ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عبدالله: قطر کې د سولې خبرو کې پايلو ته رسېدلي يو

عبدالله عبدالله پر سوله او خپلمنځي پخلاینې باور په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره راغبرګ کړ. په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو په پرانیستونکې غونډه کې د ښاغلي عبدالله پخلا کوونکې لهجې ځان ته پام اړولی و، خو اوونۍ لا تېره نه‌ده چې په هغو خبرو کې یې د لومړني بري خبر هم ورکړ. عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۲۸» په کابل کې د برهان‌الدین رباني د نهم تلین غونډې ته غږېده، وویل چې له خبرو نه لومړنۍ نښې ډاډمنوونکې دي. هغه زیاته کړه: "په تېرو ورځو کې مذاکراتي پلاوو خبرې درلودې، قدمونه اوچت شوي، پایلو ته رسېدلي اوس هم بحثونه روان دي، زه یقین لرم چې د خدای په مرسته به افغانان دې ارمان (سولې) ته رسېږي."   ښاغلي عبدالله ویل، اوس د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی چې باید سمه ګټه ترې واخیستل شي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، هم چې غونډې غږېده پر سوله او پخلاینه ټینګار وکړ. هغه په خبرو کې خپل مقابل لوری طالبان وهڅول چې د ده په وینا جګړې ته نه ووایي: هغه زیاته کړه: "د یو افغان او افغانستان، یو نظام او یو واحد بیرغ لاندې را ټولېدل د دې لامل کېږی چې موږ هېڅ له لاسه ورنه کړو، څه چې د طالب او جنګیاليو په نوم دي، بېرته هېواد ته راستانه شي او د یو بیرغ لاندې په یو صف کې د سیاست، دین، جومات او مدرسې له لارې سیاست وکړو."   سیاستوالو د جګړې د درېدو له پاره اوربند یو ځل بیا د یوه مهم ګام په توګه یاد کړ، هغه څه چې طالبانو ورسره تر اوسه لا هوکړه نه‌ده کړې. د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل چې د اور بندېدا، د پخلاینې لار ژر پرانستلی شي. هغه زیاته کړه: "له دواړو غاړو زموږ غوښتنه دا ده چې کله چې مذاکرات پیل کړل اوربند ته دې مخه کړي، وینه تویول او ورور وژل بند کړي، څو سولې او مذاکراتو ته فضا برابره شي." د جمعیت ګوند مشرتابه کې د برهان الدین رباني ځایناستي او زوی ، سره له دې چې د سولې هڅې وستایلې، خو د سمبالښت اوسنۍ بڼه یې نیمګړې وبلله. د افغانانو خپلمنځي خبرې په کوچنیو ډلو کې، له تېرې شنبې راهیسې په دوحه کې روانې دي او ټاکل شوې د جمعې ورځې تر وقفې وروسته، سبا له سره پیل شي. د افغانستان د پخوانی ولسمشر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په ۲۰مه، په کابل کې د سولې د یوه قاصد له لوري په انتحاري حمله کې ووژل شو او وروسته د وخت ولسمشر حامد کرزي د سولې د شهید نوم ورکړ.

