ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې په ۳ کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغي پېژندل شوې

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو درې ورځو کې په دې هېواد کې په درېیو کسانو کې د تورفنګس په نوم ناروغۍ پېژندل شوې ده.  د دې وزارت سرپرست وزير وحيد مجروح نن شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، دغه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وو.  د ښاغلي مجروح په خبره دغه ناروغي، د انسان ټول بدن، تنفسي سيسټم او دماغونه نيسي ان تر دې چې خونريزي هم ورته پيدا کوي.  د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ناروغي په خوسا ميوو، د انسان د پوستکي په سر او طبيعت کې وي، خو هغه کسان ډېر ژر نيسي چې د ځان دفاعي سيسټم يې ضعيفه او نورې ناروغۍ لکه شکر، سرطان تنفسي ستونزې ولري.  ښاغلی مجروح وايي، دا ناروغي د درملو په کارولو سره له منځه ځي او د مړيني کچه يې په سلو کې ۵۵ سلنه ده.  د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست وايي، تورفنګس ناروغي له ناروغ انسانه روغ انسان ته نه انتقالېږي، خو هغه وسايل چې د دوو کسانو ترمنځ د استفادې وړ وي د دې ناروغۍ انتقال ترې ډېراسانه کېږي. مجروح زیاته کړه: "په کابل کې دوه پېښې موندل شوي، يوه پېښه د کابل ښار ده او بله هغه يې له بغلانه انتقال شوې، درېيمه پېښه نن سهارموږ په سمنګان ولايت کې وپېژندله. په دې درېېو پېښو کې ګډ ټکی چې شته هغه دا دی چې درې واړه ناروغان په کرونا اخته شوي."  د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې د دې ناروغۍ د خپرېدو خبره کوي چې کرونا لا هم په افغانستان کې د خپرېدا په حال کې ده او خلک د اکسيجن له کمښته اندېښنه لري.  عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له يونېسف څخه د اکسيجن د مرسته شوېو دستګاوو فعالېدو چارې په ۸ ولايتونو کې ۹۵ سلنه بشپړه شوې او له ترکيې به هم دغه دستګاوې را ورسېږي چې په لس ولايتونو کې به يې د فعالېدو چارې پيل شي.  ښاغلی مجروح وايي، چين هم د ۶۲۰ د اکسيجن دستګاو د مرستې ژمنه کړې.  د هغه په خبره، د اکسيجن ترڅنګ تر دا مهاله ۹۱۴ زره ډوزه واکسين په افغانستان کې تطبيق شوی او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې ۳ ميلیونه ډوزه واکسين له امريکا هم را ورسېږي. مجروح وايي: "له امريکا ۳ميليونه ډوزه واکسين په دوو مرحلو کې راواردېږي چې لومړۍ برخه به يې د دې اوونۍ تر پايه راورسېږي، موږ هڅه کوو چې شااوخوا ۵ ميلیونه ډوزه واکسين وپېرو." دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۷۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي.  د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه موده کې ۹۲ کسان مړه شوي دي.  له تازه ثبت شوېو پېښو سره په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې شااوخوا ۱۲۴ زرو ته ورسېدې. 

