي د نجونو د ښوونځیو په نهجوړولو کې ګرم بللي. مدني فعالان بیا د ښوونځیو د نهجوړولو پړه پر دواړو لورو وراچوي او وايي دواړه لوري نهغواړي چې ښځې د زدهکړو حق ولري. سلام افغان وايي، ښکاره خبره ده چې طالبان د نجونو له ښوونځیو سره مخالفت ښيي، خو پوهنې ریاست او د سیمې خلکو هم په دغه کار کې ناغېړي کړې ده. افغان وویل: "پوهنې ریاست د یو مسؤل ریاست، د یو مسؤل ارګان په توګه دا اراده نهلري چې ښوونځي جوړ شي، منډهیې نهده کړې، غږېدلي نهدي، په دې کې تنها پوهنې ریاست نهدی ګرم، په دې کې ولس هم ګرم دی چې غواړي، نهراغلي، نه پسې ګرځېډلي چې خپلو لوڼو ته ښوونځي ولري." په غزني کې د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي بیا وايي تر اوسه پورې په دې نهپوهېږو چې په دغه ولایت کې د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډ څوک دي. خو زیاتوي، د تعلیم په برخه کې د نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی. مېرمن ولي زیاته کړه: "له بده مرغه تر اوسه پورې موږ هم دا مشکل نهدی پیدا کړی چې د پوهنې ریاست دا ښوونځي ولې نهخلاصوي، دوی باید تلاش وکړي چې د حل لاره پیدا کړي چې دا مکتبونه جوړ کړي." دا په داسې حال کې ده چې تعلیمي ماهرین په غزني کې د نجونو او ښځو د تعلیم اوسنی حالت تر ټولو بد وضعیت ښيي. د غزني مرکز اړوند د امیر محمد خان د عالي لېسې مدیره کبرا صاحبزاده وايي، هر چا چې د نجونو او ښځو په وړاندې ستونزې جوړې کړې له هغوی هیله کوو چې دغه ستونزې لهمنځه یو سي. دا وايي: "دا هیله کوو له خلکو څخه، له قومي مشرانو څخه او په پای کې له طالبانو څخه، چون تعلیم او تربیه، په قران کې هم راغلي دي، زموږ پیغمبر هم ورباندې ټينګار کړی دی چې موږ باید تعلیم او تربیه ولرو، خو که ښځې به ښوونځیو کې وي، ښوونکې وي، ډاکترې وي، پولیسانې وي، دغه د ټولنې مهمه اړتیا ده." په غزني کې له تېرو ۱۲ کالو څخه په ۱۰ ولسوالیو کې د نجونو هېڅ ښوونځی نهشته او له ۱۵ ولسوالیو څخه هېڅ ښځینه فارغه نهلري چې د پوهنې په برخه کې تر ټولو بد وضعیت ګڼل کېږي.
عبدالله: د امریکا د انتخاباتو نتیجه به پر افغانستان اغیز ولري
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات به د افغانستان پر حالاتو اغیز ولري. عبدالله په نوې ډیلي کې د ازادۍ راډیو له خبریالې فیروزې عزیزي سره په مرکه کې همداراز د افغانستان د سولې د خبرو د پرمختګونو او د سیمې د هېوادونو د ونډې په اړه هم خبرې کړې دي
هغه وروڼه چې دیوه بل خلاف جګړه کې ووژل شول
د ارزګان د "شهیدانو په هدیره" کې په یوه قبر دافغانستان بیرق او په بل دطالبانو بیرق رپیږي. په یوه کې دپولیسو یو افسر خاورو ته سپارل سوی او په بل کې یې ورور چې دطالبانو په لیکو کې جنګیده. نورتفصیل په دغې ویډیو کې وګورئ او خپلو دوستانو سره یې شریکه کړئ . دشریف الله شرافت رپوټ اسدالله لودین وړاندې کوي
یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري توګه زیاتې شوي