18.09.2020 ازادي راډیو

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیونو واوښت

د جانز هاپکنز پوهنتون د وروستیو شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له ۳۰ میلیونو اوښتی او د مړینو شمیر یو میلیون ته نږدې شوی دی. خو د جانز هاپکنز پوهنتون ارقام په دې ناروغۍ د اخته او مړو کسانو حقیقي شمېر نه‌ښيي ځکه په ټوله نړۍ کې خورا ډېر ناروغان د کرونا ټسټونه نه‌کوي او ځیني نور بیا پرته له دې چې د ناروغۍ نښې ولري دا ویروس انتقالوي. په متحده ایالاتو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۶،۶۷۴ زرو او د مړینو شمېر له ۱۹۷ زرو، په هند کې د کرونا د ناروغانو شمېر له ۵،۲۱۴ زرو او د مړو شمېر له ۸۴،۳۷۰ او په برازیل کې د کرونا د مثبتو مواردو شمېر له ۴،۴۵۵ زرو او د مړو شمېر له ۱۳۴،۹۰۰ اوښتی دی. په عین حال کې د اروپا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مسؤل وايي چې په روانه میاشت کې په اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر د ټولو لپاره د خبرداري زنګ دی. د روغتیا نړیوال سازمان په اروپايي غړو کې د کرونا نږدې پنځه میلیونه مثبت موارد او د مړینو ۲۲۷ زره پېښې ثبت شوي. اوس مهال په اروپا کې هره ورځ د ۴۰ او ۵۰ زرو ترمنځ نوي موارد ثبتېږي، خو په عین حال کې په ټسټونو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا موارد زیاتېږي، بریتانیا، چک جمهوریت، فرانسه او اسپانیا نن د سپټمبر په ۱۸مه په پام کې لري چې په لویو ښارونو کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره نوي اقدامات وکړي. په منځني ختیځ کې د کرونا د ناروغانو شمېر له ۱،۷۵۰ زرو او د مړو شمېر له ۴۱ زرو اوښتی او په افریقا کې د ناروغانو شمېر ۱،۳۸۱ زرو او د مړو شمېر له ۳۳،۳۰۰ اوښتی دی.

18.09.2020 ازادي راډیو

د سریزې او تقریظ لیکنې علمي لارې چارې کومې دي؟

د راډیويي مجلې نننۍ ګڼه چې د ازادي راډیو د ارواښاد خبریال جان اقا الکوزي روح ته ډالۍ شوې، په لاندې هنري او ادبي مسایلو راښکلې شوې: باز محمد عابد د ښځینه سینګارتوکي وښي په اړه راپور برابر کړی. په هنر جاج کې له څېړنوال صلاحي د سریزه لیکنې په میتودولوژۍ بحث شوی. په فنکار کې د عرفان احمدزي سره د هغه په فن خبرې شوي. په زرپاڼه کې به د خوږو ماشومانو لپاره د مرغاوۍ او ګیدړ کیسه واورئ. او په ورېښمین خیال کې به حالاتو ته ویل شوی نظم واورئ. د دې خپرونې جوړوونکی پوهنیار محبوب‌شاه محبوب دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:  

18.09.2020 ازادي راډیو

نادري: بحثونه تقریباً نهایي شوي

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي یو غړی نادر نادري وایي چی د دولت او طالبانو د تماس ډلې بحثونه د رسمی مذاکراتو پر طرزالعمل تقریباً نهایي شوي. نادري د سکایپ له لارې له دوحې څخه ازادي راډیو ته وویل چې یوازې پر دوو موضوعاتو اختلاف شته چې ورباندې خبرې کیږي. دغه مرکه نوریاس نوري کړې ده

