ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغان محصلینو لپاره انلاین زد کړې څومره شونې او ګټورې دي؟

د کرونا ویروس د دوهمې څپې په راتګ سره ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه رخصت شوي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له ټولو پوهنتونونو د انلاین زده کړو د ورکړې غوښتنه کړې. هیلۍ اسد پرې رپوټ لري:

04.12.2020 ازادي راډیو

د افغانستان د خال وهنې دود نړۍ ته غځېدلی

د افغانستان خال وهوونکې ښځه خالونه وهل په افغانستان کې یو لرغونی دود دی خو اوس د خالو یا ټاټو وهلو دود په ټوله نړۍ کې خپور شوی.  سهیلا شاهدي په افغانستان کې د ټاټو د هنرمندې یا خال وهونکې په توګه کار کوي. سهیلا افغانستان ته تر ستنېدو مخکې په ایران او ترکیه کې د پناه غوښتونکې په توګه وخت تېر کړی. دا وايي، کله چې پوه شوه په افغانستان کې د ټاټو یا خالونو وهلو ښځینه کارکوونکې نه وې، دې پرېکړه وکړه بېرته هیواد ته ستنه شي او په دې برخه کې کار وکړي. هغه زياتوي: "ما له هیواده دباندې دا کار نشو کولای خو غوښتل مې په افغانستان کې یې پيل کړم ځکه هلته د ټاټو یا خال وهلو په برخه کې ښځې فعالیت نه لري. زه په دې باور یم چې نه یوازي نارینه بلکه ښځې هم د ټاټو هنرمندانې کېدای شي."  شاهدي وايي، د خال وهلو په برخه کې د ځوانانو لېولتیا مخ پر زیاتېدو ده او نجونې په ټاټو کې ګلان، کمپنۍ يا پرپرکي او زړه ته نیږدې کسانو نومونه خوښوي. نرګس میرضیايي له دغو نجونو یوه ده. هغې وويل: "زه له ټاټو سره علاقه لرم او له همدې کبله دلته راغلې یم چې خال ووهم. زما ټاټو د هندي یو توری دی چې مانا یې جرأت دی."  د ټاټو د هنر تر څنګ سهیلا شاهدي د اوږدو بڼو ايښودلو او لاسو پوستکي ته د پاملرنې په برخه کې هم کار کوي.

04.12.2020 ازادي راډیو

فارین پالیسي: افغانستان د سولې پر لور یو وړوکی ګام پورته کړ

فارن پالیسي  فارین پالیسي دوحه کې د سولې د خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی او دا سرلیک یې ورکړی دی: "افغانستان د سولې پر لور یو وړوکی ګام پورته کړ."  د مطلب په دوام راغلي، له څو میاشتو خبرو وروسته د بین الافغاني خبرو پر تګلارې هوکړه که څه هم یو وړوکی ګام دی، خو لیکوال دا د پام وړ پرمختګ او نوی پړاو یاد کړی دی. په مطلب کې راغلي، د بین الافغاني خبرو اجنډا هم یو بحث دی او د لیکوال په باور، دواړه لوري د اجنډا په لومړیتوبونو هم یوه خوله نه دي. مطلب کې لیکل شوي، د دولت مرکچیانو ته لومړیتوب اوربند دی، خو په خبره یې طالبانو ته ځینې نور مسایل لومړیتوب لري، لکه د دوی د ټولو بندیانو خوشې کول او د راتلونکي سیاسي نظام څرنګوالی. فارین پالیسي د دغه مطلب په یوه برخه کې، د دوحې په خبرو کې شوی پرمختګ د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دندې ته هم ښه توجیه بللې ده. د مطلب په دوام راغلي، د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن له رسمي کار سره ممکن خلیلزاد له دې دندې لري شي، خو د امریکا په چارو کې ښکیلو یو شمېر کسانو ویلي، دا احتمال شته چې بایډن خلیلزاد په همدې دندې وساتي. د فارین پالیسي د مطلب په پای کې راغلي، بین الافغانی خبرې ورو مخته روانې دي، خو د خبرو په میز کې یو مهم اړخ چې هغه د همدې خونړۍ جګړې د قربانیانو کورنۍ دي، حضور نه لري. ميلټري ټايمز  مېلټري ټایمز ورځپاڼې هم د لویدیځو اژانسونو په استناد د افغانستان د سولې په اړه یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، دوحه کې د سولې مرکچیانو درې میاشتنی په ټپه ولاړ حالت مات کړ. په مطلب کې راغلي، د سولې د خبرو پر تګلارې هوکړې افغان دولت او طالبان پر هغو مسلو بحث ته سره نژدې کړي دي چې د افغانستان د لسیزو اوږده جګړه ورسره پای ته رسېدلی شي. په مطلب کې وړاندوینه شوې چې اوربند، د ښځو او نورو اقلیتونو د حقونو خوندیتوب او د اساسي قانون بدلون به د بین الافغاني خبرو د اجنډا د سر مسایل وي.