په یو شمېر اروپایي هېواونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري توګه زیاتې شوي چې د دغه ویروس بیا چټکې خپرېدو ته اندېښنې زیاتې شوې دي. چک جمهوريت په یوه ورځ کې د کرونا ۵،۳۳۵ او جرمني له ۴،۰۵۸ زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې. د دواړو هېوادونو روغتیایي چارواکو د کرونا د نویو مثبتو پېښو خبر پرون داسې مهال ورکړ چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د دغه ویروس بیا چټکې خپرېدو ته اندېښمن دي. په چک جمهوریت کې دا په یوه ورځ کې د کرونا د ثبت شویو مثبتو پېښو یو نوی ریکارډ دی. تر دې یوه ورځ مخکې د ۴،۴۵۷ پېښو ریکارډ ټینګ شوی و. په دغه هېواد کې چې نفوسیې ۱۰ میلیونه اووه لکه دی، د نفوسو په تناسبیې د کرونا ویروس پېښې په تېرو دوو اوونیو کې په بېساري توګه زیاتې شوې دي. دغه وضعیت ته په پام چارواکو په دې هېواد کې له تېرې دوشنبې راهیسې د دوو اوونیو په مخه بېړنی حالت اعلان کړی دی. د سختو اقداماتو په ترڅ کې د ثانوي دورې ښوونځي بند دي، د خونو دننه تر ۱۰ او دباندې له ۲۰ زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز لګول شوی. په چک جمهوریت کې تر پرون چهارشنبې پورې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر ۸۲۹ ته رسېدلی و. جرمني چې له پرون مخکې د سې شنبې په ورځیې د کرونا ۲،۸۲۸ مثبتې پېښې ثبت کړې وې، خبرداری ورکړ چې هېواد ښایي پر کرونا کنټرول له لاسه ورکړي. په جرمني کې د مړو شویو شمېر ۹،۵۷۱ ته رسېدلی دی. ایټالیا چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپارهیې ځیني اقدامات کړي او غواړي دغه ویروس له کنټروله ونهوځي، له پرون راهیسې یې دباندې د ماسک اغوستل اجباري کړي او سرغړوونکي تهیې د تر زرو ایرو پورې نغدي جریمه ټاکلې ده. په دغه هېواد کې چې د روان کال په پیل کې په اروپا کې کرونا تر ټولو زیات ځپلی و، د اګسټ له میاشتې راهیسې پهکې د کرونا مثبتې پېښې په تدریجي ډول په زیاتېدو دي. ایټالیا پرون چهارشنبه د کرونا د ۳،۶۷۸ نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ. دا د اپرېل میاشتې راهیسې چې په دې هېواد کې د کرونا پېښې اوج ته رسېدلې وې، په یوه ورځ کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې دي چې ثبتېږي. په ایټالیاکې د 'کووېډ-۱۹' پر ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر۳۶ زره او ۶۱ ته رسېدلی دی. د ایټالیا حکومت هم په هېواد کې اضطراري حالت د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې غځولی دی. رومانیا چې د کرونا ویروس پېښې پهکې په زیاتېدو دي، پرونیې په یوه ورځ کې د ۲،۹۸۵ پېښو په ثبتولو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ. دغه وضعیت چارواکي دې ته اړ کړل چې په پلازمېنه بوداپست کې چې ډېرې نوې پېښې ثبت شوي، یو ځل بیا د خونو دننه رستورانتونه، تیاتر، سینماګانې، قمارخانې او د نڅا ځایونه بند کړي. په رومانیا کې چې نفوسیې تقریباً ۲۰ میلیونه دی، د کرونا ویروس ۱۴۲ زره او ۵۷۰ مثبتې او د مړینو ۵،۲۰۳ پېښې ثبت شوې دي.