16.09.2020 ازادي راډیو

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو

پر ازبکستانۍ ښځې لګېدلی تور لغوه شو خو چارواکي د هغې د ځورونکو په اړه چپ پاتې دي. په ازبکستان کې د یوې ځوانې ښځې پر وړاندې تورونه لغوه شول چې ګواکې هغه دوه سړي یې وهلي وو چې دا يې په جنسي توګه ځورولې. په ازبکستان کې یوه ۲۳ کلنه ښځه، ګل صنم علیجانوفا ښايي په پنځو کلونو بند محکومه شوې وای. پر دې تور وو چې هغه دوه سړي يې وهلي چې دا یې په جنسي توګه ځورولې. خلک حیران دي چې ایا پر علیجانوفا د دغو کسانو د وهلو په خاطر په پولیسو کې قضیه ثبت شوه یا که له دې خاطره چې د ازبکستان په سړي سالاره ټولنه کې یوه ښځه د نارینه وو پر وړاندې ودرېده. د علیجانوفا پر وړاندې د تور پورې کېدو خبر د سپتمبر په اتمه خپور شو که څه هم دا پېښه د جون په پنځه ویشتمه شوې وه. د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه معلومات خپاره کړل. د کورنیو چارو وزارت د ویبپاڼې په یوه اعلامیه کې داسې ویلي، د جون په پنځه ویشتمه نېټه علیجانوفا قصداً د ټولنې له اصولو په سرغړونه پرته له دلیله یو ۳۳ کلن سړی وواهه او دې همداراز خپل مجرمانه اقدام ته د یوه ۳۰ کلن سړي پر ضد هم دوام ورکړ. پر علیجانوفا د قانون د ۲۷۷یمې جنايي جرمونو د مادې له مخې د خلکو د وهلو ډبولو قضیه ثبت شوه. یوې پخوانۍ خبریالې نیکیتا ماکارینکو د سپتمبر په اتمه پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل، یوې ۲۳ کلنې نجلۍ دوه سړي وروسته له هغه ووهل چې دا یې په جنسي توګه وځوروله. ډېری خلکو پر ټويټر د علیجانوفا ملاتړ وکړ او وروسته د دې په اړه نور معلومات خپاره شول. دې ګازیتا ویبپاڼې ته وویل چې له خپلې وریندارې او د هغې د لس میاشتني کوچني سره انديجون سیمې ته روانه وه. دوی د باندې ولاړې وې او وریندارې يې غوښتل یو ټيکسي ونیسي. په همدې حال کې یو موټر راغی او ناستو کسانو یې خندا پیل کړه او دې ته یې اشارې کولې. کله چې علیجانوفا دوی ته ځواب ورکړ، هغو کسانو دې ته ښکنځل پیل کړل خو څو شیبې ورسته له هغه ځایه په خپل موټر کې لاړل. کله چې علیجانوفا له خپلې وریندارې سره په ټیکسي کې کيناسته، موټر چلوونکي ته یې وویل چې د دغو کسانو موټر تعقیب کړي. ټیکسي تر هغوی ورسېد او د علیجانوفا او دغو کسانو تر منځ لفظي شخړه راغله خو په هغوی کې یوه کس د دې کمیس کش کړ او دې په عکس العمل کې هغه وواهه. وروسته څرګنده شوه چې علیجانوفا د تیکواندو اتله ده او پر نړیواله کچه سیالۍ کوي. دا کراټې او سوکوهنه هم کوي. د ازبکستان د ولسمشر د لور سعیده میرضیايېفا په ګډون د بشري حقونو مدافعینو او نورو کسانو د علیجانوفا ملاتړ وکړ او د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په څوارلسمه پولیسو د دې پر وړاندي شکایت بېرته لغوه کړ. خو تر اوسه له هغو دوو کسانو نه پولیسو او نه بل چا پوښتنه کړې چې دا ستونزه یې پيل کړې وه. علیجانوفا په فزیکي توګه د ځان دفاع کولای شوای خو په منځني ختيځ هېوادونو کې دا د ښځو لپاره معمول نه دی او ښځې له بېلابېلو فزیکي او رواني ځورنې سره مخامخ وي.