04.12.2020 ازادي راډیو

په بریتانیا کې سر له ننه د "کوېډ١٩" ضد واکسین تطبیق پيلېږي

بریتانیا لومړنی لوېدیځ هېواد دی چې د کوویډ نولس پر ضد عمومي واکسیناسیون ته یې اجازه ورکړه. په بریتانیا کې سر له نن څخه سلګونو زرو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسیناسیون پیلېږي. ټاکل شوې چې فایزر کمپنۍ د دغه هېواد روغتیا وزارت ته ۸ لکه ډوزه واکسین وسپاري چې ۴ لکه تنو ته یې پیچکاري کړي.  د بریتانیا د روغتیا وزیر مټ هانکاک د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې چې هېواد یې د امریکا د فایزر او د جرمني بایو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوي واکسین ته د تزریق اجازه ورکړه، اعلان وکړ چې د کوویډنولس په وړاندې مرسته په لاره ده. د دغه واکسین درېیم یا وروستي پړاو ثابته کړه چې د کرونا ويروس په مخنیوي کې ۹۵ سلنه اغېزمن دي او حتی بوډاګان هم د دې ويروس په وړاندې ساتي. د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو هم په بریتانیا کې د واکسین بریالیتوب ته سترګې نیولې او وايي چې په بل ګام کې دوی هم دا واکسین خپلو هېوادوالو ته ورکوي. د کرونا ويروس پر ضد واکسین که له یوې خوا انسانانو ته د دې خطرناک ويروس په وړاندې مقاومت ورکوي له بلې خوا د نړۍ اقتصاد، چې په تېر نژدې یو کال کې د دې ويروس له کبله سخت زیانمن شوی دی، بېرته په پښو درېږي. د استرالیا د روغتیا وزیر ګریج هنټس وايي، له بریتانیا وروسته به استرالیا هم خپلو خلکو ته واکسین ورکړي. په همدې حال کې د امریکا درې پخواني ولسمشران بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بیل کلنټن د دې لپاره چې د کرونا واکسین پر خوندیتوب د خلکو باور ترلاسه شي، په خپله خوښه حاضر شوي چې د کامرو په وړاندې واکسین وکړي. دا درې سیاسي مشران هیله من دي چې دا ډول اقدام به د کرونا واکسین په اړه د امریکا ټولنې ته مثبت پیغام ورکړي او عام خلک به پرې باورمن شي. د امریکا د خوړو او درملو اداره د فایزر او بایو این ټیک کمپنیو پر واکسین څېړنه پیل کړې او تمه کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د دغه واکسین خوندیتوب تایید کړي. د امریکا روغتیايي چارواکو ویلي چې ښايي د روان دسمبر تر نیمايي پورې په دغه هېواد کې واکسیناسیون پیل شي.