'د ارزګان په ۱۰۰ کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي'
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق وايي، د ارزګان په سلو کې ۹۰ ماشومان او حامله ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي. د ترینکوټ ښار د حرم شاه سیمې په روغتیايي مرکز کې د خوارځواکۍ سره مخ ماشومان او میندې راټولې شوي. دا سیمه له اوږدې مودې راهیسې د جګړې پر لومړۍ کرښه پرته ده او ځکه خو پهکې د خوراکي موادو کمښت او د خوارځواکۍ ستونزه کومه نوې مسئله نهګڼل کېږي. یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي اداره دلته د خوارځواکۍ د لهمنځه وړلو لپاره هغو کسانو ته مواد وېشي چې د کافي خوړو نشتوالي تر خوارځواکۍ رسولي. د افغان سرتېرو او سلهوالو طالبانو ترمنځ په صفري نقطه کې پروت دې روغتیايي مرکز ته د سر په سودا راغلې دا خوارځواکې مېرمني وايي، دلته چې کوم خوراکي مواد ورکول کېږي، د ګڼو ماشومانو او میندو ژوند یې ژغورلی دی. د پنځو ماشومانو مور ۳۷ کلنه ګران یو له هغه مېرمنو څخه ده چې دوه کال کېږي د جګړو له امله له خپلې سېمې بېځايه شوې. هغې په خوارځواکۍ اخته خپل دوه کلن زوی تر څلور ساعته پلي مزل وروسته تر دې روغتیايي مرکز رارسولی دی. دا وايي: "دغه یو میاشت کېږي چې ماشوم مې دې روغتون ته د دغه موادو لپاره راولم، ځکه ماشوم مې ډېر ډنګر و، پر لاره نهشو تلی او سړی ورڅخه وېرېده، ډېر ډنګر شوی و او هېڅ امېد مې ورته نهو پاتې، خو کله چې مې دې روغتون ته راوست، ډاکترانو راته دا مواد راکړل او یوه میاشت کېږي چې ورکوميې اوس مې ماشوم ښه صحتمند دی." ۲۵ کلنه ریحانه بیا چې ماشوميې په نس دی او له خوارځواکۍ سره مخ ده وايي: "موږ زیات غریبان یو او په کور کې د ښې غذا د برابرولو توان نهلرو او نه مې هم خاوند لري، ماشوم مې په نس دی، زیات وخت به مې سر ګرځېده او بېهوښه به شوم، خو کله چې دلته روغتون ته راغلم او دغه وړهيې راکړل اوس څو میاشتې کېږي چې پخوم او خورم يې اوس ډېره ښه شوې یم او څه اندازه چاغه شوې هم یم." سید ولي اغا د دې روغتیايي مرکز د خوراکي موادو د برخې مسؤل دی. هغه وايي، د جګړې د لومړۍ کرښې د خطرونو سربېره دې روغتیايي مرکز ته هره ورځ د ریحانې او ګرانې په څېر څه کم ۱۰۰ ناروغان ورځي چې زیاتیې ماشومان دي. هغه وايي: "موږ ته چې دغه ناروغان راځي موږ يې اندازه کوو او د خوارځواکۍ ناروغان درې حالات لري، یو نورمال، یو شدید او یو متوسط چې متوسط او شدید سوء تغذیه ته غذايي مواد ورکوو او نورمال ته بیا ځانګړي اوړه ورکوو. دوی دغه اوړه د حلوا په څېر پخوي او وروستهيې خوري." په ارزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مالي صندوق چارواکي وايي، دغلته شااوخوا په سلو کې ۹۰ ماشومان او حامله مېرمنې یا خوارځواکې دي او یا د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. په ارزګان ولایت د یونېسف مشر سیفالدین بارک ازادي راډيو ته وویل دوی دا مواد په دې ولایت کې د ۵۷ روغتیايي مرکزونو له لارې پر خوارځواکو ماشومانو او میندو باندې وېشي. بارک وايي، د دوی د معلوماتو او سروې پر اساس د دغه ولایت د هر یو کور ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي چې د خوارځواکۍ لوی سبب جګړې دي چې کورنۍ یې له خپلو اصلي سیمو بېځایه کړي او په کډوالۍ کې له بېوزلۍ او غربت سره لاس او ګرېوان دي. یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق چې څه موده وړاندې یې په ارزګان کې یو دفتر پرانیستی وايي، دې ولایت کې ماشومان یوازې د خوارځواکۍ سره نهدي مخ، بلکې د پولیو او نورو ناروغیو له واکسین هم بېبرخې دي او د ډېرو پر مخ ښوونځي هم تړلي دي.