03.07.2021 ازادي راډیو

نی: کندهار کې له ۱۰ زیات ښځینه خبریالانو د شته ګواښونو له امله دندې پريښي

په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي. اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي. اغلې رحمت وړاندې وویل: "که یوه خبریاله په ټلویزیون یا راډیو کې کار وکړي، زموږ د خلکو ذهنیت منفي لوري ته ورګرځي او پر دوی خراب نومونه ږدي وايي، خبریال د ټولنې د ذهنیت خرابوونکي دي." په کندهار کې بیا دوه نورې ښځینه خبریالانې نجیبه او مرینا فناهي بیا بېل نظریات لري وايي، افتصادي ستونزې، د خبریالانو پر وړاندې شته تهدیدونه او د هغوی نامعلوم راتلونکی د دې لامل شوی چې یو شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي. خبریاله نجیبه وايي: "کندهار کې ښځينه ژورنالېستانې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، لکه په اداراتو کې د منظم معاش نه درلودل، ښځينه کارکوونکو ته صلاحيتونه نه ورکول څو یې د پرمختګ لامل شي، د امنيت نه شتون او اقتصادې ستونزې هغه لاملونه دي چې زموږ خوېندې ورسره مخ دي." مرینا فناهي بیا وايي: "لومړۍ دوی ته د والدينو له خوا اجازه نه ورکول کېږي، څو په يوه رسنۍ کې کار وکړي او که بیا هم دوی ته اجازه ورکړل شي، د ټولنې له خوا پر دوی ډېر انتقادونه کېږي او د همکارانو له خوا يوه څه ستونزې ورته پيښېږې، بل امنيتي ستونزه ده چې دوی ورته زړه نه ښه کوي، څو په يوه رسنۍ کې دنده اجرا کړي." په عین وخت کې کندهار کې د نی يا د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل وایي، د خبریالانو پر وړاندې وروستیو تهدیدونو په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو د وژل کېدو پېښې د دې لامل شوې چې دغه ولایت کې تر لسو زیات ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي. ښاغلي غیرتمل زیاته کړه: "موږ تقريباً په کندهار کې له ۴۰ څخه تر ۳۰ پورې ښځينه خبریالانې او پروډيوسرانې لرلې، وروستۍ پېښې د افغانستان په کچه په ځانګړي ډول د جلال اباد پېښه د ښځېنه خبريالانو پر وړاندې او وروستي تهديدونه د ښځينه خبریالانو پر وړاندې د ښځينه خبريالانو وضعيت بدل کړ، په کندهار کې هم تقريباً تر لسو زيات ښځينه خبريالانو او پروډيوسرانو دندې پريښې دي." غیرتمل وايي، په ټولیز ډول کندهار کې د خبریالانو پر وړاندي تهدیدونه د دې لامل شول چې هغوی کاري ساحې ته ولاړې نه شي او یا هم له هېواده بهر او نورو ولایتونو کې ځانونه خوندي کړي. په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه تېرکال د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ بولي. د دغه بنسټونو په وینا شااوخوا ۱۳ خبریالان په افغانستان کې د هدفي وژنو په بېلابېلو پېښو کې یو په بل پسې ووژل شول. د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر میاشتې په دولسمه نېټه د هلمند په مرکز لښګرګاه کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو. دغه راز یوه میاشت مخکې د طلوع نیوز خبریال او د مالي وزارت تازه ټاکل شوی مطبوعاتي مسوول نعمت روان په کندهار ښار کې د دو موټر سایکل سپرو په برید کې ووژل شو.

03.07.2021 ازادي راډیو

د امریکایانو تروتلو وروسته، یوې ډلې هڅه وکړه چې بګرام لوټ کړي

امریکایي پوځیان په شپه کې د بګرام له پوځي اډې ووتل. د سیمې اوسیدونکي وایي، سهاروختي یوشمیرکسانو هڅې وکړې چې دغه اډه لوټ کړي خو د سیمه ییزو چارواکو په خبره امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله. امریکایي ځواکونو له نژدې شلو کلونو وروسته د بګرام له اډې چې د افغانستان ترتولو لویه پوځي اډه ده، ووتل.

02.07.2021 ازادي راډیو

روغتونونو کې د پایوازانو ګڼې ګوڼې د کرونا ویروس د لاخپرېدو وېره زیاته کړې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له یوې خوا په هېواد کې د کرونا ناروغانو لپاره د روغتونونو ظرفیت کم دی او له بلې خوا په یو شمېر روغتونونو کې د پایوازانو د ګڼې ګوڼې له امله هم تر پوزې راغلي دي. دوی وايي په روغتونونو کې له ناروغانو سره د پایوازانو شتون او اړیکې په ټولنه کې د ویروس د ډېر لېږد لامل کېږي. اسدالله کاکړ چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وایي، د کرونا ویروس د احتیاطي تدابیرو نه‌عملي کول د دې لامل شوی چې دا ویروس په چټکۍ خپور شي. هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "لکه څرنګه چې موږ پوهېږو د کرونا ویروس مخ په خپرېدو دی او په روغتونونو کې هم د پایوازانو لپاره کوم خاص ځای نه‌شته، نو دا هم روغتون له ستونزو سره مخ کوي او هم دا خلک له خطر سره مخ کېږي. په‌کار دا ده، هغه خلک چې له خپل ناروغ سره روغتون ته ځي تر هغې خپل کور ته لاړ نه‌شي چې ناروغ‌یې روغ شوی نه‌وي او خپل ټسټ‌یې هم نه‌وي کړی." دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې اوونۍکې د اخته کسانو تر ټولو لوی شمېر دی. د عامې روغتیا وزارت په وینا، همدې موده کې د کرونا له امله ۸۶ تنه مړه شوي. یاد وزارت مخکې ویلي و چې په ټول هېواد کې د روغتونونو ظرفیت ۱۰۰ سلنه بشپړ دی او په روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې له امله ناروغان له خپل ځانه نورو خلکو او ملګرو ته ویروس لېږدوي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د ناروغ یوازې هغه ملګري چې ماسک او دستشکې ولري کولای شي د اړتیا پر مهال له ناروغ سره مخ شي. ښاغلی طاهري وايي: "له شک پرته چې له ناروغ سره د ملګرو اړیکې خطرناکې دي، خو دوی له ناروغ سره په دوامداره تماس کې نه‌دي. دوی یوازې د اړتیا په وخت کې ورسره په اړیکه کې وي." د کرونا ویروس پېښې تر دې دمه ۱۲۲ زره ۱۵۶ ته رسېدلي او ۵،۰۴۸ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د روغتیا وزارت د خلکو غفلت او د روغتیایي مشورې نه‌مراعت کول د ویروس د ودې اصلي عوامل ګڼي.