04.12.2020 ازادي راډیو

"ننګيال د خپل شعر پر مټ لاهم ژوندی دی"

د ژوند، مينې او سولې شاعر، له مرګ يې له شلو زيات کلونه اوړي، خو ننګيال د خپل شعر په مټ ژوندی دی. ليندۍ يا قوس د اسحق ننکيال د زوکړې مياشت ده، په دې راپور کې يې يو څه شعر او شاعرۍ ته تم شوي يو. راپور: اجمل تورمان کمره او اېډېټ: فريد سعادت

03.12.2020 ازادي راډیو

ګوړې اچار؛ د تایید راېې، د وزیرانو جېبونه خالي کړل!

د ازادي راډیو د 'ګوړې اچار' په دې طنزي خپرونه کې لومړی، څو مهم خبرونه لرو، بیا د یوې يوښتنې څو ځوابونه. په پای کې یوه خوږه کیسه هم دراوروو، دا چې د څه شي؟ ... په خپله ېې واورئ. دا خپرونه محمدعارف (ننګیار ) جوړوي چې بشپړ پروګرام یې د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

03.12.2020 ازادي راډیو

د کرونا ضد واکسین لومړنی تطبیقوونکی هېواد؛ بریتانیا د پلي کېدو اجازه ورکړه

بریتانیا لومړی هېواد شو چې د کرونا پر ضد د واکسین د پلي کېدو اجازه‌یې ورکړه. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وویل چې دا واکسین یوه امریکایي او یوه جرمني شرکت په ګډه جوړ کړی چې سر له راتلونکې اوونۍ به په بریتانیا کې تطبیق شي، د لندن پر دې پرېکړه یو شمېر اروپایي هېوادونو انتقاد کړی دی. د بریتانیا د حکومت په بیان کې راغلي چې د دوا د تولید د څار ادارې لارښوونه‌یې ومنله او د فایزر بیونتیک له واکسین څخه‌یې د استفاده کولو اجازه ورکړه. صدراعظم بورېس جانسون دا هڅه بې‌سارې یاده کړه او دا یې د عادي ژوند په لور د ګرځېدو لومړی ګام وباله. فایزر شرکت د امریکا په متحده ایالاتو کې دی او بیونتیک شرکت په جرمني کې دی. د دوا دغو دوو شرکتونو د لندن د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له دې سره د اروپایي ټولنې تر هېوادونو او د امریکا تر متحده ایالاتو مخکې د کرونا ضد واکسین د پلي کېدو لپاره په بریتانیا کې زمینه برابرېږي. د فایزر شرکت مدیر البرت بورلا د بریتانیا پرېکړه یوه تاریخي شېبه وبلله او زیاته‌یې کړه چې د دوی شرکت به په بېړه هڅې وکړي چې د ښه کیفیت واکسین تر نړیوالو ورسوي. صدراعظم بورېس جانسون په ټویټ کې لیکلي دي چې دا واکسین به سر له راتلونکې اوونۍ په ټوله بریتانیا کې د ترلاسه کولو وړ وي. ښاغلي جانسون زیاته کړه چې واکسین به موږ ته دا اجازه راکړي چې خپل ژوند بېرته عادي پیل کړو او د هېواد اقتصاد متحرکه کړو. دا واکسین په داسې وخت کې چې کرونا وبا په نړۍ کې د نږدې یو نیم میلیونه کسانو ژوند اخیستی، تر ټولو ښه فرصت برابر کړی دی چې ژوند عادي شي. په بریتانیا کې د واکسین د تطبیق اداره دا معلوموي چې لومړی کومو کسانو ته واکسین ورکړي، دا امکان شته چې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړي چې ډېر اغېزمن وي، لکه زاړه او د روغتیایي چارو کارکوونکي. دواړو شرکتونو، فایزر او بیونتیک، همداراز امریکایي شرکت مودرنا ویلي دي چې د دوی واکسینونه تر ۹۰ فیصده ډېر مؤثره دي چې دا تر هیلو لوړه فیصدي ده. خو په اروپا کې د درملو د کیفیت د څارنې اداره (EMA) چې د واکسین د تأیید مسؤلیت لري، د سې شنبې په ورځ وویل چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اخره به د فایزر بیونتیک د واکسین په اړه پرېکړه وکړي چې د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې تطبیق شي که نه. ایما وایي، د واکسین د تأیید لپاره وخت ته اړتیا لري او نورو ازموینو ته. د اروپایي ټولنې غړو پر بریتانیا انتقاد کړی دی. د اروپایي پارلمان یوه غړي، پیتر لیز چې د جرمني دی، وویل، دا پرېکړه ستونزمنه ښکاري او اروپایي ټولنه باید دا لاره تعقیب نه‌کړي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې ۱،۶۵ میلیونه کسان په بریتانیا کې په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې څخه ۵۹ زره او نږدې ۱۵۰ کسان مړه شوي دي.