د افغان ښځو حقونو ته اندېښنې د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې وڅېړل شوې
په قطر کې د سولې خبرو په ترڅ کې د افغان ښځو حقونو ته د اندېښنو مسئله د امریکا د سولې انسټټیوټ کې وڅېړل شوه. په دې کنفرانس کې چې یو شمېر ښځینه افغان فعالانو د انټرنټ له لارې پهکې برخه اخیستې وه پر دې خبرې وشوې چې امریکا او نړیواله ټولنه د اوس لپاره او تر سولې وروسته څرنګه کولای شي چې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ وکړي. د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د برخې مسؤل سکاټ ورډن د دې غونډې د پرانیستو پر مهال وویل چې افغانستان په حساسه مرحله کې دی. ښاغلي ورډن زیاته کړه چې اوس ښځې وزیرانې دي، والیانې دي او ښاروالانې شوې دي، د پارلمان او ولایتي شوراګانو ۲۵ فیصده دوی دي، ښځې تجارت کوي او په امنیتي سکټور کې شاملې شوې دي. د ورډن په وینا دا ټول هغه حقوق دي چې خلک وایي، د یوې تلپاتې سولې په چوکاټ کې باید خوندي شي. په دې غونډه کې چې پرون د وېډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه د امریکا د پراختیایي ادارې مسؤلې جیني مکګي وویل، د ښځو انزوا د نارامۍ سبب کېږي. نوموړې زیاته کړه: "له ټولشموله پرمختګ پرته، د تلپاتي پرمختګ په نوم څه نهشته. په افغانستان او د نړۍ په هر بل ځای کې د ښځو او نجونو منزوي کول د دوامداره پرمختګ پر ځای چې افغانستان ورته اړتیا لري، ناارامي رامنځته کوي او په میراثیې پرېږدي." اغلې مکګي دا خبره هم وکړه چې یو ښکاره توپیر دا دی چې د افغانستان په پارلمان کې په ۲۰۱۸ کال کې د ښځو فیصدي ۲۷ ته رسېږي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ ټینګار وکړ چې د دولت په بېلابېلو برخو کې د ښځو ونډه د پام وړ ده او باید داسې لاسته راړونې حفظ شي. ښاغلې حسینې ساپۍ زیاته کړه: "نن چې موږ د سولې په اړه خبرې کوو، زه فکر کوم چې موږ په یوه حساس پړاو کې یوو او موږ باید د خلکو او د افغانستان د حکومت په استازیتوب ټولې هغه لاسته راوړنې چې لرو خوندي کړو." حسینې ساپۍ بیا وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د دولت په پلاوي کې څلور تکړه مېرمنې شته او دوی چې کومه تجربه لري کولای شي چې د ښځو ښه استازیتوب وکړي. مېرمن ساپۍ وویل چې د سولې خبرو ته باید حوصله وکړو. په دې غونډه کې له طالبانو سره د دولت د پلاوي غړې او د بامیان پخوانۍ والي حبیبه سرابي هم برخه اخیستې وه. له دې دا پوښتنه وشوه چې طالبان دې ته چمتو شوي چې د ښځو اندېښنو ته غوږ ونیسي او د ښځو د موضوعاتو په اړهیې انعطاف ښکاره کړی دی که نهدی؟ اغلې سرابي په ځواب کې وویل: "موږ تر اوسه په هغه اجنډا کې نهیو داخل شوي چې د ښځو د حقونو په باره کې خبرې وکړو، د ښځو حقوق او موضوعات باید په اجنډا کې شامل وي دا له طرزالعمل سره ارتباط نهلري، موږ تر اوسه د خبرو طرزالعمل نهدی نهایي کړی." طالبانو د خپلې واکمنۍ په وخت نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې وې، د کار اجازهیې نهورکوله، خو اوس وایي چې دوی د ښځو حقوق د اسلام په چوکاټ کې له افغاني کلتور سره سم مني. اغلې سرابي زیاته کړه: "له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان حکومت او یو شمېر نورو مشرانو مخامخ خبرې له طالبانو سره په دوحه کې ادامه لري. یوه اصلي او د اندېښنې وړ مسئله چې د دې مذاکراتو په اړه مطرح شوې ده دا ده چې هغه حقوق او ازادۍ چې ښځو د طالبانو له رژیم وروسته ترلاسه کړې دي، څرنګه شي.؟"