01.07.2021 ازادي راډیو

د کرونا درېیمه څپه؛ دې وروستیو کې یې ځوان قشر ارمانجن ګور ته ښکته کړل

په افغانستان کې زیات خلک باور لري چې کرونا ویروس د ځوانانو پرتله د پاخه عمر لرونکو کسانو ژوند ډېر ګواښي، خو په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړینې وروستیو شمېرو ته په کتو ښایي د ځوان قشر دا محاسبه غلته ثابته شي. ښایي دا شپې، ورځې په افغاني ټولنه کې اکثره کورنۍ دردونکې کیسې ولري. د کرونا وژونکي ناروغۍ درېیمې څپې په دې هېواد کې نږدې هره کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ّځپلې ده. دې ویروس له ډېری کورنیو د سر سیورۍ او د دعاګانو څلي واخیستل او دا لړۍ لاهم په تېزۍ سره روانه ده. ۳۲ کلن ډاکټر ایمل چې د طب پوهنځي د پنځم کال محصل و، څو ورځې وړاندې د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ومړ. د کورنۍ غړي یې وایي، تازه یې خپلې ټولګیوالې سره په مینه کوژده کړې وه او نیت یې دا و چې له لوی اختر وروسته واده وکړي، خو کرونا ارمانجن قبر ته ښکته کړ. غورځنګ سیال یې د کورنۍ نږدې غړی دی، وایي وړاندې یې هېڅ ډول ناروغي نه درلوده او په دې باور وو چې ځوان دی ښایي کرونا ورته جدي ستونزه پېښه نه کړي. ښاغلي سیال وایي، لا هم ډېر شمېر افغان کورنۍ له دې ویروس سره جدي چلند نه کوي او ښایي دا لامل شي چې د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راشی. سیال زیاته کړه: "زما غوښتنه به دا وي چې باید ټول افغانان کرونا جدي وګڼي او کمزوری عمل ورسره ونه کړي، باید داسې عمل ونه شي چې سبا بیا پښېمانه یاست او هېڅ ګټه ونه لري، ښایي موږ هم اوس پښېمانه اووسو، خو هېڅ مو لاس ته نه راځي، موږ یو ځوان، یو ډاکټر چې ډېر زیات ارمانونه یې درلودل له لاسه ورکړ اوس یې هم نه شو منلای چې ډاکتر مړ دی، خو دا رښتیا دي او هغه نور له موږ سره نشته." په افغانستان کې ډېری خلک باور لري چې کرونا ویروس په ځوانانو ډېر اثر نه لري، خو د ډاکټر ایمل مړینه ښایي د دوی دا باور ناسم ثابت کړي. روغتیا پالان وایي، د هر عمر لرونکو کسانو ته له کرونا د ځان ساتنې لپاره د روغتیایي سپارښتنو عملي کول اړین دي. د ننګرهار د طب پوهنځي استاد او د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عامر رضا وايي: "زموږ زیات شمېر هېوادوال په ځانګړي ډول ځوانان فکر کوي چې کرونا ورته ستونزې نه شي جوړولای، خو په وروستیو واقعاتو کې يې له پاخه عمر لرونکو کسانو نه د ځوانان ژوند ډېر وګواښه او ډېر ترې مړه شول چې دا ځوانانو ته د خطر یو زنګ دی، باید ټول یو ډول روغتیایي سپارښتنې عملي کړو." دی وایي، د کرونا له امله د مړو او مثبتو پېښو وروستیو شمېرو ته په کتو ویلی شو شي چې دا ویروس لا هم د افغانانو ژوند ګواښي او باید ټول خلک په کور پاتې شي چې روغ پاتې شي. نوموړی وايي، له روحي اړخه باید خلک ونه ویریږي، خو بې پروایي یې هم ښایي د مرګ کندې ته ټیل وهي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ خبرداری ورکړی و چې راروانې درې یا څلور نورې اوونۍبه هم د کرونا وبروس له اړخه خطرناکې وي، خو وروسته ښایي کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېر پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۹۱ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او په همدې موده کې۱۵۵۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په دې سره په افغانستان کې د دې وبا له امله د مړو شمېر۴۹۶۲ او د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۰۲۱۶ ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د امریکا د پراختیایي ادارې یا 'یو.اېس.اې. ای. ډي' له خوا د کووېډ- ۱۹ ناروغانو د درملنې په برخه کې د يو شمېر وسایلو مرسته شوې ده. دې ادارې پر خپل رسمي ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان له اتلس روغتونونو سره د وینټلایټورونو او دغه نورو وسایلو مرسته وشوه، خو د دې لپاره چې دغو وسایلو ته د خلکو اړتیا پېښه نه شي روغتیا پالان په ټینګار سره، د روغتيايي سپارښتنو په عملي کولو ټینګار کوي.