03.12.2020 ازادي راډیو

د مور او پلار ښې اړیکې د کورنۍ پر غړو څومره مثبت اغېز لرلی شي؟

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې: پوهیږئ چې د مور او پلار په منځ کې مینه، احترام او ښې اړیکې د کورنۍ په غړو څومره مثبته اغېزه لري؟ ولې ځېنې مېندې او پلرونه بیا دې موضوعاتو ته ارزښت نه ورکوي؟ د مور او پلار په منځ کې ناسم چلند په اولادونو کوم منفي اثر پرېباسي؟ نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په همدې موضوع غږیږو چې د راپور تر څنګ د عامو خلکو نظرونه او په پای کې د ټولنپوه سره مرکه هم لرو ، دا  خپرونه د ازادي راډیو خبریالې مریم توخي جوړه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:  

02.12.2020 ازادي راډیو

"مودیرنا" شرکت غواړي د کرونا ضد واکسین یې منظور او په امریکایانو پلی شي

امریکایي مودیرنا شرکت له امریکایي تنظیمونکو غوښتي چې سمدستي ورته اجازه ورکړي چې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین تولید او خلکو ته ورکړل شي. د درمل جوړولو دې شرکت دغه غوښتنلیک پرون دوشنبې(د لیندۍ ۱۰) د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته وړاندې کړی دی. د مودیرنا اجرائیوي رئیس سټیفان بینسل وویل، که د خوړو او درملو اداره یې له غوښتنلیک سره موافقه وکړي چې د کرونا د ویروس پر وړاندې د دوی د شرکت له خوا جوړ شوی واکسین خوندي او اغېزمن دی، نو د روانې ډسمبر میاشتې تر نیمایي پورې په میلیونونو امریکایانو ته د دغه واکسین دوه دوزه ورکړي.     مودیرنا ویلي چې د دې شرکت له خوا جوړ شوی واکسین د بېلابېلو عمرونو او نژادونو پورې تړلي له ۳۰ زرو زیاتو کسانو باندې ازمویل شوی او اغېزمنتوب یې په سلو کې له ۹۴ زیات ښودل شوی. دې شرکت دغه راز ویلي چې د شاوخوا شل میلیونه ډوزه واکسین تولید ته نژدې شوې او کولای شي چې هغه د روان کال تر پایه د امریکا ټولو برخو ته ولېږدوي. دغه کمپنۍ غواړي چې د واکسین د منظوري لپاره ورته غوښتنه له اروپا هم وکړي او د نړۍ په نورو برخو کې هم اړوندو د درملو او خوړو له تنظیمونکو ادارو سره خبرې مخ ته وړي. مودیرنا په امریکا کې له 'فېزر' وروسته د درمل جوړولو دوهم شرکت دی چې د کرونا ضد واکسین د منظوري لپاره له اړوندې ادارې د رسمي اجازې اخېستو غوښتنه کوي. کرونا تراوسه په ټوله نړۍ له یو میلیون څلورلکو زیات کسان مړه کړي او له ۶۳ زیات وګړي هم پرې اخته شوي دي. د دغه ويروس پر وړاندې درېیم واکسین بریتانوي استرازیینکا شرکت جوړ کړی چې هغه هم په پراخه پیمانه تولید ته نژدې شوی دی. د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر الکس ازار وویل، که دغه واکسینونه تأیید شي هغه به له کرسمس مخکې په امریکا متحدو ایالتونو کې د لاس رسي وړ وي او دا به د ایالتونو پر هر ګورنر یا والي پورې اړه ولري چې د اخېستو په اړه یې پریکړه وکړي. په متحدو ایالتونو کې له ۱۳ میلیونه زیات وګړي پر کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دی. یوازې په تیره نومبر میاشت کې څلور میلیونه نور کسان پر اخته شوېو ور زیات شوي دي. د دې اندېښنه شته چې د کورویا مثبتې پېښې به لا ډېرې زیاتې شي ځکه په تېر د ټنکس ګیوینګ یا شکرانې په مذهبي جشن او څو وروستیو رخصتیو کې کورنۍ سره راټولې شوې وې. په عین حال کې په ساینسي چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار ډاکټر سکاټ اتلاس چې نظریات یې په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ضد عملیاتي ډلې له غړو سره په تضاد کې وو، له خپلې دندې استعفا کړې ده.  هغه په یوه لیک کې چې نن سې شنبې یې ټویټ کړی، ولسمشر ټرمپ له خپلې استعفا خبر کړی دی.  نوموړي چې د عامه روغتیایي خدمتونو یا د عفونت ناروغیو په اړه د رسمي کار تجربه نه لرله څلور میاشتې یې له ټرمپ سره د سلاکار په توګه کار وکړ. د هغه د موقتي کار قرارداد روانه اوونۍ پای ته رسیده.  اتلاس د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اوږدې مودې بندیزونو، د ښوونځیو د بندولو او د ماسکونو په اغوستو شک درلود چې دا په سپینه ماڼۍ کې د دغه ویروس ضد عملیاتي ډلې د غړیو له نظریاتو سره په ټکر کې و.   د ساري ناروغیو د مخنیوي مخکښ ساینس پوه انتوني فاوچي پر هغو معلوماتو چې هغه ټرمپ ته ورکول انتقاد کاوه او ویل یې چې دغه معلومات د کرونا د خپرې شوې وبا په اړه تیر ایستونکي دي یا هغه سم نه دي. 