د کیمیا په برخه کې دوو ښځو د نوبل جایزه وګټله
فرانسوۍ امانویل شاغپونتې او امریکايي جنیفر دودنا د سږ کال د کیمیا د برخې نوبل جایزې وګټلې. دوی دا جایزه په جین کې د بدلون راوستلو د طریقې د جوړولو په خاطر ترلاسه کړه. په سویډن کې د ساینسونو شاهي اکادمۍ ویلي چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده او څېړونکي باید د ژوند د دننه فعالیت کتلو په خاطر په حجرو کې جین ته تغییر ورکړي چې دا یو ډېره اوږده پروسه وه او ډېری وختونه ناممکنه وه. اوس د دې اکاډمۍ په وینا د دې طریقې په کارولو سره به په جین کې له بدلون سره د څو اوونیو پر مهال د ژوند د کوډ تغییر ممکن وي. شاغپونتې او دودنا شپږمه او اوومه ښځې دي چې په کیمیا کې نوبل جایزه ګټي. لومړی ځل دا جایزه ماري کیوري په ۱۹۱۱ کال کې ګټلې وه او وروستی ځل په ۲۰۱۸م کال کې فرانسس ارنالډ دا جایزه ترلاسه کړې وه. د طب یا فزیولوژۍ په برخه کې د هپټایټس سي ویروس د کشفولو په خاطر بیا دوه امریکايي او یو بریتانوی د نوبل جایزې ګټونکي شول. نن د یو میلیون او یو لک ډالرو په ارزښت نقدي جایزې خپلې کړې. د نوبل کمېټې ویلي، دغو درېیو ساینسپوهانو د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم رول لوبولی دی. هپټایټس سي چې د سیروز او د سږو د سرطان سبب کېږي، په نړۍ کې په ځینو کسانو کې پیدا کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې په نړۍ کې د هپټایټس سي ۷۰ میلیونه پېښې شته چې هر کالیې له کبله څلور لکه کسان مري. د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه د سرو زرو د مډال په بڼه له یو میلیون او یو لک امریکايي ډالرو سره یوځای ګټونکو ته ورکول کېږي. دا جایزه د سویدن یوه تجار الفرید نول په ۱۸۹۵ کال کې پیل کړې وه. د ادبیاتو په برخه کې دا جایزه به د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په اتمه نېټه او وروسته به د اکټوبر په نهمه نېټه د نوبل د سولې جایزه اعلان شي. د اقتصاد په برخه کې دا جایزه د اکټوبر په دوولسمه اعلانېږي.
رومانیا کې یو مړ شوی نوماند د دیفیسیلو کلي د ښاروالۍ انتخاباتو ګټونکی شو
د رومانیا په یوه کلي کې خلکو د ښاروالۍ په ټاکنو کې داسې چا ته رایه ورکړه چې هغه ژوندی نهو، خو دا مړ په انتخاباتو کې بریالی شو. د رومانیا په جنوب کې د دیفیسیلو په نوم کلي کې د ښاروالۍ د ریاست په انتخاباتو کې الیمان ییون بریالی شو. په کومه ورځ چې ټاکنې کېدې د ده د مرګ دوهمه اوونۍ وه. الیمان په دې ټاکنو کې ۶۴ په سلو کې رایې خپلې کړې. د نتیجو تر اعلان وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې کلیوال د یون الیمان ګور ته ورځي، شمې پرې لګوي. روېټرز اژانس د یوه سړي په وینا څرګندوي چې د الیمان پر قبر ولاړ دی ورته وایي: "دا ستا بریا ده، پوهېږم چې پر موږ ویاړې، ته دې ارامه یې." دیفیسیلو کلی د رومانیا په جنوب کې دی او شاوخوا درې زره کسان پهکې ژوند کوي. د دې کلي یوې مېرمنې د الیمان په اړه وویل چې دی د ښاروالۍ رښتونی رئیس و، د کلیوالو لپارهیې کار کاوه، د قوانینو درناوی یې کاوه، ګومان نهکوو چې بیا به داسې رئیس پیدا کړو. الیمان پخوا په سمندري ځواکونو کې کار کاوه. ۵۷ کلن و او د سپټمبر په ۱۷مهیې په پلازمېنه بخارست کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه. د انتخاباتو مسؤلینو وویل چې د الیمان نوم پر رأیپاڼو لیکلی و، نو دوی نهشوی لیرې کولای، خو اوس به بیا له سره د دې کلي د ښاروالۍ د ریاست لپاره ټاکنې وکړي.