30.06.2021 ازادي راډیو

د بې وزلو او بډایو هېوادونو ترمنځ د کرونا ضد واکسینونو ویش کې لویه نابرابري

شااوخوا شپږ میاشتې مخکې په روسیه، بریتانیا، متحده ایالاتونو او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا واکسینونو تطبیق پیل شو. اوس په نړۍ کې د کرونا د واکسینونو د ورکړل شوېو ستنو شمېر له درې میلیارډو اوښتی دی. خو د بلومبرګ د شمېرو له مخکې د کرونا پرضد د واکسینونو په دې لوی نړیوال کمپاین کې د فقیرو او بډایو هېوادونو ترمنځ توپیر څرګند دی.  د نړۍ ۲۷ بډایو هېوادونو د تطبیق شوېو واکسینونو ۲۳ سلنه کارولي دي. د امریکا متحده ایالاتونه د نړۍ د نفوس ۴ عشاریه ۳ برخه جوړوي، خو تر اوسه یې په نړیوال کچ تر ۱۱ سلنې زیات د کرونا واکسین کارولي. چین چې د نړیوال نفوس شااوخوا ۱۹سلنه جوړوي، د نړۍ په کچه د لګول شوېو واکسینونو په سلو کې څلويښت فیصده یې کارولي دي. خو د افریقا په ډېرو هېوادونو کې د واکسینونو کچه په سلو کې تر یو لاندې ده او د نړۍ نور بې وزلي هېوادونه هم د کرونا د واکسینونو د تطبیق په برخه کې په ورته وضعیت کې دي. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډهانوم ګیبریوسیس ویلي، 'نړۍ ناکامېږي' نوموړي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نابرابرۍ له کبله نړۍ د کرونا وبا له 'دوو کرښو' سره مخ ده. د واکسینونو په ورکولو کې دا سیالي داسې مهال ده چې د کرونا ویروس ډیلتا بڼه چې لومړۍ په هند کې ولیدل شوه او ډېره ژر خپریدونکي ده، په چټکۍ د نړۍ په ناواکسین شوېو وګړو کې خپریږي. دې نوې بڼې له اسیا پسفیک څخه رانیولی تر روسیې پورې هېوادونه اړ کړي چې د مخنیوي لپاره یې تازه محدودیتونه ولګوي. په اندونیزیا کې سره صلیب خبرداری ورکړی چې د ۲۷۰ میلیونه وګړو دا هېواد د ' کووېډ-۱۹ د یو ناورین په څنډه دی' په دې هېواد کې د کرونا ډیلټا بڼې پېښې زیاتې شوي او په روغتونونو کې ګڼه ګڼه زیاته شوې ده. په دې هېواد کې د لویانو په سلو کې تر پنځو کم واکسین شوي دي. د امریکا متحده ایالاتونو د کرونا د واکسینونو د مرستو په لړ کې تازه مرستې اعلان کړي او ویلي یې دي چې یو میلیون فایزر بایو اینټیک واکسین په پاراګوای او دوه نیم میلیونه جانسن اېنډ جانسن واکسین به کولمبیا ته ورکړي. امریکا تردې مخکې افغانستان سره هم د درې میلیونه ډوزه واکسینونو مرستې اعلان کړی وو. په عین حال کې د نړۍ د شل لویو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د کرونا د مهارولو په برخه کې په پراخه کچه پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کړی دی.

30.06.2021 ازادي راډیو

بازار څه وخت رامنځته شو او څه ارزښت لري؟ 

د ازادي راډیو اوونیز ژوند په شېبو کې پروګرام د بازار تاریخچې ته ځانکړې شوې ده، په پیل کې به واورئ چې:  بازار څه وخت رامنځته شو؟  بازار څه ارزښت لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:   

30.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا ۳مه څپه؛ روغتیا وزارت: ښایي ۳ یا ۴ اوونۍ نورې هم سختې وي

په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري. که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي. د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان اووسو، له دې وروسته له دوه تر درې یا هم تر څلورو اونیو وروسته به د مثبتو پېښو په ثبت کې کموالی راشي، یوازې د تېرې اوونۍ پرتله په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی دی." دی له خلکو غوښتنه کوي چې د یاد ویروس په وړاندې عادي چلند ونه کړي او باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. دا شان په همدې موده کې ۱۵۰۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. د شمېرو له مخې په دې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۸۷۱ او د ټولو اخته شوېو شمېر ۱۱۸۶۵۹ ته ورسېده. له همدې سره په دې هېواد کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق چاره هم روانه ده. عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه له اته سوه اویا زره ډېرو کسانو ته واکسین تطبیق شوی دی. د دې وزارت د مرستیال ویاند میرویس علیزي په خبره په دې کسانو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان هم شامل دي. که څه هم میرویس علیزی د هغه بندیانو چې واکسین ورته تطبیق شوي د شمېر په اړه څه نه وایي، خو د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د افغانستان په ټولو زندانانونو کې د کرونا ضد واکسین لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې له ۱۷ زره زیات کسان واکسین شوي دي. د دې ادارې ویاند صفي الله جلالزي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ۲۲ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین دوهم پړاو روان دی: " د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین اول ډوز تطبیق شوی دی، شااوخوا ۱۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته دا واکسین رسېدلي دي او د واکسین دوهم پړاو هم په ۲۲ ولایتونو کې جریان لري چې تر اوسه نږدې ۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته تطبیق شوي دي." نوموړی وايي چې له وړاندې هم په زندانونو کې د کرونا ویروس په وړاندې احتیاطي تدابیر په پام کې نیول شوي او ټولو بندیانو او دغه شان د زندانونو په پرسونل ماسکونه او نور مواد ویشل شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په راتلونکي میلادي میاشت کې به د امریکا مرسته شوي ۳ میلیونه ډوزه واکسین هم افغانستان ته انتقال شي. دا وزارت پلان لري چې په روان ۲۰۲۱ او راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د افغانستان ۶۰ په سلو کې وګړي واکسین کړي. د دې لپاره دا وزارت نږدې ۴۸ میلیونه ډوزه واکسینونو ته اړتیا لري.