16.09.2020 ازادي راډیو

عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا زیاتې شوي

د هوا په سړېدو، د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راغبرګېدو خبرداری ورکوي. د عامې روغتیا وزارت وايي، د هوا سړښت د کرونا ویروس په خپرېدو کې د زیاتوالي سبب شوی دی. د دغه وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري ازادي رادیو ته وویل، په تېرو اونیو کې په کرونا ویروس اخته کېدل په سلو کې ۱۰ وو خو اوس دا شمېر په سلو کې ۱۴ ته لوړ شوی دی.  د دغه وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ کسان پر دغه ویروس اخته شوي او په ټول کې ترې ۱۰ کسان مړه شوي دي. اغلې جعفري وویل: "په مخکینیو اوونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د وروستیو اوونیو په پرتله لږې وې خو په تېره اوونۍ کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی، موږ دا غواړو چې خلک روغتیايي ټکي جدي ونیسي چې دغه ویروس کنټرول کړو، که روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه شي، ممکن په ساړه فصل کې ډېر خپورشي او موږ به د دغه ویروس د دوهمې څپې د راتلو شاهدان و اوسو." په افغانستان کې روغتیايي چارواکي د کرونا د یوې بلې څپې د راتلو اندېښنه په داسې حال کې ښيي چې اوس اوس د غور پوهنتون ۳۰ محصلان پر کرونا ویروس اخته او د مسئولینو په خبره قرنطین شوي دي.  کابل او هرات هغه ولایتونه دي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کې تر نورو ولایتونو ډېرې ثبتې شوي او د یاد ویروس له امله په کې مړینه هم ډېره وه.  یو شمېر ډاکتران په ایسارو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه، د دغه ویروس د دوهمې څپې د راتګ لامل ګڼي. ډاکتر فریدالله عمري وايي، سوړ موسم د بېلابېلو ویروسونو د خپرېدو لامل دی. عمري وویل: "د خلکو راټولیدل او ګڼه ګوڼه کېدای شي، د دغه ویروس د خپرېدو لامل شي، بیاهم که په ایسارو ځایونو کې د خلکو د راټولېدو اړتیا وي، نو ماسکونه دې وکارېږي او ټولنیز واټن رعایت شي، د هوا سړښت، وچه اوککړه هوا د دغه ویروس د خپرېدو لاملونه دي، اوس د هېواد اتیا سلنه اوسېدونکي سپارښتنې نه رعایت کوي او دا کار به ډېر خطرناک وي." د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر له څو میاشتیني قرنطین وروسته، اوس په روزنیزو مرکزونو کې حضوري زده کړې له سره پیل شوي دي. ډاکتران وايي، په روزنیزو مرکزونو کې د روغتیايي سپارښتنو او واټن نه مراعتول، د کرونا ویروس د دوهمې څپې د راغبرګېدو سره مرسته کوي. د رسمې شمېرو له مخې تراوسه په افغانستان کې ۳۸۸۵۵ کسان په کرونا ویروس اخته او ۱۴۳۸ ترې مړه شوي دي، خو دا شمېر رسمي دي او باور دی چې غیررسمي شمېرې ښايي ترې دې لوړې اوسي.  د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي، د دغه ویروس دوهمه څپه به له لومړۍ خطرناکه وي.

16.09.2020 ازادي راډیو

په جلال اباد کې د سولې لپاره د ښځو لاريون

په جلال‌اباد کې یو شمېر مېرمنو د افغان سولې لپاره د بین‌الافغاني ناستې په ملاتړ لاریون وکړ. په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره مرکچي پلاوي د بین‌الافغاني ناستې پر لارو چارو بوخت دي، په جلال‌اباد کې دغو لسګونو مېرمنو یې په ملاتړ لاریون وکړ. په لاریون کې راټولې شوې نجونې او مېرمنې وایي چې د بین‌الاافغاني ناستې د مرکچي پلاوي دواړه لوري دې له شته فرصته ګټه پورته کړي او د دایمي سولې لپاره دې خنډونه له مخې لیرې کړي. لاریونوالې نجونې او مېرمنې د بین‌الافغاني ناستې له ګډونوالو غواړي چې په هېواد کې د وینې تویدنې او ورور وژنې د مخنیوي په خاطر دې تر هرڅه وړاندې د اوربند غږ وکړي. دوی په دواړو لوریو غږ وکړ چې د یو او بل پر وړاندې له زغم او حوصلې کار واخلي او له خپلو هغو شرطونو تېر شي د دوی په باور، خپلمنځي خبرې سبوتاژ کوي. د لاریون ګډونوالې وویل: "زما نوم ثنا صافۍ، خیر دی نور راشئ، سوله وکړئ، څو ټول افغانان په سوله او خوښۍ کې ژوند وکړي، څو راتلونکي نسل ته مو ډادمن هېواد پاتې شي، غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې اوربند وشي او بیا دې د سولې ټول شرایط چې په ځانونو عملي شي." دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کېږي چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي د بین‌الافغاني ناستې په چارو بوخت دي او پرون یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه. د دغو پلاوو مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید له زغمه کار واخیستل شي. په ننګرهار کې د پیاوړو ښځو شبکه چې په جلال اباد کې یې نننی لاریون ترتیب کړی و، وایي چې د قطر په مرکز دوحه کې د سولې د بین‌الافغاني ناستې د مرکچي پلاوو چارې یې څارلي او هیله‌منده ده چې د افغانانو لپاره به یو ښه زیری ولري.