د مظاهره چیانو له خوا د قرغزستان د ولسمشر د دفتر نیول کېدل
د قرغزستان په پلازمېنه، بشکیک کې پارېدلي مظاهره چیان د ولسمشر سورونبای جینبیکوف دفتر ته ننوتل او د هغه د دفتر ځینې وسایل یې تخریب کړل. دوی د وروستیو پارلماني ټاکنو د نتیجو په اعتراض مظاهره وکړه. د ټاکنو کمیسیون نن د یکشنبې ورځې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې. نور په دې ویډیو کې.
نورستان کې د روغتیايي کار کوونکو کاري بندیز ۳مې ورځې ته وغځېد
ډاکتران وايي کاربندیز يې د معاشونو د نهورکړې، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو او بستر ناروغانو ته د اعاشې د نشتوالي له امله کړی دی. د دواب ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ډاکتر محمد فاروق د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "نن درېیمه ورځ ده چې کار بندیز دوام لري. تر هغه وخته به کاري اعتصاب دوام ولري چې روغتیايي مرکزونو ته درمل او د ناروغانو لپاره اعاشه ورسېږي او طبي پرسونل ته معاشونه ورکړل شي." د روغتیايي مرکزونو بندېدو سره ولسونه ګڼو ستونزو سره مخ شوي. د دوی په خبره چې په ساعتونو په پښو مزلونه وکړي، خو کلینیکونو ته چې ورشي ورونهيې بند وي. د دواب ولسوالۍ د جونیا کلي اوسېدونکی عبدالمتین وايي: "څلور ساعته مزل مې کړی، اوس دلته همداسې ناست یو،کلینیک بند دی. شخصي درملتونونه هم بند دي. اوس موږ څه وکړو، په لسګونه ناروغان اوس هم د کلینیک مخې ته ولاړ دي." نورستانیان وايي هر یو کس د دې وس نهلري چې ناروغ لغمان او ننګرهار ته انتقال کړي. د دواب ولسوالۍ د روغتیايي شورا غړی حاجي محمد صدیق وایي: "له دې ځایه بره لاره هم مشکله ده څوک خپل ناروغان په کټ کې په اوږو راوړي او څوکيې په اسونو راوړي. د موټرو امکانات نهشته. خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، لغمان ته تګ خو پرېږده، دلته په جنغوزو او غوزانو باندې درمل اخلي، خلک پیسې نهلري. لغمان کې څوک ورسره پور هم نهکوي." چارواکي هم مني چې په ولایت کې يې ډاکترانو او صحي کار کوونکو کار بندیز کړی او دوی يې ستونزې مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي. د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د ډاکتر صاحبانو اعتصاب خو دوه ورځې وړاندې پیل شوی دی. والي صاحب د ولسمشر د نږدې مشاورینو سره خبره شریکه کړې ده. همداراز مو پرون د امنیت شورا ته د نورستان په روغتیايي کلینیکونو کې شته ستونزې په لیکلې بڼه لېږلې دي. څو د روغتیا په وزارت او اهېډ همکارې مؤسسې باندې فشار راوړل شي چې د غه ستونزې حل کړي." په نورستان کې اوسمهال ۴۲ روغتیايي مرکزونه موجود دي او دا درېیمه ورځ ده چې ټول بند دي. خو لاهم ډاکترانو ته معاشونه او نور امتیازات نهدي ورکړل شوي.
د نجیب ترهکي د جنازې لمونځ ادا شو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي نجیب تره کي د جنازې لمونځ د ننګرهار د والي ضیاالحق امرخېل په امامتي په شیرزي لوبغالي کې ادا شو. د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هغه مړینه د افغانستان کرکټ لپاره لویه ضایعه بولي. نور په ویډیو کې:
قطر ته د جمهور ریس سفر" د سولې خبرو سره تړاو نه لري"
په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړي نادر نادري ازادي راډیو ته وویل دوحې ته د جمهوریس اشرف غني سفر د سولې له خبرو سره تړاو نه لري. غني په کویټ کې له لنډې تمېدنې وروسته، نن دوشنبې دوحې ته ورسید. د قطر پلازمېنه دوحه د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د ابتدايي خبرو کوربه ده.