29.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ درملتونونو کې د درملو بیې لوړې شوي

په داسې حال کې چې د کرونا درېیمې څپې ډېری په دغه ویروس اخته کسان تر روغتونونو رسولي، د اکسیجن کمښت او د درملو لوړ قیمت ګڼ انتقادونه راپارولي دي. ناروغ لرونکي وایي، د درملو بیه ۱۰ برابره لوړه شوې ده. له دې ډلې، د کابل د اوسېدونکي عبدالعزیز عزیزي پلار چې تازه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ترې اخیستی د درملو له لوړې بیې انتقاد کوي. د نوموړي په وینا چې پخوا د یو ویټامین سي پیچکارۍ بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په درې‌نیم تر څلورو زرو افغانیو پلورل کېږي. عبدالعزیز همدارنګه د کابل په درملتونونو کې کرونا ناروغانو لپاره د ځینو تقویتي درملو له کمښت هم انتقاد کوي. دی وايي: "د درملو بیه ډېره لوړه ده، خلک نه‌شي کولای چې په اسانه‌یې ترلاسه کړي، د ځنیو درملو بیه له دوه زرو نیولې تر څلورو زرو پورې ده، د خلکو اقتصاد کمزوری دی، نه‌شي کولای چې وایې‌خلي." د هرات اوسېدونکی الیاس نوري هم ورته انتقاد لري. ښاغلی نوري وايي: "تېره اوونۍ مې ورور ناروغ و، د اکسیجن او درملو په اخیستو مو ډېرې پیسې ولګېدلې، حکومت باید په درملو څار ولري او پرېنږدې چې اکسیجن او درمل د مافیا لاس ته ورشي." بل‌خوا د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې له بازارونو بشپړ څارنه کوي. د دغې ادارې مشر ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښاریان کولای شي چې شکایتونه له اسنادو سره له دې ادارې سره ثبت کړي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "د کرونا لپاره مشخص درمل نه‌شته، خو کوم تقویتي درمل چې په ښار کې خرڅېږي زموږ ټیمونه پرې بشپړ نظارت لري او هغه درمل پلورونکي چې درمل په لوړه بیه خرڅوي، ونیول شي، ورسره قانوني چلند کېږي، له وطنوالو جدي غوښتنه کوو چې له کوم درمل پلورنځي چې درمل اخلي د درملو بیه په نسخې ولیکي او ټاپه‌یې کړي او چې درمل په قیمته بيه په دوی خرڅ شوی وي موږ دې پرې خبر کړي." دا په داسې حال کې ده چې کرونا لاهم افغانانو ته یو جدې ګواښ شمېرل کېږي. عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه افغانستان د کرونا د درېیمې څپې له لوړې کچې نه‌دی تېر شوی. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل: "لاهم ګواښ پر ځای دی، د ورځنيو شمېرو کمښت د کرونا ټیټه کچه نه‌څرګندوي، ویروس د پراختیا په حال کې دی او د ناروغانو شمېر هم زیاتېږي." په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۴۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۶۴ تنه ترې مړه شوي دي. د کرونا له پیله بیا تر دې دمه په دغه هېواد کې ۱۱۷ زره او ۱۵۸ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۷۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.

28.06.2021 ازادي راډیو

د ودونو پر تالارونو د کرونا د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي

په کابل کې د ودونو د تالارونو مالکان وایي د کرونا ویروس د محدودیتونو له امله څه باندې ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي. په ورته وخت کې یو شمېر هغوی چې کوژدې يې کړي هم انتقاد کوي چې دغو محدودیتونو د دوی پروګرامونه ګډوډ کړي دي. نوید او مقبولې له کوژدې یو نیم کال وروسته تصمیم ونیو چې د کابل ښار د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن جوړ کړي، خو د کرونا د محدودیتونو له امله تالارونه تړل شوي او د دوی د واده پروګرام هم لغوه شو. نوید وايي: "موږ تصمیم درلود په نږدې ورځو کې د کابل د ودونو په یوه تالار کې د واده جشن ونیسو، خو د قرنطین له امله زموږ واده وځنډېد ځکه په کور د واده لپاره ځای نه‌لرو. د ودونو د تالارونو بېرته برانیستو ته انتظار باسو." نوید سره کوژده شوې مقبوله وايي، د واده د مراسمو له ځنډېدو راهیسې د دوی پیسې هم ولګېدې. دا زیاتوي: "موږ وضعیت اندېښمن کړي یو، له یوې خوا خلک وینو چې د کرونا له امله مري او له بلې خوا هوټلونه تړلي، نامزد مې چې د واده لپاره پیسې ټولې کړې وې، ډېرې یې مصرف شوې. موږ منتظر یو چې کله واده وکړو." په ورته وخت کې د ودونو د تالارونو مالکان وايي، د کرونا له امله لګېدلو محدودیتونو د هوټلدارۍ صنعت له ماتې سره مخ کړی دی. د کابل ښار د حضوري چمن په سیمه کې د واده د یوه تالار مالک حاجي باز وايي، د قرنطین له امله‌یې کارونه په ټپه درېدلي دي. ده وویل: "د قرنطین په دغه حالت کې مالیه او د ځای کرایه هم ورکوو، تېر کال درې میاشتې قرنطین وو، پور والا پور غواړي، خو زموږ عاید نه‌شته، یوه روپۍ نه‌لرو، در په در یو." په ورته وخت کې د هوټلدارانو ټولنه وايي، د ودونو د تالارونو له تړل کېدو سره زرګونه کسان وزګار شوي دي. د دغې ټولنې رئيس نادر قرغه‌یي ازادي راډیو ته وویل، په کابل ښار کې د ودونو ۱۲۴ تالارونه تړل شوي دي. ښاغلی قرغه‌یي وايي: "موږ له حکومته غواړو، یوه روغتیايي کړنلاره جوړه کړي چې له مخې یې ټول اصناف خپلو کارونو ته دوام ورکړي، د هوټلونو له تړل کېدو سره ۱۵،۰۰۰ کسان وزګار شوي دي، هوټل دې پرېږدي چې هوټلونه فعال واوسي." په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له راتګ سره، حکومت د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو لړ محدودیتونه ولګول. د دغو محدودیتونو پر بنسټ د ښوونیزو مرکزونو، د ودونو د تالارونو، عمومي حمامونو او د ورزشي کلپونو فعالیتونه وځنډېدل، خو ځیني خلک وايي، دغه محدودیتونه په سمه توګه نه‌عملي کېږي. د عامې روغتیا وزارت پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې ډېروالی ښيي او پر روغتیايي سپارښتنو ټینګار کوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی‌زی وايي: "په خواشینۍ سره چې اوس هم د کرونا ویروس پېښې مخ په ډېرېدو دي، موږ د ډېرو شمېرو شاهدان یو، ممکن تر راتلونکو څو ورځو پورې دا ګراف لوړ شي، خو تر درې یا څلورو اوونیو پورې به نزولي سیر ولري." د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې لګېدلي محدودیتونه رعایت کړي او د ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې ونه‌ګرځي. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱،۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۸۰۵ ترې رغېدلي او ۸۰ ترې مړه شوي دي. رسمي شمېرې ښیي چې په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۱۱۵ زره، ۶۱۵ ته رسېدلی چې ۴،۷۳۰ ترې مړه شوي دي، خو ویل کېږي چې کره شمېرې به له دې ډېرې وي.