01.12.2020 ازادي راډیو

"د ولسمشر غني مخالفت د افغان مذاکراتي پلاوي په منځ کې درز رامنځته کړی"

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د سولې په مسایلو په ځانګړي ډول په دې اړه د ولسمشر غني د وروستي دریځ او د کابل ښار د ککړې هوا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسير ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په اشارې سره لیکي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي. په سرمقاله کې راغلي، د جینیوا غونډې وړاندې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې د خبرو په اجنډا توافق ته رسېدلي وو او په ټیټه کچه لاسلیک هم شوی و، چې یوه کاپي یې د قطر حکومت ته سپارل شوې وه. سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، له دې وروسته د افغان حکومت پلاوی کابل ته راغی او ولسمشر غني له دې هوکړې سره مخالفت وکړ. د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر غني ټینګار کوي، چې طالبان دې اساسي قانون او لاس ته را وړنې ومني او له سولې وروسته دې په ټاکنو کې برخه واخلي. د لیکوال په اند له ارګ سره دا ډول شرطونه یوه وړه ډله هم نه مني او دا شرطونه له سولې سره ښکاره مخالفت دی. خو تراوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي. هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې لیکلي له لومړني توافق وروسته د ولسمشر غني مخالفت د افغان پلاوي په منځ کې درز رامنځته کړی دی. په سرمقاله کې راغلي د پلاوي ځینې غړي د سیاسي هوکړې له مخې د سولې واک د ملي مصالحې عالي شورا بولي او ټینګار یې داده چې ښاغلی غني د مشورې او څار صلاحیت لري، خو د پلاوي یو شمېر نور غړي بیا د سولې بهیر بشپړ واک د ښاغلي غني صلاحیت ګڼي. په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل نېغ په نېغه د سولې له پرمختګونو سره تړلی دی، نو د ورځپاڼې په باور په کار ده، چې ژر تر ژره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه یوې خواته شي. اطلاعات روز  اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کابل ښار د ککړې هوا په اړه تبصره کړې ده. په سرمقاله کې راغلي، د کابل هوا ډېره ککړه شوې ده، چې بېلابېلې تنفسي ناروغۍ یې رامنځته کړې. وړاندې په سرمقاله کې راغلي تېر کال حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي یو کمېسیون جوړ کړ، خو د اطلاعات روز په وینا تراوسه یې په دې برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.  په سرمقاله کې یادونه شوې، دغه کمېسیون یوازې د یو څو اپارتمانونو فلترې بدلې کړي او بس. لیکوال ټینکار کوي د ککړې هوا د مخنیوي لپاره لازمه ده چې په کابل ښار د برېښنا ستونزه هواره شي، دغه شان کابل ښاریان هم باید ځان د خوندیتوب په موخه د ډبرو سکرو پرځای له ګازه او نورو کم لوګیه سونګ توکو کار واخلي.