16.09.2020 ازادي راډیو

ناروغتیا اداره د کرونا د دوهمې څپې له راتلو سره پیسو څپو ته تیاری نیسي!

د ازادي راډیو اوونیزه "د ګوړې اچار" خپرونه کې لومړی څو ګډوډ خبرونه دراوروو چې د هېواد له حالاتو خبر شئ. بیامو د سوال او سوالګرۍ له اوسني جریانه خبروو. او په پای کې مو فال درته کتلی چې په خپل حال پوه شئ. د دې خپرونې جوړوونکی محمد عارف ننګیار دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌يې اورېدلی شئ:  

16.09.2020 ازادي راډیو

په کرونا د اخته کسانو شمېر کې بې ساري زیاتوالی

د روغتیا نړیوال سازمان د مني موسم کې د کویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو د زیاتیدو خبرداری ورکړی. دا ناروغي چې د پام وړ کمی په کې راغلی و، یو وار بیا اوج ته رسیدلې. د جان هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې 29 میلونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

15.09.2020 ازادي راډیو

خلک واضحې خبرې غواړي

خلک واضحې خبرې غواړي عایشه نومېږي. د غزني ده. ۱۶ کلنه ده. غواړي د لنډو کیسو لیکواله شي. دوه کیسې مې یې اورېدلې دي. د دواړو موضوع جګړه وه او د دواړو پای دا و چې سوله به راځي. د افغانستان د جګړې کیسه دومره اوږده ده چې ان غرونه او سیندونه به‌یې لا په اورېدو ستړي وي، پاتې شول انسانان او د ډېرو په باور دا کیسه بل پای نه‌لري‌، مګر نظامي او سیاسی سوله. د بین‌الافغاني خبرو له پیل سره د سولې توافق ته امېد هېڅ وخت دومره نږدې نه‌ښکارېده لکه څومره چې نن سبا احساسېږي. په دې ورځو کې له جګپوړو سیاسي چارواکو رانیولې د ټولنې تر عادي وګړو پورې دا خبره ډېره کوي چې 'سوله غواړو، خو واقعي سوله'. هر څوک د خپلو شرایطو، فهم او درک په اساس له واقعي‌ سولې بېل تعریف لري. زما د ملګرې لپاره چې اوس په سیاسي علومو کې ماسټري کوي او غواړي د افغانستان ولسمشره شي، واقعي‌ سوله دا ده چې جګړه دې نه‌وي او دا دې د کار کولو او سیاسي مشري حق ولري. د طالبانو مرکچي پلاوی هم وايي چې دوی جنګ نه‌غواړي، خو ښايي د طالب مرکچیانو ځیني غړي د ښځو په مشري کې ځیني ملاحظات لري. نظامي سوله یا اوربند د واقعي سولې په مفهوم نه‌دی، خو که اوربند نه‌وي سخته ده چې د واقعي سولې یو مشترک تعریف ته ورسېږو. د سولې د خبرو د کامیابي لپاره فکر کوم د دواړو خواو ترمنځ د اعتماد فضا همغومره مهمه ده څومره چې پر دې پروسې د ولس د مختلفو قشرونو اعتماد مهم دی. د دغه اعتماد د ترلاسه کولو بهترینه لاره ښايي د خبرو په جریان کې اوربند وي. د مذاکراتو په پیل کې دا طبیعي ده چې ځینې اندېښنې، بې‌باورۍ او بدګمانۍ دې موجودې وي. دغه تشویشونه ښايي له افغانو ښځو سره چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت که یې د تعلیم حق نه‌درلود او اوس‌یې د تعلیم، کار،‌ خبرو او رایې حق ترلاسه کړی دی ‌تر بل هر چا زیات وي. ما هم لکه د ډېرو نورو افغانانو خپل ټول ژوند په جګړه کې تېر کړ. د وجود رګ رګ مې له جګړې ستړی دی. هېڅ تصور او هېڅ امېد راته د تلپاتي اوربند په اندازه خوږ نه‌دی. هغو ښځو چې د انفجار، انتحار او د طیارو د بمبارد په وخت کې ښوونځی ولوست، پوهنتون‌یې ولوست او کار کوي، نه‌غواړي د طالب د تېرې واکمنۍ ژوند له سره تجربه کړي. زما د کلي نجونې چې د جګړې په نوم‌یې ښوونځی بند دی او له ډاره غږ نه‌کوي، نه‌غواړي له سولې وروسته هم د تعلیم له حقه محرومې شي. تر هغو چې اعتماد ترلاسه کېږي د افغانو ښځو تشویشونه طبیعي دي. د افغانستان د حکومت په ۲۱ کسیز مرکچي پلاوي کې یوازې ۴ ښځې دي، خو حکومت بار بار دا خبره کړې ده چې موږ د ښځو په حقوقو معامله نه‌کوو او انساني حقوق مو سره کرښه ده. بله خوا د طالب په مرکچي پلاوي کې ښځې بېخي نه‌شته، خو هغوی چې له طالبه نږدې شناخت لري دا خبره ډېره کوي چې طالب په فکري لحاظ هغه پخوانی طالب نه‌دی. طالبانو په خپلو مرکو کې هم دا ویلي چې په خپلې واکمنۍ کې یې اشتباهات درلودل او پرې پښېمانه دي. یو افغان ژورنالېست چې نه‌غواړي نوم‌یې واخلم راته ویل: "طالبان زما له ښځینه همکارانو سره نسبت نارینه‌وو ته په اسانۍ‌ حاضرېږي چې مرکه وکړي." دی په دې باور و چې طالبان په دې ډول غواړي ثابته کړي چې د ښځو پر وړاندې یې فکر بدل شوی دی. طالبان د ښځو د حقونو سوال معمولاً داسې ځوابوي چې موږ د شریعت په چوکات کې ښځو ته حقوق غواړو. د ډېرو مېرمنو په باور دا ځواب، ځواب نه‌دی بلکې له ځوابه تېښته ده. افغانې ښځې د طالب د واکمنۍ په وخت کې هم مسلمانانې وې او اوس مسلمانانې دي. یوې افغانې ډاکترې چې په کابل کې معاینه خانه لري، راته ویل: "کله چې زما دین اسلام تعلیم په ما فرض ګڼي او په هغو کلیو کې چې طالبان قدرت لري د نجونو ښوونځي بند دي، نو خبره د شریعت نه‌ده د طالب د فکر ده." ډېرې افغانې مېرمنې په دې باور دي چې که طالب مشران د نیمایي ولس حق او عزت ته واقعاً احترام لري، نو د هغوی د بشري حقونو په اړه دې مبهمې نه، بلکې واضحې خبرې وکړي. هیله پسرلی 'پورتنی د لیکوالې خپل نظر دی او په ازادي راډيو پورې تړاو نه‌لري'

15.09.2020 ازادي راډیو

بدخشان کې د سولې په ملاتړ غونډه

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سولې د ملاتړ په هدف د شاعرانو، لیکوالانو او سندرغاړو په شتون کې یوه لویه غونډه جوړه کړي وه. د ازادي راډیو خبریال نعمت احمدي پرې راپور لري چې هیلۍ اسد یې وړاندې کوي:

14.09.2020 ازادي راډیو

د سولې له مذاکراتي ډلو د لرغون پېژندونکو غوښتنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال په حکومت او طالبانو غږ کوي چې د سولې په پروسه کې د افغانستان کلتوري میراثونه او تاریخي ځایونه خوندي کړي. د کلتوري میراث ټولنه نن په کابل کې پرانیستل شوه او بل پلو په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات پیل شوي. نور په راپور کې:

14.09.2020 ازادي راډیو

تېر ۲۴ساعته د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کویډ۱۹ زیاتې پېښې ثبت شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د ریکارډ تر کچې زیاتې شوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د نړۍ په کچه تر بل هر وخت د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې شمېر یې درې لکه اووه زره ۹۳۰ ته رسېږي او په دې موده کې ۵۵۰۰ کسان مړه شوي دي. د کرونا وایروس د زیاتو مثبتو پېښو راپور له هندوستان، د امریکا له متحدو ایالتونو او برازیل ورکړل شوی دی. له تېر میلادي کال راهیسې چې کرونا ویروس خپور شو، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې تر ۲۸ میلیونو او ۹۰۰زرو اوښتي، تر نیمايي زیاتې پېښې د امریکا په لویه وچه کې ثبت شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په هندوستان کې پرون یکشنبه د کرونا ویروس ۹۴زره ۳۷۲ نوې پېښې، په امریکا کې ۴۵زره ۵۲۳ او په برازیل کې ۴۳زره ۷۱۸ تازه پېښې ثبت شوې دي. د امریکا په متحدو ایالتونو او هندوستان کې د ۲۴ ساعتونو په لړ کې تر ۱۰۰۰ زیات کسان له کرونا ویروس مړه شوي، په برازیل کې بیا د ۸۷۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده. هندوستان د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له اړخه، د امریکا تر متحدو ایالتونو وروسته په دویم کتار کې راځي. په هندوستان کې یوازې په اګسټ میاشت کې د کرونا ویروس نږدې ۲ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې د نړۍ په کچه په یوه میاشت کې تر ټولو لوړ شمېر دی. د سپټمبر میاشتې له پيله په دغه هېواد کې په ورځني ډول تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کرونا ویروس مري. برازیل، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۴ مبلیونو اوښتی، تر امریکا او هندوستان وروسته په درېیم کتار کې راځي او تر یولک او ۳۱۰۰۰ د زیاتو کسانو مړینه په کې ثبت شوې، چې د لاتینې امریکا په سطحه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی. د امریکا متحد ایالتونه چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې تر ۶ میلیونو اوښتی، د جدول په سر کې دی او په دې ویروس د یو لک او ۹۴۰۰۰ کسانو مړینه په کې ثبت شوې ده. د اروپا په ځینو هېوادونو کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ورځني ډول په زیاتېدو دي. چارواکو په ځینو کرونا ځپلو سیمو کې بیا محدودیتونه لګولي، له خلکو یې غوښتنه کړې، چې ماسکونه وکاروي او له یوبله جسمي فاصله رعایت کړي.

14.09.2020 ازادي راډیو

په شپږیزه لیګ کې روغتیایی تدابیر

هره ورځ یوه ډله ډاکتران لوبغالي ته په راغلو کسانو په سلګونو ماسکونه ویشي څو روغتیا یې تضمین شي او له کرونا ویروسه په امان پاتې شي. فرید الله سعادت یې په اړه نور جزئیات وړاندې کوي:

13.09.2020 ازادي راډیو

په افغانستان کې د اهنګري کسب د منځه تلو په حال کې

د کابل ښار په مرادخانۍ سیمه کې پښګران یا اهنګران وایي چې دوی هر یوه څو لسیزې دغه کسب ترسره کړی خو اوس د بهرنیو تولیداتو د کارولو له امله د دوی کاروبار د له منځه تللو په حال کې دی. لېمه هادي پرې راپور لري:

13.09.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more