27.06.2021 ازادي راډیو

روسیه کې د کرونا له امله مرګونې ورځ؛ ۲۴ ساعتونو کې ۶۱۹ کسان مړه شول

په روسیه کې پرون شنبه د کرونا وبا له امله یوه تر ټولو مرګونې ورځ وه. د راپورونو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۶۱۹ کسان مړه شوي او هم پر دې ویروس د نویو اخته شویو کسانو شمېر د روانې میاشتې د لومړیو په نسبت دوه برابره زیات شوی دی، یعنې په دې موده کې ۲۱،۶۶۵ کسان په دغه ویروس اخته شوي دي. د ازادی راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې د کرونا ضد واکسین ته د روسیې د خلکو نه‌لېوالتیا او په دې وروستیو کې د دغه ویروس چټکې پراختیا په روسیه کې اندېښنې زیاتې کړې دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې هېواد د پارلمان غړو ته ویلي چې د کرونا وبا خطر تر اوسه نه‌دی له‌منځه تللی او په ځینو سیمو کې لیدل کېږي چې وضعیت لا خراب شوی دی. مسکو چې د 'کووېډ-۱۹' دغې نوې څپې تر ټولو زیات ځپلی د مخنیوي لپاره‌یې نوي سخت شرایط وضع کوي. د کرونا د نویو مثبتو پېښو یوه درېیمه برخه‌یې په مسکو کې ثبت شوي دي. د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، د روغتیا د برخې په سلو کې ۶۰ کارکوونکي مجبور دي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین ولګوي. پر مسکو سربېره په روسیه کې ۱۷ نورې سیمې هم ورته سخت مقررات وضع کوي چې له مخې به‌یې د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه سختېږي. له تېرې اوونۍ راهیسې د مسکو هغو اوسېدونکو ته په رستورانتونو او بارونو کې خدمات وړاندې کېږي چې د 'کووېډ-۱۹' ضد واکسین، یا د کرونا د منفي ټسټ سند ولري او یا هم ثابته کړي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې کرونا تېره کړې ده. د روسیې د سیلانیانو په مشهور تفرېح‌ځای کراسنادار کې به د جولای له لومړۍ نېټې هغه کسان په هوټلونو کې د اوسېدو اجازه ولري چې د کرونا ضد واکسین یا د «پي‌سي‌ار» منفي آزموینې سند ولري. خو د اګست له لومړۍ نیټې به یوازې هغو کسانو ته په هوټلونو کې د اوسیدو اجازه ورکول کیږي چې د کورونا ضد واکسین تصدیق ولري. د امریکا د جانز هاپکنز د پوهنتون د شمېرو له مخې په روسیه کې شاوخوا پنځه ملیون او ۳۴۶ زره کسان پر کرونا اخته شوي او له امله‌یې هم نږدې ۱۳۰ زره کسان مړه شوي دي.

27.06.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: روغتونونه د کووېډ-۱۹ په ناروغانو ډک دي، ځای یې نه لرو

په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې روغتونونه د کووېډ-۱۹ناروغانو څخه ډک شوي، خو د دې هېواد د ډېری اوسېدونکو په خبره چې په کووېډ - ۱۹ د اخته او له دې وبا د امله د مړینو شمېر د رسمي اعلان شوېو شمېرو پرتله څو چنده لوړ دی. د ننګرهار اوسیدونکی فرید وایي چې د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت اعلان شوې شمېرې ډېرې کمې دي: "هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې هره ورځ د اخته کسانو او مړینو په اړه خپروي، سمې نه دي، ځکه روغتونونه د دې وړتیا نه لري چې ټول خلک ورته لاړ شي، د لېرې پرتو ولسوالیو خلک روغتونونو ته په اسانۍ لاس رسی نه لري او ځینو خلکو ته خو تر اوسه روغتیایي لارښوونې هم نه دي شوي." د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کووېډ- ۱۹ ځینې ناروغان روغتون ته زړه نه ښه کوي او په کور کې دغه ناروغۍ ته تسليمیږي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس درېیمه څپه تېرو درېیو اونیو کې مخ په تېزېدو وه او د وزارت په وینا دا هېواد به له لوی اختر وروسته هم تر دوه اونیو پورې د خطر په حالت کې وي. د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په ډېری ولایتونو کې د روغتونونو ظرفیت سل سلنه مخ په ډکېدو دی. مجروح زیاته کړه: "تر دې دمه په مجموعي ډول د قضیو شمېر کم نه دی. سره له دې چې موږ په یو شمېر ولایتونو کې افقي حالت کې یو، مګر په ملي کچه چې وینو د قضیو شمېر مخ په ډېرېدو دی، تر ټولو بد دا چې ناروغان روغتونونو ته ځي او بدبختانه زموږ روغتونونه په ټولو ولایتونو کې ډک دي." د دې وزارت د چارواکو په خبره تر کومه چې روغتونونو کې د اکسیجن تولید ظرفیت لوړ نه شي روغتونونه به نور بسترونه رامنځته نه کړي. په ورته وخت کې ښاغلي مجروح وویل چې د متحده ایالاتو "جانسن اېنډ جانسن" واکسین به د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په درېیو اونیو کې افغانستان ته راشي. د نوموړي په خبره چې دا واکسین به د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری استادانو او کار کوونکو ته ولګول شي. مجروح زیاته کړه: " د جانسن اېنډ جانسن واکسین چې متحده ایالاتو له موږ سره مرسته کړي، د جولای له لسمې نېټې تر ۱۲مې به موږ ته ورسېږي. کله چې را ورسېږي، زموږ لومړنی تمرکز به په پوهنځيو او پوهنتونونو وي." دې وزارت دا هم وویل چې دوی اوس کولی شي د کرونا ویروس ډېلټا ډول وپېژني چې هندي سرچینه لري. د دې وزارت په خبره چې۵۰ سلنه خلک اوس مهال ډېلټا کرونټ ویروس لري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۵ نوي کسان په دې کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۶۵ نور ناروغان بیا ترې مړه شوي دي. رسمي احصایې ښیې چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ قضیو ټول شمېر ۱۱۴ زره او ۲۲۰ تنو ته رسیدلی او ۴۶۵۰ کسان ترې مړه شوي دي. په داسې حال کې چې واقعي شمېرې ممکن خورا لوړې وي.