01.12.2020 ازادي راډیو

په امریکا او اروپا کې میلیونونه کسانو ته د "کوېډ۱۹" ضد واکسین تطبیقېږي

په ګڼو اروپايي هېوادونو او دغه راز متحدو ایالتونو کې به ژر میلیونونو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد واکسین ورکړل شي.  د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو واکسین به د روانې اوونۍ په پای کې په بریتانیا او بله اوونۍ په امریکا کې ګڼ شمېر خلکو ته پیچکاري شي.  امریکا، جرمني او بریتانیا به لومړني هېوادونه وي چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو خلکو ته د کرونا ویروس پر ضد عمومي واکسین پیل کړي.  د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپا روغتیايي چارواکي وايي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره به واکسیناسیون په راتلونکو څو اوونیو کې تر نوي میلادي کال وړاندې پیل شي.  باور کېږي، چې بریتانیا به لومړنی هېواد وي چې د فایزر او بیو این ټیک کمپنیو له لوري جوړ شوی واکسین د دسمبر په اوومه پیل کړي.  همداراز اټکل کېږي، چې له بریتانیا وروسته د دسمبر په لسمه د امریکا د خوړو او درملو ملي اداره دا واکسین تایید کړي او خلکو ته یې پیچکاري پیل شي.  په امریکا کې هیڅ درمل تر هغو ډاکتران تجویزولی نه شي چې د خوړو او درملو اداره یې تایید نه کړي.  مخکې رویټرز خبري اژانس ویلي و چې فایزر کمپنۍ به د امریکا د درملو او خوړو له ادارې د جواز له ترلاسه کولو ۲۴ ساعتونه وروسته ټولو ایالتونو ته واکسین ورسوي او له خلکو به وغواړي چې د واکسین د ترلاسه کولو لپاره چیري مراجعه وکړي.  د امریکا د انتاني ناروغیو او د الرژۍ د ملي انستیتیوت رييس انتوني فاوچي سي این این تلویزیون ته ویلي، لومړی به طبي کارکوونکو او زړو ته واکسین ورکړل شي. له بلې خوا د جرمني چارواکو په وروستیو ورځو کې ویلي چې د اروپايي پارلمانونو له لوري له تاییده وروسته به خپلو وګړو ته روانه میاشت واکسین ورکړي.  د جرمني د روغتیا وزیر ینڅ شپان ویلي، فکر کوي چې بیو این ټیک واکسین به د دسمبر تر نیمايي پورې تایید شي.  ویل کېږي، چې د اروپا د درملو اداره، چې په اروپايي اتحادیه کې د درملو د تایید او رد واک لري، راتلونکې میاشت د فایزر- بیو این ټیک او دغه راز مودرنا د واکسین په اړه پرېکړه کوي.  د دواړو واکسینونو په اړه ویل شوي چې په سلو کې ۹۵ په کرونا ویروس د انسان د اخته کېدو مخه نیسي او هیڅ راز جانبي عوارض نه لری.  د اروپايي اتحادیې د درملو د ادارې له اجازې وروسته به د اروپا په ۲۷ هېوادونو کې د روان کال تر پای ته رسېدو مخکې ملیونونه وګړي واکسین شي.  د فایزر کمپنۍ د مسوولانو په وینا، هر څوک باید د درو اوونیو په منځ کې دوه ځلې دوه ډوزه واکسین شي. 