'نجیب ترهکی' لا هم په بد روغتیايي وضعیت کې دی
نجیب تره کی لا هم په بد روغتیايي وضعیت کې دی. د لوبو له میدانه خپرونه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړي نجیب تره کي د روغتیا په اړه مالومات درکول کېږي. ښاغلی تره کی څلور ورځې وړاندې په جلال اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو. دغه راز په دې خپرونه کې اورئ، چې د ازادو مبارزو له افغان لوبغاړي سمیع فیضي راتلونکې میلادي میاشت له خپل ایټالوي سیال سره مخ کېږي. د دې سیالۍ لپاره يې کوم ترتیبات نیولي؟ دا خپرونه اکرام الله اکرام جوړه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
امریکايي ډاکتران: د ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه په ښه کېدو ده
ډاکتران وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه په ښه کېدو ده او نن له روغتون څخه وتلی شي. ټرمپ، چې په کرونا ویروس اخته شوی د اکټوبر له دوهمې واشنګټن ته نږدې په والټرریډ ملي پوځي روغتون کې بستر دی. په والټرریډ روغتون کې ډاکتران د ولسمشر ډونالډ ټرمپ روغتیايي وضعه ښه بولي. ټرمپ که څه هم دوه واره د درملنې پر مهال د اکسیجن د کمښت له ستونزې سره مخ شوی و خو ډاکتران وايي چې د ستروییدونو په مټ یې تداوي کېږي. ډاکتران د ۷۴ کلن ټرمپ د روغتیا په اړه خوشبینه دي او ویلي یې دي چې دوشنبه له روغتونه وتلی شي. د والټرریډ ملي پوځي روغتون یو ډاکتر شان دولي خبریالانو ته ویلي: د " ناروغ (ولسمشر ټرمپ) روغتیايي وضعه لا پسې ښه کېږي، د جمعې له سهاره تبه نه لري او حیاتي علایم یې ثابته او د قناعت وړ دي." ټرمپ د اکتوبر له دویمې په والټرریډ روغتون کې دی. ټرمپ له همدې روغتونه په یوه څلور دقیقه يي ویډیويي پيغام کې ویلي چې وضعیت یې ښه دی او هیله من دی ژر خپلو کارونو او پاتې کمپاین ته ستون شي. هغه وویل: "را ستون به شم، فکر کوم ژر به راستون شم، منتظر یم لکه څنګه چې مو ټاکنیز کمپاین پیل کړی او مخته مو وړی بشپړ یې هم کړو" ټرمپ وویل چې راتلونکې څو ورځې به اصلي امتحان وي. سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ کولای شي له همدې روغتیايي مرکزه له خپلې ځانګړې خونې کار ته دوام ورکړي. د ټرمپ خونه په ټولو وسایلو سمباله ده او کولای شي د جمهوري ریاست ټول کارونه په کې مخته یوسي. د ټرمپ یو دمي ناروغۍ د هغه کمپاین ته یوه ضربه بلل کېږي او له دې چې ناروغي ته یې ډېر اهمیت نه دی ورکړی د ګڼو رسنیو او خلکو پام یې ور اړولی دی. د کویډ۱۹ معاینه د اکټوبر په اوله شپه مثتبه وختله. دوی دواړو له هوپ هیکس سره چې د ټرمپ ستره سلاکاره ده څو واره سفر کړی و. هوپ هیکس هم په کرونا اخته شوې. کرونا ویروس په امریکا کې د نړۍ تر بل هر ځایه ډېر خلک مړه کړي. که څه هم ولسمشر ټرمپ د کرونا ویروس د مدیریت په برخه کې خپله اداره بریالۍ بولي خو هلته د وروستیو شمېرو له مخې څه باندې اوه میلیونه او څلور لکه کسان په کرونا اخته شوي او له ډلې یې ۲۱۰ زره کسان مړه شوي.