26.06.2021 ازادي راډیو

بایډن: زموږ پوځیان له افغانستانه وځي خو ملاتړ مو دوام کوي

ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا ریيس عبدالله عبدالله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وکتل. بایډن په دې کتنه کې وویل چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي خو له دې هیواد څخه د واشنګټن ملاتړ به پای ته ونه رسېږي.

26.06.2021 ازادي راډیو

ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي: د کورنۍ غړي مو دې هم د کرونا ضد واکسین شي

یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي چې د کورنۍ غړي یې د کرونا ویروس له ګواښ سره مخ دي. دوی پر عامې روغتیا وزارت غږ کوي چې د کورنۍ غړو ته یې د واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي. د کرونا ویروس د زرګونو نورو وګړو ترڅنګ د څه باندې سلو روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو ژوند هم اخیستی.  ننګیالی د محمد جناح روغتون یو له هغو نرسانو څخه و چې دوه اوونۍ وړاندې د کوېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ساه ورکړه. د هغه ورور عبدالودوود وایي، ننګیالي له تېرو څو کلونو راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو روغتونونو کې د نرس په توګه دنده ترسره کړه، خو څو ورځې وړاندې له کرونا ناروغۍ سره تر یوې میاشتنې مبارزې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ. دی وايي: "ډاکټر ننګیالي اوس هم دنده ترسره کوله او د نوکرۍ پر مهال یې وضعیت خراب شو او کورته راوستل شو،۲۷ ورځې له دې ناروغۍ سره مبارزه وکړه، خو له بده مرغه دوه اوونۍ وړاندې د شپې په اته بجو په محمد علي جناح روغتون کې ساه ورکړه." ننګیالي ۳۵ کاله عمر درلود، واده یې کړی و او د راشد او فردوس په نومونو یو څلور کلن او بل دوه نیم کلن ماشومان درلودل.  عبدالودود وایي، ورور یې ننګیالي په یو کرایه کور کې ژوند کاوه او اوس یې بچیان له ناوړه وضعیت سره مخ دي. دی وايي: "د کورنۍ اقتصادي وضعیت په اړه درته ووایم چې د دولت کار کوونکی و، شپاړس تر اولس نیم زره افغانۍ معاش یې درلوده چې له دې د کور کرایه ورکوله اوس هغه معاش هم نه ورکول کېږي او بچیان یې په ناوړه وضعیت کې دي، له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د ماشومانو لپاره یې د هغه معاش ورکړي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ناروغۍ له پیله تراوسه ۱۰۲ ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د کرونا د درېیمې څپې له پیله تر اوسه کرونا وبا د درېیو ډاکټرانو او روغتیایي کار کوونکو ژوند اخیستی. په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران او روغتیایي کار کوونکي وایي، که څه هم دوی د ناروغۍ په لومړۍ کرښه کې دي، خو د دوی کورنیو تر اوسه واکسین نه دی ترلاسه کړی او د ویروس د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.  یو له دوی څخه فیاض قلندري دی چې د جمعې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل:  "د روغتیایي کار کوونکو د کورنیو واکسین لپاره عامې روغتیا وزارت تر اوسه کوم پروګرام نه لري، روغتیایي کار کوونکي خپلو کورنیو د ویروس د انتقال یوه وسیله ده چې د ډېرو کورنۍ په دې ناروغۍ اخته شوي دي." په ورته مهال ډاکټر ناهید نبوي هم ورته مسالې ته اشاره کوي وایي، ان د ډېرو ډاکټرانو کورنۍ په دې ویروس اخته شوي. خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي وویل چې د یوې منظمې تګلارې پر اساس به د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنیو ته واکسین ورکړل وشي. دی وايي: "د روغتیایي کار کوونکو او ډاکټرانو کورنۍ د ټولنې یو له زیان مننونکو څخه دي چې د یوې تګلارې پر اساس به په نږدې راتلونکي کې ورته واکسین تطبیق شي." په افغانستان کې کرونا تر دې مهاله د ۴۵۰۰ افغانانو ژوند اخېستی، خو ویل کېږي غیر رسمي شمېرې تر دې لوړې دي.  په روغتونونو کې د اکسبجن کمښت د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره یو له جدي ستونزو شمېرل کېږي چې له ټولو ژمنو سره-سره لا هم ستونزه پرځای ده. په ورته وخت کې د کرونا واکسین تطبیق په هېواد کې دوام لري او امریکا تازه اعلان کړی د جانسن اېند جانسن شرکت له لوري به افغانستان سره د نږدې ۳ میلیونه ډوزه واکسین مرسته وشي.

25.06.2021 ازادي راډیو

"افغان مشرانو په حساس وخت کې امریکا ته سفر کړی "

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشینګټن کې د ملي دفاع د پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي، امریکا ته د افغان مشرانو سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه داسې وخت کې کیږي چې افغانستان له " لویو ننګونو " سره مخ دی. د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني او ددې هیواد د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله له یو پلاوي سره واشینګټن ته رسیدلي او ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ د امریکا له جمهور ریس جو بایډن سره وګوري.

24.06.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more