01.12.2020 ازادي راډیو

ایا د ولسي جرګې غړیو خپلې رایې سمې کارولي؟

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ اوه نوماند وزیرانو او یوه نوماند رییس ته د رایې ورکولو پروسه ترسره کړه. په دې ډله کې د ښځو چارو کاندید وزیرې حسینه صافي وه چې رایې وانخیسته. د ولسي جرګې یوه غړې شینکۍ کړوخېل وايي ځینې وختونه وکیلان سیاسي چلند کوي او په کارپوه خلکو ته رایه نه ورکوي. له اغلې کړوخېل سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او د حسینه صافي په تړاو یې په پوښتنې سربېره دا پوښتنه هم کړې چې څومره باوري ده د ولسي جرګې غړیو خپلې رایې سمې کارولي دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:  

30.11.2020 ازادي راډیو

د کابل په ګډون پنځو زونونو کې د "کوېډ۱۹" نمونې اخیستل کېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، اوس د کابل او پنځه زونونو په دولتي روغتونونو کې د کرونا ویروس نمونې اخیستل کېږي. د هوا سړښت او د کروناویروس د خپرېدو دوهمه څپه. د افغانستان د عامې روغتیاوزارت وايي، وروسته له دې د کابل او پنځه زونونو په دولتي روغتونونو کې د کروناویروس نمونې اخیستل کېږي. ددغه وزارت د قانون د پلي کېدو د ارزونې رییس خالد احدي وايي، په کابل کې اتلس دولتي او۲۳ خصوصي روغتونونه د کرونا ویروس نمونې اخلي اود همدغو دولتي روغتونونو اړوند ګرځنده ټیمونه هم فعالیت ولري. دغه وزارت وايي، د دغه ویروس د ازمايښت له لابراتوارونو څخه څلور په کابل، شپږ مرکزونه د هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او ګردیز په ولایتونو او دوه نور لابراتوارونه، د هرات په تورغونډۍ او د فاریاب په اقینه بندرونو کې فعال دي. ددغه وزارت د قانون د پلي کېدو دارزونې رییس خالد احدي وویل: "تراوسه د ټېسټ کولو له کموالي سره مخ نه یو، هیله ده د دغه ویروس په دوهمه څپه کې هم ورسره مخ نه شو، یوازې په هرات ولایت کې مود اکسیجن کموالی درلود چې دا ستونزه بیا حل شوه، خو په دغه ولایت کې د کروناویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي." داپه داسې حال کې ده چې د کروناویروس د خپرېدو په لومړۍ مرحله کې ناروغانو په لابراتوارونو کې د ازمایښتي موادو له کمښت او د علایمو په معلومولو کې له ځنډ نه شکایتونه لرل. اوس د دولتي روغتونونو ترڅنګ چې فعال دي، د درملنې خصوصي مرکزونه د پیسو په اخیستو سره، د کرونا ازمایښت ترسره کوي. خو ایا خلک کولی شي د کروناویروس د ازمايښت لپاره په خصوصي روغتونونو کې پیسې ورکړي؟ رویا علمي چې تازه په کرونا ویروس اخته شوې وايي، د دغه ویروس د ازمایښت لپاره د ډېرو پیسو د ورکړې وس نه لري، له همدې امله په ورځو ورځو انتظارباسي چې، دولتي روغتونونه یې د ناروغۍ نمونه واخلي. هغې زیاته کړه: "له هغو ټولو خلکو چې پر دغه ناروغۍ اخته دي هیله کوم چې ځانونه قرنطین کړي، ډېرې میوې وخوري، سوچ ونه کړي ځکه سوچ لامل کېږي چې د بدن معافیت یې ټیټ شي." خو د درملنې د ځینو مرکزونو مسوولین وايي، د بېوزلو ناروغانو لپاره یې ۵۰سلنه تخفیف په پام کې نیولی دی. په کابل کې دیوه خصوصي روغتون رییس رضوان الله احمدزی وايي، د کروناویروس د هر ازمایښت په بدل کې۴۵۰۰ افغانۍ اخلي. د رسمې شمېرو له مخې، د کروناویروس د خپرېدو له پیل راهیسې، په هېواد کې پر کروناویروس د ۱۴۹۱۰۰ مشکوکو اخته کسانو نمونې اخیستل شوي چې ۴۶۴۹۸ یې مثبتې وې.

