شاته

"مودیرنا" شرکت غواړي د کرونا ضد واکسین یې منظور او په امریکایانو پلی شي

امریکایي مودیرنا شرکت له امریکایي تنظیمونکو غوښتي چې سمدستي ورته اجازه ورکړي چې د کوویډـ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې یې واکسین تولید او خلکو ته ورکړل شي.

د درمل جوړولو دې شرکت دغه غوښتنلیک پرون دوشنبې(د لیندۍ ۱۰) د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته وړاندې کړی دی.

د مودیرنا اجرائیوي رئیس سټیفان بینسل وویل، که د خوړو او درملو اداره یې له غوښتنلیک سره موافقه وکړي چې د کرونا د ویروس پر وړاندې د دوی د شرکت له خوا جوړ شوی واکسین خوندي او اغېزمن دی، نو د روانې ډسمبر میاشتې تر نیمایي پورې په میلیونونو امریکایانو ته د دغه واکسین دوه دوزه ورکړي.

کرونا تراوسه په ټوله نړۍ له یو میلیون څلورلکو زیات کسان مړه کړي

مودیرنا ویلي چې د دې شرکت له خوا جوړ شوی واکسین د بېلابېلو عمرونو او نژادونو پورې تړلي له ۳۰ زرو زیاتو کسانو باندې ازمویل شوی او اغېزمنتوب یې په سلو کې له ۹۴ زیات ښودل شوی.

دې شرکت دغه راز ویلي چې د شاوخوا شل میلیونه ډوزه واکسین تولید ته نژدې شوې او کولای شي چې هغه د روان کال تر پایه د امریکا ټولو برخو ته ولېږدوي.

دغه کمپنۍ غواړي چې د واکسین د منظوري لپاره ورته غوښتنه له اروپا هم وکړي او د نړۍ په نورو برخو کې هم اړوندو د درملو او خوړو له تنظیمونکو ادارو سره خبرې مخ ته وړي.

د مودیرنا کمينۍ
د مودیرنا کمينۍ

مودیرنا په امریکا کې له 'فېزر' وروسته د درمل جوړولو دوهم شرکت دی چې د کرونا ضد واکسین د منظوري لپاره له اړوندې ادارې د رسمي اجازې اخېستو غوښتنه کوي.

کرونا تراوسه په ټوله نړۍ له یو میلیون څلورلکو زیات کسان مړه کړي او له ۶۳ زیات وګړي هم پرې اخته شوي دي.

د دغه ويروس پر وړاندې درېیم واکسین بریتانوي استرازیینکا شرکت جوړ کړی چې هغه هم په پراخه پیمانه تولید ته نژدې شوی دی.

د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر الکس ازار وویل، که دغه واکسینونه تأیید شي هغه به له کرسمس مخکې په امریکا متحدو ایالتونو کې د لاس رسي وړ وي او دا به د ایالتونو پر هر ګورنر یا والي پورې اړه ولري چې د اخېستو په اړه یې پریکړه وکړي.

په متحدو ایالتونو کې له ۱۳ میلیونه زیات وګړي پر کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دی. یوازې په تیره نومبر میاشت کې څلور میلیونه نور کسان پر اخته شوېو ور زیات شوي دي. د دې اندېښنه شته چې د کورویا مثبتې پېښې به لا ډېرې زیاتې شي ځکه په تېر د ټنکس ګیوینګ یا شکرانې په مذهبي جشن او څو وروستیو رخصتیو کې کورنۍ سره راټولې شوې وې.

په عین حال کې په ساینسي چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار ډاکټر سکاټ اتلاس چې نظریات یې په سپینه ماڼۍ کې د کرونا ضد عملیاتي ډلې له غړو سره په تضاد کې وو، له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هغه په یوه لیک کې چې نن سې شنبې یې ټویټ کړی، ولسمشر ټرمپ له خپلې استعفا خبر کړی دی.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

نوموړي چې د عامه روغتیایي خدمتونو یا د عفونت ناروغیو په اړه د رسمي کار تجربه نه لرله څلور میاشتې یې له ټرمپ سره د سلاکار په توګه کار وکړ. د هغه د موقتي کار قرارداد روانه اوونۍ پای ته رسیده.

اتلاس د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اوږدې مودې بندیزونو، د ښوونځیو د بندولو او د ماسکونو په اغوستو شک درلود چې دا په سپینه ماڼۍ کې د دغه ویروس ضد عملیاتي ډلې د غړیو له نظریاتو سره په ټکر کې و.

د ساري ناروغیو د مخنیوي مخکښ ساینس پوه انتوني فاوچي پر هغو معلوماتو چې هغه ټرمپ ته ورکول انتقاد کاوه او ویل یې چې دغه معلومات د کرونا د خپرې شوې وبا په اړه تیر ایستونکي دي یا هغه سم نه دي.