شاته

د کرونا ضد واکسین لومړنی تطبیقوونکی هېواد؛ بریتانیا د پلي کېدو اجازه ورکړه

بریتانیا لومړی هېواد شو چې د کرونا پر ضد د واکسین د پلي کېدو اجازه‌یې ورکړه.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون وویل چې دا واکسین یوه امریکایي او یوه جرمني شرکت په ګډه جوړ کړی چې سر له راتلونکې اوونۍ به په بریتانیا کې تطبیق شي، د لندن پر دې پرېکړه یو شمېر اروپایي هېوادونو انتقاد کړی دی.

د بریتانیا د حکومت په بیان کې راغلي چې د دوا د تولید د څار ادارې لارښوونه‌یې ومنله او د فایزر بیونتیک له واکسین څخه‌یې د استفاده کولو اجازه ورکړه.

صدراعظم بورېس جانسون دا هڅه بې‌سارې یاده کړه او دا یې د عادي ژوند په لور د ګرځېدو لومړی ګام وباله.

فایزر شرکت د امریکا په متحده ایالاتو کې دی او بیونتیک شرکت په جرمني کې دی.

د فایزر شرکت واکسین
د فایزر شرکت واکسین

د دوا دغو دوو شرکتونو د لندن د دې پرېکړې هرکلی وکړ چې له دې سره د اروپایي ټولنې تر هېوادونو او د امریکا تر متحده ایالاتو مخکې د کرونا ضد واکسین د پلي کېدو لپاره په بریتانیا کې زمینه برابرېږي.

د فایزر شرکت مدیر البرت بورلا د بریتانیا پرېکړه یوه تاریخي شېبه وبلله او زیاته‌یې کړه چې د دوی شرکت به په بېړه هڅې وکړي چې د ښه کیفیت واکسین تر نړیوالو ورسوي.

صدراعظم بورېس جانسون په ټویټ کې لیکلي دي چې دا واکسین به سر له راتلونکې اوونۍ په ټوله بریتانیا کې د ترلاسه کولو وړ وي.

ښاغلي جانسون زیاته کړه چې واکسین به موږ ته دا اجازه راکړي چې خپل ژوند بېرته عادي پیل کړو او د هېواد اقتصاد متحرکه کړو.

دا واکسین په داسې وخت کې چې کرونا وبا په نړۍ کې د نږدې یو نیم میلیونه کسانو ژوند اخیستی، تر ټولو ښه فرصت برابر کړی دی چې ژوند عادي شي.

په بریتانیا کې د واکسین د تطبیق اداره دا معلوموي چې لومړی کومو کسانو ته واکسین ورکړي، دا امکان شته چې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکړي چې ډېر اغېزمن وي، لکه زاړه او د روغتیایي چارو کارکوونکي.

دواړو شرکتونو، فایزر او بیونتیک، همداراز امریکایي شرکت مودرنا ویلي دي چې د دوی واکسینونه تر ۹۰ فیصده ډېر مؤثره دي چې دا تر هیلو لوړه فیصدي ده.

خو په اروپا کې د درملو د کیفیت د څارنې اداره (EMA) چې د واکسین د تأیید مسؤلیت لري، د سې شنبې په ورځ وویل چې د روانې ډسمبر میاشتې تر اخره به د فایزر بیونتیک د واکسین په اړه پرېکړه وکړي چې د اروپایي ټولنې په هېوادونو کې تطبیق شي که نه.

فایزر بونتیک واکسین
فایزر بونتیک واکسین

ایما وایي، د واکسین د تأیید لپاره وخت ته اړتیا لري او نورو ازموینو ته. د اروپایي ټولنې غړو پر بریتانیا انتقاد کړی دی.

د اروپایي پارلمان یوه غړي، پیتر لیز چې د جرمني دی، وویل، دا پرېکړه ستونزمنه ښکاري او اروپایي ټولنه باید دا لاره تعقیب نه‌کړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې ۱،۶۵ میلیونه کسان په بریتانیا کې په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې څخه ۵۹ زره او نږدې ۱۵۰ کسان مړه شوي دي.