30.11.2020 ازادي راډیو

هرات کې د ایراني تولیدانو د مخنیوي هڅې

د هرات د شیشې پشم د ایراني تولیداتو مخه نیسي. د دې فابریکې محصولاتو له ایران څخه د شیشې وړیو ۹۰ سلنه د وارداتو مخه نیولې او د چاپیریال د ککړتیا په کمولو کې د دې کارخانې رول مهم ګڼل کېږي. نور حال په راپور کې:

30.11.2020 ازادي راډیو

بریتانیا د "کوېډ۱۹" ضد واکسین ۲ میلیونه نور ډوزونه هم ترلاسه کړي

بریتانوي چارواکي وايي د کرونا ويروس ضد واکسین ۲ میلیونه نور ډوزونه یې هم ترلاسه کړي دي. د بریتانیا حکومت موافقه وکړه، چې د کرونا ويروس ضد واکسین ۳۵۰ میلیونه ډوزه له ۷ مختلفو تولیدوونکو شرکتونو رانیسي، خو دغه شرکتونه باید د دغه واکسین موثریت ثابت کړي. بریتانیا له وړاندې د کرونا ويروس ضد واکسین ۲ ملیونه ډوزه ترلاسه کړي دي. بریتانیا په پام کې لري، چې څومره ممکنه وي ژر تر ژره خپل ۶۷ ملیونه وګړي د کرونا ويروس پر وړاندې واکسین کړي. ګارډین او فایننشل ټایمز ورځپاڼو راپور ورکړی، د بریتانیا روغتونونو ته ویل شوي، دوی ته ښايي د واکسین لومړي ډوزونه د ډسمبر میاشتې تر اوومې ورسېږي. د لندن د امپریال کالج د ازمیښتي درملو پروفیسور پیټر اوپنشا وویل، دا به حیرانوونکې نه وي که په دې اړه په راتلونکو دوو اوونیو کې یا هم حتی ممکن راتلونکې اوونۍ کوم اعلان وشي. د امریکا په متحدو ایالتونو کې هم هیله ښوول شوې، چې د واکسین پروګرام په ډسمبر میاشت کې تطبیق شي. په امریکا کې روغتیايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې تېره جمعه د شکرانې له ورځې وروسته او د کرسمس د جشن پر مهال ښايي د کرونا ویروس پېښې زیاتې شي، بلخوا د څو واکسینونو د ازموینې او تولید په اړه هڅو هم خلکو ته یوه هیله ورکړې ده. د امریکا د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر انتوني فاوچي وویل، په دغه هېواد کې په کرونا ويروس د خلکو د اخته کېدو سطحه ناڅاپه بدلېږي نه. هغه زیاته کړه، په راتلونکو اوونیو کې به وضعیت بدل نه شي، خو په دوو- درېیو اوونیو کې به د مثبتو پېښو د زیاتېدو شاهدان یو. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحدو ایالتونو کې په کوېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تېره جمعه د اول وار لپاره تر دوو لکو واوښت. په امریکا کې په ټوله کې په کرونا ويروس یا کوېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۳ ملیونو اوښتی او د مړو شمېر تر دوو لکو او ۶۶۰۰۰ زیات شوی دی. په ټوله نړۍ کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر تر ۶۲ ملیونو او اوو لکو زیات دی او د مړو شمېر یونیم میلیونونو  ته نږدې شوی دی.

30.11.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more