د عکسونو البوم: په کراچۍ کې د جنګي وسایلو نندارتون
د پاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې د وسلې او نورو جنګي تجهیزاتو د نندارې د انځورونو غورچڼ، په دې نندارتونو کې د کوربه په ګډون د ۳۸ هېوادونو له ۳۰۰ د ډېرو کمپنیو وسلې او نوي تجهیزات نندارې ته اېښودل شوي دي.
چین د اختراع د امتیاز ثبتولو کې پر امریکا مخکې شو
د فردي ملکیت د نړیوالې ټولنې د کلني راپور پربنسټ، له چین څخه د اختراع د امتیاز د حق ثبتولو لرلو له اړخه تر یو میلیون ډېر غوښتنلیکونه شوي، چې په دې سره یې پر امریکا ځان مخکې کړی دی.
د پېښور ستره محکمه د ترک ښوونکو پاتې کېدل غواړي
د پېښور سترې محکمې له پاکستانه د پاک ـ ترک ښوونځیو د بهرنیو کارمنانو د ويستلو بهير د ځنډولو امر کړی. د ترکیې حکومت دغه ښوونځي له فتح الله ګولن سره په تړاو توروي او له اسلام اباد یې غوښتي چې له دغه هېواد یې وباسي.
مصر کې لرغونی ښار کشف شوی
په مصر کې لرغونپوهانو یو ښار کشف کړی، چې قدامت یې شاوخوا اوه زره کاله ښودل شوی. د نیل سیند پر غاړه په یاد ښار کې کورونه، د ژوند بېلابېل توکي، کلالي توکي او لوی قبرونه هم شته.
د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونونو د نویو غړو ژوند او کارونو ته کتنه
تر میاشتو میاشتو ترېنګلتیا وروسته تېره ورځ (سه شنبه، قوس/لیندۍ ۲مه) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ۷ کسان د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو او ۵ نور د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو د غړو په توګه وپېژندل.
"پاکستان او هند له ۲۰۰۳ کال راهیسې بیا د یو بل پرضد سخت تاوتریخوالی کوي"
د پاکستان او هند ترمنځ د لاین اف کنټرول په شاوخوا سیمو کې د وروستي تاوتریخوالي په تړاو د دواړو هېوادونو په ورځپاڼو کې ډیر مطالب خپاره شوي دي.
ټرمپ د خپلې کابینې لومړنۍ ښځینه چارواکې ونومولې
د امریکا د متحده ایالتونو ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې ادارې د غړو د نومولو دوهمې جوپې کې، دوه مېرمنې نکي هالي او بتسي دېووس ونومولې. دا دواړه مېرمنې د ښاغلي ټرمپ د پخواینو نیوکه کوونکو په ډله کې وې.
فېسبوک به چین کې د سانسورولو چاره کې 'مرسته وکړي'
نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ټولنیزه شبکه فېسبوک داسې سافټ وېر باندې کار کړی چې کولی شي د فېسبوک ځانګړې برخې په چین کې سانسور کړي.
کابل کې دولتي ادارې د ښاروالۍ میلیاردونه افغانۍ پوروړي دي
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي؛ لسګونه دولتي ادارې او خصوصي شرکتونه یې ۴،۵ میلیارده افغانۍ پوروړي دي. دا پورونه د تبلیغاتي لوحو، ښاري خدمتونو او د پاکوالي د لګښتونو دي. ځینو دولتي ادارو د ښاروالۍ دا ادعا رد کړې ده.
ډونلډ ټرمپ له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې څه وویل؟
د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز له مشرانو او خبریالانو سره د دغه هېواد د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ناسته د سه شنبې په سهار د نوموړي د یوه ټویټ له لارې د غونډې د شرایطو د بدلېدلو په پلمه وځنډول شوه خو څو ساعته وروسته ډونلډ ټرمپ خپله پرېکړه بېرته بدله کړه او بیا یې هم د ټویټر له لارې اعلان وکړ چې غرمه مهال به د نیویارک ټایمز ودانۍ ته ځي.
پاکستان: د هندي ځواکونو په ډزو کې " ۷ کسان" وژل شوي
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، هندي ځواکونو د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر په نیلم دره کې ۷ ولسي وګړي وژلي او څلور نور ټپيان کړي دي.
اروپايي ټولنه ښايي له ترکيې سره د غړيتوب خبرې وځنډوي
په اروپايي پارلمان کې د لویو سیاسي ډلو مشران له ترکیې سره په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د غړیتوب په تړاو د خبرو ځنډولو ته کاږه شوي او ټاکل شوې چې دغه بنسټ روانه اوونۍ په دې اړه رایه اچونه هم وکړي.
د امریکا حکومت 'پر ایران د ۱۰۶ ایربس الوتکو پلورلو جواز ورکړ'
د امریکا خزانې وزارت د فرانسې ایربس هوایي شرکت ته د ایران پر ملي هوایي شرکت (هما) د ۱۰۶ ایربس الوتکو د پلورلو جواز صادر کړ. یوې "باخبره" سرچینې ویلي؛ دا جواز تېره ورځ ورکړل شوی دی.
واشنگټن پوسټ: سوریه کې وژل شوی القاعده مشر افغانستان کې هم جنګېدلی
امريکا چاپ واشنگټن پوسټ ورځپانې په سوريه کې د القاعده د لوړ پوړي چارواکي ابو افغان المصري د وژنې په تړاو مطلب خپور کړى چې وايي المصري کلونه پخوا په افغانستان کې له القاعدې سره يوځاى شو.
روهینګا مسلمانان: 'دوی زموږ جومات او کورونه وسوځول'
په ميانمار کې د روهېنګا مسلمان لږکيیو پرضد تاوتریخوالی بنګلدېش ته د هغوی د ګڼ شمېر د تښتېدو لامل شوی. د کډوالو په کمپ کې ځینې بې ځایه شوي له بي بي سي سره غږېدلي چې وايي، جومات او کورونه یې وسوځول شول.